ډیره د تاسف او افسوس خبره ده چې نن لا په ویب پاڼو کې هم جنګونه کیږی او پّه مړو او ژوندیو پسې بدې او سپکې ویل کیږي. نړی چیرته روانه ده، خلک څه کوي او مونږ تاسې افغان څه کوو او په څه مصروف یوو. د سقاو له ځوی سره مو څه راخیسته ده، څوک وو او څه یې وکړه ټولو ته مالومه ده، د الله (ج) په دربار کې به خپل ځواب پخپله وایي، که دعا ورته کوی یو ښه او که یی نه ورته کوی بل ښه. بله خبره دا چی نن د جګړو او شخړو وخت نه ده، ډیر حساس حالات دې، مونږ او تاسې باید هفه بیلابیل تبعیضونه چې نن د دې شخړو او بد بختیو اصلی لاملونه دې له یاده وباسو او هیڅ اهمیت ورته ورنه کړو، بس ده چې نن ټوله نړی په تیره بیا ګاونډیان راپورې خاندي او زمونږ له دی تفرقې او منفي پاینټونو څخه ناوړه ګټه پورته کوي. نور به نو ډیر د شرم ځاې وي چې په یو کور او یو ملت کې بیا د ژبې، سیمې او نژاد لپاره خپلې ګرانې مور (افغانستان) سره جفا وکړو.. وخت د دې دي چی مونږ افغانان باید لاس سره یو کړو او د راتلونکی لپاره د یو نظام او واقعي حکومت د جوړیدو په تکل کې واوسو تر څو هغه بد حالات او ناندری چې په تیرو لسیزو او د تاریخ په اوږدو کې شوې وې بیا تکرار نه شي او بیچاره او بې وزله ملت بیا په دې او په هغه ونه ځوریږي.
زمونږ د افغانانو په تیره بیا د پښتنو دا یو ډیر لوي مشکل ده چې خپله کامیابی د نورو په ناکامی کی وینو او همیشه دې ته ناست یوو چې په دې او په هغه پسې خبرې او تبصري وکړو او د دې لپاره چې ځان سوچه او پاک وښیو د نور غیبت او سپکاوی وکړو، ولې د عمل په میدان کې هیڅ نه شو کولای، هر څه راڅخه پاتې دي.
همدا بې ځایه او بې بنیاده تبعیضونه او کیني دي چی نن مونږ افغانان پخپل منځ کې سره لاس په ګریوان یو او یو بل ته په کمین کې ناست یوو، پښتانه څوک دي؟ تاجکان څوک دي؟ هزاره ګان څوک دي؟ ټول افغانان دي او د همدي خاورې بچیان دي، دا به ډیره له امکان نه لرې او بعیده خبره وي چې که ووایو پښتانه ددې خاورې ندي، تاجکان افغانان ندي او یا هم هزاره ګان په حکومت کې حق نلري او… نو ولی خپل وخت په هسې تشو خبرو تیروو، دا چې هر قوم څه کړي او په تیرو لسیزو کې یی څه وکړل، هر افغان ته مالومه ده حتی زمونږ او تاسی ماشومان هم په دې پویږي. دا هم نه شو ویلای چې پښتنو ظلم نده کړی او سوچه خلک دي او یا تاجکانو ښه خدمت کړی او د جرمونو ریکارد نلري او یا هم هزاره ګانو او یا نور وړو قومونو په بدبختیو او جنګونو کې لاس نه درلوده او داسی نور…
د افغانستان د مشکلاتو د حل لاره دا نده چې هر څوک په یوه حزب او یوی ډلې پوره ځان وتړي او هماغه حزب یا ډله لکه ملایکې پاک وګني او نورو حزبونه ته د توهین په سترګه وګوري. دا ښه خبره ده چې ښه ته ښه وویل شي او بد ته بد، ولی انتقادونه او نیوکې هم خپل اصول لري، که چیرې مونږ پدې بحثونو خپل وخت تیر کړو او یو بل ته سپکې او بدې ووایو، نو واضح خبره ده چې اصلي هدف به راڅخه پاتې وي او د ټولټاکنو دا ښه چانس به هسې خوشې د لاسه ورکړو او یو ځل بیا به نړیوالو او ګاونډیانو ته په طمعه ناست یوو چې زمونږ کور را جوړ کړي او عزت مو وساتي. نو زه له ټولو درنو ملګرو څخه په کلکه غوښتنه کوم چې د خدای په خاطر نور د تبعیضونو ته لمن نه وهي او هفه اور چې مخ په سړیدو ده بیا د نه تازه کوي او ګران افغانستان د ّپه پښتو، فارسي، شمالي، جنوبي او داسې نورو بې ارزښته کلماتو او ګروپونو نه ویشي.
