چې پیښور ته کډ وا ل شوم نو د جوما ت په اړه له هیڅ ډ ول ستو نزې سره نه مخا مخ کید م . په هرځا ی کې یو یو جوما ت جوړشوی و . زمونږ د کورپه هره خوا او هره کوڅه کې هم ښا یسته ښه ډیر جوما تونه وو . په هر جومات کې د اوبو ښې ا سا نتیا وې برا برې شوې وې . هرسړي ته بیله بیله داوبو بمبه رسیده او اود سونه به یې پې کول . که کله به د جومې (جمعې) مبارکې په ورځ ګڼه ګوڼه زیا ته شوه نو خلکو به په ډیره توند ۍ سره اودسونه کول چې نوروته وار ورسیږي . اوکه بیا هم بیروبا ر به ډیر ونو اکثره کسا نو به نژد ې د ګاونډ جومات ته د اودا سه د پا ره منډه کوله او هما غلته به یې مونځ هم ا دا کا وه .
برسیره په دې ، په جوما تونوکې ښا یسته ښا یسته ټغرې اوسترنجئ غوړید لې وې او هره ورځ به ښه سم پا کید ل . د ګرمۍ په وخت کې به په کې د چت (( پکي)) لګید لي وو او په ژمي کې په کې د بریښنا بخا رۍ جوما تونه ګرم سا تي . د سرتورو کسانو د پا ره په کې د ټو ټې او میزرو خولئ ګا نې ځوړند ې وي او چې څوک تسپې ونه لري نو د جوما ت د کونج د میزنه یوه جوړه را خستلی شي ا وله د و عا نه وروسته یې بیرته د میز سرته رسوي .
د ما نځه ټول بهیر به په زیا ترو جوما تونو کې د لوډ سپیکر په مټ بهر هم اورید ل کید و ، خو د ازان غږ او د جومې د مبا رکې ورځې مسلې به ټولو جوما تونوکې خا مخا په لوډ سپیکر په دومره اوچت غږ خپريد ې چې د جوما ت دخواوشا ټولو کورونو او کوڅو کې به پې خلک ټکي په ټکي پوهید ل .
د جومات د ملا یا نو صا حبانوهم ډیر قد رعزت کید و او لویو وړوبه ورته پوره د رنا وی کا وه . رښتیا چې د پیښورپه ښارکې د جوما تونو ښه تا بیا کید له .
مونږ هم د خد ا ی مهرباني وه ، یووخت مونځ مونه قضأ کاوه . چې د سهار د جمې نه به موسلا م وا ړا وه نوماشومانو
به د قرآ ن کریم ا وسیپا رو په سبقونوپیل وکړاوشورما شوربه جوړشو. د د ې ښا رډ یر ما شومان مخکې له دې چې ښوونځي ته د اخل شي ، قرآ نکریم یې پا ی ته رسولی وي . هلته چې د هرچا ما شوم قرآ ن کریم ختم کړي نو کورنۍ یې جشن جوړوي او ما شوم ته په غا ړه کې د ګلونو او لوټونو ا میلونه ورا چوي .
د سیپا رو او قرآ ن کریم د پا ره په جوماتونوکې ښکلې ښکلې الما رئ جوړې شوي او بې شمیره ټوکونه په کې پراته وي . بیله کومې ستونزې هرسړی کولا شي چې هر سهار او یا کوم بل وخت په جومات کې د قرآن کریم تلا وت هم وکړي .
د ما نځه په وخت کې ا کثره دوکا نونه تړل کیږي او دوکا ندا را ن ځا ن د جمې ما نځه ته رسوي . که کوم سړی د وکان بند نه کړي نو یو ما شوم یې ورته کینولی وي ، خو ډ یرما شومان هم له غټا نونه مخکې ځا نونه جومات ته رسوي او په جمه لمونځ ګوي .
