نن هوا ډېره خرابه وه دومره تروږمۍ اوګرد وو چې نه هم د سرك د غاړې څراغونو او نه هم د موټرو څراغونو روښنايي کوله. زما زړه ډېر زيات تنګ وو د معمول خلاف نن له وخته کټ ته لاړم. په کټ کې اوږد وغځېدم شېبه لا تېره نه وه په زړه کې مې څه وګرځېدل راپورته شوم چې قلم او کاغذ راواخلم او ويي ليکم.
ناڅاپه مې ذهن ته څه راغلل د کړکۍ په لور روان شوم او په کړکۍ کې ودرېدم لکه څوک چې د چا د راتلو لار څاري. شا ته مې وکتل په ميز قلم او کاغذ ايښي وو ، بېرته لاړم کټ کې پرېوتم يو ناڅاپه مې له ځايه خيز کړ او پورته شوم د کور په لټولو مې پيل وکړ، هر څه مې په ځير ځير وکتل. هلته هيڅ هم نه وو او داسې نه وه چې زه دې وېرېدلی وم. د کور څراغونه مې ټول مړه کړل او تياره کې کيناستم په زړه مې تکه توره شپه راغله بيا له ځايه پورته شوم او په کور کې وګرځېدم.
نه! هيڅ هم نه وو.
بېرته بيا راغلم او ميز ته کيناستم دا ځل مې په کاغذ څه وليکل.
همداسې په سوچونو کې خوب له ځان سره وړی وم، سهار چې له خوبه راپورته شوم ومې ليدل چې په مات،ګوډ ليك مې ليکلي وو:
مورې! لتا سره مې مينه ده او ستا تصوير له ما نه ورک دی.
بس يوازې همدومره!