" /> " /> " /> " /> اوباما خپله نوې افغان ستراتیژي (حربي طرحه) اعلان کړله – لراوبر ویب پاڼه
کور / تازه خبرونه / اوباما خپله نوې افغان ستراتیژي (حربي طرحه) اعلان کړله video

اوباما خپله نوې افغان ستراتیژي (حربي طرحه) اعلان کړله video

د امريکا جمهور رئيس بارک اوباما پرون د جمعې په ورځ د افغانستان او سيمي په اړه خپله نوې استراتيژي (حربي پلان ) اعلان کړ چي د افغان ولسمشر له لوري يې نن په کابل کښي د يوې خبري غونډي په ترڅ کښي هرکلی او ورسره خپله همږغي اوپوره ملاتړ وښودل سو، ولسمشر کرزي زياته کړل چي د امريکا نوې استراتيژي او په سيمه کښي د افراطيانو پر وړاندي جګړه هغه څه دي چي افغان دولت يې لا د وړاندي څخه غوښتنه کړې ول چي دادئ اوس مو غوښتني ته جواب وويل سو .

اوباما۲۰۰۹ کال د خپلو سرتيرو دپاره تر ټولو خونړی کال وبلئ اوپخپله استراتيژي کښي يې افغانستان اوپاکستان د امريکاد پاره يو خطر وګنئ او د ډيورنډ پوله يې د نړۍ د خطرناکو سيمو څخه وشمېرل  چي دډيورنډ په دواړو غاړوکښي به د القاعده شبکې او د هغو د ملاتړو ماتول خپل حتمي هدف ګرځوي چي په ځپلو کښي به يې پر پاکستان خپلي مرستي او فشار لا زيات کړي .

د روان زېږديز کال د اکتوبر تر مياشتي پوري به د ۱۷ زره اضافي سرتيرواو ۴ زره روزونکو او ټرېنرانوسره د خپلو ټولو امريکايي سرتيرو شمېره تر ۶۵ زرو پوري د لوړولو تر څنګ پخپله د افغان سرتيرو شمېره تر ۴ لکو پوري زياتول هم په پام کښي نيول سوي او ښايي چي د بيا جوړوني د پروژود لا پراختيا په موخه په سوونو امريکايي ملکي مامورين هم افغانستان ته واستول سي .

اوباما د القاعده او طالبانو سره د مبارزې په وړاندي پاکستان ته د خپل نژدې ملګري په حيث تر راتلونکو ۵ کلونو پوري د کاله يو نيم بيليون (۱.۵ مليارډه) ډالره د افراطګرۍ خلاف بودجه منظوره کړې ده .


د پاکستان لومړي وزير يوسف رضا ګيلاني هم د اوباما د نوي پاليسۍ هر کلی کړئ دئ .


پرون د اوباما د استراتيژۍ د اعلان څخه څو ساعته وروسته د خيبر ايجنسۍ کښي په يو مسجد کښي د جمعې د لمانځه د اداء کولو پر وخت يو ځانمرګي بريد ترسره سو چي تر ۵۰ پوري يې مقتديان سخت ژوبل او ټپيان کړل .


 


  

تبصره نسته

  1. De Afghanistan masala po Askaro na hal kegi ka yaw Milion Khariji Askar ham Afghanistan ta Dakhel shi no de Afghan Wyar aw ghorur ba maat na kri. Gran Rahman Baba wayi :
    Che ALLAH darsara mal na wi Rahmana
    Ka Lachkare darsara wi yak tanha ye
    Po oss wakht ke bayad de Talebano aw de Islami Gwand sara khabare atare woshi che nisbi Amunyat ramanst ta shi aw bya de de Imkan ham shta che samung wijar Hewad po gada sara Jor shi. Nan po Hokumat ke dase Khayanan shta che Taleban 100 ware sharaf pe lari. Dase Khayanan zan ta Afghanistaniha wayi. Aw na ghwari che rechtuni Afghanan de Afghanistan po Bya wadanawalo ke barkha wakhli. Jang na Sola de Afghanano la para.