له محاسنو د اسلام څخه
محترمو مسلمانانو ! يوازي او تنها د اسلام مقدس دين دئ چي د هري رشتې او پيوند خيال يې ساتلئ دئ او هم له دې لاري يې ټول انسانان په يوه وندَر سره تړلي دي .
يوازي اسلا دئ چي دا درته وايي : دغه دي پلار او مور دي،دونه حقوق پر تا باندي لري ، او دغه دي ځوۍ او لور دي چي فلان او فلان حق پر تا باندي لري ، دغه دي قريب دئ پر تا باندي حقوق لري ، داميړه او ښځه دي يو پر بل باندي د حقوقو خاوندان دي ، او کوم څوک چي ستا همسايه او ګاونډي وي نو هغه پر تاباندي حق لري ، ملګرئ پر تاباندي حق لري ، استاذ ، شاګرد پر تا باندي حق لري .
مطلب دا چي د هر چا حقوق تنها په اسلام کښي محفوظ دي .
لکه چي ځما يو شهر دئ :
ټول حقوق د هر سړي محفوظ دي په دې دين کښي
واړه انسانان وروره محظوظ دي په دې ديـن کښي .
پرته له اسلامه په نورو مذهبوکښي داشيان هيڅ وجود نلري ، او که يې ولري نو هغه په غلط ، فاسد او په غير معقول ډول دئ .
اسلام د مور او پلار په باره کښي په دې ډول درس او تعليم و خلګو ته ورکوي :
الله ( جل جلاله ) فرمايلي دي :
و قَضی ربُّکَ الا تَعْبُدوا الا إياه و بِالوالدينِ إحساناً .
يعني : او قطعي حکم او أمر کړئ دئ رَب ستا ، يعني اې رسوله ! و خلګو ته په دې سره چي مکوۍ عبادت او بندګي د هيچا ماسوا له ده ( يعني ماسوی له الله ) او په دې سره يې امر کړئ دئ چي نيکي کوۍ له مور او پلار سره نيکي کول .
همدارنګه الله پاک فرمايي :
إما يَبلُغَنّ عِندکَ الکِبَرُ أحدُهما او کِلاهما فلا تَقُل لهما أفٍ ولا تَنْهَر هما و قُل لهما قولاً کريماً و اخْفِض لهما جناحَ الذلِ مِنَ الرحمةِ و قل ربِ ارحمهما کما رَبّياني صَغيراً .
يعني : که چيري ورسيدئ خامخا په نزد ستا و بوډاتوب ، کمزورۍ او کلان سالۍ ته يو له دوۍ دواړو ( يعني له مور اوپلار ستا څخه ) نو مه وايه دوۍ دواړو لره کلمه د – أف – ( يعني کله چي دوۍ کلان ساله سي او په صورت او په سيرت کښي او په عقل او په دماغ کښي يې ضعف او کمزوري پيداسي او د بدن ټولي قواوي يې د سخت إنحطاط په حال کښي سي ، او په دې سبب ګذاره کول هم ډيره ورسره تکليفي سي حتی ته ودې ته مجبور سي چي د دوۍ بولي او قضاءحاجت ورپاکوې او ورڅخه ليري کوې يې نو پام کوه چي په دغه وخت کښي تندئ ورته تريو نه کړې او داسي لفظ دي له خولې څخه خارج نسي چي هغه پردې باندي دلالت کوي چي ګويا د دوۍ له خدمت څخه ته خَسته سوئ يې ، او يا د دوۍ د خسته ګۍ سبب ګرځي ، ځکه داهغه مور او پلار ستا دي چي د کوچنيوالي په وخت کښي بې هره ورځ په ډير شفقت او په ډيره مينه او محبت سره او په جار او قربان سره په وارو وارو ستا بَولي او ګَنګي درپاکول او يو ادنی دلتنګي بې ستا په پالنه کښي نه کوله ) او زجر مه ورکوه ودوۍ دواړو ته ( يعني ډير خيال کوه چي يوه سخته خبره دي و دوۍ ته له خولې څخه خارجه نسي ) او وايه ودوۍ دواړو ته خبره عزتمنه ، نرمه ، نيکه او ښائسته او هميشه کښته کوه دوۍ لره وزر او بغل د عاجزۍ له وجي د رحمت او مهربانۍ پر دوۍ باندي ( يعني هميشه د دوۍ په حضور کښي ذليل ، عاجزه او مهرباني کونکئ پر دوۍ باندي اوسه ، او نه يواځي دا چي د دوۍ په ژوند کښي به له دوۍ سره د ځوۍ والي او دلوروالي علاقه پالې او ښه به ورسره کوې بلکي ــ او وايه چي اې ربه ځما ! رحمت او مهرباني وکړه پر دوۍ دواړو باندي لکه څرنګه چي دوۍ دواړو ځما تربيه او پالنه کړې ده ، په داسي حال کښي چي زه کوچنئ وم .
