زيړګل ته د پوهنتون چــــاپيريال د پوهې ، تعليم او تربيې ماحول وه چـــې هــــره ورځ به د نوو درسي موادو اوهمدا رنګه دپوهې اوعلميت دبا کرکتره ځوانانو ، استادانو او دوستانو سره آشنا کيده
چې د هر چا ه سره به ېې په پراخه ټنډه او ښه سلوک رفتار کاوه اوهمدا وجه وه چې په ډير ه لږه موده کې د ډيرو مخلصو او ريښتينو دوستانو او ملګرو سره آشنايې پيدا کړه اود دوستانوپه مينځ کې د ښه ادبي او اجتماعي کرکټر خاوند شو ٠
شين خالۍ هم چې د زيړګل لرې والي زوروله د زيړګل دا هيله يې عملي کړې وه چې دليک لوست
په کورس کې ځان شامله کړی ، هغه به هره ورځ د کلي د نجونو سره د ليک لوست کورس ته تله٠
ددې کورس ښوونکې دشين خالۍ نژدې خور لنډه زرڅانګه کوم چې د سواد او زده کړې مسؤلينو ته زيړګل او د کلي اوسيدونکو وړانديز کړی وه مقرره شوې وه ٠
زرڅانګه کله چې د دولسم ټولګي څخه فارغه شوه، ورسته په عــالي دارلمعلمين کې شامله شوې وه خويو کال وروسته ديوڅه ستونزو پر بناونشو کړای خپلې زده کړې ته ادامه ورکړي چې د سواد اموزی د کورسونو په مخکې وړولو کې د هغې ټاکنه مناسب او په ځای چانس وه د کلې ښځينه د سواد او زدکړې په کورسونو کې٠
شين خالۍ او نورو خورلنډو يې په شوق درسونو ته را تله چې په ډيرلږوخت کې يې دالفبا د تورو سره اشنايې پيدا کړې وه او حروفونه يې يو د بل سره وصل او ورو ورو لوستل او هغوته دا تمه او اطمينان پيدا شوې وه که د خداي رضا وي ډير زر به د سواد او زدکړې خاوندانې شې٠
په همدې ترتيب ژوند خپل پړاونه تيرول اوپدې فاني نړۍ کې هر څوک په خپلو خولو لوند اوهرچا د خپل خوشاله راتلوکې په هيله خپلو هلو ځلو ته ادامه ورکوله او پدې هيلو او ارمانونوکې شين خالۍ او زيړ ګل هم د روښانه راتلونکې په هيله شپې او ورځې تيرولې ٠
زيړ ګل لاد خپل خپلو لوړو زده کړو څلورم کال نه وه ختم کړی چې د ژوند دنوو ستونزو سره مخامخ شو ، هغه داسې چې اکا يې د اوږ د عمر هلو ځلو ورسته چې روزګار په ملا کړوپ کړی وه نور نشو کولای د ستونزو سره مقابله وکړي ، دهغه سن او سال اودهغه صحې حالت د اطمينان نه وه ،که څه هم شين خالۍ او مور يې څو وارې طبیبانو او د ولایت د روغتون ډاکترانو ته بيولی وه خو هغه په داسې نا علاجه مرض پروت وه چې د معالجې چانس يې کم وه چــې ورسته د څوهفتو دهغه د مرګ احوال د زيړګل تر غوږو ورسيد٠
زيړ ګل ددې خواشینې کونکې خبر د لاسه کولو سره سم د پوهنتون ادارې ته لاړ اد هغو د مشورې او اجازې وروسته ځان کلي ته ورساوه او په ډير اعزاز او قدر سره يې د خپل تره چې د پلار حيثت يې ورته لره جنازه جګـه او د تدفين مراسم تر سره کړل او د شين خالۍ او کاکا نــــاوې د راتلونکې ژوند په فکر کې پاته شو ٠
شين خالۍ ته د پلار او دهغې مور ته د خاوند مړينه ډير لويه ضايعه وه خـــو د ا هرڅه د رب کارونه دې، څه چې د خدای رضا وی هغه کيږې او انسانان پدې کې هيڅ نشې کولای غير له دې څخه چې د لوی خدای له درباره هغه او ټولو مسلمانانوته دې د مغفرت دعا وکړي٠
زيړ ګل د يوه اونۍ په جريان کې د ماتم وروسته خپلو درسو ته راغـــې او د پوهنتون د لیلیې پــــه جومات کې هم د فاتحې مراسم تر سره کړ ل چې د پوهنتون ډيری محصلين ، استادان ، کار کونکو او د زيړګل دوستانو پدې مراسمو کې برخه واخستله٠
ماښام د مراسمو ورسته زيړ ګل د پوهنتون دليلې خونې ته راغې او دشين خالۍ او د هــغې د مور راتلونکې ژوند په فکر کې ډوب شو ٠
زيړ ګل ته دا موقه ډيره حساسه وه ،او نه پوهيده چې څه وکړي ، له يوې خوا تحصيل او د بلې خوا شين خالۍ او کاکا ناوې او د هغو جوړ ، ناجوړ او يواځې توب ، کلی، پوله او پټی دا هغه مسايل وه چې زيړ ګل بايد يو معقول او منطقي لاره ور ته غوره کړې وای،کله به يې له ځانه سره دا تصميم نيوه چې درس او تحصيل پريږدي او کلي ته لاړ شي او هلته په خپلو کروندو کې کار وکړي ، دبلې خوا د هغه د ا څلور کلن د رس اوتحصيل اودهغه راتلونکې دا هغه پوښتنې وې چې هغه يې تر سبا خوب ته پرې نښود او سبا په پریشانه افکارو د درس په لور روان شو ٠
زيړګل تمامه ورځ پـــه همدې سوچونو کې ډوب او دحل منطقي لــــيار لــــټوله او هر چا مختلف وړانديزونه ورته کول خو د شين خالۍ او اکا ناوې تنها پريښودل په کلې کې يې ورته مشوره نه ورکوله او د يو معقول تصميم نيول يې ورته توصيه کوله ٠
دزيړ ګل کله چې درسي پروګرام پای ته ورسيد خپلې خونې ته راســـتون شو ،درسي کتابونه يې په المارۍ کې ځای پر ځای کړل او د خونې نظم يي برابر کړ او څه دمې ورسته د مازيګر د لمانځه لپاره يې تياري ونيوله ، اودس ېې تازه کړ او د پوهنتون جومات ته لاړ او د لمانځه د ادا کولو وروروسته يې لوی رب ته د دوعالاسونه جګ او داسې دوعا وکړه ٠
پا که ربه !
