له هر څه وړاندې ستاسې محترم حضور ته درناوي او احترامونو وړاندې کوم، بعد له سلامه،
د خيوي د ولسوالي د کهنه ده په کلي کي د يوي بي سر او سامانه دولتي دښتي خرڅون د مځکي په مافيايي سوداګرو باندي د ګوتو په شمير اشخاصو له خوا پخپل ذات کي په سيمه کي ددولتي حاکميت د کمزوري په معني دي( د نږدي څو ورځو راهيسي کله چه دولايت د مرکز په خاصي توجه سره د ګمبيري په دښتي کي ددولتي مځکو غصبولو تر يوي اندازي پوري مخنيوي شوي دي يا يي په کچه کي لږوالي راغلي دي دغه غاصبينو اوس د خيوي ولسوالي د کهنه ده دښتي ته مخه کړي ده.
او درګرده لګيا دي د کهنه ده د کلي شاته په دولتي دښته کي خپله قبضه ټينګوي چه ثبوت يي هم دا اوس د قلعه ټک د ښوونځي د تر څنګ ساحي نه د غره تر بيخه پوري د يوه اوږده سنګ کاري ديوال او د امنيتي پوستو په شکل د هرو ٣٠٠ مترو په فاصله کي د قبضي لپاره د کوټو ابادول دي چه غاصبين په رڼا ورځ دا عمل تر سره کوي.
کله چه د ولسوالي نه څوک د کنترول او ددي عمل د مخنيوي لپاره ورته حرکت وکړي نو د خيوي څارنوال صاحب ورته تيلفون کوي او غاصبين سمدلاسه د ساحي نه فرار کوي .
موږپخوا هم څو ځله د خيوي ولسوالي ته مراجعه وکړله او دا ستونزه مو د خيوي پخواني ولسوال انجنير شکر الله سره شريکه کړه هغه بيا خاموشه پاتي شو اوس چه د خيوي ولسوالي ته نوي ولسوال صاحب تعين شوي دي داسي اوريدل کيږي چه نوموړي تر يوي کچي ددولتي مځکو د غاصبينو پر خلاف دي خو دا به په راتلونکي کي معلوميږي.
ددي واقعيت نه هيڅوک هم انکار نه شي کولاي چه تاسو( ګل اغا شيرزي) د ننګر هار ولايت ته دبيا رغوني نه علاوه د مثالي امنيت په رآمنځته کولو کي هم مخکښ پاته شوي یاست.
مګر بر عکس دټول ولايت په کچه به د خيوي آمنيت پخوا به په لومړي درجه کي به ووعلت يي دادي چه ددي ځاي غوڅ اکثريت اوسيدونکي تعليم يافته او حتي د لوړو زده کړو لرونکي دي خو اوس ددي ځآي آمنيت هم ورځ تر ورځي د خرابيدو و خوا ته درومي، د امنيت د خرابي علت هم واضح او څرګند دي په دي معني چه د خيوي د ولسوالي د ګوتو په شمير مسوولينو د مځکي د غاصبينو سره لاس يو کړي او د غاصبينو سره شا ته ولاړ دي چه يو ددي چارواکو نه د خيوي ولسوالي څارنوال زر رحيم دي چه په ښکاره ډول بيدون د کومي ويري د غاصبينو ملاتړ کوي نو د جناب والي صاحب له تاسو نه هيله لرو چه د خيوي ولسوالي څارنوال دي ددي مقدسي دندي (څارنوالي )څخه ګوښه او پر ځاي يي يو په وطن او خلکو مين څارنوال چه په تير تاريخ کي هم په اختلاص تورن نه وي په دنده وګماري.
نو په همدي اساس د وآلي صآحب خآصي توجه ته ستر ګي په لياره يو ) او وآلي صاحب دي د ډيرو زياتو مصروفيتونو سره سره که يو ځل دغي ساحي ته پخپله تشريف راوړي او زموږ دا حالت د نږدي نه مشاهده کړي نو واقعيتونه به پخپله ورته څرګند شي.
د والي صاحب نه ځکه په جدي ډول پر مسئلي کي د مداخلي غوښتنه کووچه:
ددوي په خاصو هلو ځلو د دره نور ولسوالي د ويګل او د آملي د سيمو د لس ګونو کلونو زړي دښمني ګاني د خداي پاک په فضل سره د منځه لاړلي او هلته اوس دواړه خواوي بيدون د کومي ويري يو ځاي شپي او ورځي تيروي مګر که د خيوي په ولسوالي کي ددي فساد مخه هم دا اوس ونه نيوله شي نو ليري نه ده چه په دي سيمه کي د قومونو تر منځ ددښمني نوي لړي پيل شي.
که چير ته زموږ مشکل ته لازمه رسيده ګي ونه شي موږ به په با قاعده ډول خپلو شکاياتو ته دوام ورکړو او که بيا هم ستو نزو ته مثبت جواب ونه ويل شي نو رسما به د ملګرو ملتونو د فتر دلاري د جمهوري رياست او د پارلمان په ټول ټاکنو کي د نه ګډون اعلان وکړو .
په پای کې زموږ له محترم والي صاحب ګل اغاشیرزي نه یو ځل بیا هیله ده چې دې ستونزې ته پوره پام واړوي، که نه نو د قومونو ترمنځ به غټې ستونزې را ولاړې شي.
حضرت علي د ولسي جرګې غړى او د شمالي ټلوالې وفاداره قوماندان
او په جنګي جنايتونو تورن، د ده قوماندانان لكه ګل كريم، د ده خېښ حاجي نوراغا او
مولوي كريم جان، حاجي وهاب او يو شمېر نور كسان چې په ناروا ډول د ګمبېري د دښتې او
كهنه ده د شا دښتې پلورلو او غصبولو ته يې ملا تړلې او ځينې ملك زايان د حاجي
نوراغا په مشرۍ د دغو دولتي دښتو او ځمكو جعلي سندونه يې د ولسوالۍ چارواكو ته د
بډو په بدل كې جوړ كړي او نن يې د ملكيت دعوه كوي.
