کور / کیسه / د هند په لویه وچه د افغانانو حکومت (یو تاریخې ناول۲۱ )

د هند په لویه وچه د افغانانو حکومت (یو تاریخې ناول۲۱ )

سلطان علاؤالدین  خلجیي


تاسو ددې  ناول  یویشتمه برخه  لولئ….


ددهلی په قصر کې یوه ورځ  سلطان علاؤالدین او کنول دیوی  یو ځاې ناست  ول او په کومه  مهمه  موضو ع  یی خبرې  سره کولې  .  دوې دواړو په ډیره  نا ارامۍ سره  د دیولدی  د راتلو انتظار کاوه ،په  همدې وخت کې د سلطان  ساتوکې   دننه راغې  او سلطان ته یی وویل :
درونده سلطانه :  د جالور    راجه    نیردیو  ستا خدمت کې   حاضریدل  غواړی  ،  دهغه په دې خبره سلطان علاؤالدین په ډیره  عجیبه توګه   کنول  دیوی  ته وکتل، اوهغه  سمدستی  د شا  د دروازې  څخه  دننه ولاړه  . بیا سلطان علاؤالدین  خپل  ساتونکې ته وویل :   کانیردیو  ما ته را ولیږه .  تر څو  زه وپوهیږم چې هغه  د څه   له پاره له ماسره  وینی . دهغه  په دې خبره  ساتوننکې  بیرون ووت ، لږه  شیبه وروسته د  جالور  راجه کانیردیو  هغه  خونې ته را ننوت   چې سلطان علاؤالدین په کې ناست و.   سلطان  علاؤالدین د خپله ځایه پورته  شو  اودهغه  ښه استقبال یی  وکړ . اودخپل ځان سره نژدې یی کیناوه .
کله چې د  جالور  راجه  کانیردیو دهغه  سره  څنګ  کې کیناست  نو تر لږه  وخته پورې  خاموشی وه    ، دهغې وروسته  سلطان علاؤالدین  ورته مخ کړ او ورته یی وویل :
 کانیردیو  ،  زه په دې  خبره باندې  ډیر   خفه شوې  یم  چې هغه وخت  چې زما سالارانو کمال الدین او عین الملک   په مالوه  باندې  حمله وکړه  نو  دوه  راجاګانو  زمونږ پر خلاف  د راجه کوکا  کومک  وکړ . یو راجه رتن سین او بل  ته  .  کانیریدو ، د جیتور  راجه  رتن سین  څخه  په داسې کولو زه کومه ګیله او شکوه  نه لرم   ځکه  چې هغه زما  له زندانه  تښتیدلې  دې   او هغه به زما پر خلاف  ډیرې ګیلې اوشکوې  ولری  .  نوکه چیرې هغه  داسې  کوم  کار کوی  نوزه ترې  شکایت هم نه  کوم .  خو تا چې  زمونږ  سره  ددوستۍ  په اړکې  زمونږ  کوم مخالفت  وکړ   نو ایا دا مناسب  حرکت و ؟  دهغه په دې  خبره   کانیردیو  سمدستی وویل :
درونده سلطان !  تر  هغې  چې زما د ځواک او قوت  پورې  اړه لری ، نو تر اوسه  پورې  هیچا هم دهغې  اندازه  نه  ده  لګولې . هغه خو را جه کوکا  له  ما څخه  کومک  غوښتې و نوما  ډیر  لږ  کسان  دهغه کومک  له پاره ور  واستول او که نه  زه  چې دکوم  ځواک  پر خلاف  خپل ټول  ځواک  استعمال کړم  نو یو ستر  انقلاب    به رامنځته کړي .
د کانیردیو په دې خبره   سلطان  ډیر  زیات ناخوښه  شو . بیا یی د کانیردیو په لور وکتل او  ورته یی وویل :
کانیردیو ! اوس  په  هندوستان  کې  په هیڅ  راجه کې  دومره همت  نه دې پاته شوې  چې  زما د لښکر  سره  دجنګ  له پاره  را مخته  شي .اویا زمونږ پر خلاف  بریاوې  تر لاسه کړې.  کیداې  شي په کانیردیو باندې هم دسلطان علاؤالدین  دا خبره  ښه نه وې  لګیدلې،  نوهغه سمدستی ددې  خبرو په ځواب کې وویل .  درونده سلطانه ! که  چیرې زما او ستا دلښکرو  تر منځ  ټکر  را منځته شی  او ما  ستا د لښکرو پر خلاف  سوبه تر لاسه نه کړاې  شوه،  نو زه  به   خپل  ځان  ژوندې پرې نږدم .
 په   سلطان علاؤالدین  د راجه  کانیردیو  دغه لافی  شافې  ښه  و نه  لګیدې ، هغه په خپل زړه کې دا خبره کینوله  چې یوه  ورځ  به د کالور   دراجه کانیردیو  باد  هم  باسي . په دې وخت  کې سلطان  علاؤالدین  بلکل  خاموشه  کیناست ، او د جالور د راجه سره  یی  اخوا د یخوا خبرې  پیل کړې  اوبیا یی هغه دهغه  ځایه رخصت کړ . خو په زړه کې سلطان علاؤالدین دا پریکړه کړې وه  چې  راجه کانیردیو ته به  ددې خبرو  سبق حتما  ورکوي .
۴۳
یوه ورځ  شهزادګۍ  کیتهل  په  جیتور کې په خپلې هغې خونې  کې ، چې ورته  مختص  شوې  وه ،  ځانته ناسته وه ، چې یو نا څاپه یی خونې ته  مور  پدمنی ور  ننوتله ، د پدمنې په را  ننوتلو سره  شهزادګۍ کیتهل  دخپله  ځایه پورته شوه او دهغې  استقبال  یی وکړ .او کله چې پدمنې کیناسته  نو شهزادګۍ  کیتهل هم  ورسره  څنګ ته  کیناسته . هغې دخپلې  مور په اوږو  باندې لاس کیښود  اوپه ډیره مینه  یی ورته  وویل :
مورجانې :  ته پوهیږې  چې زه د کمال الدین  نه پرته  ژوندۍ نه شم پاته کیدې . ما هغه د خپل  محبت   بُت  ګرځولې دې ، زه   به  په دې اړه هیح  ډول  بدلون  ته غاړه کینږدم . مورجانې  :  که زه همدلته  پرته واوسم  ، نومور جانې  ، یادساته  چې یوه ورځ به  په همدې  محل کې  خپل ژوند له  لاسه ورکړم  خو ددغه بداخلاقه  پورن مل سره به ژوند  ته  غاړه  کینږدم . مورجانې  !  ایا  ته له ماسره  دومره هم نه شې کولې  چې ما ددې ځایه  د  یو څو باوری کسانو سره  وکاږې  اوزه بیرته  ددهلی په لور ولاړه شم  او یا په  چتوړ کې دخپل  ورور  راجکنور   کورته  ولاړه  شم  تر څو هغه ما دخپلو ساتونکو سره یو ځاې  دهلی ته ولیږدوي .
پدمني په  ډیره مینه د شهزادګۍ  کیتهل  په سر باندې لاس  راښکود ، او ورته  یی وویل :  کیتهل  لورې  :  ته خو  د لیونیو  په څیر خبرې کوې ، پورن  مل  په  هر اړخیزه توګه  ستا پلار  دې  ته اړ کړې دې  چې تا د  پورن مل سره  واده کړې .  واوره !  پورن  مل په دې هم پوهیږی  چې  ته کمال الدین سره مینه  لری  او هغه د زړه له کومی  غواړې، هغه  ته دا هم معلومه  ده   چې ته  به ددې  ځایه د تیښتې  هڅه وکړې ،  په دې اساس   هغه خپل  ساتونکي  دلته خواره   واره  کړې دې  او  هر وخت  ستا په ټولو حرکاتو  باندې  څارنه کوي . یاد ساته  چې  که کله هم تا  له دې ځایه د وتلو   هڅه وکړه  نو د پورن مل  ساتونکې به تا  و نیسی  اوبیرته  به دې  دې محل  ته  راوړې . اوکله  چې دا کار  وشي نو په همغه ورځ  به  هم د  پورن مل سره  په زوره  ستا واده   تر سره شي .