سلامونه
ښاغلي پوهيالي اسدالله حامد صاحب :
ډيري ښي خبري اووړانديزونه دي كړي دي چې دهرچا دپاملرني وړدي ، او دستاني سره مخامخ
كيژي ، موږ ځانځاني دي درپه دره حالت ته راورسولو
اوس چې موږ دخپل سرنويشت دټاكلولپاره يو ځه اميد پيداكړيد ي نو پوره كټه بايد ترينه
واخلو
پښتانه چيرته پاته دي كوم پښتانه ياده وي ،ايا تاسو دپښتنو سمه ځيړنه اوي مهال
كړيده چې په څو ډولونودي ،
كه داكار وكړي نو ډير لوي خدمت به مووي ،
هيچا تاجكان له وطنه نه د ي شړلي او نه يې هزارووته بد كتلي دي ،
تاسو فكر وكړي كه پښتانه ددوي په شان لږواي اودوي دپښتنو په شان ډير واي ځه بي پر
كړي واي
خو پښتنو تراوسه ورته دزوي او ورورپه سترګه كتلي دي .
تاريخ كي داسي ځاي نشته چې دوي ته يې په كمه سترګه كتلي وي .دوي بايد داحسان او
مردي ومني .
خبره داوس شو ه . تاسو ته ايا نه ده معلومه چې پښتنو سره په دولت او له هغه دبآندي
دميري او بني رويه كيږي ؟
دوي ته په سپكه سترګه كتل كيږي ، تاسو ولي دوي ته نه واياست چې دپښتنو له وژولو
اوشړلو ځوورلواو تهديدوولو لاس واخلي ،
له پښتنو سره ځه نه و چې ونه شول او نه كيږي ،
تاسو خبريا ست چې همدا اوس رباني له پاكستان اي ايس ايي سره دايران په مرسته دپښتنو
پرخلاف په ټوولو سازشونو كي لاس لري ، پنجاپيان يې له هغي خواوهي اوادانورخرځ شوي
يي له دي خوا دامريكانانو په بمونواوځه وي ، دابي ننګه پلور شوي پښتانه هم ورته
ګوري او ناست چې تراوسه يي ونه شوالي كولاي چې بهرنيانوته قناعت وركړي چې پښتانه
ټول القايده او طالبان نه دي .
داپرو ن په خوست كي ديوي كورني غړي بمبارد شول دا چا وكړل ته به وواي دا امريكا
يانو ولي زه په ډاډ درته وايم دا پلورل شويو سقاويانو كړي دي او كويي ،
سقا ويان ياديږي خو ټول تا جكان نه ياديږي
تاجكان ميړني خلك دي هيواد اوملي وحدت غواړي خو دادسقاويانو بقاياوي دروس او ايران
مزدوران دي مسايلوته لمن وهي چي په نامقدس اتحاد كي پلورل شويو پښتنو هم غاړه ورته
ايښي ده ، ګرانو هيوادوالو
په دي اساسو وختو كي له عقل او شعورنه كارو اخلي داسي كانديدته رايه وركړي چې هغه
ملي افغاني ميړني اوتوريالي پركړنده دريځ اوسيا ست ولري نه معامل ګر او مصلحتكاره
چې دقدرت لپار ه هرځۀ ته تيار دي لكه اوسني اداره چې هرځه ي دقدرت دساتني او
دسقاويانو دګټوقربان كړل
Pohyalay Sahib, staso likena me wel westa, kho mazmun bel kul pake na kkhakari, che staso matlab sta day. Har tsa che wayea no kha bu da wee che matlab mu yaw tsa wazeh kandai. Dera mannana
محترم پوهیالی صاحب سلامونه مې ومنه:
ستا خبرې ډیرې په زړه پورې دی، ډیرې خوږې دی او هم ډیرې سولې خوښوونکې دی، خو زه به
درته دیو څو سایټونو ادرسونه درکړم ، مهربانی وکړه لومړی هغه وګوره، بیا نو داوایه
چې په خاصه توګه پښتانه خپله کامیابی دبل په ناکامۍ کې ویني، هغه دادیک
http://www.tajikmedia.com
http://www.khawaran.com
http://www.kabulpress.com
دایې یوازې یو څو نمونې دي، که ټولې درته ولیکم نو بیا به یې کتل درنه پاتې شی، تا
بالکل رښتیا ویلی چې تعصب ښه کارندی، په یو او بل پسې باید بد رد ونه لیکل شی…
مګر چې بل دې دافغانستان نوم لانشی زغملی، دافغان کلمه ورته ښه نه ښکاری، هغوی خو
وایي پشتو زبان است یاسنګ آسماني؟خو موږ ددې په خاطر چې ماته متعصب او فاشست ونه
ویل شی ورته چوپه خوله ناست یو ، زه نه پو هیږم چې تا کله د پدرام، حفیظ منصور،
ډاکتر مهدی، لطیف کریمی… کومه مرکه اوریدلې ده یادې ددوی کومه لیکنه لیدلې ده که
نه او که یې غواړې چې زه یې درواستوم، هغوی دې دملک نوم لانه مني او ته راته دتعصب
نصیحتونه کوې ، هغوی دې پاکستانی بولي ،په ډاګه دې په ژبه، کلتور ، قوم او ملت
باندې ملنډې وهي ، کله دې هم دطلوع تلویزیون دګفتمان خپرونه دچارشنبې په شپه کتلې
ده که نه، داټولې یوازې یو څو نمونې دی چې زه یې درته لیکم.
