حكیم ابومعین ناصر بن خسرو حارث قبادیاني په کال ۳۹۴ هجري قمري په بلخ کې زیږیدلی دی بیا مرو ته تللی او هلته څلویښت کاله په دولتي او دیواني کارونو بوخت شو ی دی ددې اوږدې بوختیا وروسته په کعبې شریفي مشرف شوی دی او دهغه وروسته په سفر رهي شوی دی او په دې سفر کې یې چې اووه کاله يي نیولي هغه له : سرخس ،نیشابور، بسطام، سمنان، رى، قزوین، خرزویل، خندان، شمیران، سراب، سعیدآباد، تبریز، مرند، خوى (په ایران کي)، بركراى، وان، وسطان، اخلاط، بتلیس، ارزن، میافارقین، حران، قرول، سروج (په تركیه کې )، منبج، حلب، جند قنسرین، سرمین، معره النعمان، كویمات، حما ، عرقه، طرابلس، قلمون، طرابرزن، جبیل، بیروت، صیدا، صور (په سوریه کې)، عكا، طبریه، حیفا، قیساریه، رمله، بیت المقدس ، بیت اللحم، حبرون (په فلسطین کې)، عرعر، القراى وادى، مدینه او مكه او قاهره څخه لیدنه کړې ده.
هغه په دې مده کې بلخ په حسرت یادکړی او وایي:
ای باد عصر اگر گذری بر دیارِ بلخ
بگذر به خانه من و آن جای جوی حال
ای د مازیګر باده که تیرشی په دیار د بلخ
ورشه زما کورته د هغه ځایه وپوښته حال
ددې اوږد سفر په پای کې هغه بیرته بلخ ته تللی اود بده مرغه په (۴۵۲ ) کال کې د بلخ د فقهیانو په فتوای دهغه په کور شبخون وهل شوی دی او دهغه ټوله شته يې تاراج او غلا کړی دی هغه دبلخ د متعصبانو د لاسه نیشابور او مازنداران بیا دبدخشان تګمان ته اواره شوی دی هغه خپله په دي اړه وایي:
من گشته هزیمتی به یمگانم در
بـی هیچ گــنه، شـده به زنهاری
چون دیو ببـُرد خان و مان از من
به زین بـه جهان نیافتم غـاری
زه وتښتیدم یمګان ته
بیګناه شوم ،ګناهکار
څرنګه چې شیطان یوړه ملک اومال زما
ښه ددې مې ونه موند په جهان بل غار
هغه له مرو څخه بلخ ته خپل د راتګ علت داسې بیانوي :
از شاه زی فقیه چنان بود رفتنم
کز بیم مور در دهن اژدها شدم
له پاچا څخه وه فقیه ته داسی ولاړم
دمیږی له ویری د ښاما رخولی ته ننه وتم
د هغه اثرونه دادي: د شعرونو دیوان «یو په دري اوبل په عربي»،
جامع الحکمتین، خوان الاخوان، زادالمسافرین، گشایش و رهایش
وجه دین ،سفرنامه، سعادتنامه، روشنایینامه او نور
هغه ددري ژبې یو لوی شاعر او فیلسوف و، چې په فلسفه، حساب ،طب، موسیقی اونجوم کې یې لوړ لاس درلود او د قرانکریم قاري و .
هغه د امیرانو له مدحي بد راتلل، د هغه شعرونه د دیني، ټولنیزو او سیاسي باورونو او، طبي، نجومي توکو ډک دي
دهغه په شعرونو کې د ورم اوراشې پرته ډیر ی ښې طنزي ، هجوي او هزلي توکي شته چې دلته يې ځینې دبېلګې په ډول راوړو
هغه په خپلو شعرونو کې ځان د وخت د ریا کارو فقیهانو بیزاره ښيي او په خپل ټول توان هغوی غندی او د هغو دا جفاوي د تاریخ زړه ته سپاري
هر زشت و خطای تو سوی مفتی
خوب است و روا چو دید دیناری
ستا هر بد او ختا مفتی ته
ښه ده او روا چې يې ولید دینار
هغه د خلکو ډیر ځوریدلی دی رسول الله (ص) ته له دی فقیهانو څخه شکایت کوی او وایي:
چون فقیهان خوانم اینها را که علم فقه را
جز که از بهر ریاست مینخوانند، ای رسول
ځکه فقیهان ورته وایم دغوته چې علم د فقه
یوازې د ریاست لپاره بل څه ته نه لولی، ای رسول!