واوره  زما لورې کیتهل جانې! زه تر اوسه  پورې  ستا او دپورن مل تر منځ  په واده کولو  کې خنډ  یم ، زما همدا  تاخیرې  حربې  به  حتما  یوه  ورځی  ډیرې  مثبتې  ثابتې  شی. زما  لور جانې ! زه په  هر  صورت   ستا   دخیر او  ښیګڼی  غوښتونکې  یم . بس  ته  منتظره  اوسه  چې  زه ستا   له پاره څه کولې شم . او بیا دا هم په  یاد ساته ، چې هیڅکله هم زما د اجازې  پرته او زما دخوښې پر خلاف  کوم   قدم وانخلې ، او نه یی د  اخستلو  کوشش  وکړې  اوکه نه لورې   بیا به پښیمانه یی.
د پدمني په دې  خبرو  شهزادګۍ  کیتهل  تر ډیره   پورې  ډاډمنه  شوه ،  پدمنی  یو ځل بیا د شهزادګۍ  کیتهل په لور  کتل او ویی ویل :
کیتهل  لورې !   را ځه ، راځه  چې ستا د پلار  لورې ته ورشو .  هغه پرون  څه  شکوه او شکایت  کاوه  ،چې ته هغه ته ډیره نه  ورځی ، لورې  !  دخپل پلار  سره دې  دا ډول  سلوک  مه کوه  اوکه نه دهغه په زړه کې به ستا په اړه  شکوک او شبهات  را پیدا  شي . دهغه سره  کینه پاڅه ،اودهغه د ملاتړ او همدردۍ د  تر لاسه کولو هڅه وکړه.  په همدې  کار کې تا ته  خیر دې ، ددې خبرو وروسته  پدمنی  شهزادګۍ کیتهل  له ځانه  سره کړه  اوبیا  دواړه  د راجه رتن سین په لور  ورغلل.
۴۴
کمال الدین دخپل لښکر سره  یوځاې  دیولدې  له ځانه سره  دهلی ته  راوسته ،  لښکریی  د  عسکری   تم ځاې  په لور   ولیږه   اوبخپله یی دیولدی  له ځانه سره  قصر ته  راوړه . سلطان علاؤالدین ته دکمال الدین د راتلو  خبر  لا د پخوا څخه  ور  رسیدلې و . نو په دې خاطر   کله  چې کما ل الدین ددیولدی  سره یو ځاې  د قصر دروازې ته  ورسید  نو هلته د پخوا څخه د سلطان علاؤالدین  نه علاوه د هغه  ښځه کنول دیو ی  هم ولاړه وه . هغوې ته په ورنژدې کیدو سره  کما ل الدین دیولدی ته وویل :
دیولدی   خورې ! هغه مخته  ولاړ سلطان علاؤالدین او ترڅنګ  یی ولاړه  ستا مور ملکه   کنول دیوی ده،  په ور نژدې کیدو سره  دیولدی   ټیټه شوه  بیا کمال الدین  کنول دیوی ته وویل :
درنې  ملکې !  دا ستا لور دیولدی ده ، دهغه  په دې خبره  کنول دیوی  خپل دواړه لاسونه  پرانستل  دهغې د لاسونو پرانستل و  چې  دیولدی  په پوره  ځواک  سره دهغې په غیږه کې ور ولویده. کنول دیوې  دخپلې  لور سره  غاړه غړۍ  وه  ،هغه  یی ښکلوله او تر ډیره  یی  ورسره مینه کوله. په داسې حال کې چې سلطان علاؤالدین ورته  خندل او دهغې په سر یی د مینی اوشفقت  لاس  را ښکود. په همدې وخت کې د سلطان  د بلې  ښځې  زوې   خضرخان  هم راغې ، دخضر خان په کتلو سره  کنول دیوی هغه   ته وویل :
خضرخانه زویه ! دلته  راشه ،ددې  سره ووینه .دا  دیولدی ده  او همدا  اوس کمال الدین له ځانه سره  راوړه . بیا یی دیولدی ته ویول . دیولدی  لورې !  دا  د سلطان علاؤالدین زوې  خضرخان دې .  پخوا له دې  چې  دیولدی  یا خضرخان  کومه خبره وکړې  سلطان  علاؤالدین کنول دیوی  ته  وکتل  او ورته  یی وویل :
کنول  ْ!   ته   خضرخان او دیولدی  له ځانه سره یوسه ، زه د کمال الدین سره په یوه  ډیره مهمه  موضوع  څه خبرې کول  غواړم . دهغه  په دې خبره  کنول دیوی   خضرخان او  دیولدی  دواړه  له ځانه سره یوړل  او سلطان علاؤالدین  د کمال الدین  سره  دکیناستو  په وخت کې وویل :
کمال الدینه  زویه  !ما ته ددکن  څخه هسې نه یی  را بللې، ستا په راغوښتلو کې  زما یو مقصد و، راځه  زما زویه ، زما  سره  راځه ، زه به خپلې  خاصې خونې  ته ولاړشم اوهلته به په پوره  ارامتیا سره له تاسره خبرې وکړم . دهغه  په دې خبره کمال الدین  دهغه سره  چپه خوله او خاموشه  ولاړ.
سلطان علاؤالدین  خپلې خاصې خونې  ته ولاړ  او کمال الدین ته یی  په  خپل مخکې د کیناستو وویل :
کما ل الدینه زویه !  زه  غواړم  یو  بل  مهم  پیل کړم . دهمدې  له پاره مې  ته په ځانګړې توګه  ددکن  څخه  را غوښتې  یی.  واوره  زویه  ! ته  تر اوسه  پورې دهغو  سیمو سره پوره  بلدتیا نه لرې . ددهلی په  جنوب کې د یوه هندو  راجه  سیتل   ډیر ستر او  مضبوط  ریاست  دې، ددې ښار مرکز   سیوانا  نومیږی ، زما دمخبرانو وینا ده  چې دې  راجه  سیتل دیو، د سیوانا د مضبوطولو  له پاره  ډیر کار کړی دی . هغه په خپل  مرکزی  ښار کې  یو ډیر ستر او روزل  شوې  لښکر  هم ساتلې دې. ویل کیږی  چې ددې لښکر  شمیره  د یولک  څخه  هم  ډیره ده . ددې نه علاوه  دهغه سره  په زرګونو  اس  سپاره او فیل  سپاره  هم شته ، ګوره کمال الدینه ! دداسې کوم  راجه  ځواکمن کیدل  او ددومره ستر لښکر خاوند کیدل   زمونږ له پاره ستونزمن  تمامیدی شي . ځکه  چې  که چیرې کوم راجه دومره ستر  ځواک  ولری  نو هغه  د بل کوم  راجه په خلاف  نه  استعمالوی   بلکه هر وخت  یی زمونږ پر خلاف  استعمالولې شي  او دهغه  مقصد او نښه  به ددهلی  ښار وی ،ځکه چې هغه  به ویریږې  چې هسې  نه  چې   دداسې یوستر  ځواکمن مرکزی  حکومت، لکه زمونږ   چې دې ،   فرمانبردار ونه ګرځي . خو زه غواړم  چې د سیوانا  راجه  سیتل دیو  په هر صورت د دهلي  د مرکز  تابع او فرمانبردار و ګرځی.
ما ستا څخه تر مخه د څه امراو سره  سلا  هم کړې ده ، هغوې وای ی چې د سیوانه  کلا تر اوسه  پورې   نا قابل  تسخیر   تصور کیږی . خو د  راجه  سیتل دیو او د نورو  خلکو  دا  غرور  باید مات کړل شی ،او دا  باید غلطه  ثابت کړل شی  چې سیوانا  تسخیریدونکې نه ده ، زه په هر صوت غواړم  چې دا کلا  هم  تسخیر  کړل شی ، نو اوس وایه  زویه  ! په دې اړه ستا  څه  فکر دې ؟
درونده سلطانه !   زما  به څه  فکر وی ، ته پوهیږې  چې  زه ستا دحکم منونکې یم . په خداې  سوګند  چې که ته  ماته   په سرې  روانې  لاوه  کې  د ورکوزیدو  حکم  هم   وکړې  نو بیا به هم  زه دهغې  تعمیل وکړم. د سیوانا  راجه  به څه ارزښت ولري، که  چیرې  څو داسې  راجګان   را یو ځاې  شی  نوبیا  به  هم  ستا د حکم په اساس د هغوې تر مخه  خپل  سینه  سپر کړ م. کمال الدین دا خبرې د زړه  د ژورتیا اوډیر  درنښت   په اساس وکړې .
