هرروز تان نوروز نوروز تان پيروز
پېړۍ واوښتې خو خلګ لا بيــــــــــده دي
ويښـول ئې ډيرکـــــــــــلونه زحمت غواړي
په ړندو سترګو داور پر خوا وردرومي
دا کم بخــــــــــــــته لانشه د جنت غواړي
(استادبېنوا)
سويډن – مالمو
د۲۰۰۹ مز کال دمارچ ۲۰مه
درنوهيوادوالو،اغلو اوښاغلو!
دنوی هجری شمسی ۱۳۸۸ هجری شمسی کال دراسېدوله امله تاسودرنو افغانانو اونړۍ کښي ټولوهغوته چي داورځ دنوی کال دورځي په نامه نمانځي دزړه له کومي مبارکی اونېکي هيلي وړاندي کوو.
وطنداران وهم فرهنگيان شرافتمندو گرامي در سرتاسرگيتی !
اجازه دهيدبخاطر فرارسيدن نوروز ازصميم قلب به همۀ هموطنان گرامي ومردمانکه اين روز راخجسته ميدانيدمبارک بادبگويم . آرزومنديم سال نو، سال پر سعادت وکامگاري براي ملت هاي ستمديده وبلاکشيده جهان باشد.
آمدت نوروز و جشن نوروزی فـــراز
کامگارا کار گيتی تازه از سر گير باز
منوچهری
درنو هيوادوالو !
دادی زموږ کړېدلۍ ولس يوبل کال هم شاته پرېږدي اونوی کال ته دزياتو ارزوگانو اواميدونوسره سترگي پر لاردي . دوي يوڅه غواړي هغه سوله ،ټولنيز عدالت ،سوکالي اوانساني کرامت ته درناوی .
له بدمرغه په تيرکال کي زموږ دولس هيلي اوانتظاريو ځل بيا په نااميديوبدل سو. زموږ خلکوسوله غوښتل، ولي هغه رانه غله ،دانسان وژنې لمبې نوري هم سوځونکې سوې ،په ټول هيوادکي تر اوسه امنيت ټکنۍ دۍ ،په بهر کي داوسنی دولتي حاکميت څخه خوابدو لخوا دبهرنيانو په هڅونه اولمسون زموږ په خاورکي نا ارامي دوام لري ،يوپه بل پسې دځانمرگي ريدونو بوږنونکي خبروتر غوږو کېږي ، دځان وژنې پروسه دالقاعدې سازمان لخوا په گړندی بڼه روانه ده . دطالبانو او القاعدې دسازمان پرخلاف مبارزې په نامه هره ورځ زموږ دهيوادپه کليو اوبانډوکي دبهرنيو ځواکونو لخوا بې گناه انسانا ن وژل کيږياودبلې خواددولت مخالفين دعوامو خلکو کورونه اوبنډې دځان ساتنې سپر گرځوي .
داوير يوازي پدغوسيموکښي نه دی راښکېل ،له بدمرغه دافغانستان په گوټ گوټ کې دسولي اوارامی دښمنان دبهر نيودشومواوافغان دښمنو ارزوگانودپلي کېدوپه خاطر دغلچکی بريدونوپه لړکي بهرنيان دې ته هڅوی چې پرکليو اوبانډوباندي هوايي برېدونه وکړي، ترڅوزموږ بېگناه هيوادوال له منځه ولاړ سي .
دادی يوځل بيا دنوی کال تر راسيدوڅوگړيه وړاندي دهيوادپه يو شمير سيموکښي ځانمرگی بريدونه ترسره شول اودې کاردې ته پلمه جوړه کړه چي دايساف اوناټوپوځی ځواکونو دجنگی عملياتوپه طرڅ کي په لسهاوزموږ بېگنا ه هيواد والوخپل خوږ ژوند دلاسه ورکړ .
ددې پرځاي چې دوي ،اوددوي خپلوان (دچامور اودچاخور، ياورور اوزوي ،يالور ) دنوی کال په خوښيوکي دخپلې کورنۍ سره يوځاي برخه اخيستې واي اوس ئې کورنۍ اودوستان په سر و اوښکودوير پرکمبله ناست دي .
