دا يورښتينی کيسه مې ديومور نه چې دهغې يادونه به تل راسره ژوندې وي اوريدلې ده مينه اخلاص اومحبت دد وه زړونو پيوندونه دي اوريدلې مې ده چې کلونه مخکې دکلی ښايسته طالب العلم ځوان حکيم چې ښاسته قواره دنګ ونه خرمايي سترګې درلودې هغه وخت په زرلښته زړه وبايلله کله چې د زرلښتۍ کشرې خورګلښته دنرې رنځ نه په ځوانې کې مړه شوه کلښته رښتيا هم چې دګلوڅانګه وه خو دمرګ څپيړه بی وخت دهغې پر مخ ولګيدو او ژوند سره يې خداې پاماني وکړه زرلښته چې دخورپه مړينه ډيره خپه وه دخور جنازې پسی دانګړتر دروازې پورې منډه وکړه او بی اختياره چغې وهلې ناڅاپه د طالب حکيم پری سترګې ولګيدی زرلښته درنګه سپينه او پر مخ يې د چيچکو داغونه ډير معلوميدوهغه ښايسته نه وه خو خداې ورته ډير ښايسته ويښتان ورکړی وکله چې دګلښتۍجنازه د دروازې نه ويستل شوه نودکلي ښځې زرلښتۍ دلاسونه ونيو او په کشولو يې هويلې ته ور دننه کړه خو د هغه تورګال ګوتي ويښتان يې پر اوږوخلاص ډيره ښايسته معلوميدو دزرلښتۍ په يوازيتوب د کلي مرغان هم ژړل دا ځکه چې د هغې مور او پلارخو په وړوکوالي کې مړ شوي ول دی عقربې ته يو خور او يو ورو پاتي وخو ښه والې په دی کې وه چې دپلار نه لږ ځمکه ورته پاتې وه زرلښته د خور د مرګ نه وروسته خپل ورور ته واده وکړخود ورور واده نه ورسته يې د وريندار د ورور سره دمينې رشته ددواړو زړونو ته پيوند ورکړ د مينې وړانديز د حکيم لخوانه و خو زرلښته هم د حکيم په ښايست زړه وبايلله د حکيم د کورنې لخوا په زرلښته ډيرې مرکې راغلې خو دزرلښت ورو مخالفت کاو د ورځو تيريدو سره داسې اوازه خپره شوه چې زرلښته د درې بنو دپاسه دکلي ملک ته کوژده شوه دا دغمه ډک احوال د حکيم غوږو ته هم ور سيدو ويل کيږي چې مينه په پخواو زمانو کې کله به چې مينه د ناکامې سره مخ شوډير زر به د ځوانانو نه ژوند اخيست نو حکيم هم ددې غمجنې پيښې داوريدو سره د نرې رنځ تبه پری ګډ شو ددونيا طبيبان ورباندې ستړي شول مګر د علاج لاره يې ونه موندل دهغی کورنۍ دحکيم د مينې کيسه د طبيب سره شريک کړل نوطبيب دحکيم پلار ته يي مشوره ورکړ چې حکيم ته بله جنې وګوري پلار حکيم ته د خوګياڼيو دبيار په کلي دکلي تر ټولو ښکلې انجلې سره د حکيم کوژده وکړ خو هغې نه هغه بدرنګه چيچکي مقشوقه نه هيريدو سره له دی چې خپل نوې نامزادې سره هم څوڅو واري وليدو خو دزرلښتۍ مينې د هغه د وجود په رګو کې لکه وينه ګرځيدو دزرلښتۍ د واده په شپه حکيم خپل کور ته راغی خپل پلار ته مخامخ کيناست او خپل مور ته يي وويل ماته چلمچي راوړه کله چې مور ورته دلاسونو مينځلو لګن راوړ نو حکيم خپل پلار ته وويل چې د زرلښتې د واده سره يې د زړه رګونه وشليدل او په ډکه خوله يې د وينی ګانګې وکړلو پلار ته يي وويل ستاسي باور زما په مينه نه راتله دا وګوره او باور پرې وکړه دزرلښتۍ د واده نه دري ورځې ورسته هم حکيم ژوندی و د واده په دريمه د زرلښتۍ د تخت جمي اواز سره حکيم خپل ژوند ته دپاې ټکې کيښود او ځان يې حق ته وسپاره اوساه يي ورکړدتخت جمي په سبا دا اواز يې خور کورته ولاړ کله چې د حکيم خور خپل اندرور(زرلښتۍ) سره دورور په مړې راغله نو ورور يې په هماغه ساعت کې خلکو خاوری لاندې کړی و په دی توګه کله چې زرلښته د حکيم قبر يې وليدو نو يوه چيغه يې د خولې نه بهر شوه ځان يې پر قبر ور ختا کړ ه کله چې خپلوان ورته نژدي شول نو ددويم ځل لپاره د زرلښتۍ اواز پورته نه شوه چاويل چې ضعف ده چا ويل چې مړه خو د لږ شېبي نه ورسته دا خلکوته په داګ شوه چې زرلښته هم ځوانيمرګه شوه