تېره ورځ يو ځل بيا له ارګ څخه د ولسمشر کرزي او د هغه د متحدو ځواکونو (ناتو) د عمومي منشي ياپ ديِهوپ شيفرپرمشرۍ کابل ته د ناټو دراغلي پلاوي تر منځ د سخت اختلاف او لفظي جګړي خبرونه بهر ته راووتل. د اختلافاتو او ناندريو شدت دومره ووچي يو ځل خوآن د کرزي د استعفی اوازه خپره هم شوه. د اختلافاتو نښي د ولسمشر او دياپ ديِهوپ شيفر تر منځ په ګډه خبري کنفرانس کي هم ليدل کېدلې. ولسمشر په دي کنفرانس کي وويل چي دوی به بيا چا ته اجازه ورنکړي چي په افغانستان کي ملوک الطوائفي او قوماندان سالاري راژوندۍ کړي. ده په افغانستان کي د مرکزيت په پياوړتيا (سنتراليزم) ټينګار وکړ.
خبرونه وايي په دي نږدي تېرو ورځو کي د شاوخوا ۴۷ هغو هيوادونو چي په افغانستان کي پوځي حضور لري لوړپوړيو چارواکيو داسي غوښتنه کړېده چي په افغانستان کي دي د مرکزي نظام د پياوړي کولو پر ځای ، ولايتونه ، سيمه ييز چارواکي ، مخور، ملکان او نور د اثر اورسوخ خاوندان پياوړي او حمايه کړل شي. خبرونه زياتوي چي د ولسمشر د اعصابو چينجي همدي نظر او همدي غوښتنو نا ارامه کړي.
زه ددي نظر او ددي غوښتني پر مشروعيت او عدم مشروعيت نه غږيږم او نه يي په زيانونو خبري کوم. ځکه دا پړاو يو ځل په همدي ډېره نږدي ماضي کي موږ تېر کړ. د انارشۍ، ځانځانۍ او د ځنګل ددي قانون تراخه مو وڅکل، ولسمشر خوپريږده آن يو ليونی او د عقل له افلاس سره مخ افغان به يي هم منلو ته زړه ښه نه کړې.
زما پوښتنه داده چي په اصطلاح ده ولس په خوښه د يو ټاکل شوي حکومت، له اتيازرو څخه د ډېرکورني امنيتي پرسونل، د ۴۷ هېوادونو اړوندوشاوخوا اتيا زرو بهرنيو تر ستوني پر وسلوسمبالو ځواکونو په موجوديت کي ولي د هېواد سياسي او امنيتي حالات دومره کړکيچن شول چي اوس يي ملوک الطوئفي او انارشيزم د اصلاح درمل بلل کېږي؟
زما په اند، داسمه ده چي بهرنيان هم پدي اړه ډېر مسؤول او مقصر دي خو په دي اړه دپړي ډېره ګوته پخپله کرزي او دده حکومت، ډلي او دولت ته نيول کېږي. ځکه دوی په لوی لاس داډول زمينه برابره کړه، ډېرمناسب اوکاري فرصتونه يي له لاسه ورکړل. د کفايت، استعداد، اهليت او پوهي د نه درلودلو ثبوت يي وړاندي کړ.
ددي لپاره چي د حالاتو او شرايطو توپان کنترول او توپان اخستي بېړۍ مو د ژغورني او نجات ساحل ته ورسوو. ښاغلي ولسمشر ته يو څو مشوري او سپارښتني لرم.
ښاغلی کرزى صاحب ! دا خو تاسي خپله هم منۍ چي داته کلني واکمنۍ په موده کي دي ددي پر ځای چي حالات ښه او بهبود په کي راشي ورځ تر بلي بدترېږي او نوري ستونزۍ هم زېږوئ، داځکه چي تاسي د ژوند ديوي برخي لپاره هم منظمه بر نامه او استراتيژي نلرئ.
په کورنۍ برخه کي مو حکومت پر سياسي او اداري ويروس اخته، درشوت، اختلاس، خيانت او غلا سرطان مو د اداري هر هډنور تور اړولی دی او له دي پرته چي دنظام او کابيني په سرطان اخته تور هډونه (مفسد مامورين) غوڅ نه کړئ بله چاره نلرئ، ځکه چي دا سرطان د بدن نورو غړيو ته هم سرايت کوي او که اوس يو لاس او يا يوه پښه له لاسه ورنکړئ نو سبا به يي ډېر دروند پور پري کړئ او اړياست چي د حکومت ټول و جود څخه لاس ووينځئ.