ددې ټکی په پوهېدوسره چې جگړه دافغاني مسلې دحل لاره نده،دنوی کال دمبارکي ددې پيغام پوسيله يوځل بيا په تکرار دجگړې دټولوغاړونه هيله کوو چې دسولي اوتفاهم لارغوره کړي . دافغانستان داڅوکلن تاريخ دا ثابته کړې چې دجگړې اوټوپک په زور هيڅ کومه ستونزه نشي حل کېداي . ددې لپاره چي دافغان وژني اوهيوادورانونې مخه نيول شوې وي ، افغانان راشی پخپلوکې سره جرگه شی اودپرديوله مداخلې نه پرته خپل غمځپلي هيواد ته سوله راولۍ.
ټول په يوه اواز دافغانستان بيارغوني ته ملاوتړۍ،دويرانی اوبې اتفاقی پر ځاي ملي يووالي ،تفاهم ،د تعليمي اوتحصيلي موسسو جوړولوله لارې دجگړې او ورانۍ له بلانه خپل ملت وژغوری. .
دافغانستان ددولتی چارواکو اوپه ځانگړې توگه دښاغلي حامدکرزی نه په کلکه غوښتنه کووخپلو ملي دندوته جدي پاملرنه وکړي،دشخصي مقام دساتلو اويا يوځل بيا ددغه مقام دتر لاسه کولو په موخه افغانستان دنړيۍ له زبرځواکو سره په مخالفت کي ونه دروي . ترڅو چي په دولتی حاکميت کښي دمشر په توگه مسوليت ولرۍ ،په دولتي اداروکې ادادري فساد،زورزياتي ،رشوت اوافغان ولس زورنې پر خلاف جدياوصادقانه گامونه پورته کړی ،دزورواکانو لاسونه دغريبو اوکمزوروله ستوني نه لنډ کړی.
داپه هيڅ ډول ،هيچاته دمنلو وړنده چي دبهرنيانودميليارډونوډالروپه ترلاسه کېدوسره لا تر اوسه افغانستان په ټولو برخوکې دنړيوالوتو ليدی توکودخرڅلاو بازار پاته شوۍ ، اوياپه نړيواله کچه لومړی هيواددئ چي دبيکارو،وږو، تږو،ناروغواوفقيرانوشمير ئې ور ځ تر ورځي زياتېږي .
په افغانستان کي دکرهڼې اومالدای ودي ته جدي پاملرنه اودکوکنارو دکرکيلي له مځه وړل دافغان دولتي چارواکو اونړيوالو مرستنديوهيوادونولومړنۍ دنده بولو.
ددوستۍ فرهنگی ټولنې مشرتابه جرگه په راتلونکی ۱۳۸۸ کال کې دټولوافغانانوڅخه هيله کوي چي دخپل هيواد دولسمشرۍ اوسياسي برخليک ټاکنولپاره پدې نوی کال کښي دخپل هيواد لپاره ديوهوښيار اوافغان ولس سره دخواخوږي مشرد ټاکلوپه برخه کي دخپل ملي صلاحيت اودرايت نه دملي گټو پر بنيادمعقوله استفاده وکړي ،داسي څوک دولسمشر لپاره په گډه ونوموي چي وکولاي شي داسوځېدلي هيواداورنځېدلي ولس ته نجات ورکړي .
زموږ په باور افغان ولس ته بايد سياسي اومذهبي گوندونه ،ټولنيز اومدني سازمانونه ،قومي اومذهبي مشران اومستقل شخصيتونه دخپل رواحق نه دمعقولي استفادي لاري چاري وروفهمه وي اوهغوي ته دملي گټودساتلو،په هيوادکي دهمېشنۍ سولي اوثبات راوستلو اوملي يووالي دتامين په موخه لوری ورکړي .
ددې لپاره چي راتلونکې موله ستونزواوکړاونونه ډکه نه وي پرځاي ده چي په افغاني شهامت بېله هرډول تبعيض نه دځان اوهيوادلپاره هوښيارمشرتابه وټاکۍ . له دغه ملي، اوانساني حق نه دافغاني ټولنې دروښانه راتلونکي په موخه معقوله اوپر ځاي استفاده وکړي .
دافغانستان غيرتي اوپر هيوادمينوخلکو!
