د افغانستان د كركيټ ملي لوبډله د جنوبي افريقا په سياليو كي نن د دوهم پړاو په لومړۍ لوبه كي د آيرلنډ له هيواد سره لوبه كوي.
دغه مسابقې د ۲۰۱۱ كال نړيوالو سياليو ته د وتلو په موخه كېږي، چي د اوسنيو اتو لوبډلو څخه به يې څلور لاره ورته پيدا كړي.
د كركيټ نړيوال څارونكي د افغان لوبغاړو استعداد ته ګوته په غاښ دي، چي وايي په ډېر لنډ وخت كي يې خورا اوږد واټن وهلى دئ.
افغانستان د اوسنيو مسابقو په لومړي پړاو كي له پنځو څخه دوې لوبي وګټلې، چي دوهم پړاو ته يې لاره په وموندله.
افغانستان ته ښايي چي له اوسنيو څلورو څخه درې لوبي هرو مرو وګټي.
افغان لوبډله وايي د تېري اونۍ له تېروتنو څخه يې عبرت اخيستئ او انشاءالله اميد لري چي وبه يې ګټي.
د بي بي سي خبريال ايمل پسرلى چي په جوهانزبرګ كي له افغان لوبډلي سره ملګرى دئ، د كركيټ د نړيوالو څارونكو په حواله وايي چي د افغان لوبدلي تر ټولو غټه نيمګړتيا د هغوى سره د كافي تجربې نستوالى دئ، په داسي حال كي چي د هالنډ لوبډله له ۱۹۸۷ كال راهيسي په نړيوالو لوبو كي ګډون كوي. او همدا راز د كنينا لوبډله په ۲۰۰۳ كال د نړيوالو سياليو سيمي فاينل ته وتلې وه.
دلروبرکارکونکوته له هرڅه نه مخکی سلامونه وایم وروسته څرنګه چي دافغانستان دكركيټ ملي لوبډلي نن ورځ له ايرلنډسره لوبه شروع كيدونكي ده زما په نظر :
بايد چي په دي لوبه كي احمدشاه چي يوکيڼ لاسى ورو بالر دى په دي لوبه كي ځاي وركړل شي ځكه چي ايرلنډله وروبالرانو څخه دباوؤ كيږي اوله تيزوبالرانوسره تيزه لوبه كوي نوزه هيله مند يم چي په افغان لوبډله كي دابدلون راوستل شي .
سلامونه اونيکې هيلې دلراوبرکارکوونکواومينه والوته وړاندې کوم .دافغانستان دکرکټ ملي ټيم ته يووړانديز:
ملي ټيم چې کله لوبه شروع کوي نو يوڅوشيبې وړاندې دې په خپلوکې بايدهمغږي وکړي ترڅودمسابقې په بهيرکې ددوي مورال ډيرقوي وي اولوبه په ښه شان پيل کړي.
نوپه اخره کې له خدايه (ج) ورته دبرياغوښتونکى يم تل دي وي افغانستان تل دې وي دافغانستان نوم اوتل دې وي دافغانستان اتلان .
زه په خپل نوبت دوروڼو خبرې تاییدوم او باید ووایم چې دیوې لوبې په ګټه او بیلاد کې دلوبغاړو رواني حالت ډیر مهم رول لري.دافغان لوبډلې دبریاو په هیله
سادات له ناروی څخه