د ژمې سړه شپه وه. په همدغې شپه واوره هم وريده. هرې خوا ځمكې د سپينو زرو رنګ اخيستى وه. ما ته خوب نه راته كله به په خپل ځاى كې كيښناستم او كله به له كوټې څخه د باندې ووتم.
شپه ښه پخه شوه او زه هم نور ستړى شوم.
په خپل ځاى كې پريوتم لږ ځنډ وروسته خوب يوړم.
خوب مې ليده چې …
تور تم وي
هرې خوا ترګمۍ وي
د ژمې په سپينه شپه كې په كيلې توره بړستن غوړيدلې وي
د كيلې له برې خوانه
هو! د لوړو غرونو له هآ خوا نه
سرې او شنې لمبې راپورته شي
ډير تيز باد ورسره مل وي
رښتيا!! نارې هم اوريدل كيږې
زه پرې ډير نه پوهيږم خو…
دومره مې تر غوږ شې
چې وايې…
همدغه زمونږ دښمنان دي
همدغو موږ وژلو
دا ټول د انسانيت او بشريت دښمنان دي
همدوى بمبونه ږدې
همدوى نړى ته خطر پيښ كړى
دغه شان ډيرې ويناوې اوريدل كيږې
ډيرې نارې، سورې وې…
د اور لمبې او غږونه ورو په ورو د كيلې خواته رانژدې كيږې
ټول خلك د ژمې په اوږده شپه كې په خواږه خوب باندې ويده وې
چې ناڅاپه دغه لمبې راورسيږې
زما زړه په تنګيدو شې
هو! ډير سخت ويريږم
او په خوب كې مې يوه كړيكه كړه
له خوب نه را ويښ شوم
په كوټه كې ويده كسان ټول راپاڅيدل
هر يو وارخطا په خپل ځاى كې كښيناست
هر يوه پوښتنه كوله څه خبره؟
څه درباندې وشول؟
خوب كې وويريدې، كه څنګه!؟
زما زبون وهل شوى وه
خوله مې بنده وه
لږ ځنډ وروسته ټولو رانه په تندۍ رانه وپوښتل
څه خبره وه؟ كه څه نه وايې نو ويده شه
زما زړه ترزيده
هيڅ مې نشو ويلاى
ناڅاپه مې په ويلو پيل كړ
نو ورته مې وويل
خوب…
هو! خوب، خوب…
خوب مې ليده چې زمونږ ښايسته كيلۍ په لمبو كې سوزې
ايرې كيږې او ړنګيږې
باغونه مو وچيږي
د كيلې ښايسته ګدر مو ورانيږې
د جومات لوړ چنار په ځمكه راپريوزې
آخر دا ولې؟؟؟
ولې داسې كيږې؟؟
دا ځكه چې مسلمان يم
د يوه الله عبادت كوم
په خپل دين مين يم
ميړانه لرم
زوړ تاريخ لرم
آخر دا ولې؟؟؟
چيرته چې زه يم
هلته يې جنګ جوړ كړى
ما وژنې!!
زما په زانګو كې ماشومان وژنې
ما له خپل كيلې څخه شړې
هلته يې لرې په بيديا كې خيمې درولې
آخر دا ولې؟؟؟
زما كور ورانوې
او بيا كيږدى راكوې
د چنارونو له سيورې مې شړې
او هلته لرې مې د سره لمر لاندې كډه كوې
دلته …
هو!! دلته ښايسته ګدر لرم
خو! هلته د څښكلو اوبه هم نشته
آخر دا ولې؟؟؟
دا زما غرور ماتوي
دا زما د پلار، نيكه شمله را ټيټوې
ګوره زه جنګ نكوم
زه كله هم ستا كيلې ته نه يم درغلې
هر څوك دلته راځې او پر ما رادانګې
نو تاڅې ولې خپل زور پر ما آزموى
تاڅو خپل وسلې آزموى او ريكاډونه جوړوى
خو زما پښې لوڅې، ګيډه مې وږې ده
ستا د زور نه يم
خو همت مې لوړ ده
ګوره!!!
هغو نورو هم هسې راودانګل
څنګه چې راغلل بيرته ولاړل
نو ستا مرګ هم راغلى
ځكه چې دلته اجل نيولې راځې
ولې داسې كوې
له نړى د ځنګل جوړ كړى …
آخر …
ته به هم كور لرې
مرګ تريخ ده ګوره پر تا مي هم نه لوريږې
زه په خپله مخه لاړ شه
څو ورځې دنياګۍ ده
په ژوند باور نشته
له خپلو خپلوانو…
خپلو بچو سره يې تير كړه
هو!! كچيرې خپل نلرې، بچې نلرې
زه خو هر څه لرم
همدغه مې هم كيلۍ ده هم كور
ما پريږده …هو ما پريږده
زه خپل كيلى لرم
ياران، دوستان لرم
زما ديره شته، هغه ډيره ښايسته ده
هآغلته مې حجره ده
تاته به ښه نه ښكارې
خو! ماته له نيكونو را پاتې ده
زما ډيره خوښه ده
ته به په لوړو كورنو او شيشه خانو كې اوسيدلى يې
ځكه تاته دغه هر څه نا آشنا ښكارې
زما ديره تا ته سنګر ښكارې
آخر دا ولې؟؟؟
ځان پوه كړه او نور هم وپيژنه
دا دنيا ډيره لويه
په دې كې هر انسان حق لرې
هو! چې په سوله كې ژوند وكړې
له دې نه خوند واخلې
رښتيا! نور لاړ شه خوښ مې نشوې
يو خو نا بللۍ يې او …
نور لاړ شه
ما پريږده چې خپل كيلى ودان كړم
او څو ورځې آرام وكړم…