کور / خبرتیا او پيغامونه / دغمشيریکۍ او تسليت مراتب

دغمشيریکۍ او تسليت مراتب

په ډيره خواشينۍ مي نن زړه درونکۍ خبر ترلاسه کړچي د افغانستان د ښووني او روزني يو صادق خدمتګار ،په وطن مين علمي شخصيت دکندهار دښوني او روزني رئس محمد انور خان دوطن ددښمنانو لخوا په شهادت ورسيدی انالله وانا اليه راجعون ٠


مرحوم محمد انورخان مي ايضافه تر ٣٥ کا له د یو با احساسه ،با تقوا ،لائق او نيک انسان په صفت دنژدې پيژاند ٠ زه په دي لوی غم کې ځان دشهيد محمد انور خان ددرنې کورنۍ سره شریک ګڼم او دلوی خدای له درباره ده ته فردوس جنت اوکورنۍ ته يي جميل صبر غواړم يي٠

تبصره نسته

  1. چي پیدا شوې تا ژړل نورو خندل داسي مړ شه چي ته خاند ي او خلګ
    ژاړي
    د وطن دښمنانو نن بیا د هیواد د مفارف داسمان یو ځلانده ستوری پخپلو ناولو اوتورو
    لاسو په ځمکه پریویست
    د شهید محمد انور په غم کې دده دویرجني کورنۍ او هلمندوالو تر څنګ ټول رښتني هیواد
    وال غمجن دي .

    مرحوم محمد انور د وطن سره په مینه ډک زړه او لوی ارمانونه د
    ځان سره خاوروته یوړل روح دي ښاد وي. ولي دافغان غیرتمند ملت اصیل بچان به دده
    دروښا نه لاري شمان تل روښانه وساتي زه او کورنۍ مې دګران افغا نستان په هره غمجنه
    پیښه غمجن یوو خو دهیواد دمعارف سره دښمني مو په خاص ډول رنجوې.موږ د شهد محمد انور
    کورنۍته په دي غمجن ساعت کې لوی صبر غواړو او مرحوم ته دالله «ج» په دربار کې فردوس
    جنت.
    د نورزي دکو رنۍ له خوا

  2. دخواخوږی پيغام

    په ژوره خواشینی سره مو خبر تر لاسه کړ چي دکندهار ولايت دښوونې او روزنې رييس
    ښاغلي محمد انورخان په دهيوادکي دسولي اوارامی دپېژندسوو دښمنانواوپه بهرکي دروزل
    سوودځانمرگی بريدله امله دشهادت جام په پورته کولوسره ابدي نړۍ ته وکوچيد . اناالله
    و انا اليه راجعون
    په ډير تاصف بايد څرگنده کړوچي زموږ دولس ددښمنانويوازنۍ موخه زموږپه هيوادکي دعلم
    اومعرفت دروازې تړل اودپوهوکسانوپه شهادت رسول دي . له بدمرغه دپردوپه لمسون هره
    ورځ زموږ بېگناه هيوادوال خپل خوږ ژوند دلاسه ورکوي اوتورسری ئي دغم پرکمبله په
    سرواوښکو ناستي وي .
    ارواښاد محمدانورخان ديوافغان په توگه په خپل ټول ژوندکښي دافغان ولس دښېرازی
    اوبسیا ينې لپاره دخپل توان اواستعدادله مخې زيار ايستلی اوپه پاکولاسويې ټولي
    ورسپارل شوي دندي سرته رسولي دې.
    دغه لوړعلمي شخصيت دهيوادپدې جنگ ځپلې سيمه کښي دخپلو امکاناتوله مخې دمعارف
    دپراختيا او پياوړتيالپاره زيار ايستلی دی .
    موږ پدې ټينگ باورلروچي ددغسي علمي څېرود ملي اوفرهنگې چوپړ يادبه دتل لپاره ددغې
    سيمې دافغانا نوپه زړونوکښي ديوې نه هيريدونکی خاطرې په توگه پاته وي .
    په سويډن کي دروزگان ملي مهالنۍ خپرونې اداره پداسي حال کښي چي دارواښادمحمدانورخان
    شهادت دهيوادوالو لپاره لويه ضايع بولي،ځانونه د ارواښادشهيد محمدانورخان دکورنۍ د
    ټولوغړو،علاقمندانو، ملگرواو دوستانو سره پدغه ستر غم کې شريک بولي .
    دلوي خداي ((ج)) له دربار نه دمرحوم دويرجنې کورنۍ ټولوغړواودوستانوته دصبر اوحوصلې
    غوښتنه کوو . روح دې ښاد اوياد دې ابدي وي .
    په سويډن کي روزگان مهالنۍ ملي خپرونې ادارې
    دمشرتابه په استازيتوب حبيب اله غمخور

  3. د کندهار د غمګینې پیښې شهیدانو ته په عام ډول او د ښونې او روزنی ریس شهید محمد انور خان ته په خاص ډول دلوۍ څښتن تعا لی نه د جنت فردوس خواست کوم او ددوۍ کورنیو ته صبر جمیل غواړم .
    ح. حکمت سویډن