د ميرويس ميدان په يوه پخواني او زاړه سرای کښې مې دکوټې له ملګرو سره تر تريخ چای او سړې ډوډی خوړلو وروسته مخه ښه وکړه او دپولې تخنيک پوهنتون په لور روان شوم، د ښار په له خاورو او دوړو سړک له نيم ساعت پلي مزله وروسته پوهنتون ته ورسيدم، له دې کبله چه لومړی درسي ساعت مو د رياضي مضمون وو نو غوښتل مې چه د ښوونکي له راتګ مخکې ټولګي ته ننورم، ځکه مې پښو دډير چابک تګ له کبله سخت درد کاوه.
په څه کم اته بجو دټولګي په دروازه ورننوتم ، د څوکيو په دريمه ليکه له ملګرو سره تر ستړې مشې وروسته کښينستم . زموږ په ټولګي کښې به ښايي تر يو سلو شپيته زيات زده کوونکي وو، چه د ډيرو يي دريشي په ځان کښې وې، دا جامې په يوه رنګ او ډول نه وې، سرې، شنې، سپينې، تورې او نور رنګونه وو او ترڅنګ يي داسې (کو بای پوش) هم وو چه پتلون به يي ځای ځای شکېدلی وو او يا به پرې د پاسه لړم انځور شوی وو، دځينو په سينو خو دهندي سينما دلوبغاړو انځورونه هم وو.
له لږ ځنډ وروسته ښوونکی ټولګي ته راننووت او له راتګ سره جوخت يي په درس ورکولو پيل وکړ، لاڅو شيبې نه وې تيرې چه چا د ټولګي دروازه وټکوله، کله چه دروازه خلاصه شوه زموږ يو ټولګيوال وو چه په ځوړند سر يي له ښوونکي څخه ټولګي ته د راتګ اجازه غوښته، همدا چه د ښوونکي سترګې پرې ولګېدې په قهر يي وويل: بسته کو دروازه ره از سرچوک آمدي!؟
بيا يي زموږ لوري ته راوکتل او ويي ويل:
نو بجه ميايد کلينر وارې کالايشه سی کو…!
په لومړۍ ليکه کښې يوه زده کوونکي دځان غلي کولو کوښښ کاوه چه د ښوونکي ورته پام شو ويي ويل:
او بچه برآی هله برآی…
او له دې سره په ټول ټولګي کښې دساده جامو لرونکو پلټنه ترسره شوه او تر سپکولو وروسته له ټولګي څخه وشړل شول او دا هم ورته په ډاګه شوه چه که بيا څوک په دې ډول ټولګي ته راغلل نو پرې به نښو دل شي زه هم چه دهمدې زيات وکم شلو کسانو له ډلې څخه وم د ښوونکي دې وروستۍ خبرې مې تر ډيره په غوږ کښې آزانګه کوله:
اګر بار ديګر ينيفورم نپوشيده بوديد، هيچ به اين دانشګاه قدم نګذاريد،فهميديد…