۲
د سعدی طنز د هغه د کلام قند او د هغه د اغیزمنتوب او زړه راکښونتوب راز دی که څه هم ټول اثرونه يي طنزیه نه دی خو بیا یي هم په کلمو کې نکته سنجی او څوبمندی لیدل کیږی په ځانګړی توګه د هغه په بوستان او ګلستان کې
هغه په خپلو غزلونو کې ډیري ښې تشبیه ګاني ، کنایې او متلونه کار ولی دی
سعدی یوازینی طنز ویونکی لیکوال نه دی مګر دهغه طنز د نور و جلا دی د هغه طنز ځانګړی صفتونه لري:
هغه مسایلو ته د خپل دید له زاویې څخه ګوری یانی سوژې يې خپلي دی. که ادبي تاریخ ته وګورو زموږ په ادبیاتو کې زرګونه زاړه حکایتونه ژباړل شوی چې دا کار هغه وخت یو صنعت وو چې روایت بلل کیده خو سعدی داسې ژباړل شوی روایتونه لږ لري ټولې سوژې يې خپلي دی .یاني سعدي هغه څوک دی چې د انسانانو د ژوند لپاره يې د عملې حکمت ټولګه لیکلې ده.
لویدیځوالو دهغه له اثرونو څخه ډیره ښه ګټه اخیستلې ده او هغه يي یو له وتلو طنز ویونکو څخه شمیرلی دی
سعدي په غیر مستقیم ډیرو ټولنیزو ټکو ته په طنزونو، اشارو او کنایو نغوتې کړې چې شاهد ځینې دا ظرافتونه د د خندا لامل نشي خو له ظرافت څخه يي پوهیدلی شو چې ښکلی طنزونه دی
سعدي په مجموع کې د ژوند او انساني فلسفې او عامو کلامي مباحثو څخه خبری کړی د خلکو دودیږی اړیکې او د معمول ژوند او راکړې ورکړې او دخلکو او ډول ډول صنفونو څخه يې خبرې کړی دی او خپل طنز يې ددې نړۍ ورځني ژوند ته ځانګړی کړی دی
لکه چې ویلي یې دی بوستان يې ښاری آرمان او ګلستان يې د هغه مهال د وضعیت توصیفونکی دی هغه د ټولنیز ، فردی او کورني کړو د سمون په لټه کې دی
د هغه دښمنانو د هغه په ضد ویل د هغه د شعرونو څخه د بې اعتقادی بوی راځی او غوښتل يې دهغه قبر ته اور واچوی خود شاه شجاع زوی د هغه واسطه شو او ویل يي: د شیخ سعدی په توبه باور لرم
د هغه یوطنزی حکایت داسې دی
وایي یو بد ږغي قران لوست یو سړي ترې وپوښتل: تا ته د میاشتي څو درکوي؟
ځواب يي ورکړ: هیڅ
وې پوښتل :نوولې ځان ته دومره زحمت ورکوې؟
ځواب یې ورکړ : د خدای لپاره يې لولم!
وې ویل: د خدای لپاره يې مه لوله !
ببری رونق از مسلمانی!
گر تو قرآن بدين نمط خوانی
د مسلمانی رونق به له منځه یوسې
که قران په دې ډول ولولې
دهغه یو بل طنز:
دیو سړي اوزمري جنګ وو.
زمری هم غړمبېدی هم يې ژړل او هم يې لکۍ ښورول
وې پوښتل: ولې غړومبېږې ؟
ویل يي: سړی ویروم!
وې پوښتل: ولې ژاړې؟
ویل يې : ویریږم !
وې وپوښتل :
ولې لکۍ ښوروې؟
ویل يې : میانجی غواړم!
سعدي هغه طنز ویونکی شاعر او لیکوال دی چې له چا نه حق او حساب نه غواړې او نه يې په کار کې ختا او تیر ایستل شته نو ځکه له چا ویره نه لري او وایي:
دلير آمدي سعديا در سخن
چو تيغت به دست است، فتحي بكن
بگو آن چه داني كه حق گفته به
نه رشوت ستاني و نه عشوه ده!
میړه يې په خبرو کې سعدي
چې چاړه دی ده په لاس کې کوه فتحي
حق ویل دی ښه، وایه په هغه چې پوهیږې
نه رشوت غواړې او نه ختا ورکوې
نیوکه د هیڅ چا نه خوښیږي خو سعد ي باور لري نیوکه سمون راولي په ټولنې کې باید نیوکې وي خو منتها دا باید وویل شي چې د حق خبره ترخه ده
وبال است دادن به رنجور قند
كه داروي تلخش بود سودمند
ترشروي بهتر كند سرزنش
كه ياران خوش طبع شيرين منش
از اين به نصيحت نگويد كست
اگر عاقلي، يك اشارت بست!
وبال لری رنځور ته ورکول قند
ترخه دارو دی ورته سودمند
تریو تندی بد سړی، ښه رټي
که خوږ ژبه یا خوش خویي
له دې ښه پند به درته ونه وایي بل کس
که هوښیار يې یو ه اشاره ده درته بس!