سلطان  علاؤالدین دکمال الدین ددې مخلصانه خبرو په  اوریدو سره  ډیر زیات خوښمن شو  اوبیا یی کما ل الدین  ته وویل :
کمال الدینه  زویه !  زما  ستا په څیر د یوه سالار څخه دهمداسې خبرو  د اوریدو  تمه  وه . که چیر ې  خبره همداسې  وی  نو زویه  !  ته یو دوه ورځې  ارام وکړه  ،  دوه  ورځی وروسته  به  مونږ  خپل لښکر  تیاروو او د  راجه  سیتل دیو  پر خلاف  به کوچ کوو .  خو ګوره  زویه !  دا خو  یوه  خبره وه  چې ما پرې  له تاسره خبرې کول  غوښتل  اوس نو یوه بله خبره هم شته  اوهغه دا  چې :
ستا سې  په نه موجودیت  کې  د کالور  راجه  کانیردیو له ماسره دکتلو له پاره راغلې و . دخبرو په وخت کې هغه په لافو شافو  پیل وکړ.او زما  مخامخ  یی دا وویل  چې  که چیرې هغه زما  مقابله  وکړی اوسوبه  تر لاسه نه کړې  نو  خپل ځان  به ژوندې پرې نه ږدي . کمال الدینه  ! ما د کانیردیو  دغه  خبرې د یوچلینج  په څیر  واوریدلې او  قبولې مې کړې . مونږ به د سیوانه د راجه  سیتل دیو د ځپلو وروسته   دهلی    ته   بیرته را ستنیږو   اوبیا به ددې ځایه یو لښکر  اخلو او دجالور د راجه کانیردیو په لور به  کوچ کوو . خو زه  به دهغه  لښکر سالاران   خپله وینځه ګلبهشته اودهغه  زوې  شاهین   ټاکم .
کما ل الدینه  ! که  چیر ګل بهشت  او شاهین دواړو  په پراخه میدانو کې   کانیردیو  ته  ماتې ورکړی  نو دا  به  دکانیر دیو  له پاره د ډیرې بې عزتۍ  خبره  وی  چې هغه د سلطان  د وینځي  ګلبهشت  په لاسو  مات شو . اوکه  چیری  د کانیردیو  په مقابل کې  ګل بهشت اوشاهین ته کوم برې ور په برخه نه شو  نوبیا  هم  زمونږ له پاره دومره ستره  خبره نه وي . او نه به ورته څوک  دومره  اهمیت ورکړي ، ویل کیږی  به چې کانیردیو د سلطان  علاؤالدین  وینځه او غلام   پسې واخستل  اوویی  ځغلول. کله چې ګل بهشت دهغه سره مقابله وکړی   نو په دې توګه به  مونږ ته د کانیردیو  عسکر ی طاقت او ځواک   اندازه  هم معلومه شی     او دهغې نه وروسته  به کانیردیو ته داسې ګذار ورکړو  چې بیا د راپورته کیدو  وړتیا و نه لری .  اوس  نو زویه  وایه  !  ستا په دې اړه  څه فکر دې ؟  کمال الدین ورته یو ځل  بیا و خندل  او ورته یی وویل  :
درونده  سلطانه ! ز ه  په دې لړ کې هم ستا سره  پوره  توافق  لرم . که  چیرې  کانیردیو  ته ګل بهشت او شاهین  ماته  ورکړه  نو د سوبې  ټول کریدت   به ګل بهشت  ته  تر  لاسه شي  نو په دې توګه  به دا معامله د کانیردیو له پاره ډیره د بې عزتۍ  سبب وګرځی  او ویل کیږی  به چې د سلطان  علاؤالدین یوې معمولی  وینځی  د جنګ  په ډګر کې  کانیردیو ته  ماتې ورکړه  اوهغه یی  پسې وا خست او ویی ځغلاوه ، اوزه   هیله لرم  چې ګلبهشت  همداسې وکړي ، ځکه  چې هغه ډیره ښه تیغ وهونکې  او د جنګ  ډیره ښه تجربه لری.
سلطان  علاو الدین ته  د کمال الدین  دا ځواب  هم  ډیر خوند ورکړ  ،بیا  یی دپلرنې  شفقت  په څیر  کمال الدین  ته وویل :
کمال الدینه  زویه ! ته  اوس پورته شه ، او  ولاړ شه ارام وکړه ، دپرلپسې  سفرکولو په اساس  به  په ریښتیا هم  ته ډیر  ستومانه شوې یی . خو  واوره !   دوه  ورځی  وروسته  به زمونږ لښکر ددې ځایه  د سیوانه  په لور  حرکت  کوي ، دهغه ددې خبرې  سره سم کمال الدین  د قصره ووت ،اوبیا  پوره  دوه ورځی وروسته  لښکر د سیوانه  په لور  دکوچ کولو  له پاره تیار و.
۴۵
کله  چې سلطان علاؤالدین اوکمال الدین  دخپلو  لښکرو  سره یو ځاې د سیوانه  سیمی ته ورسیدل . نو ویی کتل  چې ددوې د ورسیدو د مخه  د سیوانه راجه  سیتل دیو  خپلې  لښکرې د سیوانه  څخه  راویستلې اوبیرون  یی پړاو کړې دې ، علاؤالدین هم خپل لښکرته  د سیوانه د راجه  سیتل دیو  د  لښکر  مخې ته  دپړاو کولو  حکم وکړ.
دسلطان علاؤالدین اوکمال الدین  د ور  رسیدلو سره  سم د راجه سیتل دیو  په لښکر  کې یوه  هنګامه  او شور و زوګ  را پیدا شو . خو سیتل  دیو  په ډیره   بیړه دخپل لښکر  صفونه  برابر کړل ، علاؤالدین اوکما ل الدین هم په ډیره  چټکۍ سره   خپل  فوځونه  منظم  کړل ، په دې وخت کې  د سیتل دیو په لښکر کې د نعرو اوچیغو یو ستر  توپان  را پورته  شوې  و .
دخپلو  لښکرو د لیکو د برابرولو  سره  سم  سیتل دیو د جنګ  پیلامه وکړه  اود علاؤالدین اوکمال الدین په لښکرو  باندې  لکه  د یوه سور توپان په څیر  را  ولیدل .
که څه هم د راجه  سیتل دیو دا حمله ډیره  ځواکمنه  وه  خو علاو الدین اوکما ل الدین  په ډیر  جرئت او میړانې  سره دهغوې  دا حمله  تم کړه . بیا علاؤالدین  په پوره  جوش او خروش  سره  خپله  حمله پیل کړه  او  د راجه سیتل دیو  په لښکرو باندې  لکه  د زمري په څیر  و ر  وغورزید.
د علاؤالدین  نه وروسته کمال الدین  هم خپله  حمله  پیل کړه  او مخکې تګ  یی  شروع کړ. د سیوانه   دښاره بیرون   ددواړو  لښکر د ټکر یدو   سره سم د وینو  سیلابونه روان شول  اوهرې  لورې  ته د جسمونو  دپریوتلو  یو بهیر  روان و.
که څه هم  دسیوان  راجه  سیتل دیو په  خپلو  فوځونو ،  استحکاماتو  او عسکری  ځواک  باندې  ډیر  فخر او غرورو کاوه  خو د لږه  شیبه  جنګ  نه وروسته هغه ته څرګنده شوه  چې  کمال الدین اوعلاؤالدین دهغه دلښکر مخکنی  صفونه مات کړې او په ورستیو  صفونو  باندې  یی  خپل فشار  زیات  کړې دې . په داسې حال کې  چې دمخکنیو  صفونو  عسکر  د ورستیو صفونو  شاته  ځانونه پټوی ، تر ډیره پورې  د سیوانه دښار نه بیرون  سخت  جنګ  روان و ، په اخر کې  د سیوانا  راجه   سیتل دیو ته  سخته ماتې ورکړل شوه  خو څرنګه  چې هغه د ښار د شمالی دروازې  سره نژدې  دکمال الدین او علاؤالدین  سره   په جنګ کې  بوخت و نوهغه د ماتې به وخت کې  خپل  فوځ  را ټول او ښار ته ور ننوت او دښار دا  دروازه یی وتړله .