مهربانی وکړه د(یغمای دوم منګلی ) په نوم کتاب پیداکړه او بیا یې ښه په غور سره
ولوله، بیا به درته معلوم شی چې څوک خپله کامیابی دنورو په ناکامۍ کې ګوري، هغوی خو
وایي چې ترڅو پورې دوې کلیمې لکه(زی ) او (خیل) له دې ملک څخه ورکې نه شی ، ددې ملک
مشکل نه حل کیږی ،نورنو ته پخپله فکر وکړه چې زی او خیل څوک دی.
هیله ده چې خفه نه شې
مننه
د عربي هيوادو د اتحاديې په وروستی غونډه کي چي د سعودي عربستان
د پاچا په ګډون ډېرو عربي کټه سرو ګډون پکښې کړی وو د ليبيا جمهور رئيس معمر قذافي
هم برخه درلوده. د غونډي په بهير کي هغه د عربستان پاچا ملک عبد الله ته مخ را
واړاوه او ورته و يې ويل چي :
دا همدا ته د انګليس نوکر يې!
په غونډه کي هياهو ولګېد او را وروسته قذافی غونډه پرېښوده او ووت .
آيا په رشتيا په اسلام کي وهابيت د انګرېزانو لخوا يو جوړ شوی شېطاني دين دی ؟
ايا د سعوديانو منفوره کورنۍ د يوه سره د انګرېزانو مزدوره او د هغوی د ګټو
ساتندويه يوه دعلي بابا او څلوېښتو غلو غوندي يوه د غلو ډله ده ؟
آيا داسلام په مقدس ځای مکه شريفه کي د امريکايانو د پوځي اډې شتون و ټولو
مسلمانانو، حنيفي او شافعي مذهبه کسانو ته د شرم خبره نده ؟
تاسو څه خېل وهابي مسلمانان ياست چي خپل دين ، خپل هيواد او د مسلمانانو مقدسات او
د هغوی ننګ او غيرت په انګرېزانو او امريکايانو ساتی ؟
آيا زموږ په هيواد او دپولي ها خوا سيمو کي جګړه د رحمن بابا د زيارت پر شتون او يا
نه شتون باندي ده او که دا د امريکايانو او انګرېزانو د ګټو جګړه ده او د هغوی موخي
پر مخ بيايي ؟
ايا دغه د ډيوبندي او دشيطان رجيم جنرال ضيا الحق د مدرسو فارغين د يوه سره د
انګرېزانو لښکر نه دي او د هغوی په ډېکټو او د هغوی په پيسو ځان نه الوزوي او اسلام
او مسلمانانو ته لانجې نه جوړوي ن ؟
او داسي ډېر نور څه چي واقعي مسلمانان، افغانان او پښتانه بايد د هر څه په خاطر ډير
څه ورباندي وليکي او دغه شيطاني هڅي رسوا کړي ؟ دلته د ايمان، وطنپالني او ډالرو تر
مينځ جګړه روانه ده . تاسو او وطني احساس مو!
په درناوي
!!! Awal Qowat sha !!! bia Jawat sha
Pam kawoy !!! Awal Qowat sha !!! bia Jawat sha