کور / نثر / مولانا سیف‌الدّین فرغاني

مولانا سیف‌الدّین فرغاني


هغه لومړنی شاعر  چې پر پاچايې طنز ی برید کړی دی
۲


هغه په دې  پورته بولله کې  د مغولو د پېړ ټولنیزه اوضاع ښه  انځور کړې ده  په دې بولله کې  د هغه مهال ژور ټولنیز انحطاط، د  د یني اصولو له منځه وړل، د علم ، هنر،  رښتیا او مروت د بازار  نادودل ښه انځورشوی او  ګوته ورته  نیول شوې ده    اودهغه  مهال د واکمنو  نا مردي ، پستي  او کوږ لارې یې   غندلې  او  دتاریخ  زړه ته يې سپارلې ده .

ظلم بَهر خانه لانه کرده چو خطّاف
عدل چو عنقا ز چشم خلق نهان بود
رایت اسلام سر شکسته ازیرا
دولتِ دین پیر و بخت کفر جوان بود
 مردم بی عقل و دین گرفته ولایت
حال برّه چون بود چو گرگ شبان بود


ظلم په هر کهاله کې ځاله جوړه کړې لکه شیطان
عدل لکه عنقا د خلکو له سترګو دی نیهان
د اسلام رایت  دی سر ماتي ځکه
ددین دولت دی زوړ او  دکفر بخت دی  ځوان
بې دینو او بې عقلو  نیولی  دی ولایت
د وري حال به  داسې وي چې لیوه يې وی   چوپان


هغه څو توندي  انتقادي بوللې لري  ، هغه د هغه مهال په  امیرانو ، عمالو او حکامو توندی نیوکې کړی او هغوی يې  د فاسدانو او فاسیقانو  په ډله کې شمیرلي دي

دریغا مکنت چندین توانگر
بدست این گدایان اوفتاده
از انگشت سلیمان رفته خاتم
ولی در دست دیوان اوفتاده
افسوس مکنت د څو شتمنو
لاس ته ورغلی  د ګدایانو
د سلیمان د ګوتمۍ ورک شوی نګین
لاسوته  ورغلۍ  دد یوانو
یا
زنان را گوی در میدان و چوگان
ز دست مرد میدان اوفتاده
چو مرغان آمده در دام صیّاد
چو دانه پیش مرغان اوفتاده
رعیت گوسپند اند این سگان گرگ
همه در گوسپندان اوفتاده
پلنگی چند می‏خواهیم یا رب
درین دیوانه گرگان اوفتاده
ز دست و پای این گردن زنانست
سراسر ملک ویران اوفتاده
. خدا درمان فرستد مردمی را
کزین دردند نالان اوفتاده



 په میدان کې  دګوی  او چوګان
د لوبغِاړی د له لاسه  وهل  لویدلي
داچې مارغان راغلی لومې ته د ښکاری
لکه دانې  چې  وي  مرغانو ته لویدلي
رعیت پسونه دی او داسپي لیوان
ټوله په ځانونو د پسونو دي لویدلي
یا ربه غواړم څو پړانګان
په دې لیونيو لیوانو کې لویدلي
 ددې قاتلانو دلاس او  پښو  نه
ټوله ملکونه  ویجاړ لویدلي
خدای درمان استوي  هغو خلکو ته
چې ددې درده نالان دي لویدلي


هغه یو بل ځا وایي
گفتم که پای بر سر من نه، به طنزگفت
هر چند سر عزیز بود نیست خوار پای


ویل مې: پښه زما په سر کښیږده! په طنز یې ویل
که څه سر عزیز دی خو پښه نه ده خواره


 دا چې فرغاني  مدح ویونکی نه وو او دربار ته يې لاره نه لرله  نو  تر نورو شاعرانوګمنام پاته شویدی  شاید  هغه به د یو خانقا له پشوایانو څخه و
 د هغه دشعر ژبه ترخه او چیچونکې ده  که څه هم یو وتلی صوفی او خانقایي شاعر دی مګر د هغه مهال ټولنیز ناتارونه هغه  دومره ځوروي چې هغه اړ باسی د عرفان تر څنګ خپل دا ملي رسالت    هم تر سره کړی  د واکمنو بد او کړغیړن کړه  وړه   وغندي او  خپله کرکه  وښيي.
 هغه وایي:


