د افغانستان د جمهور رياست نطاق همايون حميدزاده وايي كه د جوزا له لومړۍ نېټې څخه د ولسمشر حامد كرزي د واك په اړه ستره محكمه پرېكړه ونكړي، د افغانستان حكومت به لويه جرګه راوغواړي او د اسد تر انتخاباتو پوري به د حامد كرزي د واك غزولو او استعفاء په اړه پرېكړه وكړي .
د اساسي قانون له مخي د افغان ولسمشر واك د روان كال د جوزا پر لومړۍ نېټه پاى ته رسېږي، خو دا چي انتخابات ځنډېدلي دي، د افغانستان د ولسمشر او د هغه د مخالفينو ترمنځ يې غټه ستونزه راپورته كړې ده.
حاجي مهاجر
دولسمشرویاند اعلان وکړی چی که سترمحکمه دولسمشرکرزی دقدرت په
هکله پسله جوزا فیصله ونکړی نودودیزه جرګه به راوبولی، مهمه پوښتنه داده چی داجرګه
به دودیزه وی که ډالریزه ؟
ترکومه ځایه چی موږخپل دولت اودهغه کوم ارګانونه چی په اساسی
قانون کی ورته دلوی جرګی کی دګډون حق ورکول سویدی ماپیژنو حتمی خبره ده چی داجرګه
به هم داضطراری لوی جرګی په شان هغه دفشار ، رشوت ، اوټګیوډ که جرګه وی ،ځکه زموږ
تاریخ ثابته کړیده چی دولتی لوی جرګی همیشه درشوت اوفشارترسیوری لاندی سویدی اوکیږی
نه فیصله سمه وی نه یی اراده . اوس خوخبره دی حد ته رسیدلی ده چی یوکارهم بی رشوته
نه کیږی ،بیا به دډالروپلنډی ووزی ننوزی بیابه والیان صاحبان خلګ په کرایه اخلی
اوجرګی ته به یی رالیږی بیابه دهغه چا غوالنګه سی چی ځان اووجدان وطن اودخلګوپه
سرنویشت دمعاملی شهرت یی مندلی دی بیا به ځنی دوولایتی شوراګانوغړی اووکیلان
لوکسوهوتلوته تشریف راوړی.
اوددولتی ځمکوفرمانونه به ترلاسه کړی، اوځوورځی به ښی مزی چړچی وی
ددی خواراوبیچاره ولس دیوه کال بودیجه دچاپلوسانوچبیوته ولاړه سی، بیا به دخلګوپه
سترګوکی خاوری وپاشل سی، بیابه لکه دامن دجرګی په شان ډالری بادباد سی دجرګی دکوربه
ریاستونواومامورینوبریتونه به بیا ښه غوړسی ،خودافغانستان خواراوبی چاره ولس به
بیاهم په هغه ناهیلی اودربدری کی شپی تیروی ،بیا به دلالانوبازارونه ګرم سی هرځه به
وسی خویوشی چی ددی ملک نه به دجنګ ناورین ددی خاوری به دفسادخورین ورک نه سی.
همداشین اسمان به وی ،همدایوځه ټګان به وی ،همداساندی اوژړاوی به وی،
همدالوږی اومرګونه به وی دکابل په یوه سرکی به خلګ دلوږی خپلی
لوڼی اوبچیان خرځوی خوپه بل دارګ غوړه مالان به دجرګی دپاره نوی دریشی اونیکتایانی
جوړوی، اوبیابه دچاپلوسی اوریځی ښايسته کابل پرسرواخلی ،داسی لاهم ورسره تړلی ده چی
داځل درانیونه اوخرځونه طریقه ښه عصری او ښه پخه وی داویره لاهم سته چی دکرزی صاحب
پرقدرت ددرومیاشتوپرځای ددروکلودکډومهرونه ولګیږی . هغه ماړه سوی خواوس لویودپاچیهی
خوبونه وینی دانوی وږی به نوی رنګین خوبونوپه ټالوکی وڅنګیږی ،خوبایدیاد ولرو چی
داجرګه به تردی نوری بدبختی هم دځان سره راوړی اودانسبی امن هم دلاسه ورکی ځکه په
هرکارکی چی دخدای رضا اودملت اراده مطرح نه وی اوهدف یی دوکه وی دهغوکارونوانجام
.همداسی .وی لکه چی دبنه ترننه موولیدل وسلام .