د جورج چی د جنګ په لمړی خط کی د امریکنی سرتیرو سره د طالبانو په ضد جګړه کوله، په مخ خولې را ماتی شوی او داسی یی انګیرله چی که طالبان چی د دوی په لور منډی کړی او د طیارو له بمبارده ژوندی پاتی شی نو بیا به نه امریکنی عسکر ددوی په مخه کی ودریږی او نه بریتانیایی . خدای خبر چی دوی د طالبانو په هکله څه اوریدلی وو، خو ټول پوهیدل چی دوی که هرڅوک دی ډیر زړه ور، او له ځانه تیر دی. او یو څوک چی د ځان پروا نه کوی له هغه ډار پکار دی.
په مارجه کی له یوی اونی را پدیخوا ډیره کلکه جګړه روانه وه، په یوه خوا کی افغانی طالبان وو، چی له یو څه عرب او پاکستانی اسلامی جنګیالو سره یی یو ځای ملا تړلې وه او په څو ساده لاسی وسلو سره یی غوښتل د ټول جهان نه راغلی په عالی تکنالوژی سمبال سرتیرو په مقابل کی ودریږی. ډیرو ته خو د دوی تینګښت سوال وو، خو هیڅ څوک هم نه پوهیده چی څه به کیږی. خو دا له اولی ورځی معلومه وه چی که په طالبانو ډیر زور راشی نو مارجه په پریږدی او وروسته له مودی به بیرته را ستانه شی او په خپلو چریکی حملو به چی د دوی جګړه ایز تکتیک دی، د ناتو سرتیرو ته ستونزی پیدا کړی.
که څه هم چی طالبانو سره به هم له ډیرو خواوو مرستی کیدی خو څوک په څرګنده نه پوهیده چی دوی سره څوک مرستی کوی. هر چا به هر څه ویل، خو خدای خبر چی رښتیا یی څه وه خو دا خبره څرګنده وه چی د یو پوځی ځواک د لرلو لپاره پیسو ته اړتیا ده.
مارجه دهلمند ولایت یوه
***
جورج مارکوس۲۲ کلن بریتانیایی د رویال نیوی قواوو بریدمل (وړوکی ضابط) چی په ۱۷ کلنی کی پوځی قواو کی شامل شوی وو او پوره څو میاشتی مخکی چی کله ۲۲ کلن شو نو هلمند ته ولیږل شو. که څه هم چی دی په دی راضی نه وو، خو که نه وای راغلی نو څه به یی کوول. که څه هم چی دوستانو دی منع کړ او ویل یی چی مه ځه، مړ به شی. خو جورج د غریب سړی ځوی وو او کومه بله چاره یی هم نه درلوده. یو دری کلن ماشوم یی هم درلود او چی هر کله به پری سخته راتله نو په عوض ددی چی خدای ته عذر او زاری وکړی نو د ماشوم عکس به یی له جیبه وایست او ورته به یی ویل چی که زه مړ شوم نو د مور ساتنه دی وکړه.
جورج چی لا په ښوونځی کی وو، پلار او مور یی د لګښت د ورکوولو عاجز وو، نو دی به پرته له دی چی پلار او مور یی خبر شی په پته یوی هټی کی کار کاو. وروسته له څه مودی چی دهغه پلار او مور سره جلا شول، دی له مور سره اوسیده خو اوس یی مور دده پروا نه کووله چی زوی یی څه کوی او څه نه کوی. کله به خو هغه په خپله د شرابو په نشه کی له ځانه نه بیخوده وه. او چی هر چیری به یی شپه شوه نو زوی ته به یی هم نه ویل.
جورج له کوره بیزاره وو. کله کله به ښوونځی ته هم نه ته او کله به چی ټولګی کښی ناست وو، خپل برخلیک ته به حیران وو او کله به یی خو خپل پلار او مور ملامت کړل چی ولی له یو بله جلا شول او دی یی په نیمه لاره یواځی پریښود. مور به یی خو کله ده ته د بس کرایه هم نه ورکوله او کله به یی د سپین سترګی په خاطر دوه دری سپړی هم وواهه او د پلار ښکنځلی به یی ورته کوولی خو جورج به ورته هیڅ پاملرنه نه کووله او چی ډیر به په قار شو نو له کوره به ووت او شپی به هم کور ته نه راته. خدای خبر چی چیری به ته خو له کور سره یی هیڅ مینه نه درلوده.
