کور / خبرتیا او پيغامونه / کرکټ : افغانستان له ډنمارک نه لوبه وګټله.

کرکټ : افغانستان له ډنمارک نه لوبه وګټله.

افغانستان ډنمارک ته په پنځو ویکټو ماتې ورکړه او خپله لومړنۍ لوبه یې وګټله، د افغانستان ترټولو ښه لوبه کریم خان صادق وکړه په بالینګ کې څلور لوبغاړي د ډنمارک سوځولي وو او دا ډول یې په ۳۹ منډې په بېټېنګ کې وکړې. دا ډول د شهزاد خان منډې هم زیاتې باارزښته وې، شهزاد خان ۵۵ منډې وکړې او و هم نه سوځېد، له پسې د محمد نبي عیسی خېل لوبه د ستاېنې وه، محمد نبي عیسی خېل ۴۷ منډې وکړې او ریس احمدزي ۱۳ ناسوځېدلی پاتې شو.

افغانستان خپله بله دوهمه لوبه سبا ته له برموډا سره کوي. برموډا خپله نننۍ لوبه متحده عربي اماراتو ته وبایله، دا ډول هالنډ کینیا ته ماتې ورکړه، ایرلینډ سکاټلینډ ته ماتې ورکړه، کاناډا عمان ته ماتې ورکړه او یوګانډا بیا له نمیبیا لوبه وګټله. افغانستان په ۳۶ بالونو ۱۶ منډو ته اړتیا لري. شهزاد خان لومړې شپږه ووهله، افغانستان اوس ۱۸۸ منډې لري، شهزاد خان ۴۹ منډې کړي او ریس احمدزی یوازی ۲ منډې لري.

شهزاد خان ۴۲ منډې کړي او ریس احمدزي یوه منډه کړې. افغانستان په ۴۸ بالونو ۲۶ منډو ته اړتیا لري. د محمد نبي او شهزاد خان ترمنځ ۷۸ منډې ګډې وشوې چې دا زیاتې موثرې وی او مهمې هم وې اوس پاتو لوبغاړو ته پکار ده چې لوبه په خپل کنټرول کې وساتي. شهزاد خان دوه څلورې ووهلې دا ډول ریس احمدزی مېدان ته راوتی. نبي عیسی خیل وسوځېد هغه ۴۷ منډی کړي، خو شهزاد خان لا ولاړ دی. نبي عیسی خېل ۴۷ منډې او شهزاد خان ۳۰ منډې لري.

 افغانستان اوس ۶۵ بالونو ۳۹ منډو ته اړتیا لري. افغانستان اوس په ۷۲ بالونو ۴۳ منډو ته اړتیا لري، شهزاد خان او محمد نبي عیسی خېل ولاړ دي. نبي ۴۴ منډې او شهزاد ۲۹ منډې لري. افغانستان ۱۵۷ منډې لري، شهزاد خان څلوره ووهله، اوس افغانستان ۱۵۵ منډې لري، ۴ سوځېدلي، شهزاد خان ۲۰ منډې وکړې. محمد نبي ښه روان دی، هغه ۴۲ منډې کړي. شهزاد ۱۹ منډې لري. محمد نبي بله څلوره ووهله، هغه اوس ۴۱ منډې لري، افغانستان ۱۴۷ منډې لري او شهزاد خان هم لا ولاړ دی.

شهزاد یوه منډه بله واخیسته هغه ۱۸ منډې، نبي ۳۴ منډې لري. محمد نبي ښه روان دی هغه هغه ۳۳ منډې کړي شهزاد خان هم ولاړ دی هغه ۱۷ منډې کړي. شفیق الله ۶ منډې، نورعلي ۱، کریم صادق ۳۹ او نوروز منګل ۱۳ منډې کړي او سوځېدلي. دا اوس د افغانستان او ډنمارک لوبه روانه ده، افغانستان ۱۲۷ منډې کړي، ۴ سوځېدلي، شهزاد خان او محمد نبي عیسی خېل ولاړ دي. په سويلي افريقا کې د کرکټ په روانو سياليو کې د ډنمارک کرکټ لوبدلې افغان کرکټ لوبډلې ته په ټاکلو پنځوس اورونو کې ۲۰۵ منډې هدف وټاکه.

په لومړي سر کې ډنمارک افغان لوبډلې ته لوبه سخته کړې وه خو افغان سپین بالران وتوانېدل او په ځانګړې توګه کريم صادق وتوانېد چې لوبه کابو کړي. افغان بالرانو ډنمارکي لوبغاړو ته شاوخوا ۲۰ وړيا منډې ورکړې. اوس دمه ده او له دې وروسته به افغان لوبغاړي خپل بيتينګ پيلیوي.