سعدي په طنز ویل د ویلو ښه لاره ګڼي هغه وایي طنز هغه کپسول دی چې په هغه کې ترخه داروبیمار ته ورکول کیږی او د بېمار بېله دې چې تندی يې کونځې شي هغه تیروي.
چه خوش گفت يك روز دارو فروش
شفا بايدت، داروي تلخ نوش
اگر شربتي بايدت سودمند
ز سعدي ستان، تلخ داروي پند
به پرويزن معرفت بيخته
به شهد ظرافت برآميخته
څه ښه ویل یو ورځ دارو فروش
که شفا غواړې، ترخه دارو که نوش
که شربت غواړی چې تاته وی سودمند
د سعدی وغواړه، د ترخو دارو پند
د معرفت په غلبیل چڼل شوی
د شاتو د ظرافت سره ګډ شوی
دلته د ترخه دارو څخه کنایه نصیحت دی چې د ظرافت په شاتو يې ترخوالی نه ننګیرل کیږی چې سعدی دداسې ګډولې دجوړولو استاد دی
يكي گفت از اين نوع، شيرين نفس
در اين شهر، سعدي شناسيم و بس
بر آن صدهزار آفرين كاين بگفت
حق تلخ بين تا شيرين بگفت
یو ویل ددې ډول ،خوږ نفس
په دی ښار کی ، سعدی پيژنم او بس
په هغه دی وی سل زره افرین چی دا يي ویل
چې تریخ حق يې خواږ ه ویل
سعدي په ګلستان کې لیکي یو مرید خپل له پيره وپوښتل :
څه وکړم له خلکو څخه په عذاب یم ځي او راځي ما عبادت ته نه پریږدي؟
پير په ځواب کې ورته وویل:
درویشانو ته پور ورکړه او له شتمنو څخه څه وغواړه بیا به څوک ستا مزاحم نشي
گر گدا پيشرو لشكر اسلام بود
كافر از بيم توقع برود تا در چين!
که ګډا د اسلام د لښکرو وي مخکښ
کافر به د تمی له ویرې ولاړشی دچین تر وره!
دا هم د سعدی یو بل طنزی غزل:
تو را كه زلف و بناگوش و قد و خد اين است
مرو به باغ، كه در خانه بوستان داري
ستا چی زلفی، باړخو اوقد اورخسار وي داسې
بڼ ته مځه ، په کور کې لرې بڼ
یا
آن كيست كاندر رفتنش، صبر از دل ما مي برد
ترك از خراسان آمده است، از پارس يغما مي برد
هغه څوک دی چی په تلو صبر زموږ له زړو وړی
ترک له خراسانه راغلی دی له پارسه یغما وړی
دي گفت: سعديا! من از آن توام، به طنز
اين عشوه دروغ دگر بار بشنويد
پرون يي ویل : ای سعدیه! زه ستا یم ،په طنز
دا درواغه عشوه یو وار بیا واورئ
یا
اين تواني كه نيايي ز در سعدي باز
ليكن بيرون شدن از خاطر او نتواني
دا کولی شی چې رانشی د سعدی دپرانستی وره
خو وتل د هغه د خاطره کولی نشي
یا
توبه كند مردم از گناه، به شعبان
در رمضان نيز، چشم هاي تو مست است
خلک توبه کوی له ګناه په شعبان
ستا سترګی لا مستی دی په رمضان
من آن ني ام كه حلال از حرام نشناسم
شراب با تو حلال است و آب بي تو حرام
زه هغه نه یم چې حلال د حرامه بیل نه کړم
شراب ستاسره حلال او اوبه بی تا دی حرام
یا
دل و جانم به تو مشغول و نظر در چپ و راست
تا ندانند حريفان كه تو منظور مني
زړه او ځان می په تا بوخت ،ګورم چپه او راسته
چې پوه نشي حریفان چې زما منظور یي ته
هغه د خپل شعر په هکله وایي:
مرا گر تهي بود از قند دست
سخن هاي شيرين تر از قند هست
نه قندي که مردم به صورت خورند
که ارباب معني به کاغذ برند
زما که خالي دی لاس له قنده
خبری می دی خوږې تر قند ه
نه هغه قند چې خلک یې خوري
چې ارباب معنی يي په کاغذ کې وړي
من دگر شعر نخواهم بنویسم که مگس
زحمتم می¬دهد از بس که سخن شیرین است
یا
زه به نور شعر و نه لیکم که مچ
می ځوروی له بس چې خبرې دی خوږې
دلته په دی بیت کې غافل سړی ته په طنز وایي
خجل آن کس که رفت و کار نساخت
کوس رحلت زدند و بار نساخت
خجل هغه څوک چې ولاړ جوړ نه کړ کار
دسفر نغاره وډنګول سوه وتړلی نه دی بار
یا
خواب نوشين بامداد رحيل
بازدارد پياده را زسبيل
خوږ خوب د سفر د سهرګه
خنډ ګرځي د لاری د پياده
نور بیا