کله چې  راجه سیتل دیو  ښار ته ور ننوت او هلته یی ځان محاصره کړ نوبیا کمال الدین او علاؤالدین  هملته سره  را یوځاې  شول ،نوعلاؤالدین کمال الدین  ته وویل :
کمال الدینه  زویه !  زما په فکر  چې د سیوانه د کلا د سوبې  له پاره مونږ ته همغه  د رنتهمبور  د کلاد  سوبې  تګلاره  خپلو ل په کار دې . خپل ټول لښکر ته  یوه یوه کڅوړه  ورکوو  چې دخاورې اوشګې  څخه یی ډکه کړې اود رنتهمبور  دکلا په څیر یی دکلا ددیوال تر څنګ  ور  وغورزوي  اوپه دې ترتیب د ښار په دیوالونود ورختلو  لاره  پیدا شي ،خو  که چیرې  ، زویه !  یوځل  مونږ د سیوانه  دښار په دیوالونو  ور وختلو  نو بیا به سیتل دیو ددې  جرئت و نه لری  چې  شاته مو  و تمبوی  او یا مو ددیواله   څخه  د بیرته را کیوتو   له پاره مجبور کړي .
کما ل الدین په ډیره  عاجزۍ سره  وویل :
درونده  سلطانه ! زه هم ستا ددې وړاندیز  سره  اتفاق کوم . زما په فکر  چې که چیرې مونږ د سیوانه  دسوبې  له پاره  درنتهمبور  د سوبې   په څیر  لاره خپله کړو نو مونږ  به سیوانه  هم لکه د رنتهمبور په څیر  په اسانۍ سره  سوبه کړاې شو.
دکمال الدین دخبرو په اوریدو  سره  سلطان  غوښتل  څه ووایی  خو  ژر بیرته  خاموشه  شو . ځکه د سیوانه د کلا  دروازه پرانستل شوه اوڅه  خلک ترې  راووتل   چې سپینې  جنډی  یی په لاسو کې وې، دهغوې  شاته  فیلان هم را ووتل . علاؤالدین ا و کمال الدین دا ټول حالات  په ډیر غور  اودقت سره  څارل ، هغوې  چې سپینې  جنډې  ورسره  وې تر شایی نزدې  سل فیلان هم دسیوانه دښاره   را ووتل . اوددې فیلانو  شاته  څو  بار وړونکې  حیوانات  هم ول   چې  سامانونه پرې  بار و . دهغې  شاته  د باروړونکې  ځناورو څه کسان  هم و  چې باروړونکې حیوانات  یی  بیول. کله  چې داټول  هر څه د ښاره   را ووتل  نو بیا  د ښار دروازه  لکه دپخوا په څیر یو ځل بیا وتړل  شوه .
ددې ټولو حالاتو په کتلو سره  علاؤالدین  یو ځل بیا کمال الدین ته وکتل  اوورته یی وویل :
کله چې  دښاره  د غه  سپین  بیرغونه را ووتل او دښار   ستره  دروازه پرانستل شوه نو  ما فکر وکړ  چې  شاید د راجه   سیتل دیو  کسان به دغه  فیلان  زمونږ پر خلاف  و پاروی اوپرمونږ به یی را پریږدی تر څو زمونږ په لښکر کې تباهی او بربادی  راوړي ، اوبیا به سیتل دیو د ښار ه  را ووځی اوپر مونږ  به  حمله وکړي  اومونږ  به له منځه یوسې .  خواوس   را ته داسې نه ښکاری ، ځکه  چې فیلان د فیلبانانو  نه خالی دی . ددې ترڅنګ د فیلانو سره کوم  لښکر  نه شته ، او دهغې تر شا  چې د باروړونکو  ځناورو  کومه پاده  را  روانه ده  اوپه  هغوې کوم  سامان  بار  کړل  شوې دې  نوزما په فکر  چې هغه  به تحایف  وی  چې راجه  زمونږ سره د سولې کولو  له پاره را استولی دی . دا خو   هسې  زما  په زړه کې تیر شو  ، خو و به وینو  چې  حقیقت  څه ډول دې . پریږده  یی  چې  لږ  نژدې  راشي ، خو ددې سره  سره زویه ! دهغوې  سره د ناڅاپې  مقابلې  له پاره ځانونه  تیار ساتئ.
نژدې  راتلو سره  فیلان  هملته تم  کړل شو.  هغوې  چې د سولې  سپین  بیرغونه  ورسره و  اود فیلانو څخه مخته را تلل ، اوس هغوې  هغه لورې ته  ولاړ ل چې سلطان   اوکمال الدین هلته  ولاړ و . ددوې سره یوه  قچر هم  وه چې پرې  څه بار کړل شوی و. کله چې سپین  بیرغ  پورته کونکې دسلطان علاؤالدین اوکما ل الدین  مخې ته را غلل  دهغوې  څخه  یی  یوه  چې  کیداې  شې  دهغوې مشر و سلطان علاؤالدین  ته وویل :
درونده سلطانه !  دسیوانه  څخه بیرون  چې  تا زمونږ راجه  سیتل دیو ته ماته ورکړې ده  دهغې  په اساس د سیتل دیو   کبر اوغرور  مات شوې دې  ،هغه لمړۍ  دا وهم درلوده  چې په هندوستان کې به هیڅوک  د هغه دبرابر  عسکری  ځواک ونه لر ی اونه به  هغه ته  ماتې  ورکړي . خوتاسې  چې په څومره اسانتیا سره  سیتل دیو ته ماتې  ورکړه  دهغې ماتې سره دهغه  زړه مات شوې دې  اودهغه په ذهن کې داخبره  کیناسته ده  چې که هغه هر څومره  خپل قوت اوځواک  زیات کړی  بیا به هم دسلطان  مقابله  ونه کړاې شي  . په دې حالاتوکې زمونږ راجه سیتل  دیو  ستا څخه بښنه او معذرت  غواړي .
در اغلیو کسانو په دې خبره باندې سلطان علاؤالدین مسکې شو ، هغه یوځل بیا  په ډیر دقت سره  تر څنګ  په اس سپور  کمال الدین ته وکتل ، او ورته یی وویل :
په دې کې  هیڅ  شک نه شته  چې زمونږ سره د ټکر وروسته  دسیتل دیو  باد  و ختل ،کبر اوغرور  یی مات شو  خو هغه د سولې  له پاره پخپله ولې نه دې راغلې.، د راتلونکو څخه همغه  کس  وویل :
درونده  سلطانه !  د خپل  اطاعت او فرمانبردارۍ د څرګندولو  له پاره  هغه   دخپل ذات  یوبدیل  تیار کړې او را لیږلې  یی  دې . دهغه په دې خبره سلطان متوجه  شواو ویی ویل  :  د بدیل نه مو مراد  څه  شې دې؟
دهغه په  دې خبره   هغه  کس  خپلو ملګرو ته  اشاره وکړه  ، دهغه په ځواب کې  هغوې  په  قچر  بار  یو څیز را کوز کړ  چې پع سپین رنګه  ټوټې  کې  را تاو  شوې و هغه  کومه مجسمه  ښکاریده ، بیا هغه مجسمه ډوله شې  هغوې دسلطان علاؤالدین مخې ته و دراوه  او  ټوټې   یی ترې  لرې کړې .  سلطان علاؤالدین  وکتل چې  هغه د  سیوانه د راجه سیتل دیو  د سروزرو  څخه جوړه شوې  مجسمه  وه . دهغې  مجسمې  په  غاړه کې پړې پروت و ، دهغو راتلونکو څخه یوه کس  ددې رسۍ  سر  راوړ اود سلطان علاؤالدین  په لاسوکې  یی ورکړ ، سلطان علاؤالدین غوښتل  څه ووایی  ، چې په دې وخت کې دهغه  راغلیو  خلکو څخه یوه  په خبرو پیل وکړ او ویی ویل :
درونده سلطانه  !  دا  زمونږ  د راجه  سیتل دیو  مجسمه ده ،  او دهغې په  غاړه کې  پرته رسۍ   چې یو سر یی ستا په لاسو کې دې  ددې خبرې  څرګندونه کوی   چې  اوس  زمونږ راجه سیتل دیو  ستا تر مخه فرمانبرداره  او مطیع شوې دې . دهغه په غاړه کې پروت  پړې  ستا لاسو ته  در  تلل  ددې معنې  ورکوی  چې اوس هغه ستا تر مخه مفتوح  شوې دې .