يعني کله چي دوۍ دواړه مړه سي نو بيا د دوۍ دواړو پر تا باندي داحق دئ چي دُعاوي به ورته کوې .
فقيه أبوالليث سمرقندي ( رحمه الله ) په تنبيه الغافلين کښي ذکر کړيدي له بعض تابعينو څخه چي : هر څوک چي پنځه واره په شب اوروز کښي و مور او پلار ته ، یعني د دوۍ له مرګ څخه وروسته دُعا کوي ، نو په تحقيق سره يې حق د مور او پلار ور ادا کړ .
همدارنګه فقيه أبوالليث سمرقندي ( رحمه الله ) په تنبيه الغافلين کښي ذکر کړيدي:
چي داسي ويل کيږي چي مور او پلار پر خپل اولاد باندي لس –۱۰ – حقه لري :
اول – دادئ چي که و خوراکي شي ته محتاج سول نو خورک به ورکوي .
دوهم – دا که وجامې ته محتاج شول جامه به ورکوي .
دريم – دا چي که هر يو ددوۍ دواړو دده وخدمت ته محتاج سول نو دَی بې خدمت کوي .
څلرم – دا چي که يې هر وخت دَی و خپل حضور ته وروغوښتئ نو فوراً به ورحاضريږي .
پنځم – دا چي په هر کار چي وده ته أمر وکړي په دې شرط چي له شريعت څخه مخالف نه وي نو دَی بې اطاعت کوي .
شپږم – دا چي کله دَی له دوۍ سره خبره کوي نو په ډیره نرمي به ورسره ږغيږي .
اوم – دا چي مور او پلار به په نامه سره نه بولي .
اتم – داچي په رفتار کښي به د دوۍ تر شا ځي .
نهم – داچي خوښوي به د دوۍ لپاره هغه شئ چي خوښوي يې دَی د خپل ځان لپاره ، او بد به بولي ددوۍ لپاره هغه شئ چي بد يې بولي دَی د خپل ځان لپاره .
لسم – دا چي هر وخت چي د خپل ځان لپاره دُعا کوي نو د دوۍ لپاره به هم د بخښني او د مغفرت دُعا کوي .
همدارنګه د اسلام پيغمبر ( صلی الله عليه سلم ) هغه وخت چي د علقمه ( رضي الله تعالی عنه ) د مرګ په وخت کي حالت د ځکندن ډير سخت سو او د شهادت له کلمې څخه يې ژبه بنده سوه (په سبب ددې چي دده مور له ده څخه ناراضه وه ، او بيا د اسلام د پيغمبر په طفيل اخير دده مور وده ته بخښه وکړه او دده ژبه د شهادت د کلمې په ويلو سره خلاصه سوه ) ومهاجرينو او أنصارو ته داسي وفرمايل :
يا معشر المهاجرينَ و الأنصار مَنْ فَضلَ زوجتَه علی أمِه فعليه لعنة اللهِ و لا يُقبَلُ منه صرفٌ و لا عدلٌ .
يعني : اې ټولۍ ! د مهاجرينو او أنصارو هر چا که بهتري ورکړه و خپلي ښځي ته پر مور دده باندي نو وي دي پر ده باندي لعنت د الله تعالی او نه قبليږي له ده څخه ( يعني ددغه بد عمل په وجه د خدائ په دربار کښي ) فرضي عبادتونه او نفلي عبادتونه . ( تنبيه الغافلين ) .
همدارنګه په يوه روايت کي د صحيح مُسلم راغلي دي چي يو سړئ و نبي ( صلی الله عليه سلم ) ته راغئ اجازه يې ورڅخه غوښته په باره کښي د جهاد او غزا کولو نو ده مبارک ورته وفرمايل چي ايا مور او پلار ستا ژوندي دي ؟
ده ورته وويل چي هو !
نو د اسلام پيغمبر دَی له جهاد څخه منعه کړ او ورته وې فرمايل چي د دوۍ په خدمت کښي جهاد وکړه .
يعني ستا لپاره جهاد دا دئ چي د خپل مور او پلا خدمت وکړې .
همدا د اسام حکم دئ چي په هغه وخت کښي چي جهاد فرض عين نه وي ګرځيدلئ نو د ځوۍ تلل و جهاد ته د مور او پلار بې اجازې حرام دئ .
همدارنګه په يوه حديث کښی چي ابوداؤد يې روايت کړئ دئ راغلي دي :
چي يو سړئ و رسول ( صلی الله عليه سلم ) ته راغئ او ورته وې ويل چي راغلئ يم زه ددې لپاره چي بيعت وکړم له تاسره پر هجرت کولو باندي په داسي حال کښي چي پريښوول ما مور او پلار خپل په داسي حالت کښي چي دواړه ژاړي .
نو د اسلام پيغمبر ( صلی الله عليه سلم ) ورته وفرمايل : بيرته ولاړ سه و دوۍ دواړو ته بيا وخندوه دوۍ دواړه په هغه ډول چي ژړولي دي دي