ته هغو ته عزت ورکوې کوم چې ستا په لارې سم وې او هغوی د ذلت سزوار دي کوم چې ريا کاران دي٠
عزت یې شې نصیب چـې ربـه ستا پـه لیارې سـم دي
ذلــت پــــه هــــــغـه چا چــــې د ریا پـــــه لـیارې سم دي
پاکه خدايه !
ژوند په تيريدو دي خو سر لوړي د هغوده چې ستا په پا کې ا و محمدي لارې سم وي ٠
تیــــرېــــږې قافلـــــې د زمـانــــې نـــــن او ســـبـا کـــــې
سر لوړي به وي څـــوک چــــې د الله پــه لیارې سم دي
لويه ربه !
تا انسانان اشرف المخلوقات پيدا کړي نو لازمه ده چې ستا بنده ګـان ځانله داخرت تحفه برابره کړي ٠
انســـان لــري ډیــــــر لــــــوړه مرتبـــــه تر بل مخلوقـــه
زیبیږې ورته کــــړه چـــــې د عقبا پـــــه لیاري سم دي
الهې!
زاهد په عبادت د زهد مرتبې تـــه اوسخي په سخاوت دستا د زړه رضــــا حاصلول غواړي ،هغه سجدې او هغه سخاوت چې خاص ستا د رضا لپاره وي خدايه په خپل دربار کې قبول وګرځوې ٠
زاهـــــــد پـــــه عـــبادت رسـي دزهـــــــــد مرتبې تـــــه
سجـــدې یې شې پخې چــــې درضا په لیارې سم دي
سخي پـــه سخاوت بانــــدي حاصل د زړو رضا کړي
منــلی بـــــه وي څوک چـې د سخاپـــــه لیارې سم دي
الهې!
ژوند عبث تیرول متاع نلرې او موږته دا وس او توان راکړې چې دعمر تر پايه د مصطفی ص دپاکې او سمې لارې پیروان او صادقه مومنان وګرځو ٠
ژونــدون هسې عبـــث چې تیروي متاع یــــې څـــــه ده
پیـــــرو د سمې لیار د مصطفـی پـــــه لیارې ســــم دي
لويه ربه!
ستا دربار ته مې ددوعا لاسونه جګ کړي چې زموږ مړي وبښه او موږ ته دا توان راکه چې د ژوند په ستونزو کې ستا د رضا او ترحم نه هميش برخورداره اوسو ٠
درګـا تـــــــــه دي الله زه افـغانــــــي لاس پــــــه دعا یــــم
مطلب ته رســـي څوک چـــې د دعا پــــه لیارې سم دي
د زيړګل دزړه سپيڅلې هيلې د پاک رب په دربار کې په لاندې نعتيه شعر کې محترمو لستونکو ته ډالۍ کوم ٠
سمه لیار
عزت یې شې نصیب چـې ربـه ستا پـه لیارې سـم دي
ذلــت پــــه هــــــغـه چا چــــې د ریا پـــــه لـیارې سم دي
تیــــرېــــږې قافلـــــې د زمـانــــې نـــــن او ســـبـا کـــــې
سر لوړي به وي څـــوک چــــې د الله پــه لیارې سم دي
انســـان لــري ډیــــــر لــــــوړه مرتبـــــه تر بل مخلوقـــه
زیبیږې ورته کــــړه چـــــې د عقبا پـــــه لیاري سم دي
زاهـــــــد پـــــه عـــبادت رسـي د زهـــــــــد مرتبې تـــــه
سجـــدې یې شې پخې چــــې درضا په لیارې سم دي
سخي پـــه سخاوت بانــــدي حاصل د زړو رضا کړي
منــلی بـــــه وي څوک چـې د سخاپـــــه لیارې سم دي
ژونــدون هسې عبـــث چې تیروي متاع یــــې څـــــه ده
پیـــــرو د سمې لیار د مصطفـی پـــــه لیارې ســــم دي
درګـا تـــــــــه دي الله زه افـغانــــــي لاس پــــــه دعا یــــم
مطلب ته رســـي څوک چـــې د دعا پــــه لیارې سم دي