دا تاسو ياست چي خپل برخليک ټاکلاي سۍ ،اوداهم تاسو ياست چي دخپل برخليک په ټاکلو کښي دبل نه مشوره غواړی اويادهغوي پر علاقوتکيه کوی اويا خپله مستقلانه پرېکړه کوی .زموږ په باور افغانان بايد پدې پوه اوپه ټول قوت تلاښ وکړي ترڅوديووالي په روحيه ديومټي افغان ولس په توگه په خپله خوښه دخپل سرنويشت ټاکلو امکانات برابرکړي .
موږپدې پوهېروچي افغانان ترهرچازيات زورېدلې اوکړېدلۍ دی،همدا لامل دی چي سولي او امنيت ته ترهرچا زيات اړتيالري . افغانان بايد پدې باور ولري چي بېله سولي ثبات نه هيوادجوړونه ناشونې ده .
دتاريخي تجريبواوسياسي فلسفي دحکم له مخې دهربېگانه پوځی ځواک موجوديت ديوه هيواد سياسي استقلال ترسيوري لاندي راولې اودخپلواکی رنگ ئې پيکه کوې ، افغانانوديو ضرورت له مخې داومنل چي بهرني وسلوال ځواکونه افغانستان ته راشی ترڅو ددوي هيوادله بنسټپالواوالقاعدې بېگانه عربی سازمان له منگولوخلا ص شي . اوس چي په افغانستان کي دبهرنيانو دشتون اوددوي دمالي مرستواته کاله تېرېږي ،پر افغانانوده چي دخپلې ملي او وطني دندي له مخې خپل هيواد پخپله جوړ،قومي اوسياسي بي اتفاقيو اوددولتي قدرت پر سر داخلي جنگ جگړو ته دپاي ټکۍ کښيږدي . دا به شرم نه وې چي افغانستان پردي ابادکړي ا وپردي پوځی ځواکونه موکورنۍ امنيت وساتي؟
زموږ غوښتنه داده که امريکا اوناټو دافغان ولس دښېرازی اوپرمختگ سره روښتيانۍ علاقه لري اوغواړي دلته سوله راسي نوښه خبره داده چي دجگړې پر ځاي دټولو مخالفينو اودافغانستان داوسنی دولتي حاکميت خلاف ډلو اوتنظيمو نوسره بې له استثنا اومخکنيوشرطونونه خبرې ژر تژره پيل شي .مخاليفي ډلې هم بايد دافغانستان دملي گټو اوپدې سيمه کښي دنيمي پيړۍ روانې جگړي ته دختمېدوپه خاطربېله کوم شرط نه دافغانستان دبيا جوړونې لپاره دملي مصلحتونوپر بنياددټو لنې په سياسي اوقتصادي ژوندکي دفعال گډون په موخه دخبرو اومذاکرې ميزته حاضرشي . دادنړيوالي ټولنې دنده ده چي ددولت د اوسنيو مخالفينوته دملي پلاتفورم اونړۍ وال تظمين پر بنياد دافغانستان په سياسي اودولتي ژوندکي دفعال گډون امکانات خبرو اومرکوله لاري برابر کړي .
موږدامسله اړينه بولوچي دافغانستان دروښانه راتلونکې اوافغان ولس دبسياينې په خاطردټولوخوابدوخواوپه گډون يوافغان شموله نړيوال کنفرانس را وبلل سي .پدې کنفرانس کي دملي تفاهم اوپخلاينې په موخه په جگړه کي ټولو ښکېل اړخونو،سياسي اوټولنيزو سازمانونو،خپلواکو شخصيتونو،قومي مشرانواوديني عالمانوته دگډون اوپرېکړي صلاحيت ورکړه سي .دغه ټکی ډير اړين بولوچي ددغه کنفرانس پرېکړې دملگروملتو دسازمان دامنيت شورا لخوا دسيمي ليري اونږدې پرتو هيوادونواوپه ځانگړې توگه دافغانستان گاونډيانوباندي ومنل سي .سرغړونکۍ هيواد ته دنړيوالو نورمونوپر بنياد سزاورکړه سي .
هيله منديوپه نوۍ ۱۳۸۸ کال کښې افغان ولس دهيواددبيا ودانولو،سولي،اجتماعي بسيا ينې په برخه کې تاريخې برياوي ولري .