د هيواد په ډېرو سيمو د ناامنۍ وريځي ګرځي،.په ځانګړي توګه په پښتون مېشتو سيمو کي خو هېڅوک هم خپل سر اومال خوندي نه احساسوي ا وتاسي پوهېږئ چي امنيت هغه فکتور دى چي ټول ژوند ورپوري تړلى وي او له امنيت پرته دژوند ټولي چاري په ټپه درېږي. که دي موضوع ته ځانګړى او ترټولو جدي پام ونشي نو حالات نور هم خرابېږي او محالفين موله دي کمزوري ټکي څخه ډېره ګټه اخلي .
د راتلونکي په اړه ستا دنظام او سستم ابهام بله لويه ستونزه ده تراوسه معلومه نشوه چي دغبر ګولي له لومړۍ څخه دزمري تر٢٩ مي او بيا نوي ټاکل شوي ولسمشر ته دواک دورسپارلو تر ورځي پوري دي دوري ته دافغانستان داساسي قانون له مخي کوم مشروع چوکاټ وموندل شي ، دادوره څنګه قانوني کړل شي ، ديوي سياسي تشي اودسياسي غالمغال مخه ونيول شي اوهغو(په ښکاره) پخلادښمنانو ته چي په هيواد کي په سستماتيک ډول دګډوډيو جوړولواودکبانونيولو لپاره داوبو خړولو ته په کمين کي ناست دي دانارشۍ جوړولو فرصت په لاس ورنشي ، همدا راز له نويو ټاکنو وروسته نوي سستم او په رښتوني معنا يو ولسواکه اود اسلامي نظام پړاو ته ورننوتل ، ولس ته رښتوني خدمت، په ټولو ستونزو برلاسى هم ډېر کار او فکر غواړي .
وروره ! بله ستونزه موداده چي په نظام کي مو فکري او تيوريکي وحدت او تجانس نشته ، همغږي، پريوبل باور او اعتماد نلرئ هغه دچاخبره دسُراو تال ترمنځ موارتباظ نشته ، په خپلو کي پوهاوى( تفاهم) نلرئ ان ستا او ستا دوزيرانو ترمنځ هم اختلاف دى ته له طالبانو سره سوله اړينه ګڼي خو ستا دبهرنيو چاروله پارلمان څخه مخلوع وزير سپنتا بيا بل تال غږوي.
تاداسدالله خالد، سپنتا، چکري او ديوڅو تنو لپاره ،د ولس ټاکل شوي استازي ( ولسي جرګه ) دځان مخالفه او په لوى لاس دي اجرائيه له مقنني سره واچوله چي داډېره ستره سهوه اوبي ځايه ضد دى .
ښاغليه ! بله ستونزه دي داده چي هغه دپېښوريو ورونو په وينا،د ډېرو ځان غوښتونکينومشاورينوا ودوستانو په ګېره ( انحصار) کي يي او دومره يي محاصره کړى يي چي غوږ هم تري ګرولى نشي . ستاډېر مشاورين له سياسي بلوغ بي برخي اوسياسي اميان دي دوى تاته ددروغو راپورونه درکوي ، شپه درته ورځ او ورځ درته شپه ښيي، ناسمي او له شخصي غرض ډکي ،ملي ضد مشوري درکوي ، ځان درته نږدي کوي او ډېر مخلص او رښتوني دوستان دي درته دښمنان معرفي کوي ، دا يو نه يواځي په کورنۍ کچه نه ، بلکي په نړيواله کچه هم همداډول کارونه کوي. دوست هېوادونه درته دښمن او دښمن هېوادونه درته دوستان معرفي کوي همدالامل دى چي اوس تقريباً له ملي او بين المللي انزوا سره مخ يي ، او ستا هغه مخلص خواخوږي او ستا په هر درد او غم کي شريک کورني او بهرني دوستان درنه خفه او سيورى دي په کاڼو ولي . دومره خو يي ته هم ويني چي ستا هغه دوستان چي په تېره دوره کي يي ستا دبرياليتوب لپاره خولي تويولي هلي ځلي يي کولي ، خپله شخصي پانګه يي لګوله ، تاته يي کمپاين کاوه نن درنه خوابدي دي څه يي خپله کانديدان دي اوڅه يي په نورو پسي روان دي او ته دمطلبي يارانو په يرغمل کي شپي ورځي تېروي .
