کور / کیسه / لېوه او اووه مرغومي

لېوه او اووه مرغومي

د ویکيپېدیا څخه د« برودر ګریم » ( Brüder Grimm) کیسه :

په یو وخت کي یوه زړه وزه وه، چې دې اوه مرغومي لرل . پر دې زړې وزې خپل دا بچیان ډېر ګران وه . یوه ورځ دې غوښته، چې ځنګله ته ولاړه سي او خپلو بچیانو ته څه د خوراک لپاره راوړي . دې پر خپل بچیانو ږغ وکی او ځان ته ئي را وبلل او ورته ئي داسي وویل : ( زه ځنګله ته ځم، چې تاسو ته څه خواړه راوړم . پر خپل ځانو پام کوی، چې بدمرغه لېوه رانسي او تاسي راڅخه ونه خوري! دی له ځانه هرشی جوړه وي؛ خو یوازي د ده ډډ ږغ او توري پاچکي تاسو پېژنی ). مرغومانو ورته وویل :
» ګراني مور جاني! ته کولای سي، چې بې غمه ولاړه سې! موږ بېخي پرځان پام کوو .« وزې څه غوم غوم له ځانه سره وکی خو په ارامه ولاړه . څه وخت لا نه وو تېر سوی، چې ور وټکې ده او ږغ وسو : » ور را خلاس کړۍ؛ ګرانو ستاسو مورکه راغله او تاسو هر یوه ته ئي څه له ځانه سره راوړي دي .« خو مرغومان پر ډډ ږغ و پېژانده، چې لېوه دی . مرغومانو ږغ وکی : » موږ ور نه خلاسه وو . ته زموږ مور نه ئي . زموږ مور نازک او مهربانه ږغ لري . خو ستا ږغ ډېر بوږ دی ته لېوه ئي .«
لېوه رهي سو خو یوه وړوکي پلورنځۍ ته ورغی؛ یو څه تباشیر ئي واخسته او دغه ئي وخواړه، چې ږغ ئي ملایم سي . نو بېرته راغی مرغومانو ته او ور ئي وټکاوه او پر دوي ئي ږغ وکی : » ور خلاس کړۍ چوچیانو ستاسو ګرانه مورکه ده! تاسو هر یوه ته ئي څه راوړي . « څرنګه چې شرمښ خپله پنجه د کړکۍ سره نيولې وه مرغومانو هغه ولیده او ږغ ئي پر وکی : » موږ ور نه خلاسه وو! زموږ د مور پښې توري نه دي . ته شرمښ ئي . « کله چې لېوه دا خبره واروېده د ډوډۍ پخونکي خواته رهي سو . هغه ته ئي وویل : » زما پښه خوږ سوي څه اوړه راکه، چې پر وې موږم! « په لومړي ځل کي ډوډۍ پخونکي څه نټه وکړه خو په پاي کي ئي څه اوړه ورکړه چې پنجې ئي په سپیني کړې .
د درېم ځل لپاره قهرجن لېوه مرغومانو ته راغی ور ئي ور و ټکاوه او
وې ویل : » زما ګرانو ور راخلاس کړۍ ستاسو مورکه له ځنګله نه راغلې تاسو ته ئي څه له ځنګله نه را وړي! « مرغومکانو ږغ پر وکی : » لومړی ته خپل پنجې را ښکاره کړه، چې ته په رښتیا زموږ مورکه ئي! « لېوه خپله پنجه د کړکۍ پرکېنارئ کښېښوده؛ کله چې مرغومانو دا وليده، چې سپینه ده، نو وې منل؛ ور ئي ورخلاس کړ .
څوک چې ور ننه ووت لېوه وو . مرغومان وورېده او ځانونه ئي هر ځائ پټ کړه، خو هغه وړوکي مرغومي ځان د دېوالي ساعت په المارۍ کي پټ کړ . خو شرمښ هر یوئي جلا جلاله خپل پټ ځایو څخه راوایستل یوه یوه ګوله اوتېر ئي کړه . یوازي هغه وړکئ مرغومی چې ځني پاته سو نور ئي شپږ سره تېر کړه . څنګه چې د شرمښ نس ډک سو نو ولاړ په یوه چمن کي تر یوې وني لاندي ټنډ وغځېده او ویده سو .
ډېر وخت نه سو تېر، چې زړه وزه له ځنکله څخه کور ته راغله . څنګه چې وېليده د کور ور خلاس وو مېز پر یوه خوا او کالي او نور توکي پر بله خوا سره شو په شو پراته وه؛ کور ګډ وډ وو . دې خپل بچیان پلټل؛ خو هیچیر ئي مونده نه کړه . دې ناري کړه او د هر یوه نوم ئي جلا جلا واخست خوچا ځواب ور نه کړ . په پاي کي ئي د وړکي مرغومي نوم واخست هغه چیغي کړې : » موریکي د ساعت په المارۍ کي یم . « مور ئي ورغله دی ئي راخلاس کړ او د لېوه ټوله کیسه ئي ورته وکړه .
په پاي کي وزه را رهي سوه او وړکی مرغومی هم ورسره ملګری سو . کله چې دا چمن ته راغله او تر وني لاندي شرمښ ډکه پړسېدلې خېټه ويده ولید، چې د خورهاري له لاسه ئي د وني څانګي لړځېدلې او په نس کښې ئي د دې بچیان ښورېده . وې ویل : » ای خدایه! زما بچیان ئي چې تېر کړي خولا د ده په نس کي ژوندي دي .«
وزه سمدلاسه کور ته ولاړه بئ تي، ستن او تاو سوی تار ئي راوړ . چې د دې لېوه نس ور خلاس کړي خپل بچیان ځني راوباسي . کله چې ئي نس په بئ تي ور خلاس کړ یو یو مرغومی، د لېوه له نس څخه چې تېر کړي وه یو په بل پسې شپږ سره راوواته . دا یوه خوښي وه، چې ټول ورغومان ژوندي وه . وزې خپلو بچیانو ته وویل : » ورځئ ډبري راوړئ د دې بې خدایه نس به ور ډک کړو . وزې د لېوه نس د ډبرو ور ډک کړ او بېرته ئي ور وګانډه، چې لېوه په ځان لا خبر نه سو .

کله چې د لېوه خوب پوره سو نو را کښېناستی او رهي سو، ځکه ډبرو د ده په نس کي دی ډېر تږی کړی وو، نو د اوبو پر لور رهي سو. اوبو ته چې ورسېده نو ډېري اوبه ئي وچيښلې . غوښتي چې ولاړ سي ډبرې ئي په نس کي په ښور راغلې . لېوه وویل :
» اوس مي دا څه ښوري په نس کي
ما ویل شپږ مرغومي به مي بس کي
په نس کي زماښوري غټي ډبرې
درد خو مي هم ډېر دی په نس کي «
بله پلا چې اوبو ته راغی ځان ئي پر راکوږکی دومري ئي وچیښلې، چې په سغل سو او مړ سو . کله چې دغو اوو مرغومانو دا هال وليده نو له خوښئ ئي د اوبو پر غاړه نڅا کوله او ویلې :
» لېوه مړسو لېوه مړ سو موري اوس به موږ اوبه سو «