ځکه: په درد او اوښکو مو نړۍ ته راوړي او سمدلاسه مو په موسکا لمانځي.
ځکه: د بوتل د شیدو ګرم والی او یخوالی لومړی په خپل لاس ګوري او بیا يي زموږ خولې ته را اچوي.
ځکه: که چیرې موږ د لوییدو او ژوندي پاته کیدو لپاره د مور وینې ته هم اړتیا ولرو مور به یی دریغه نه کړي.
ځکه: کله چې په کوټه کښې وی وی کوو په خوښۍ مو آرامۍ ته وربولي.
ځکه کله چې موږ ناروغ وواو تبه مو وي، هغه هم په خولو کښې ډوبه وي.
ځکه: کله چې په میلمستیا کښې شرمیږواو څه نه شو غوښتلی نو هغه يي په لوړ غږ راته غواړي.
ځکه: که څوک مو ووهي او یا وځوروي نو مور مو دهغه وژلو ته هم تیاریدلی شي.
ځکه: کله چې پلار مو له دې کبله چې مور مو ځورولې ده وهل راکوي نو مور مو له پلار سره زموږ لپاره جګړه کوي.
ځکه: کله چې په په مینه زموږ لپاره خواړه پخوي نو زړه مو غواړي له کاسې سره یی یو ځای وخورو.
ځکه: کله چې د شپې په یولس بجو مو یاد ته راځي چې د ټولګي کورنۍ وظیفه مو نه ده ترسره کړې، له موږ سره تر نیمې شپې کښیني ترڅو هغه پای ته ورسوو.
ځکه: د ازموینې په شپو کښې ترډیره راسره کښیني او نه ویده کیږي، خو څوک نشته چې چای ورته راوړي او میوه ورته پوست کړي.
ځکه: کله چې سفرته ځو، هغه ژاړي او د بیرته راتګ لپاره مو نذرونه نیسي.
ځکه: کله چې هغه ناروغه وي او موږ یو ګیلاس اوبه ورکوو یو ډول مننه رانه کوي چې زمونږ فکر ته راځي چې په رښتیا مو کوم لوی کار کړی دی.
ځکه: هیڅ وخت یې له یاده نه وزي چې زمونږ څه خوښیږي او څه مو نه خوښیږي، ان تر دې چې که هغه د په روغتون کښې هم وي او غواړو چې ډوډی یو ځای وخورو.
ځکه: هلته هم ددې لپاره نا آرامه وي چې بچی مې ستړی شو، ډیره پالنه مې یی وکړه.
ځکه: هر وخت چې ورسره ناسمې خبرې کوو او زړه يي د زرم ځل لپاره ماتوو، لږ شیبه وروسته یی له زړه وباسي او ځان خطا باسي چې: لویان خو بښونکي وي.
او کله چې وروسته یې یوازې پریږدو یوازې دا سې وایی: ځوانان دي نو داسې کله کله پیښیږي.
ځکه چې مور خو مور وي…