ولسمشر صيب ! ګوره ته لاتراوسه دي مطلبي يارانو ته ځکه خان سيف الله خان يي چي ولسمشر يي خو چي خلع قدرت شي نوبيا به يي وويني چي دوى به درته سيف الله خان نه ، بلکي سيپو وايي اوچي سيپو شي نوبيا به پوه شي ، چي رښتيا هم ستاداموجود مشاورين ستا دوستان وواو که ستادښمنان خوبيا به اوبه له ورخه تېري وي .
ګوره اوس که ناوخته هم ده خوبياهم دساه وېستلو موقع شته په خپلومشاورينو تجديد نظر وکړه او ښه دهقاني للون ( خېشاوه ) پکي وکړه ځکه که خسک بوټي تري ونه باسي دانور بوټي وده نه کوي . اوکه رښتيا ولس راوستى او منتخب ولسمشريي نو بيا وېرېږه هم مه .همدااوس دي په کابينه ، مشاورينو، سفارتونواو نورو چارواکيو کي ژور ملي او ګټور بدلون راوله .
ستا بله ستونزه داده چي ته دشخصي ګټو او دڅوکۍ دساتلو لپاره هر هرډول کمپرومايز کولى شي ، دصديق چکري غوندي خلکو سره سازش کوي ، دافغانستان دوراني اصلي عاملينو او په افغانستان کي دبدمرغۍ دتخم شيندونکيو او ددوه ميليونه افغانانو وژونکيو(يرغلګرو روسانو) ته ددوستۍ لاس اوږدولى شي خو هغه کار چي دافغانانو ديني او ملي ضرورت دى ، هېواد ته سوله او افغانانو ته نېکمرغي ډالئ کوي هغه کار ته دزړه له کومي لاس نه اچوي چي هغه له طالبانو او نورو ټولو مخالفينو سره جوړجاړى او تفاهم دى . ګوره هېواد ته سوله راوستل ډېر ستر او دياد وړکار دى ، که ته پدي کارکي هرڅومره ستړى شي پروانه کوي، که ته داکار وکوي نو که ولسمشر هم نه يي افغانان به دي درناوى کوي او دابه ستالپاره وياړ وي .
ښاغليه ! ستابله ستونزه داده چي تاعملاً وښوده چي له بهرنيودوستانو او بين المللي ملګرو سره دي په اړيکوجوړولو ، همغږۍ ، او دهغوى دمرستو په جلبولو اوپه مناسب ځاى کي د امکاناتو په لګولو کي ناکام يي ،د دي پرځاى چي له موجودو امکاناتواو دبهرنۍ نړۍ له حضور څخه دهېواد او ولس لپاره ګټه واخلي، او مرستي ورته جلب کړي دخپلي څوکۍ دپايښت او دوام لپاره کار کوي ، داستا ستره اشتباه ده چي ته اوس خپله قبله بدلوي او دلوېديځ پر ځاى په ګونډو شوي او ازمويل شوي ختيځ ته مخ اړوې، هغه چاته چي اوس پخپله هم په ګېډه ماړه ندي .
له تاپخوا ځينو نورواپرچونستو مشرانو هم داکار کړى خو ګوره هغه وخت ددواړو ځواکونو ترمنځ توازن وو او نن هغه توازن نشته ،غم همدا دى چي نن نړۍ يوه قطبي ده نن روسان ځانته محتاج او ګدايي کوي دي .
