لیکوال: ډاکټر رحمت ربي زيرکيار
امریکه، ۱۸-اګست ۲۰۱۰
لومړی مړینه وه، بیا ژوند راغی، ورپسې به مړینه وی،اوبیا به تلپا تی ژوند راځی. په شلمه پیړۍ کی د پښتو نازک خیال شاعر او «فلسفي لیوني» عبدالغني خان مشهور په غني خان له مړینې نه ډار نه لاره ، بلکې دهسک څښتن نیکي یې ګڼله. غني خان هسک څښتن ته داسې وایي
مرګ خو یوه نیکي ده چې تا وکړه د انسان سره
مرګ ستا کور له یووړ،کنه و به تل د ځان سره
مر ګ پټه نکاح ده د مکان د لا مکان سره
څه د پاسه دوه زره کلونه وړاندې رومني فیلسوف او واکمن سیسرو ویلي وو چې: « د پوه سړي ژوند ټول د مړینې تابیا ده». زه چې ورته کسم ، دروند او خوا خوږي مشر غلام محی الدین زرمل وال د خپلو ملي-سیاسي کړاندو او لیکنو له لارې د خپلې مړینې تابیا کړې وه او په افغانستان او افغان ملت یې احسان اړولی دی. هغسې سپین سپیڅلي سړي چې رحمان بابا پسې لارې څارلې، یو یې هم اروا ښاد محی الدین زرمل وال و. پخپله له عبدالرحمان بابا نه واورئ:
خدایه څه شول هغه ښکلي ښکلي خلک په ظاهر په باطن سپین سپیڅلي خلک