كله نا كله د بې پولې خبريانو د ټولنې ځينې برېښناليكونه راځي چې پر خبريالانو، راډيوګانو، ټلويزيونونو او نورو خبري او مطبوعاتي ادارو باندې بريدونه په كې په ترخو الفاظو غندل شوې وي.
زما ورپام دى، دې ټولنې هېڅكله هغه پېښې د نورو هغو په څېر نه دي غندلي چې لامل يې بهرنيان دي، د ساري په توګه څه موده مخكې په هلمند ولايت كې د بٌست سيمه ييزې راډيو خبريال، دلاور پردېس د بريتانوي ځواكونو په ډزو پر پښه ټپي شو، دې ټولنې ته ما په خپله ټول جزئيات ورولېږل، خو دوى نه يوازې د دې پېښې غندنه او يادونه ونه كړه بلكې، د چا خبره ځان يې هم ونه ګراوه.
تېره اوونۍ په خوست ولايت كې د يوه بل خبريال امير بهير پر موټر بهرنيانو ډزې وكړې، د اكا زوى يې وروواژه او دى په خپله ټپي كړ، بيا هم د دې ټولنې له خوا په دې اړه هېڅ كومه يادونه ونه شوه. تل د پېښو او چاودنو پر مهال بهرنيان د خبريالانو د كار مخه نيسي او دې ټولنې ته په لسګونو ځله شكايتونه شوي چې دا موضوع هم راوسپړي، خو دوى هېڅ هم نه دي كړي.
د بې پولې خبريالانو دا ټولنه هم لكه چې د بهرنيانو ګټې محترمې ګڼي او د بهرنيانو نيمګړتياوې نه راسپړي، يوازې په افغان دولت او وسلوالو طالبانو پسې له غندنې، انتقاد او ګيلو ډكې ليكنې او تبصرې خپروي.
د دې ټولنې پر خپلواكۍ او ازادۍ راته شك پيدا شو او داسې ښكاري چې يوازې يو خاص جهت په نښه كوي، حال دا چې خبريالان او خبري رسنۍ يوازې له طالبانو او دولت سره مشكل نه لري، په همدې اندازه زيات مشكلات ورته بهرنيو ځواكونو پيدا كړي، چې د افغانستان اساسي قانون او نورو قوانينوته درناوى نه ساتي او د خبريالانو مصئونيت ته يې هم ګواښ پېښ كړى دى.
سلامونه، زه فكر كوم افغانستان يو اشغل شوى هېواد دى چې ارزښتونه يې د همدې بهرنيانو له خوا لاندې شوي او ټول د يوه خره غوږونه دي، كه ملګري ملتونه دي، كه د بشر حقونو كميسيون او نورې ادارې دي، په حقيقت كې يوې هم د حقيقت سپړلو او خپرولو كوښښ نه كړى.
په هغه ځاى كې چې د بهرنيانو ګټې زيانمنېږي دوى چوپه خوله دي.