ژوند خپل واټن پر مخ واهه، دغمونو تورې وريځې به دخوښې په روڼ آسمان را څرګندېدلې.
دکوټې فضا نا آمنه وه ، تل به دغلاوو، وژنو او بې پتيو خبرونه داخبار او تلويزون غټ ټکي ول. کله به ديوه شتمن کور لوټ شوى و او کله به کومه معصومه مېرمن دخوني وژونکو په منګولو کې بې عفته شوې وه.
دژمي سوړ ماښام وي، آسمان تورو وريځو پوښلى و. په لارو او کوڅو کې ځاى ،ځاى خټې او چکړې وي، د بازار په لور روان شوم. پر مخ تلم داسي لکه ژوند چې ځي. هغو کوڅو ته ورسېدم چې نور پکې خاموشې وزرې غوړولي وي او خلک دشړکنده باران له ويرې کورونو ته ننوتلي وو.له تالندې سره سم برېښنا هم قطع شوه او کورونه او کوڅې نورې هم تياره شوي. معلومېده چې آسمان به وزرې وڅنډې او داوبو چينې به دځمکې پر مخ وبهوي.
له ليري څخه ديوې مېرمنې چيغې راتلې ،بې معنى چيغې!
داسي احساسېدو لکه ديو چا ستونى چې نيول شوى وي ، کريږې وي او دکمېدو پر ځاى زياتيدلي .وويريدم هسې نه چې دپيريانو په دام ونښلم ، له مسيره مې لار چپه کړه ، په هغې لار لاړم چې بايد نه واى تللاى .
چيغې په زوره شوي، شپږم حس ويل ، مرسته غواړي! يو انسان ستا مرستې ته اړتيا لري، چې هر څومې قدمونه په بدل شوې مسير تيزول ، خووجدان مې بيرته دشا په لور کشولم. پر شا لاړم، چې څومره نږدي کيدم چيغې هومره صفا راتلي . دليري نه ديوې ښځې چيغې وي، ويل يې :”مه کړه ظالمه! درسره ځم ، په ده کار مه لره .” او له دې سره به ئې سلګۍ په ژړا بدلې شوي ، په زوره بې يې وژړل ، هسې چې دغوږونو پردې ئې څيرلي.
دغږ په اوريدو ئې ولړزيدم ،ځاى په ځاى ودريدم ، حواسو مې کار پريښود ، نه مې شواى کولاى فيصله وکړم.
دزمرې زړه مي خپل کړ ، مخته ورغلم زما دلارې په ښۍ خوا کوڅه کې شور او چيغې وي، زه دښې لاس يوه ميدانې ته چې ديوال ترې چاپيره شوى و ، واوښتم .تر يوه لويدلي ديوال مي وروکتل ، ومي ليدل يو کوچنى يو کلن ماشوم دوو خواوو ته کشيږي، له يوې خوا يوه ښځه چې مور يې ايسيده او له بلې خوا هم يو تورمخى داوږد قد څښتن و.
مور دماشوم پښې نيولي وي او تورمخې ئې لاسونه کشول . دمور او ماشوم تر خولې کريږي ختې ، مور ئې بيا چېغه کړه : درسره ځم ، خو دى پريږده!
تورمخې يوې خواته ناړي تو کړي :”موږ تاته ضرورت لرو ، دا دسپې بچى نشو پاللاى!”
له دې سره يې په ډير زور دماشوم لاسونه دمور له غيږې کش کړل ، ماشوم دمور له غيږې دتورمخې په غيږ کې ورولويد.
تورمخې دماشوم مخ ته وکتل ،پورته ئې کړ ، خو مور يې پرې ورمنډې کړي او دتورمخې په مخ يې نوکارې ولګولي . تور مخې مور يوې خوا ته ټيل وهله ، ماشوم يې پورته کړ، پر پوخ سړک يې وويشت ، دماشوم له سره مغزونه او هډوکې په سړک خواره واره شول ، په ليدلو مې له خولې يوه لويه کريږه ووته او له خوبه را بيدار شوم.
١٨/٠١/٢٠١٠