په ډ به چنه چې څوک نا ست وي نو دازان په اورید وسره سمد لا سه ځا نونه جوما ت ته رسوي . یونیم شیخ په کې چغې نا رې هم جوړوي او خلک د جومات په لور ورهڅوي . د ې ټول حا لت ته چې سړی ځیر شي نو پوره پوره با وریې را ځي چې د لته مسلما ني ډ یره پخه ، ښه ټینګه او خلک یې د ښې عقید ې خا وند ان دي . خوکله کله چې به مې ځینې کسا ن په خپل چم ګا ونډ او یا په بل ځا ی کې ولید ل چې د ا سې کارونه او اعما ل به یې سرته رسول چې د هغوی په ټینګه موسلما نۍ(مسلما نۍ) کې راته شک پید ا شو . موسلما نا ن (مسلما نان ) خو وولیکین د ومره ما کم (محکم ) نه وو .
زمونږ کورته مخا مخ کورکې چې ډ یر لوي د کوټې سر یې د رلود (د با م سریې لوی و) هره ورځ به (( تور )) څه غوړید لي وو . بیا به دوه درې ورځې پس ټول شول . څو ورځې به د کوټې سر تش و اوبله ورځ به بیا تک تور اووښتی و . زه چې به هره ورځ پا س وختلم نو د هغوی د کورما شوما نو به د دغو تورو شیا نو سره نژدې تشې میتیا زې کړې وې ا و لا کله کله به ورسره جوختې ډ کې میتیازې هم ښکا رید ې . ماته به هره ورځ د ا چرو ت را لوید و او دا سوال به راته پید ا کید و چې دا به څه وي ؟ بس دځا ن سره به مې وویل که څوک ګا ونډیان را کره راغلل نو خا مخا به ترې پو ښتنه کوم چې دا لا څه شی دي ؟
که دغه شیا ن حتاّ د څا رویودپاره هم وي نو با ید چې له میتیا زو خو وسا تل شي ، حا ل دا چې د میتیازو سیلا بونه پې سم ورګډ شوي وي . چې د کوټې د سرنه به لا ندې را کوز شوم نوله یاده به مې ووتل .
* * * * * د ورځونه یوه ورځ مې له یو چانه تپوس وکړچې دا زمونږ د ګا ونډي د کوټې په سر تور څه شی خواره پراته وي ؟
ـــ را ته وی ویل : د ې ته (( چلکه )) وایي . دا د نسکو تورپوټکي دي . دا لومړی د چي (چایو) د شمې سره ګډ وي بیا یې د کوټې په سرلمر ته اچوي چې ښه وچه شي نو وروسته یې د دریمې برخې چا ی سره یو ځا ی کوي او د ښوچا یو په نا مه یې خرڅوي . اریان شوم چې اول خو د چایو سره د شمې او نسکود پوټکو ګډول د سړي موسلما ني خرا پوي او بیا د ومره بې پروایي چې میتیازې پې هم را ایله کیږي او نور مسلما نا ن هغه سکي(څښي) .
د دې کور ټول سړي او ما شوما ن به هم هره ورځ او هر وخت په جوما ت کې په جمعه ولا ړوو . دا یوه ډ یره مړه اوشتمنه کورنۍ وه .
بله ورځ د میلا وټ ( چې په خوراکي شیانو کې د انسا ن روغتیا ته ځینې زیا ن رسوونکي څیزونه ګډ شي او وزن یې پې زیات شي ) د کیسې نه خبر شوم چې ځینې خلک له مرچو سره چې په پیښور کې ډ یرخوړل کیږي(( کودي )) ګډوي . دغوړوسره هډ وکي ، له شودو(شید و) سره اوبه او داسې نور میلا وټونه کوي . همدا رنګه زا ړه درمل د نویو د رملو په ځا ی خرڅوي .
د دې ټولو کړنو سره سره بیا هم زړه به مې په دې ښه کړچې د جوما ت ډیر درنا وی کوي او مونځونوته په خپل وخت حا ضریږي ، ا مید دی چې موسلما ني به یې د ونه (دومره) کمزورې نه وي .
* * * * * لکه د نورکله په شان نن مې هم د ما ښا م جمعې ته د خپلې کوڅې جومات ته ځا ن را ورسا وه اود جو مات په پیزارکې مې څپلئ وویستلې . نا څا په چروت را ولوید وچې څپلئ د ځا ن سره جوما ت ته د ننه ننبا سم ښه به وي . جوما ت ته د ننویستلوپیکرځکه را سره پید ا شو چې همد ا نن ما زیګر مې نوې ا خستلې وې او بیه یې هم لوړه وه چې د بهر نه څوک ما شوما ن یا کوم پوډ ري موډري یې رانه اوچتې نه کړي .
