چې څنګه مو د سورلۍ موټر له سرخکانو را تېر شو ، نو يو ټاير يې پنچر شو ، زه له دوه نورو کسانو سره په دوهم سيټ کې ناست وم .
درې واړه ښکته شوو ، موټروان ټاير بدلوه ، چې څلور خړ رنګه موټرونه چې پر سريې ماشيندارې نصب وې بل څراغونه را ورسېدل .
د هرې ماشيندارې ترشاه يو _ يو سورمخې ولاړ و او داسې يې لاسونه خوځول تا به وې دوى د ځمکې پرمخ بل څوک نه غواړي .
موږ سره ناست يو مساپر د يادو شويو موټرو په ليدو خپل هواس بايلود ، ساه يې ژر_ ژر ويستله او بيا د موټر شاته ، ترهغه پټ ناست و ترڅو د بهرنيانو موټر ښه پناه شوي نه وو .
پوځي موټرو پسې د سورليو د موټرو لوى کاروان جوړ شوو ، خو هيچا کې له هغوى څخه د مخکې کېدو جرئت نه و او هغوى هم په خپله زړه داسې روان وو ، لکه دلته چې په ميله راغلي وي .
ماهيپر ته نږدې د زرداد پخواني مرکز څنګ ته زموږ موټر پوځي موټرو ته نږدې شو ، ماسره پرڅوکۍ ناست سړى يو دم نيغ شو په موټروان يې غږ کړ : مه ځه .. بريک ونيسه ، هله!
ناست کسان دده ورخطايي هک پک کړل ، ټولو ورکتلې ، د هغه د مخ پوټکى تور شو ، ستونى يې وچ شو او خوله يې وازه پاتې شوه .
ترې ومو پوښتل ، اخر ولې ؟ دومره وېره ؟
هغه ته لکه چې څه ورياد شوي وي ، سر يې اخوا دېخوا په حرکت راغى او ټول خوځېده .
يو دم يې چيغه کړه : همدغو زه يواځې کړم ، زما په …. غږ يې ټپ شو ، بيا يې سر پورته کړ :
وروڼو ! تاسو ته به ډېر ډارن ښکاره شوى يم ، خو تاسو خبر نه يي ، زما ويره زما په اختيار کې نه ده .
هغه خبره پسې وغځوله :
دوه کاله وړاندې له خپلو دوه زامنو سره له تورخمه راروان وم ، په لاره کې په همدغه شان موټرو کې ناستو کسانو باندې چاودنه وشوه او دوى د ټوپک خولې موږ ته را سيخې کړې .
په شاوخوا ولاړو موټرو کې ناست کسان يې په وينو ولړل ، زموږ موټر ته هم مرمۍ را ننوتې چيغې شوې ، د موټر په دهليز کې وينې روانې شوې يو له بله خبر نه وو .
چې څنګه مې پام شو دواړو زامنو مې سرونه ځوړند نيولي وو ، د موټرپه دهليز کې ددوى د بدن وينې هم روانې وې ، ډېرې نارې مې پرې وکړې خو هغوى سرونه پورته نه کړل .
دې کاپرو په دې بوډاتوب کې يواځې کړم ، زه اوس هيڅ نښه نه لرم .
استازه !
دوى ته مه نږدې کېږه ، دوى مو نښه ورکوي ، دوى ….