د خېوې د خلكو له پاره يو بل ناورين سياسي ګوندونه دي چې په دغه ولسوالۍ كې يې ډېر
بد سياسي وضعيت رامنځته كړى دى.
په خېوه كې يوه ډله جنګسالارن دي چې حضرت علي او د ده قوماندان ګل كريم چې د دره
نور ولسوالۍ پخوانى اوسېدونكى دى او اوس يې په لسګونه جريبه ځمكه په نوموړې ولسوالۍ
كې غصب كړې او په كې پروت دى،ترشا ولاړ دي.
بله ډله د اسلامي ګوند ده چې د لغمان او بهسودو د قوماناندانانو تر ملاتړ لاندې يې
پخوا د اړو دوړ پر مهال يو ښوونځى او فرهنګي مركز په دغه ولسوالۍ كې جوړ نه دى
پريښي او په دغه ولسوالۍ كې چې څه لوستي كسان دي له خپلې سيمې څخه يې فرار كړي او
سيمه يې په ولكه كې وه.
خو د طالبانو په راتګ سره د دوى باداري هلته تر ډېره كمزورې شوه او اوس په پټه خپلې
مبارزې ته ادامه وركوي.
بله ډله د افغان ملتيانو ده چې په ټولټاكنو كې د خېوې ولس دغه ډله د نورو په پرتله
موجه وګڼله او له همدې امله يې په ټولټاكنو كې ورته رايې وركړې او د دوى نوماند
محمدهاشم پولاد يې تر ولسي جرګې ورساوه.
خو دغه ډلې اوس مخه خپلو ګوندي ګټو ته اړولې او د ولس په منځ كې يې توپيريز چلند
پيل كړى او درګرده لګيا ده د خپلې ګوندې پراختيا له پاره كار كوي او هڅه كوي چې
دولتي او د غير دولتي موسسو پر څوكيو خپله ولكه ټينګه كړي او ولس ته يې شا اړولې ده
او په ولس كې يې د ځان په اړه سخته كركه پارولې ده.
بله ډله په دغه ولسوالۍ كې كمونستان وو چې جهادي تنظيمونو او په تېره وهابيانو پخوا
سخت وځپل او څومره چې په لاس ورغلل په بېرحمانه ډول يې له تېغه تېر كړل او اوس داسې
څوك نشته چې سر په كې راپورته كړي.
لنډه دا چې هغه خېوه چې 90 سلنه خلك يې باسواده، 10 سلنه خلكو په كې د لسانس او له
لسانسه پورته زده كړې درلودې اوس غلو، چپاولګرو، جنګسالانو ، د افغان ملت ګوند
شوونيستانو، جنګي جنايتكارانو او د جنګي جنايتكارانو خېښانو ته پاتې ده او د سر سړى
په كې نه ليدل كيږي.
اوس د خېوې روڼاندو ته كه په خېوه كې دي او كه له خېوې څخه بهر دي بايد د خېوې
ژغورلو ته ملا وتړي او د كهنه ده له خلكو سره يو ځاى شي او په دې ولسوالۍ پراخ
بدلونونه رامنځته كړي.
د ځمكو د مافيا له ستونزې سرېره په دې ولسوالۍ كې بله ستونزه د معارف ده چې دا مهال
افغان ملتيانو او اخوانيانو پرې خپله ولكه ټينګه كړې او د سياسي هدفونو له پاره يې
استعمالوي.
دا په داسې حال كې ده چې په دغه ولسوالۍ كې له 8 زرو زياتې نجونې او له 12 زرو زيات
ځوانان په زده كړو بوخت دي او په ټوله ولسوالۍ كې يو تن ښوونكى يې له 12 ټولګي څخه
پورته زده كړې نه لري، په ټوله ولسوالۍ كې يو ښوونكى هم په كمپيوټر نه پوهېږي او
ځيني ښوونكي يې ان عبارت هم نه شي لوستى او بې سواده دي.
د پوهنې مدير يې تاج محمد چې خپله هم تر 12 ټولګي زده كړي لري د دې پر ځاى چې د
پوهنې چارو ته پاملرنه وكړي تلپه سياسي فعاليتونو بوخت وي او د افغان ملت ګوند غم
يې خوبونه پرې حرام كړي دي.
د ننګرهار له والي ښاغلي ګل اغا او له نورو چارواكو څخه غوښتنه دا ده چې په هغه
ولسوالۍ كې دې شته ستونزو او د جنګسالارانو حاكميت ته پاى وركړي كه نه همدا اوس په
دې ولسوالۍ كې د جنګسالارانو له خوا ناامنۍ او ترورونه پيل شوي او دوى پلان لري چې
په راتلوني كې خپلو د دولت ضد كړنو ته پراختيا وركړي.
چې د ننګرهار د ولايتي شورا د منشي د ملك بابا د زوى ترور چې د همدې جنګسالارانو له
خوا ترسره شو ښكاره بېلګه ده.
په خېوه كې د جنګسالارانو د واك د ټغر ټولول، اداره پر هيواد مينو او اهل كسانو ته
سپارل، د يو متعادل او متوازن سياسي بهير رامنځته كول، د ځمكو د مافيا په جزا رسول
او د پوهنې د بهير پياوړي كول او اصلاحات او د بيارغونې د كارونو چټكتيا هغه څه دي
چې بايد ژر تر ژره په نوموړې ولسوالۍ كې تر كار لاندې ونيول شي.