د غزنوي او سلجوقي پاچاهانو باندې دهغه یو شعر داسې دی
خاتون و بگ و تگین شده اکنـون
هر ناکس و بنده و پرستاری
دیوی ره یـافت انـدرین بوستـان
بدفعلی و ریمنی و غدّاری
بشـکـست و بـکـند ســروِ ِ آزاده
بنشاند بجای او سپیداری
خاتون، امر او ارکان شوی اوس
هر ناکس او بنده او چاکر
شیطان لاره پیدا کړه بڼ ته
هم بد عمله، پست او غدار
مات او ویي ایستله سرو آزاد
د هغه پر ځای يې کښينول سپیدار
هغه هربد اوریا اوجفا رسوا کوي د هغه قلم لوڅ دی او پر بدیو ځغلی د ټولو بدیو سره یې د آزادی توغ وچت ساتلی دی.
هغه بیا هم د فقیهانو د ریا په اړه وایي:
کـــی شــــود دردمند درست
زین طبیبان که زار و بیمارند؟
بر دروغ و زنا و می خوردن
روز و شب همچو زاغ ناهارند؟
کله دردمند روغیږی
په دې طبیبانوچې خپله دي زار او بیمار؟
پر درواغو او زنا اومی څښلو
شپه او ورځ لکه کارغان دی ناهار ؟
بیا وايي
ماری است کز وکسی نخواهد رست
از خلق جهان به جمله دیاری
داسي مار دی چې هیڅ څوک نه پریږدي
د دنیا خلک د ټولو دیارو
هغه دریا کارو پوهانو عملونه ، کړه وړه او خبری او یوې ګولې ډوډۍ ته دهغوغوړه مالی غندي او وايي:
فعل، همه جُور گشت و مـکر و جفـا
قـول، هـمه زرق و غـدر و افسون شد
چاکر ِ نان پاره گشت فضـل و ادب
علـم بـه مکـر و بـه زرق معجــون شـد
عمل شو ټوله جور ا و مکر او جفا
ویل ، شول ټوله درواغ، غدراو افسون
نوکر د یوی ګولې ډوډۍ شوفضل او ادب
علم شو په مکر او درواغو معجون
زهد و عدالت، ُسفال گشت و حَجَر
جـهل و سَفــه، زرّ و ُدرّ مکنون شـد
سر به فلک بر کشید بی خِرَدی
مـردمی و ســروری در آهـون شــد
زهد او عدالت شو کودرکي او ډبره
جهل او سفه شوه زر او در په مکنون
آسمان ته وخوت سر د نا پوهي
مردمی او سروری شول په آهوان
بـاد ِ فـرومــایـگی وزیــد، وزو
صـورت نیـکی نــژند و محــزون شـــد
خاک خراسانم چو بود جای ادب
مـعدن دیــوانِ نــاکس اکــنون شـــد
د پستی باد وچلید او له هغه
د نیکي جوله شوه غمجنه او محزون
دخراسان خاوره چی وه ځای د ادب
دناکسو شیطانانو کان شو اکنون
او بل ځای بیا وایي:
دشمن عـــــاقلان بی گنه انـــد
زانکه خود جاهل و گنه کارند
همه دیدار و هیچ فایــده نه
راست چون سایه ی سپیدارند
د عاقلانو دشمن دی بې ګناه
ځکه خپله دی جاهل اوګناه کار
ټوله بې ګټې دزقوم دي بوټي
نه سیده دی لکه سیوری دسپيدار
د هغه یو طنزی شعر داسې دی
نشنیدهای که زیر چناری کدو بنی
بر رست و بردوید برو بر به روز بیست
پرسید از آن چنار که «تو چند سالهای؟»
گفتا «دویست باشد و اکنون زیادتی است
خندید ازو کدو که «من از تو به بیست روز
بر تر شدم بگو تو که این کاهلی ز چیست»
او را چنار گفت که «امروز ای کدو
با تو مرا هنوز نه هنگام داوری است
فردا که بر من و تو وزد باد مهرگان»
آنگه شود پدید که از ما دو مرد کیست
وایي د یو چنار لاندې زرغون شو یو کډو
شین شو اوپورته شو پر هغه په شلو ورځو
ویي پوښتل له چناره «څو کلن يې ته ؟»
ویل يي عمر می تیر دی له دوسوو کلونو
وخندل کډو چې په شلو ورځو
له تاشوم لوی ستا کاهلی له څه ده لالو؟
هغه وخت به زما او ستا نر اوښځه شي مالونه
چې سبا پرما اوتا وچلیږی باد د منی څو
نور بیا