دافغانستان پياوړی شاعرعبدالوهاب سرتير وايي :
که په کابل که په پروان توييږي
که په هرات که په لغمان توييږي
نه کوم انگريزنه کوم چنگيزدی هلته
يواځې وينه دافغان توييږي
وياړپه افغان غيرتی ولس!
پدې هيله چي دا کړېدلې خلک ارام ،بسيا اوښېرازه ژوندولري .
په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې په استازيتوب
دروزگان ملي مهالنۍخپروني مسؤل – حبيب الله غمخور
د وري (حمل) لومړۍ ۱۳۸۸ هجري لمریز کال
۲۱/۰۳/۲۰۰۹
درنو افغانانو! نوی کال ۱۳۸۸ د بزګر جشن (نوروز) مو مبارک شه! – محمد ایاز نوري
پسرلی بې له تبعیضه راغلئ، پسرلی سخاوت کوي، هره خوا ګلان په خندا دي او پخپلو بوینو هر ژوی خوښوي، پسرلی خوښي راوړي .
زمونږ په ښکلي او ویاړمن هیواد افغانستان کښي د وري د میاشتې لومړۍ نیټه د نوی کال لومړی ورځ ده. افغانان دا ورځ له ډیرې پخوا زمانې څخه په ښکلو مراسمو لمانځي. مونږ یو تاریخي هیواد او یو ډیر اوږد تاریخي شتون لرو. په زرونو کالونو پخوا، د نوروز ورځ د پسرلي پیل، د لرغوني بلخ واکدار او د افغانستان لومړني پاچا، یما به هر کال په خاصو پروګرامنو لمانځله. یما پاچا به په دغه ورځ په خپل لاس د بزګرانو ومخ ته یوي (قلبه) کوله او په همدې ورځ به یې مرغۍ هوا ته خوشي کولې. د یوي کول نه مقصد د هغه زمانې د زراعتي دود او مدنیت نمونه وه او د چوغکو آزادول د استقلال او خپلواکي معنی تمثیلوله.
د ګران افغانستان یوه نامتو پاچا د برتانوي استعمار څخه د هیواد د آزادۍ محصل، اعلیحضرت مرحوم غازي امان الله خان به هم د خپلي ویاړمني واکمنۍ په دور کښي هر کال د بزګر جشن په خاصه مینه او پاملرنه د خپلو وطنوالو سره یو ځای لمانځه. غازي پاچا به د نوروز په ورځ د بزګرانو جامې اغوستلې او د زرهاوو افغانانو په حضور کښي به یې په خپلو وطنپالو لاسونو په غوایو باندي یوي کوله او د ونو نیالګي به یې په ځمکه ایښوول. د غازي د دې عمل څخه هدف دا وه، چې افغانان د کرنې او د هیواد د لا سمسورلو وخواته تشویق او ترغیب کړي او هیواد په ځان بسیا او افغانان پخپله پوره او په ګیډه ماړه وي. (۱)
د ۱۳۸۸ کال بنسټ له هغه وخته راپیل کیږي، چې د خدای پاک حبیب د اسلام محبوب پیغام وړونکی محمد مصطفی (صلی الله علیه وسلم) د الله (ج) په هدایت د عربستان د مکې د ښار څخه مدینې ته هجرت وکړ. د وري د میاشتي لومړۍ چي د بزکر جشن دئ اوس هم د افغانانو له خوا په پوره علاقې د هیواد په مختلفو سیمو کښي لمانځل کیږي. په پلازمینه ښکلي کابل کښي دا جشن په څو ساحو لکه: د خواجه صفاء د ارغوان بڼ د شهدا صالحین د غره په لمن کښي، طاق ظفر په پغمان کښي، د بابر بڼ، د چهلستون د ماڼۍ په محوطه، کارته سخي زیارت، باغ بالا او بادام باغ کې د هیوادوالو په حضور سره تر سره کیږي. د هیواد د ولایتونو په کچه د نوروز جشن د لرغوني بلخ مرکز د مزارشریف په ښار کښي د حضرت علی کرم الله وجهه د ګنبدې په ساحه چي د (ګل سرخ) میله نومېږي، هر کال په تودو مراسمو لکه د سخي صاحب د جنډې په پورته کولو او د وزلوبي په اجرا کولو لمانځل کیږي.
په ښکلي او لرغوني هیواد افغانستان کښي د سولي او خپلواکۍ د پسرلي په انتظار دغه لیکنې ته پای ورکوم.