دلوېديځ داتيازرو په عصري ټکنالوجۍ دسمبالو پوځونو په شتون او په داسي حال کي چي ځمکه او هوا دواړه دي دغربيانو په واک کي دي روسانو او ختيځوالو ته مخ اړول سياسي سهوه نه نو خير څه شى دى .ستا داکار ديولوى خطر زيګنال دى داکار افغانانو ته په افغانستان کي دلوېديځ او ختيځ دبلاکونواو دناټو او وارسا دتړونونوسړه جګړه وريادوي او وېرېږي چي هېواد يي يوځل بيا دپراختيا غوښتونکيو درقابت او سيالۍ ډګر ونه ګرځي .
ګوره ته پوهېږي چي اوس په تاپوري د يو ملت او يو هېواد برخليک نښتى دى او ستاګامونه يي نېکمرغه او بدمرغه کولى شي ،نوهر ګام په ډېراحتياط پورته کوه .
ته پوهېږي چي وايي دوه سهوي دژوند لومړۍ او وروستۍ سهوي بلل کېږي يوه سياسي سهوه اوبله له باروتو سره سهوه خو اوس ګورو چي ته له بده مرغه دسياسي سهوي په لور روان يي او موږ ځکه ځورېږو چي دافغانانو برخليک درپوري تړلى دى .
هغه کسان چي دامریکا رسمي مامورین دافغانستاو ولسمشري ته رابولي
ولي بش نه راغواړي ؟
داخومالومه خبره ده چي کوم کسان چي په افغانستان کي هغه امریکایي
مامورین چي هلته دسپیني ماڼي په شان بنګلي لري اواکثرو دابنګلي دافغانستان دبي چاره
خلګوپه وینوجوړي کړي دي ، دامالومه خبره ده چي دوي ولي داسي کسان غواړي داخلګ
پرګران افغانستان اومیړني ملت حاکم کړي .
داخودصداقت وطن دوستي میړاني ، اسلامیت په اساس نه بلکه
دیوڅوډالروپه طمه داکارترسره کوي .په داسي حال کي چي داهغه کسان دي چي اکثره یا دبش
مخبران وه یادبش تنخواخواره وه نوتردوي ټولوخوبش هم ډیره اداري سابقه لري هم ډیري
پیس لري اوهم پرخبلوجاسوسانوګران اومهربان دي اوس بي کاره هم دي دي ښه خبره داده چي
دهغوکسانودپاره چي دافغانستان دشیرپورغلوخوبه یوڅوملیونّه ډالرله شیرپوره وړي وي
اویایابه یي ځوملیونه ډالره له په رشوت اووزارتوکي ترلاسه کړي وي نوپه دي به
داخواران څوک ماړه کړي .
که داپيسې چي دوي دکرزي دحکمراني په وخت کي غلاکړي وي دلته مصرف
کړي بیا به په امریکاکي چي اوس دډیراقتصادي بحران سره مخامخ ده ددوي بچیان ، لمسیان
.، اوکړوسیان ځه خوړي اوددي ځاي خواران تالي ځټي چي هرکاندید راغواړي دهغه جیبونه
ته سترګي غړوي نوپه کارداده چي دغه داساني معامله ګري شوقیان سره ټول سي اوپه ټول
بش راوغواړي اوکاندیدیي کړي دبش دیوه دخلیل زاد اویا یوه بل رسمي امریکایي لوړپوړي
چارواکي فرق په دي کي دي چي هغه استادو اودایي شاګردان دي نوترشاګردخوپه هرحال
استادښه دي اوهم یي ډیرچلونه زده دي اوهم په امریکا کي لویه ډله لري اوهم یي په
افغانستان کي دغلواوداړمارانوډیرلوي بانډ ډیرپه ماهرانه ډول موړاورهبري کړي دي .
نوترټولوزما داافغانانودلالانوته داپیشنهاد دي چي نه تاسي اونه
ستاسي مورد نظرکاندیدان دوطن ـ- اسلام ـ کوڼدي اویتیم اوترقي غم اخیستي یاست اونه
هم دراتلونکونسلونودخرابي له غمه خوب نه درځي هسي خوخبره اوس هرچاته مالومه ده چي
وطن پرمڼډیانواونوربیا دکاندیانوددرګاهانوسرګردانه دي نودداسي خلګودپاره ښه کاندید
بش دي داابدي وږي کیداي یوازي بش یي ماړه کي څکه هغه دکرزي ملګري داسي ماړه که چي
کړوسي یي هم ولاکه ډالرتمام کړي وسلام .