په اتلس کلنی کی یی له یوی انګریزی سره واده وکړ. که څه هم چی دی بیکاره وو، خو تر ډیری مودی یی د ښځی په معاش ګذاره کوله وروسته بیا ورته ښځی په پوځ کی دنده پیدا کړه او کله چی دی له پوځی ژوند سره یو څه عادت شو، پوځی ژوند یی غوره کړ او سرتیری شو.
***
له هری خوا د مرمیو او بمونو آواز آوریدل کیده. په هوا کی به کله چورلکی هم پیدا شوی خو که طالبان سره نږدی وول، نو د تلفاتو د کمښت په خاطر به جلا شول. طیاری به چی بمب ګذار کړ نو له لاندی به په هغو د مرمیو باران جوړ شو په اونی که به یوه چورلکه هم نسکوریده، خو اکثراً به پیلوټانو د ځان ساتنی په موخه لری لری بمب اچاو. یو وخت به د دزو آواز ډیر زیات شو خو بیا به د یوی مودی لپاره ډزی بندی شو خو چی کله به د طیارو آواز واوریدل شو نو طالبانو به په هوایی ډزو پیل وکړ. که څه هم چی طیارو به ډیر اوچت پرواز کاو، خو کله به چی لږ ټیټی شوی نو طالبانو به پری راکت هم وویشت.دڅو ورځو جګړی وروسته د یوی تپی شاوخوا کی چی د طالبانو د دفاع کرښه وه ماته شوه او هغوی په شاوخوا کلو کی خواره شول.
که څه هم چی شاوخوا کلی وختی له خلکو خالی شوی وو، خو ټول خلک له کلو او بانډو نه وو وتلی یو څه خلکو د تګ پیسی نه درلودی او نورو به به د مهاجرت ژوند نه وو خوښ او ویل یی چی له هغه ژونده خو مرګ ښه دی.
جګړه ډیره کلکه روانه وه چی یوی چورلکی د کلی په مینځ کی یو بمب ګذار کړ له شاوخوا ګردونه جګ شول او د بریتانیا د رویال نیوی ځواکونو یو دلګی چی جورج هم پکښی وو د امریکایی سرتیرو د یو دلګی سره یو ځای د طالبانو په لټون کلی ته ننوتل، خو مخکی له دی چی د طالبانو پټن ځای پیدا کړی د هغو له خوا په غلچکی برید کی نور ټول ووژل، خو جورج که څه هم ټپی وو خو ژوندی پاتی وو..
طالبانو بیرته ځان په خوندی ځای کی پټ کړ. خو وروسته له څو دقيقو بله چورلکه راغله او د خلکو په کور یی پدی ګمان چی طالبان به پکښی پټ وی بمب ګذار کړ، بیا له هری خوا ګردونه جګ شول او جورج له وخت نه په استفادی سره له کلی ووت او ځان یی نورو سرتیرو ته ورساو. خو په رسیدو سره بی سده شو او یو وخت یی چی سترګی وازی کړی ځان یی په روغتون کی ولید. مخی ته یی تلویزیون روښانه وو او د هلمند د جګړی راپور یی ورکاو. ویونکی په انګریزی ویل چی له اولوتکی نه د توغوول شوی راکت د انفجار په پایله کی لس طالب او ۱۲ ملکی خلک چی دخوندی کیدو په خاطر په یو کور کی پټ شوی وو، مړه شول.
جورج د تلویزیون له لیدو ستړی شو او چی کله په بل اړخ واوښت نو داسی یی ګمان وکړ چی لږ سپک شوی او راسته پښه یی بی سده ده لاس یی اوږد کړ چی وګوری څه خبره ده، خو د پښی په خوزولو پوه شو چی پښه یی ورته له زنګانه لاندی پری کړی ده. په ژړا یی پل وکړ او هق هق آواز یی دهلیز هم ونیو وروسته له څو دقیقو ژړا یی د ماشوم عکس له جیبه وایست او په ژړا کی یی ورته ووایل
” که زه مړ شوم نو د مور ساتنه دی وکړه.”
پای
یادونه: څه موده وړاندې په مارجه (د هلمند یوه ولسوالی) کی د سختی جګړی په دوران ډیر طالبان او خارجی عساکر ووژل شول. خو د یو راکت د توغولو له امله چی په یو کور ولګید، ډیر ملکی وګړی شهیدان شول. خدای دی د دوی روح ته آرام او سکون ورکړی