اخځنلیک:
(۱) حاکمیت قانون در افغانستان، بقلم اعلیحضرت امان الله خان غازی، تدوین د استاد حبیب الله رفیع
انجینر ساپې – د مبارکي پیغام
په اتریش کي د افغانانو د کلتور او مرستو ټولنه خپل د مبارکۍ مراتب د ۱۳۸۸لمریز کال په ویاړ د نیکوو سپرلنیو هیلو په وړاندي کوو سره ټول افغان ولس ته څرګندوي او د لوي څښتن له دربار څخه خپل ولس ته دا کال د سولي دپیغام راوړونکي کال غواړي . زمونږ ټولنه په هېواد کي دننه د جګړي ددواړو خواو څخه د نوي کال په ویاړ د نوي سولیزي ستراتېژۍ غوښتونکي ده ، پرېږدي چي نور زمونږ ولس د باروتو د لوګي پر ځاي د نارنج ګل د معطرو وږمو په چاپېریال کي په پوره روغتیا خپل د ژوند شپي او ورځي تېري کړي .
په درنښت
په اتریش کي دا فغانانود کلتور او مرستو د ټولني اجرائيه شــــــــــــــورا
زرلښته حفيظ
ګرانو هيواد والونوي کال مو مبارک شه
نو ي کا ل مو بختور شه هيو ا د وا لو
شپه برات ورځ مواخترشه هيوادوالو
چي بيا ورکه د مودومودوجګړۍ شي
داسي سوله مو په درشه هيوادوا لو
انګړونه موپه شنه ونو ښايسته شه
را د ميني خوږ خبر شه هيواد والو
د مو دو مود و و ير و نه تور تمونه
داد غم شپي مو سحر شه هيواد والو
ګلبڼو نه مو ښا يسته په سره ګلا نو
ټول فضا مو معطرشه هيوادوالو
نوي کاسره مو سوله ميلمنه شه
دحفيظ پري خوږنظرشه هيوادوالو
د نوي کال ډالۍ
وطن ته سوله غواړم لوي ارمان ډالۍ کومه
کال بيا ده نوي شوي سره ګلان ډالي کومه
ننګرهاره درنه خپل دميني هار غواړمه سوله
درمان دريدي ګل دزړه پرهار غواړمه سوله
نرګس ګلونه واړه زما دهيلو کنډولي دي
دتوروشپو تيارو ته شين سهار غواړمه سوله
ارمان مي د سکون شه ارغوان ډالۍ کومه
کال بيا ده نوي شوي سره ګلان ډالي کومه
****
يو سوله نزارانه کړه ويرځپليو ولسو ته
ګلاب ګلونه شينده دوطن پيغلوکمڅو ته
خاونده بري ورکړی د ننګونو شازلموته
تاريخ مو بيا ژوندۍ کړه داوياړلي ولسوته
د خان غفار مزار نه يو ارمان ډالۍ کومه
کال بيا ده نوي شوي سره ګلان ډالي کومه
****
شيني مستي بلبلان به دی بيا درومي په مزار١*
نن بيا مي سترګي څاري هغه ستادراتلو لار
ستاغم کړم په ملا مته نور دژوند نه شوم بيزار
جنت مي درته غوښتي په دوعاګانوکي په باربار
سري اوښکي مي پرمخ څيري ګريوان ډالۍ کومه
کال بيا ده نوي شوي سره ګلان ډالي کومه
کال بيا ده نوي شوي يو ارمان ورته ډالۍ کړئ
دسولي انتظار کړي يو جانان ورته ډالۍ کړئ
زخمي زخمي وطن موپرهروته درمل غواړي
دميني ولولو نه ډ ک جهان ورته ډالۍ کړئ
خزان خزان وختو ته ګلستان ډالۍ کومه
کال بيا ده نوي شوي سره ګلان ډالي کومه
****
راځه دميني خياله کشمالي ګلونه راوړه
ننګرهاردګلو باغ نه چمبيلي ګلونه راوړه
حفيظه ملااذان کي رات کراني ٢*مي ياديږي
ګلاب ګلاب وختو نه ګلابي ګلونه راوړه
دسولي خو ږ پيغام په هر زمان ډالي کومه