چون نیست در این زمانه سودی ز خرد
جز بی خرد از زمانه، بر می نخورد
ای دوست بیار آن چه خرد را ببرد
باشد که زمانه سوی ما به نگرد
داچې  په دې زمانه کې پوهه نه لري ارزښت
بېله ناپوهه له زمانې نه  بل څوک  نه اخلي  بر
ای دوسته راوړه هغه څه چې یوسی پوهه
ګوندی زه هم د زمانې واخلم څه  ثمر


هغه د زمانې له جوره نارې وهي او وایي:
گر بر فلکم دست بدی چون یزدان
برداشتمی من این فلک را ز میان
وز نو فلکی دگر چنان ساختمی
کازاده به کام دل رسیدی آسان



که  په فلک مې  فرمان وای لکه یزدان
ما به دا فلک لیری کړی وای له میان
بل نوی فلک مې جوړوی  داسی
چې ازاد     دزړه کام ته رسیدل اسان


هغه له ظلم څخه  داسې شکایت کوی
جهان سر بسر ظلم و عدوان گرفت
درو عدل و احسان نخواهیم یافت
سگ آدمی رو ولایت پرست
کسی آدمی سان نخواهیم یافت
به دوری که مردم سگی می کنند
درو گرگ چوپان نخواهیم یافت…
شیاطین گرفتند روی زمین
کنون در وی انسان نخواهیم یافت


نړۍ ټوله  ظلم او درواغو ونیوله
په هغه کې عدل او احسان نشته
سړي مخي سپي ولایت پرسته
په هغو کې  څوک انسان  نشته
په هغه کرکه چې سپي سړي يې لري
په هغو کې لیوه او چوپان نشته
شیطانانو د مځکې مخ ونیوی
اوس په هغه کې انسان نشته


هغه د ازاد او پوه خلکو چوپه خوله او د هر شی زغم  هم غندی او وایې دا ټوله د هغو د لاسه دي


آزاده دلان گوش به مالش دادند
وز حسرت و غم سینه به مالش دادند
پشت هنر آن روز شکستست درست
کین بی هنران پشت به بالش دادند


ازاده زړونو  غوږونه  پریښول مالښت ته
له حسرت او غمه  يي  ټټر پرېښود نالښت ته
دهنر ملا هغه ورځ ماته شوه سمه
چې دې بې هنرو  تکیه وکړه   بالښت ته
 هغه بیا بیا  د ریاکارو  لاره نیسي دهغو کړه غندي او هغوی رسوا کوي او وايي:


ای تو را در کار دنیا بوده دست افزار دین
وی تو از دین گشته بیزار و ز تو بیزار دین
ای به دستار و به جـبـه گشته اندر دین امام
تـرک دنـیـا کـن که نبـود جـبـه و دستار، دین
ای لـقـب گـشـتـه فـلان الدیـن و الـدنیا تو را
نـنـگ دنـیــایی  و از نــام تـو دارد عــار دین
نـفــس مکارت کجــا بـازار زرقـی تـیـز کـرد
کـز پـی دنـیـا  درو نـفـروخـتـی صـد بــار دین
قـدر دنـیـا را تـو میـدانی که گـر دسـتـت دهـد
یک درم از وی بدست آری به صد دینار دین
کـز بــرای ســـود دنـیـــا ای زیـــان تـو ز تـو
بهــر مـال ارزان فـروشـد مـرد دنـیـادار دین


 ای چې ستا د د ین اوزار  په کا ردی په دنیا
 وای ته له  د ینه بیزاره او ستا نه بیزار  دین
ای په لنګوټې او اوږده  سپین کمیس شوی ددین امام
دنیا پریږده چې نه  ده  لنګوټه اوږد  سپپين کمیس دین
ای چې لقب دی شوی فلان الدین والدنیا ستا
د دنیا شرم يې ته  او ستا د نومه شرمیږی دین
مکار نفس دی چیری بیا د رزق بازار تود کړی
چې د دنیا لپاره سل واری پلوری دین
د دنیا په قدر ته پوهیږی که چا درکړې
یو درم دهغه تر لاسه کوی  سل دیناره په  دین
که د دنیا د ګټې لپاره   ای له ځانه زیانمنه
له هر ماله ارزانه پلوری دنیا داره دین


اخځلیکونه
Mjnblog.wordpress.com-1
Fun4you.iranblog.com-2
Mahmoodkavir.com-3
Wikipedia.org-4
Mypersianfoyrum.com-5
Rezaghassemi.org-6
Daneshnameh.roshd.ir-7
Tebyan.net-8