د راغلیو  فیلانو  تر شا  چې  د باروړونکو  ځناورو  کومه  ګله  وه  هغه  یی ټوله  را مخته کړه  اودهغه بارونه یی سلطان  ته ور  وښوول ، دا ټول  د تحفو په شکل کې  د سیوانه  راجه   سیتلدیو  سلطان ته  رالیږلی و . ددې وروسته د هغو  راغلیو  څخه یی  یوه  بیا وویل:
درونده سلطانه !  د راجه سیتل دیو  د طلاو دا  بت  هم تاته  نذر دې  او دغه باروړنکې  ځناور دهغوې د بارونو سره یو ځاې  زمونږ  د راجه  له اړخه  تحایف  دې   چې ستاسې په  خدمت کې یی وړاندې کوو . اودغه سل فیلان  چې له مونږه سره دې  دا هم ستاسې  له پاره نذرانه ده،تاسې ددې ټولو په بدل کې  زمونږ  راجه سیتلدیو ته  دهغه د ګناهونو بښنه وکړئ ،
درونده سلطانه ! په اصل کې زمونږ راجه سیتلدیوته یو ډول  ستروالې  تر سترګو شوې و اودخپل ځواک  په  ځواکمنیدو  باندې  ډیر زیات  غاوره شوې و، دهغه  وهم وګمان دا و  چې په ټول  هندوستان کې دهغه د مقابلې  بل څوک  نه شته . خو دا  چې تا د سیوانه  نه بیرون هغه ته  کومه  ماتې ورکړه   نو دهغه  د  وهم  وګمان  دا بت  له منځه ولاړ . او  اوس  هغه  په هرصورت  ستا منونکې او مطیع  پاته کیدل غواړي .
سلطان علاؤالدین یوځل بیا ټولو فیلانو ته وکتل ، باروړنکې  ځناورو ته یی هم  وکتل   اوبیا یی سوله کونکو  ته  مخ کړ  او ورته یی وویل  چې :
 هغه تحایف  چې تاسې د سیتل دیو  له اړخه مونږ ته را وړې دې هغه په خپل ځاې پریږدئ ، بیرته ولاړشئ او سیتل دیو ته  ووایی چې پخپله راشې اوزما  خدمت کې  ځان حاضر کړي ، زه به پخپله دهغه سره مخامخ خبرې وکړم . بیا به  سوله  خپل  اخری پړاو ته  ورسیږی . خو که  چیرې هغه د راتګ  څخه  انکار وکړ  نو بیا هغه ته زما پیغام ور  ورسوئ  چې دا سل  فیلان  به زه دهمغې  پر خلاف  بیرته  استعمالوم  او داسې به یی  استعمال کړم  چې د سیوانه د ښار  دیوالونه به  پرې  لوټی  لوټی  کړم . او بیا  به نه یواځې دراجه سیتلدیو  لښکرې  یوپه بل پسې د تیغه تیرې کړم  بلکه  ستیلدیو  به ژوندې  و نیسم  او  په  عبرتناکه  مرګ  به  یی و وژنم .تر څو د راتلونکو له پاره درس او عبرت  و ګرځی.
اوس تاسې ټول  بیرته ولاړ شئ ، او خپل راجه  سیتل دیو ته زما  پیغام   ورکړئ ،  زه دلته ولاړ یم اودهغه د راتلو انتظار کوم . هغه دې پخپله ر اشي او له ماسره دې خبرې وکړی  بیا دې   دغه  خلک چې سپین بیرغونه یی  پورته کړې  دې هغه  له ځانه سره یوځاې  یوسي .
سلطان علاؤالدین او کمال الدین  هملته     لږه شیبه ولاړ و او  د ښار د سترې  دروازې په لور یی کتل ،  ویی کتل  چې یو ځل بیا د ښار  ستره  دروازه  پرانستل  شوه  او  سپین  بیروغونه  رپونکې  خلک  ترې   راووتل ، دهغوې  وروسته  د سیوانه  راجه سیتل دیو   لوڅ  سر ، پیدل  را روان  و . مخکې  را تلو سره د سپین بیرغ  کسان  ودریدل اوبیا  دهغوې  څخه یو سلطان علاؤالدین  ته راغې  او  ورته یی وویل :
درونده سلطانه !  مونږ ستا دحکم مطابق  خپل راجه  سیتل دیو   ستا  خدمت کې د وړاندې کولو  له پاره له ځانه سره راوړې دې،  هغه  په  هغه  څه   چې  تر اوسه   شوې  دې  په هغوې  نادم او شرمنده دې .
سلطان علاؤالدین له   خپله آسه را کیوت  ، دهغه په کتلو سره کمال الدین هم دخپله اسه راښکته شو ، علاؤالدین ور مخته شو  ، راجه  ستیل دیو  ټیټ سر  ولاړ و  ، علاؤالدین ورته  په خبرو پیل وکړ  او دسر د راپورته کولو  حکم یی ورته وکړ. کله چې  راجه سیتلدیو  خپل  سر را پورته کړ نو علاؤالدین  لاس ور مخته کړ ، لمړۍ یی ورسره  روغبړ وکړ   اوبیایی ورته وویل :
ستیلدیو  !  تا ولې  زمونږ  مخالفت  پیل کړې و . تا ولې  زمونږ پر خلاف  بغاوت اوسرکشې  وکړه ، ته  پوهیږې  چې تر دکنه  پورې  داسې ریاست اوداسې  راجه  نشته  چې  مونږ په خپل  وړاندې   مغلوب  کړې  نه وی ، ته پوهیږې  چې دمالوه راجه  ، ددیو ګړ  راجه   رام  دیو ددکن راجه  رایکرن  ، د جیتور راجه رتن سین  …داټول  له تا زیات  ځواکمن وو. نوکله  چې مونږ هغه ټول  راجه ګان   په  ډیره  اسانۍ سره  مغلوب اودخپل  ځان  تابع کړل  نو ستیلدیو  دهغوې  تر مخه  خو ستا حیثیت  هیڅ نه دې . تا څه فکر کړې و چې زمونږ پر خلاف   دې بغاوت  ته ملا و تړله .او د سرکشۍ  بیرغ  دې پورته کړ .
 په ځواب کې د سیتل دیو  سر یو ځل بیا ټیټ  شو او په ټیټ سر  یی وویل :  درونده سلطانه !  هر  هغه  څه چې شوې دې  هغه ټوله زما دغلطۍ په اساس وو. زه له تانه  بښنه  غواړم اوژمنه کوم  چې په راتلونکې کې  به داسې نه  کیږي . او تر څو چې ژوندې  یم د سلطان  مطیع او فرمانبرداره  به یم .
سلطان  علاؤالدین دراجه  ستیلدیو  عذر و مانه ، بیا هغه دخپل لښکر سره یو ځاې سیوانه  ته ور ننوت ، دسیوانه  هر شې سلطان  په خپله  ولکه کې واخست  ، ان تردې  چې  چاقو یی هم پری نه ښود. ټول  هغه شیان  چې ډیر  ارزښتناکه  و  هغه  سلطان  په دولتي خزانه کې  واچول اوپاته ټول  شیان  یی په خپل لښکر کې  وویشل. سیوانه  اودهغه  شاوخوا  سیمی  سلطان علاؤالدین  خپلو  امراو  ته د جاګیر  په څیر  ور حواله کړې ، خو د سیوانه د خالې شوې کلا انتظام یی بیرته سیتلدیو ته ورحواله کړ .
سلطان علاؤالدین اوکمال االدین  څو ورځې هملته  په سیوانه  کې تم شول ،دهغه ځاې نظم ونسق  یی  درست کړ،  څه  احتیاطی  تدابیر  یی ونیول تر څو په راتلونکې کې  څوک  د بغاوت د بیرغ د پورته کولو  جوګه  نه وی . ددې  نه وروسته سلطان او کمال الدین د خپلو لښکرو سره یو ځاې د دهلی په لور  روان شول .
۴۶
په سیوانه کې دسلطان علاؤالدین اوکمال الدین دمصروفیاتو په وخت کې  ملک کافور  ددکن  د کاره  ځان  راخلاص کړې و اودهلی ته بیرته راستون شوې و. هغه دخپل  ځان سره د دیوګړ  راجه  رامدیو ،دهغه زامن  هر یو سنګلدیو او بهیم دیو  هم  راوړې و . خو عین الملک  هملته په مالوه کې حاکم  ټاکل  شوې  و نو په دې خاطر  هغه د دکن  څخه  مالوې  ته  ولاړ.
کله چې سلطان  علاؤالدین  او کمال  الدین  په ډیرې  کامیابۍ  سره  دسیوانه  موضوع  خلاصه کړې وه  اوبیرته ددهلی  ښار ته  را ننوتل  نوهلته یی  خلکو  ، امراو   اوتر څنګ  یی ملک کافور په ډیره  ښه  توګه  استقبال وکړ . د استقبال کونکو تر منځ د ملک کافور تر څنګ  د دیوګړ  راجه رامدیو  اودهغه زامن   سنګلدیو اوبهیم دیو  هم  شامل و .