تبصره نسته

  1. congratulation to all larawbar afghans this is our brave cricket national team we proud of him…. inshaallah we well oneday destroy ISI too…..

  2. سلامونه می ومنی ټولوافغانانواو د لراوبرکارکونکوته موبارکی وایم د کرکټ د بریالیتوب ژوندې دی وی افغان قوم

  3. ټولو افغانانو ته مبارکی وایو

  4. دزره له کومی مبارکی وا یم په خاصه تو گه دا فغا نستا ن دکرکت تیم ته او په مجمو ع کی تو لو افغا نا نو ته مبا رکی وایم مبا رک مو شه.
    او ا لله دی او کر چه با قی لو بی هم او گتی را زی چه تو ل لا س په دعا شو او ا مین ورته او وا یو ا مین

  5. First of all i congratulate our Heros for their great win. Pround on them that, they have beaten the demarkies. Wish them lots of sucsess

  6. د هر څه نه مخكي د كركټ ملي لوبغاړو ته د زړه له كومي مباركي وايم او د الله تعالي څخه د دوي د راتلونكو لوبو لپاره د بري دعاكوم په دي هيله چي د تيرو دورو په شان يو زلي بيا هم افغان ملي لوبډله د افغانانو سر لوړ او د اتلۍ كپ افغانستان ته راوړي.
    مننه

  7. Congratulation to All Afghans becuase we have to brave cricket national team . we proud ed .

  8. د پسرلي په وږمو كي سلامونه ومني نن بيا د خوشحالۍ ورځ ده چي په افغانانو يو ځلانده لمر وخوت او ځوانان و دي ته هڅيدلي دي چي د خپل وطن وياړي نوم د لوبو له لاري ښكلي كي مننه.

  9. زه هم د زړه له کومی دغه بریاوی خپلو ټولو هیوادوالوته وړاندی کوم او د لوی خدای له درباره څخه هیله لرم چی په نورو سیالیو کښی هم زمونږ ګران کرکیټران بریالیتوبونه لاس ته راوړی . همدارنګه له ټولو غږیزو او انځوریزو رسنیو څخه هیله لرم چی د خپل هیواد کرکیټران ونازوی او هره ورڅ دی ورباندی تبصری وکړی او همدارنګه له خلکو سره دی هم مرکی وکړی او خپری دی کړی تر څو ټولو ته معلومه شی چی زمونږ د جنګ ځپلی هیواد ورزشکاران هم ښه ځلیږی او په هر ډګر کښی بریالیتوبونه لاس ته راوړی . ټولی رسنی دی أه پاکستانه څخه زده کړی چی کله د پاکستان د کرکټ لوبه وشی نو په ژوندی بڼه خلکو ته لوبی ښیی او په بریاوو سره یی ډیره خوشحالیانی کوی او په جنسی او نغدی ډالیو باندی یی نازوی او که چیری لوبه وګټی نو تر موټرو او بنګلو پوری ورته ورکوی . پدی هیله چی زمونږ ورزشکاران هم پدغه شان ونازول شی نه په تشو خبرو . په آخره کښی له ټولو هیوادوالو څخه غوښتنه کوم چی خپل ورزشکارانو ته دعاوی وکړی تر څو نور هم وڅلیږی او خپل هیواد ته بریالیتوبونه لاس ته راوړی . په ډیر درناوی

  10. First of all, i would like to Congratulation to all Afghan brothers and sisters who are inside and out side the country, today is a very big and special day for Afghanistan that we beat such a country which has very bad image against Islam and our Prophet, Today Allah(SWT) Showed them that what is the emotion of a Muslim, further i want more success for Afghanistan Team to perform well in next matches, because it is very strong team that we can beat good teams but i request them again and again that please try to stay on the wicket to cheese the runs easily as you saw Shehzad who was staying on the wicket like lion, which show his spirit, well done Karim, Nabi and specially Shehzad. Best luck in next matches

  11. سلامونه اونیکی هیلی خوشحاله یم چی افغانان یوازی په ټوپک کی نه بلکی په نوروډګرونوکی هم پیاوړی دی اودابریاټولوافغانانوته مبارکی وایم اولوی څښتن دی زمونږپه دی ځوریدلی وطن کی سوله راولی دابریاي په سوله کی لانورډیرخوندلری اودسعیدزابلی په دی څلوریځه ئي پای ته رسوم
    -زرغوندی زرګرنه لږخواری غواړی=داوطن یوڅودکارسړی غواړی.
    -ښارموپاڼي پاڼي لکه سورګلاب= خدایه نوردسولی پسرلی غواړی.

