د کابل ښار په عيد ګاه جومات کې په سلګونو کسان د خداى حضور ته ليکه ودرېدل ، په ملا مات شول ، ټنډې يې په ځمکه ولګولې او بيا يې په عاجزۍ له لوى څښتن ج څخه ، د باران غوښتنه وکړه .
لږ وروسته په اسمان کې وريځ پيدا شوه خلک خوشحاله شول ، خپله دعا ورته قبوله ښکاره شوه .
خو د وريځو په ليدو يو نا څاپه زما په بدن د وېرې يوه لړزه راغله ، ستونى مې وچ شو ، پښې مې سستې شوې او اسمان ته مې له ډاره نه شو کتلى.
ذهن مې څو زره کاله وړاندې لاړ ، د عاديانو هغه حالت را په ياد شو چې د وريځي په ليدلو خوشحاله وو او ويل چې : (( هذا عارض ممطرنا …. ))
خو هغه د رحمت وريځ نه وه ، د خپلو بدو او ناروا اعمالو سيورى يې وه ، چې پر سر ودرېد او د خداى له حکم سره سم ترې د اوبو پرځاى ډبرې وورېدې .
د زړه له سترګو مې په خپل هېوادکې د خداى ج پر شهکار ( انسان ) روان ظلمونه يو- يو تېرېده .
هلته به له يوه انسانه سر پرې شو ، په بل به سرې ګولۍ ونښتې ، بمونو به ماشومان په لنبو کې پورته کړل ، بل به د يوه وحشي انسان د جنسي هوسونو قرباني شو او ….
کله مې د زړه له سترګو دغه حالتونه د سرفلمي په څېر تېرېدل او کله مې د سر په سترګو په اسمان کې غوټه وريځې ته کتلې .
ټوله شپه له همدې ويرونکي حالت سره مخ وم ، هره شيبه مې دکاڼو د ورېدو په ويره کې تېرېده او تر هغې په ويره کې وم ترڅو چې مې د نږدې جومات له منبره د سهار ملکوتي اذان واوريد .