کله چې سلطان ددهلی ښار ته راننوت  نوملک  کافور د سلطان سره د رامدیو ،  سنګلدیو  اوبهیم  دیو پیژندنه وکړه . سلطان علاؤالدین دهغوې  سره  په ډیره نرمۍ اومحبت  مخته راغې ، بیا یی  ملک کافور ته مخ کړ او ورته  یی وویل :
 ملک  کافوره ! دغه درې واړه  پلار اوزامن  له ځانه سره یوځاې  زما قصر ته  راوړه ، علاءالملکه  ته هم ورسره یو ځاې راشه ، زه په یوه ډیره مهمه  موضوع  له  تاسې  سره خبره کول  غواړم .
ددې خبرې  سره سلطان خپل نور  سالاران اولښکر  د لښکرو  تم ځاې ته   ولیږل . او پاته  خلک یی  له ځانه سره یو ځاې قصر ته یوړل .
په خیریت  سره د سلطان علاؤالدین بیرته راستنیدو د سلطان حرم  کې خاصه  خوښي  را پیدا کړې وه . ټول خلک راغلل  او په هغه خونه کې کیناستل  چیرې  چې سلطان  عامې  غونډې کوی . پخپله سلطان هم د حرم  څخه را ووت اودهمدې خونې خلکو ته راغې او کیناست . په دې وخت کې  دسلطان  مخته   علاءالملک ،کمال الدین  ،ملک کافور ، د عدلیی او انتظامیی  یو شمیر  ستر ستر  مامورین  او   راجه رامدیو ، سنګلدیو اوبهیم دیو  هم  ناست و .  په خپل ځاې د کیناستو وروسته ، سلطان   دغو درې واړو  پلار اوزامونو   ته  ژور   وکتل   اوبیا یی رامدیو  ته په خبرو کې وویل :
 رامدیوه!   هغه څه  عوامل و چې د هغې په اساس تا زمونږ په مقابل کې  بغاوت او سرکشي  ورکړه او د بغاوت بیرغ  دې  را پورته  کړ . کله  چې تا خراج ورکول  بند کړل  نو  مونږ  تا ته درې کاله  مهلت  درکړ.   خو په دې درې کالو  کې  تا ځان  مستحکم کړ او  د خراج د ورکولو په ځاې  دې   ورځ  په  ورځ  خپل  عسکرې  ځواک  کې ډیرښت  راوست .  ان  ترد  ې  چې  ستا ګاونډیان هم ستا د ځواک  څخه   په ویره کې ولیدل.
رامدیو !  تا وکتل  چې تا خپل ټول ځواک  زمونږ پر خلاف  استعمال کړ . په داسې حال کې چې مونږ د خپل ځواک  څلورمه  برخه  هم ستا پر خلاف  نه ده استعمال کړې . خو بیا هم مونږ په  یوه وخت  کې   تاته او ددکن  راجه رایکرن  ته  سخته  ماتې ورکړه اومغلوب  مو کړئ .
واوره !  مونږ  ستا پر خلاف  په دې خاطر  حرکت  کړې و  چې تا د بغاوت  له   پاره سر  راپورته کړې و ،  خراج دې بند کړې  و  او دد کن د راجه رایکر ن پر خلاف   مونږ په دې خاطر  حرکت  کړې و  چې هغه د شرافت اونیک نیتۍ سره  خپله لور  دیولدی  مونږ ته  نه  راکوله .  ځکه  چې ملکه  کنول دیوی  د دیولدی  مور ده  اودهغې تر ټولو  ستره  غوښتنه  داوه  چې  دهغې  یواځنې  لور  دیولدی   هغه ته راوستل  شي . کله چې  راېکرن د دیولدی  د تسلیمولو څخه  انکار وکړ  نوبیاتا وکتل  چې مونږ د ځواک  په زور   د رایکرن  څخه دهغه لور دیولدی  تر لاسه کړه.
رامدیو !  زه په دې  هم پوهیږم   چې  ستا زوې   سنګلدیو   ددیولدی  عاشق دې  اودهغه   غوښتنه داوه  چې  دیولدی  سره  واده وکړ ي ، هغه د همدې  مقصد  د  تر لاسه کولو له پاره ستا  له اجازې  پرته  خپل ورور  بهیم دیو   رایکرن  ته  استولې و، هغه ته یی دا  لالچ ورکړې  چې پخوا  تر دې  چې مسلمانان  پر تا حمله وکړې  ښه به داوې  چې دیولدی  مونږ ته تسلیم کړې  تر څو  په یوه  اتحاد  سره د مسلمانانو د لښکر  مقابله وکړاې  شو .  خو رامدیو!  قدرت  نور څه   پریکړه  کړې وه او دیولدی دسنګلدیو په  ځاې  زمونږ لاسو ته  راغله.
رامدیو  !  ستا  تر څنګ  ستا زوې  سنګلدیو ته هم وایم  چې دلته د اوسیدو په وخت کې  دیولدی  زما د زوې  خضر خان  سره  ډیره  مینه پیدا کړې ده . اوزه  تاسو ته  دا هم  ډاګیزه  کول  غواړم  چې ما پریکړه  کړې ده  چې ډیر ژر  به د دیولدی او خضرخان  واده  تیار کړم . رام دیو  !  ما دا څرګندونې  تاسې ته په دې خاطر وکړې  چې په دې کې دیولدی  هم  ګډه ده .اوسنګلدیو د دیولدی  سره  محبت کوی . دا  د سنګلدیو  له پاره یو ډول  ګواښ دې  چې  اوس  به پخوانې  فکر  پریږدي ،اوس نو  چې ما  له تاڅخه  د څّه  په اړه  بوښتلی دی  رامدیو دهغو  ځواب  راکړه .
دهغه په دې خبرو  باندې رامدیو دخپله ځایه پورته شو ، ودرید، اودسلطان علاؤالدین په لور  په کتلوسره یی،  په داسې حال  کې چې ټول وجود  یی  د ویرې  لړزیده، د لږ څه  سنبالښت  وروسته    په ډیر  مؤدبانه  شکل سره خپل  لاسونه په سینه کیښول او سلطان  ته یی وویل :
درونده سلطانه !  زه کومه  بهانه  نه  لټوم ،  او نه  به ستا تر مخ  درواغ ووایم ، بس  یوڅو  خبرې  ستا خدمت کې کول  غواړم اوهغه دا چې ،  هر هغه څه  چې ترسره  شوی  دهغوې  ټولو  غلطی  ما کړې ده ، دا زما خام  فکر ،  فریب او  دوکه  وه ،  زه  په  راتلونکې  کې  د محتاط  اوسیدو  ژمنه کوم ،  او له تاسره دا ژمنه  تکراروم   چې  تر څو  چې زه  ددیوګړ  حکمران اوسم  نو ستا مطیع او فرمانبرداره  به اوسم . ددې  په بدل کې  زما یوه غوښتنه ده  چې تاسې  ماته   او زما  زامن  سنګلدیو او بهیم  دیو  ته  د خپلو  غلطیو  په اړه  بښنه  وکړئ .
د رامدیو په دې خبرو  دسلطان  علاؤالدین  په مخ کې  دخوشحالۍ  نښې را وځلیدې ، بیا د قصر په همدې برخه کې سلطان  علاؤالدین په  لوړ  اواز  سره وویل  :
رامدیو !  تا زما په مخکې داسې  رویه  وکړه  چې دهغې په  اساس  زه تا ته هیڅ  ډول  سزا  نه شم درکولې . زمونږ دین  مونږ ته د عفوې  او بښنې  درس  راکوی  اوپه همدې درس  باندې  دعمل کولو پاه اساس  زه  تاته اوستا زامنو ته   بښنه کوم .  خو ګوره  رامدیو !  زه یو ځل بیا  د دیوګړ   حکومت تا او ستا  زامنو  ته سپارم ، ځکه  چې په دې جنګونو  کې تا ته  ډیر زیات  زیان در  رسیدلې دې. دهغې  دکمې د پوره کولو له پاره زه تاته  یولک  تنګا  هم  در کوم . خو یاد   ساته  چې په راتلونکې  کې  نه  ستا څخه او نه ستا  د زامنو څخه د کوم  بغاوت  اویاسرکشۍ  خبره واورم . او نه  را ته دا ووایاست  چې په راتلونکې  کې به ستاسې  له اړخه  دخراج د نه ورکولو  خبر ماته  راځي . دهغه  په دې خبره باندې رامدیو یوځل بیا وویل :
درونده  سلطانه !  هغه عنایت  او لطف  چې  تا پر مونږ وکړ  دهغې د شکریی او ممنونیت  له پاره له ماسره الفاظ نه شته . زه ستا  شکر ګذار  یم ، دا نه یواځې  دا چې  زما او زما دزامنو  ژوند  وبښه ،  بلکه برعکس  دې مونږ ته  یولک  تنګا  هم  را  وبښلې ، تر څو مونږ پرې د خپلو زیانونو دپوره کولو  له پاره کار واخلو . دورنده  سلطانه !  زه او زما زامن   ستا  ددې لطف او عنایت  نه ډیر  زیات ممنون  دي .