  12. تر سلامونو او نیکو هیلو وروسته ددې ویاړمن بري له امله د نړۍ په هره برخه کې میشتو افغانانو ته مبارکي وایم ، په رښتني ډول دا بري د افغانانو هغه لوړه حوصله او عزم ښیي چې تل ورسره وي، د لوي او مهربان دربارته لاس لپه کوم او دعام کوم چې الله دي افغان کرکټ بازان او ټول افغانان د ژوند په هره برخه کي بریالي ولري، تاسي راسره امین کړﺉ

  13. د نړي ټولو افغانانو ته د هر څه نه مخكي سلامونه او نيكي هيلي او بيا د دي بري مباركي د زړه د كومي وايم په دي هيله چي تل د افغانانو په نصيب بريا وي

  14. د زړه له کومي ټولو افغانانو ته مبارکي وايم او دا زمونږ د لر او بر افغانانو دپاره دوياړ ځاي دي او راځي چي ټول افغانان لوي څښتن تعالي ته لاس په دعا شو چي دا بري هم زمونږ راپه برخه کړي

  15. سلامونه ګرانو دلر اوبر دپاني درنو كاروكونو او ټولو هيوادوالو.
    دكر كټ د اتلانو داټلو اليو او ميړاني مباره كي يو ځل بيا تاسو دكركت لوبدلي اتلانو
    او ټولو هيوادوالوته وړاندي كوم
    اتلانو اتلوالي مومبارك
    يو څل بيا تاسو ريښتينو افغانانو په اسلامي مينه افغاني جذبه او پښتني غرور سره ټول
    هيوادالو ته د سپرلينو وږمو په ګيدي ګيدي ګلونو كي خوښي ورته اروړه او ددوي پرمړاوو
    شونډوموله ټولو ستونزواو ناخواليوسره دهيلو مسكا خوره كړه
    تل اباد ښيرازه سرلوړي او اتل اوسي ،
    تاسو بريالي ياست نوروكه ميدانونه وړي له شا دډالرو او واسطو زورونه دي خوستاسو
    ترشا يوازي دمظلوم اولس په اوښكو كي دعاوي او دزړه له اخلاصه دعاوي دي .
    تاسو مړاوي زړونه دالله لپاره خوشحاله وي ،
    تاسو له هرډول دنياوي اودالري امتيازپرته خلګو او هيواد ته خدمت كو ي نو بريالي
    ياست خداى موترشاو لاړدي ،
    له هري برياوورسته دخداى دشكر داداكيدولپاره په لوړ سر او او پوره غرورسره ته خداى
    نفلونه وكړي سجده ورته وكړ ي ،دخداى دخوښي لپاره تل فكركوي ، او پره بريا دهغه
    احسان او پيرزويينه ،
    تاسو بايد نړيوالوته وښه ياست موږ هرڅه له پاكه زړه له لوي خدايه غواړو خداى يې هم
    راوكو ي،
    تاسو دريښتني افغاني مسلماني نښاني ياست
    تاسو بايد نړيوالوته خپل افغاني غروراو سرشاره پښتني له تمي پرته خويونه وروښه ياست
    .
    تاسو يوازي په ډنډه تو پ وهونكي نه ياست .
    تاسو دافغاني ټولني ريښتني پښتانه استاذي ياست .
    پښتنواله نړيوالوته وښه ياست .
    ستاسو پښتني خويونه او افغاني غرورودقدرت ليونو په ډالرو پلورلي دي اوپلوري نوتاسو
    نړيوالوته وښه ياست مو ږ دملت استاذي يو ميړانه او همت لرو، بي ډالروهم ښه سرلوړي
    ژونده دخداى په مرسته كولاي شو .
    لابرياوي درته غواړ م تل دبركت سړي شي ،
    په دره ناوي رحمتيار غز ني

  16. د زړه له کومي ټولو افغانانو ته مبارکي وايم او دا زمونږ د لر او بر افغانانو دپاره دوياړ ځاي دي او راځي چي ټول افغانان لوي څښتن تعالي ته لاس په دعا شو چي دا بري هم زمونږ راپه برخه کړي

  17. په وطن مینو افغانانو ورڼو او خوندو سلامونه او ښی چاری:
    د یوه ورزشی مسول په حیث غواړم خپل د کرکټ د ملی لوبډلی ددوهم پړاو لومړی لوبی بریا ټولو ته مبارکی ووایم خو موږ باید زموږ ملی لوبډلی ته ښه مشهوری ورکړو او دولت مو هم باید د عموم ورزشکارانو په تیره بیا ددوی ستونځو ته جدی پاملرنه وکړی