زمونږ د کوڅې دا جوما ت د کچه محلې ( کچې محلې ) په ډ یر ښه ا و د ا من په ځا ی کې و . خلک یې هم د دې ځا ی اوسیدونکي دي او په نسبي ډول ژوند یې هم بد نه دی . ځینې ځینې خولا په کې ښه شتمن او ما لداره دي .
څپلئ مې په لاس کې نیولې وې او په پنځم شپږم صف کې چې ترټولو شا ته و کیناستم . د ټغر د پا سه مې خپل څا در هم خور کړ او څپلئ مې خپلې مخې ته نژدې کیښود ې . چې اقا مت شرو شواوجمعه په ود رید ووه نوصفونه جوړشول او د شا کسانومخکې صفونه ډ ک کړل . له هرصف نه به دوه درې تنه مخکې صف ته وراوښتل او خپل ځا ی به یې خا لي کاوه . زمونږنه مخکې صف هم نیمګړی شو او یوه تن راته غږ وکړچې : مشره را مخکې شه !
ما څا در را ټول کړ اویو صف مخ ته لاړم . هلته مې بیا څا در وغوړاوه او په صف کې د ماښا م د ما نځه په جمعه آ رام ودرید م . مونځ پا ی ته ورسیدو . د وا وشوه . هرڅوک خپلو کورونوته روا ن شول. ما چې په د ې وخت کې شاته وکتل نوڅپلئ مې الوتلې وې . ټول جوما ت مې لټ په لټ کړ . نور کسا ن هم خبرشول چې د د ې سړي څپلئ چا سره بد لې شوې دي . یونیم سړي غږ هم وکړ :هلکه که دچا څپلئ بدلې شوې وي نوخا وند یې دلته دی . زما په زړه کې هم دغلا څه نه تیرید ل ، ځکه چې جوما ت ته خومې په خپل لاس را وړې وې او زمونږ د صف شا ته نور خلک هم په مانځه ولاړ وو . که په پیزارکې وای نوبیا هم څه ناڅه د ورکید و یره(ډار) به راسره وای . زه ډ یر په ډاډه زړه ولاړیم او پیکرکوم چې اوس به یې څوک راوړي . په زړه کې مې ویل : جومات ته خوخلک ما نځه ته راځي . غلا خوپه نوروځا یونو کې کیږي . اولا دا نوې څپلئ به رانه څنګه ورکیږي ؟ لا تراوسه خوزما کورنۍ اوبچوهم نه دي لید لي . هغه وخت چې د یا د ګارچوک (چوک یاد ګار) ته نژد ې د وکان نه مې واخیستلې نوزړې شلید لې څپلکې خومې هما غلته وغورځولې اودا نوې څپلئ مې چې په پښو کړې نو له هغه ځایه پلی مې ځا ن مخا مخ دې خپل جوما ت ته را ور
سا وه ، کورته لا ورغلی هم نه یم .
* * * * * په تمه تمه ولاړ یم . ما ښام خړه شوه . ټول خلک د جوما ت نه لاړل . یواځې د جوما ت ملا اما م صا حب را سره ولاړو. هغه هم اخوا د یخوا اریا ن اریا ن کتل . په ټول جوما ت کې د بل چا څپلئ یا څپلکې هم نه وې پا تې .
ملا صا حب د پیزار خواته لا ړو . ګوري چې هلته یوه جوړه زړې شلید لې څپلکې پرتې دي . چا چې زما نوې څپلئ وړې وې نود غه سوغا ت یې ما ته پریښودلی ؤ .
ملا صاحب وویل : اوس خوکورته په دې څپلکو کې لا ړشه . که ستا څپلئ چا بیرته جوما ت ته راوړې نوانشا الله چې په تا به یې وسپا رو . * * * * * ماهم په ټوله ګرمۍ کې ان ترمني پورې دا زړې چپلکې وکا رولې ، تر هغه وخته پورې چې د پیښور هوا سړه شوه او خپل د کا بل بوټا ن مې په پښو کړل .
زما خو د (( چلکې )) او (( میلا وټ )) سره سودا ( وسوا س ) وه ، د جوما ت له غله څه خبر وم .