کله چې رام دیو  خاموشه شو نو دهغه زوې  سنګلدیو  اوبهیم دیو  هم   په خپل نوبت  پورته شول  او دسلطان علاؤالدین ددې عنایاتو  شکریه  یی  ادا کړه  بیا سلطان     ملک  کافور  ته مخ کړ او   ور ته  یی  وویل :
ملک کافوره !  اوس نو  ته رامدیو  اودهغه دواړه زامن  له ځانه سره یوسه او هلته په  شاهی  میلمستون کې یی  د اوسیدو له پاره  تیارې وکړه . دوې  اوس په دهلی کې  بندیان  نه دې  بلکه زمونږ ه  ډیر  درانه  میلمانه  دي .  دوې  ته  به سبا  په ډیر عزت او احترام  سره یو ځاې  ددهلي څخه   ددیوګړ په لور د تللو   له پاره انتظامات  وکړئ .
ددې خبرې سره سم ملک  کافور  دخپله ځایه  پورته شو  اودهغه په لور په کتلوسره  رامدیو اودهغه زامن  سنګلدیو اوبهیم  دیو هم  ورسره را پورته شول ، سلطان یوځل بیا ملک کافور ته  وویل :
ملک  کافوره !   رامدیو ، سنګلدیو اوبهیم دیو  هملته په شاهی میلمستون کې  پریږده  اوته  بیرته  دلته راستون شه .   ستا  د بیرته  راستنیدو پورې  به  زه  ټول  رئیسان  او امران  همدلته  تم کړم ،په  ځواب کې ملک کافور دسلطان  تر مخې  خپل  سرد  احترام  په خاطر  ټیټ کړ  اوبیا یی رامدیو  ، سنګلدیو اوبهیم دیو له ځانه  سره  واخستل او ووت .
دملک کافور ، سنګلدیو ، بهیم دیو او رامدیو د تللو وروسته  سلطان علاو الدین   دخپل  څنګ  کې ناست  علاؤالملک  ته  مخ کړ  او ورته یی وویل :
علاءالملکه  ، زما  ګرانه !  ددې  خونې  نه  بیرون ولاړ شه ، اویو څوک  ولیږه  چې هغه  همدا  اوس  ، بلکه  سمدستی  زما  وینځه   ګلبهشت   اودهغې  زوې  شاهین  راوغواړي  او دلته یی راوړي ، علاء‌الملک دکومې پوښتنې پرته  دخپله ځایه پورته  شو ،په ډیره بیړه دهغه  خونې څخه ووت ، د لږ څه  ځنډ وروسته   بیرته راستون  شو او سلطان  ته  یی وویل :
درونده سلطانه ! ما یو ساتونکې  ورلیږلې دې . هغه  به ګلبهشت اوشاهین له ځانه سره راوړي ،ددې خبرې  سره  سم  علاءالملک  په خپل ځاې  کیناست  ، په همدې وخت کې  څه یی فکر ته  راغلل  او سلطان علاؤالدین ته یی وکتل او  ورته یی و ویل:
درونده سلطانه  ! د تیرو څو  ورځو راهیسې  زما  په  فکر یوه پوښتنه  ګرځی  را ګرځی  ، اوزه غواړم  چې دهغې  په اړه  در څخه و پوښتم .  ماته ددې پوښتنې ځواب دکمال الدین څخه تر لاسه کیدې  شو  خوبدبختانه  چې  کمال الدین  هم له ماسر ه  په کوم ځانته ځاې کې  نه دې مخ شوې  چې ترې  مې پوښتلې واې . درونده سلطانه !  ما دا غوښتل و پوښتم  چې  کله چې  کمال الدین دعین الملک  سره دمالوه په  لور تللې و  نو دهغه  ځایه یی  ولې  په جیتور  یرغل  یو  نه وړ تر څو زمونږه  لور   شهزادګۍ  کیتهل  یی له ځانه سره دهلی  ته  راوستې وې . او که چیرې  هغه وخت  داسې  شونې نه وه  نو  کله  یی  چې دیولدی دکمال الدین سره یو ځاې ددکن  دسیمو  څخه دیخوا راتله  نوپه هماغه  وخت کې  په کار و چې  په جیتور  باندې  یی یرغل کړې وې  اوجیتور  یی د خاور و سره  خاورې  کړې وې  او شهزادګۍ یی  له ځانه سره  راوړې وې ،  درونده سلطانه  !  دا هغه پوښتنه ده چې  زه  یی په تفصیل باندې  ځان پوهول  غواړم . غواړم  و پوهیږم  چې ولې  زمونږ  اقا   شهزادګۍ کیتهل  په خپل  غملړلی  حال  پری  ایښې ده .  او ولی  یی  دهغې  د راپیدا کیدو  او تر لاسه کولو  له پاره  قدم نه دې اخستل  شوې .
تر هغه  ځایه  چې د علاءالملک  ددې پوښتنې  په اساس د کمال الدین  په مخ  کې دخوشحالۍ نښې  را ښکاره  شوې  وې  نو سلطان  هم پرې  لږ  څه  خندانه  شو . اوبیا یی په خندا کې  علاءالملک ته  وویل :
علاءالملکه  ! په دې  اړه ستا ناارامی  سهی ده . ستا  همدا  نا ارامی  دا ډاګیزه  کوی    چې ستا په  څیر مخلص  ، ځان ځارونکې  ملګرې  ډیر کم   پیدا کیږي . زما دوسته  !  هغه  څه چې تا وویل   په خپل  ځاې  درست دې .  هغه وخت  چې د عین الملک  سره یو ځاې کمال الدین  هم  د مالوه په لور ورغې  نودوې  په هماغه وخت کې  هم   په  جیتور  باندې یرغل  کولې  شو او هغه  یی د خاورو  سره خاورې  کولې  شو.  اوهغه  وخت  چې  دیولدی  یی د دکن  څخه  دیخوا  دهلی ته راوستله  نو  په هغه وخت کې یی هم  په  جیتور  حمله کولې شوه  خو دا  به د جیتور دخلکو  له پاره د تباهۍ اوبربادۍ  یو ستر  پیل  وې .  خو علاءالملکه  مونږ داسې ونه کړل .  که څه  هم په داسې نه کولوکې زما خوښه  شامله نه وه .  خو  هغه سلا اومشوره  چې کمال الدین او راجکنور په خپلو منځو کې کړې وه  زه هم د هغې  سره  متفق شوې وم .
علاءالملکه واوره ! که چیرې کمال الدین هغه  لورې ته تللې هم نه واې ، نوبیا به هم د جیتور حاکم  راجکنور  په جیتور  حمله کوله او  راجه  رتن سین اودهغه  دواړو  سالارانو  پورن مل او  مادهوراې  ته یی به یی ماتې ورکوله. خو  علاءالملکه  مونږ داسې  هم ونه کړل ،ځکه   که  راجکنور  په  جیتور  حمله هم کړې واې  یا دمالوه څخه  د وتلو په وخت کې کمال الدین  په جیتور  باندې حمله کړې واې  نو  جیتور خو به مو  د رتن  سین ،  پورن مل او مادهوراې  څخه  پاک کړې واې ، خو هلته دا ویره  وه  چې د راجه رتن  سین  یا پورن  مل  څخه کوم یو  شهزادګۍ  کیتهل  و  نه  وژني ، نو په دې ترتیب  به په جیتور باندې  د یرغل کولو څخه مونږ ته  څه  تر لاسه شوې نه واې. علاءالملکه ! مونږ  غواړو شهزادګۍ  کیتهل  دلته ژوندۍاو سلامته راوړو ، هغه دکمال الدین امانت دې ، زما زړه  ګواهی ورکوی  چې  یوه  ورځ  به  شهزادګۍ  دلته راځی اودکمال الدین  سره  به  واده کیږی  .
