په ډیرې خواشيني سره مو دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر دیوې بنسټ ایښودونکې او فعالې غړې تکړه لیکوالې او شاعرې آغلې توبا ندا ساپۍ د ارواښاد پلار د وفات دردونکی خبر ترلاسه کړ .
انا لله و انا اليه راجعون
ارواښاد په وطن مين او يو سپېڅلی شخصيت و ،چې د عمر ډېره برخه يې وطن او خلکو ته په خدمت کې تېر ه کړې وه .او افغاني ټولنې او افغاني فرهنګ ته یې د آغلې ندا په څیر وطنپاله ، خواخوږې او د لوړ پښتني احساس خاونده لیکواله وړاندې کړې وه .
دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر مشرتابه هيئت او ټول غړي د ارواښاد مړينه يوه لويه ضايعه ګڼي او د خپلې ورې خواخوږي مراتب د دوي درنـــي کــورنۍ او ټــــول افغان ولس ته وړاندي کوي او ارواښاد ته جنت الفردوس غوښتنه کوي .
د هیواد په مرکز او ولایتونو کې دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر ټول غړي له قدرمنې خور ندا ساپۍ سره ځانونه په دې ستر ویر کې شریک بولي او دې او درنې کورنۍ ته یې د جمیل صبر دعا کوي .
روح دي ښاد وي
میرمن کلتوري بهير
په ژوره خواشينۍ سره مو د هیواد د تکړه لیکوالې او شاعرې آغلې توبا ندا ساپۍ د
ارواښاد پلار د وفات دردونکی خبر واوریده .
انا لله و انا اليه راجعون
ارواښاد د هیواد یو دروند شخصيت و ،چې د عمر ډېره موده يې وطن او خلکو ته په خدمت
کې تېر ه کړې وه .
دعلم او ادب د خپراوي ټولنې مشرتابه هيئت او ټول غړي د ده مړينه يوه ضايعه ګڼي او د
خپلې خواخوږي مراتب دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر د مشرتابه پلاوي تکړه غړې آغلې ندا
ساپۍ او د دوي درنـــي کــورنۍ ته وړاندي کوي او ارواښاد ته جنت الفردوس غوښتنه کوي
.
اروا دې یې ښاده وي
دعلم او ادب د خپراوي ټولنې رهبري هئیت
لکه څنګه چې مو خبر تر لاسه کړ هیواد د تکړه لیکوالې او شاعرې او دمیرمن کلتوري ـ
ټولنیز بهیر د مشرتابه پلاوي تکړه غړې آغلې توبا ندا ساپۍ ارواښاد پلار له دې فاني
نړۍ څخه سترګې پټې کړې .
انا الله و انا اليه راجعون
د پکتیا ولایت دزرمت ادبي ټولنه د ارواښاد مړينه يوه ضايعه بولي . ارواښاد ته له
لوی خدای پاک څخه د فردوس جنت او کورنۍ ته يې د جميل صبر هيله کوي .
اروا دې یې ښاده وي
دزرمت د ادبي ټولنې مشرتابه پلاوی
د نړۍ اونيزې د خواخوږۍ پيغام
د نړۍ اونيزې ټول کارکوونکې د هېواد د تکړه ليکوالې او شاعرې اغلې توبا ندا ( ساپۍ ) د ارواښاد پلار د مړينې په ستر غم کې ، د هغې له درنې کورنۍ او ټولو خواخواږو سره ځان شريک بولي.
ارواښاد ته د بخښوونکي رب له ستر درباره څخه بخښنه او د کورنۍ غړو او دوستانو ته يې د زړه د صبر او زغم غوښتنه کوي.
د نړۍ اونيزې اداره
په خواشيني سره مو خبر تر لاسه کړ چې دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر درهبري هیات
دفعالې غړې نوښتګرې لیکوالې او شاعرې ګرانې خور توبا ندا ساپۍ ارواښاد پلار ، له دې
نړۍ څخه سترګې پټې کړې . انا الله و انا اليه راجعون
د غزني ولایت دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر ټولې غړې د ارواښاد مړينه وطن ته يوه
ضايعه بولي . له قدرمنې خور ندا سره ځانونه په دغه ویر کې شریک بولي ارواښاد ته له
لوی خدای (ج) څخه د فردوس جنت او کورنۍ ته يې د جميل صبر هيله کوي .
د غزني ولایت دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر
دميدان ځوانانودټولنيزې،ادبي اوکلتوري ټولنې دخواخوږۍ پيغام
په خواشينۍ سره مو دتوبانداساپۍ دپلار دمړينې دردوونکى خبراو خواشينوونکىترلاسه
کړ،چې دهېواد دتکړه ليکوالې او وتلې وياندې اغلې توبانداپۍ پلارله فاني نړۍ څخه
سترکې پټې کړې اودنيايي ژوندته يې دپاى ټکى کېښود،اودمرګي په ابدي خوب بيده شو.
انالله وانا اليه راجعون
ارواښاد تل سيمې خلکو او ټولنې ته دخدمت جوګه ګرځېدلى و او دتوبانداپه څېرزړه
سواندې او د خلکو اوټولنې په درد دردمنې لوڼې او اولادونه يې نړۍ ته په ميراث پريښي
دي.
موږ دميدان ځوانانودټولنيزې،ادبي اوکلتوري ټولنې غړي له اغلې ندا، دندا له درنې
کورنۍ اوټولو خواخوږو سره يې په دې سترغم کې ځان شريک بولو.اوارواښادته له لوی خدای
(ج) له دربارڅخه دفردوس جنت اوکورنۍ ته يې دجميل صبرهيله کوو .
ارواح يې ښاده اوياديې تل
دميدان ځوانانودټولنيزې،ادبي اوکلتوري ټولنې مشرتابه