د مرګ زړه که څه هم دتیګې څخه جوړشوی ،خوبیا هم دژوند څخه ډیر مهربان دی . مرګ خو یوځلې رنج درکوي،ولې ژوند بار بارستا دخوشحالی دښمن وي . لږترلږه سکون او آرام خومومي ، دچا ژوند چې دمرګ لاس ته ورځي .
رنګ او ذات، نوم او دولت دا ټول شیان ژوند پیژني. ولې مرګ سره دا توپیرونه نشته. دمرګ څخه که څه هم چاته ګټه نه رسیږي، خوبیا هم دژوند داسارت څخه سړی خلاصوي، که مرګ چاته د خندا وخت نه ورکوي،خو د ژړاڅخه یې دتل دپاره آزادوي . که مونږ ونه اوسو نو غم به چاته راځي،دامرګ دی چې دغم هریوداستان ختموي.