علاء‌الملکه ! دهمدې  احتیاطی  تدابیرو په  اساس   مونږ تر اوسه  پورې  په  جیتور  باندې یرغل نه دې کړی ، ځکه که مونږ  حمله کولې  نو پورن مل به دماتې په وخت کې  حتما شهزادګۍ  کیتهل ته  ضر ر   ور  رسولې واې  او هغه   به یی  له منځه وړې  واې . تر اوسه  چې ماته اویا کما ل  الدین ته کوم  خبرونه راغبرګ  شوې دې  دهغوې په اساس  پورن  مل  غواړې  دشهزادګۍ کیتهل  سره واده وکړی ، په داسې حال کې  چې راجه رتن سین  هم  د پورن مل  سره دکیتهل  په واده  رضایت  ښوولې دې. خو مونږ  هسې  غافله نه یو ناست .  راجنکنور د هغه ځایه دکیتهل د راویستلو  له پاره مختلفی لارې  چارې  لټوی ، زه  هیله من  یم  چې یوه ورځ  به هغه په دې لړ کې  بریاوې  تر لاسه کړي  اویوه   ورځ به زمونږ  لور کیتهل  دکمال الدین سره  خامخا  یوځاې کیږي .
د علاؤالدین ددې خبرو څخه داسې  ډاګیزیده   چې علاءالملک  څه مطمئن  شوې  شانته دې ، په دې وخت کې هغه غوښتل  څه ووایی  چې  په همدې وخت  کې ګل بهشت او دهغې  زوې  شاهین هم خونې ته راننوتل . نو په دې اساس  علاء الملک   خاموشه پاته شو. دګلبهشت او شاهین  تر شا ملک کافور هم  همدې خونی ته را ننوت  او په خپل ځای  کیناست .  سلطان  علاؤالدین  دخپل  لاس  په  اشارې  سره ګلبهشت اوشاهین  ته  د کیناستو حکم وکړ او بیا یی  ورته  وویل :
ګلبهشت  ! ته پوهیږی   چې  زما  په سترګو کې  ستا اوستا د زوې  حیثت  تل  ډیر   ستر ا و اعلې دې . اوما  کله هم تاته د  وینځی  په سترګو  نه دې کتلې ، په تیرو ورځو کې  چې  دکمال الدین   په لړ کې  څه تروې ترخی  تیرې  شوې دې  نو هغه د حالاتو  په اساس  رفع  شوې دې . اودهغوې  په اړه  زه  ستا سو د مور اوزوې  څخه ګیله نه کوم.  ګلبهشتې  !  زه  پوهیږم  چې ته ډیره  ښه  تیغ وهونکې یی  اودجنګ   پوره پوره تجربه   هم  لرې . ستا زوې  شاهین هم له  تا څخه کم  نه دې . زه  تاسې دواړو  مور او زوې ته  یو  مهم  سپارم ، ووایاست  ایا تاسو دواړه دهغه له پاره تیار یاست ؟ دهغه په دې خبره  شاهین اومور یی   یو بل ته  په معنې لرونکو   سترګو  وکتل، بیا ګلبهشت  سلطان  ته مخ  کړ او ورته یی وویل :
درونده  سلطانه ! زه ګلبهشت او زما زوې  شاهین  ستا  مالګه  خوړونکې یو  ، ته ماته  اوزما زوې ته حکم وکړه  چې مونږ  څه باید وکړ و؟ بیا  به ته ووینې  چې مونږ  ستا  د هیلو په مطابق  کار کوو  او که نه . درونده سلطانه !  ته ما ته اوزما  زوې ته څه ډول  مهم   سپارل  غواړې ؟ سلطان  ورته وویل :
ګلبهشت  !  څو ورځی دمخه  د کالور  راجه   کانیردیو دلته زما سره دکتلو  له پاره راغلې و . هغه د خبرو په وخت کې  څه ډیرې   لافې  شافې  و ویشتې . او  دایی وویل   چې  که چیر ې  هغه زما دلښکرو  سره  مقابله وکړی او مات شي  نو ځان  به ووژنی . هغه خپل ځان  ډیر پورته  تصور کوی، زه پوهیږم  چې هغه د یوه ستر لښکر خاوند دې . دهغه  دلښکرو   شمیره   دسیتل دیو،  رامدیو  ، رایکرن ، اونورو  ټولو راجه ګانو  څخه ډیره ده ، ښه روزل  شوې  کسان هم لری. خوما د هغې دټولو  دغو  لافو  شافو  چې  هیڅ  بنسټ او بنیاد  هم نه لری ، څه ځواب ورنکړ  او خاموشه ورته پاته شوم. اوس  مې  غوښتې  چې هغه په خپله مخه کې مغلوب  کړم .
ګلبهشت  !  زه پوهیږم   چې دوه ورځی وروسته به ته د یوه لښکر  سره یو ځاې ددې ځایه  کوچ کوې ، زه به تاسې دواړو ته  یو ښه ستر لښکر  تیار کړم  ، ددې  لښکر  سره   یو ځاې به تاسېو  دجالور  په لور  حرکت کوئ اوهلته به د جالور د راجه   کانیردیو  سره ټکر  ته تیاریږئ ، ګلبهشت  !  که تا  او  ستا زوې  شاهین  دواړو  راجه کانیردیو  په خپله مخه کې مغلوب کړ نویاد  ساتئ  چې  تاسې ته به داسې انعامات  درکړم  چې  ستاسې ددواړو مور او زوې  په فکر  کې به  هم نه وې . سلطان علاؤالدین  دا خبرې   په خندانه خوله   د ګلبهشت اوشاهین  په لور په کتلو وکړې  :
     کله چې سلطان علاو الدین خاموشه  شو  نو ګلبهشت اودهغه زوې  شاهین  لږ څه  یوبل  سره پس پسکې وکړې او دسلا  مشورې  وروسته   ګل بهشت   وویل :
درونده سلطانه !  دجالور دراجه  کانیردیو   خو څه   چې که مونږ مور اوزوې  ته ددې نه  هم ستر  مهم  را وسپارې  نوبیا به هم مونږ  مور  اوزوې  ستا  دهیلو په مطابق   عمل وکړو  .  درونده  سلطانه ! ته چې کله او څه وخت وغواړې   زه او زما شاهین  دواړه  د لښکر دتللو سره تیاریو ،  جالور ته  ځو او هلته به  د هغه ځاې راجه کانیردیو  ستا مطیع اوفرمانبرداره کوو.
د ګلبهشت  د ځواب  په اوریدو سره د سلطان په مخ   باندې دخوشحالۍ  څپې  راغلې ، بیا یی د ګلبهشت په لور وکتل او  ورته یی وویل :
ګلبهشت  ! ما  له تا  اوستا د زوې  څخه دهمداسې  خبرو د اوریدو هیله درلوده . اوس  به تاسو دواړه  درې ورځې  وروسته  د دهلی  څخه لښکر  اخلئ اود جالور  په لور به حرکت کوئ.
علاو الدین د لږ څه وخت   له پاره توقف وکړ  او بیا یی  علاءالملک  او کمال الدین ته مخ کړ او ورته یی وویلې  چې :  ملک  کافور اوکمال الدینه ، تاسې دواړه  ورونه همدا  اوس د لښکرګاه  په لور ولاړشئ  علاءالملک به هم له تاسې  سره یو ځاې وی.د ګلبهشت اودهغې د زوې  له پاره  د لښکر یوه برخه  دبلې ورځی  له پاره د جالور  په لور  د تګ   له پاره تیاره کړئ.  خو تر څنګ  یی تاسې دواړه دا  هم واورئ ، چې په جالور باندې دحملې کولو  له  پاره د ګلبهشت  او دهغې د زوې  شاهین  چې  څومره اړتیاوی  وی  هغه ټولې دهمدې  ځایه  ورته  پوره  کړئ، اوس تاسو  ټول تللې شئ . ګلبهشت  !  ته او ستا زوې  شاهین  دواړه  دبلې ورځې  دکوچ  له پاره تیار اوسئ.
ددې سره سم ټول  خلک د سلطان دخونې  څخه ووتل ، دوه  ورځی وروسته  ګلبهشت او دهغې زوې  شاهین  دیوه  ستر او ځواکمن  لښکر سره یوځاې د هلي  څخه  د جالور په لور  کوچ وکړ .
پاته لري …