کال بيا ده نوي شوي سره ګلان ډالي کومه
د نوي کال مو مبارک
کال به نوي شي او اوني پاڼي وکړي
هسکو ونو کي ټول زاڼۍ ځالي وکړي
د سنځلو ونۍ سپيني ښکلي ښکاري
سپين غرهم بيا پر ګي مماڼۍ وکړي
که بياهم دشين سهارمحال کي لمربيا
سپيدداروباندي سپيني وړانګۍ وکړي
که نسيم په خندا راشي پاس په ونو
نارنج ګل ته زيرۍ راوړي د خندلو
که بورا بياپه اهنګ د ګل په مخ کې
راڅر خيږي اد ګاني کړي په ګلو
ارغوان او ريدي ګل زمونږد غرونو
ښايسته ښکاري نارنج ګل زمونږد ونو
زه به بيا هم د ملکو نو مساپر يم
نوي کال کي دي شيبو نه ناخبر يم
لاس به پورته کړم دوعاد سولي غواړم
نوي کال کي به د خپل زړه هيلي غواړم
حفيظ وايي بيا د خپل وطن په خيال کې
مبارک ټو لو ته و ايم نوي کال کې
دوطن پيغلو ته ډالۍ
راځه ته شاه جهان شه زه ممتاز دمحلونو
راځه ته مي فرهاد شه زه شيرينه دوختنو
راځه ته موسی خان شه زه مکۍ ستادنکلونو
دميني خوږ غزل شه چي تل ګرځو په ډير زړونو
د ميني په پيغام کي ګلستان ډالۍ کوم
کال بيا ده نوي شوي سره ګلان ډالي کوم
نوي کال
نوي کال مو بختور شه پسرلي راغلي دی
دنارنج ګل په خندا شوچي لالي راغلي دی
قاصد دميني راوړ د نرګس د ګل جامونه
ننګرهاردسولي غږ کي بريالي راغلي دی
کنړسيندپه څپوکي دمستي سندري وايي
خټک له خنداشين شوچي زړګۍ راغلي دی
رابيل چمبيل کلونه به درځارکړم هيواد والو
ننګرهارپه نارنج ګل کي شازلمی راغلې
بياپيغلي به خپل سپين لاسونه سره کړي په نکريځو
چاويل چي سودا ګر د بوډيالۍ راغلي دی
دزرکو قطارونه به راځي په لوړو غرونو
سپين غر له چي نښتر بياپه ځواني راغلي دی
ننګرهاره
ستادمستي ستاد ځواني ستا د ښکلا شيبي دي
ا ی ننګرهاره نارنج ګل ته د خندا شيبي دي
د ګلوباغه ستا ديرو کي به جرګۍ جوړيږي
بياپسرلۍ شو دسپين غرنښتر شغا شيبي دي
ستا نوي کال سره وږمۍ د پسرلي به را ځي
بياپه ويالو کي ګلابونه کشمالي به راځي
ستا د سپين غرلمن ته راشي ننګرهاری کوچيانې
بياد سپين غرمشا عرۍ ته شاه زلمي به راځي
مستو شعروکي تراني د پسرلي به را و ړي
بياسوغاتونوکي دسره ګلاب ګيډۍ به راوړي
بيا به د سره سينو مرغيو اوازونه ستا يي
بيابه شپونکۍ دشين خالي مينه شپلي کي راوړي
اوراوره کي به راتاويږي زيارتونوباندې
رنګين شالو کي مستي پيغلي ګودرنو باندې
هرچهار شنبه دډولکي بابا ميله به ګرم وي
ګرم د سولي ډک بازار دی اولسونو باندې
ماته خوستادنارنج ګل خوږه وږمي يادږي
ای ننګرهاره د غزل مشاعري يا د يږي
بيادحفيظ دماشومتوب دونيارايادکړي راته
د جلالا اوبه خو ږي رڼۍ چيني يا د يږي
نوی کال دي مبارک شه
ننګرهاره ننګرهار اي دسولي ډک بازاره
نوی کال دمبارک شه دښايستو جينکو هاره
ستا باغونه می ياديږی نارنج ګل دبيا سپړيږی
داشنا ښايسته يادونه نن می بيا په زړه وريږی
ننګرهاره ننګرهار اي دسولي ډک بازاره
نوی کال دمبارک شه دښايستو جينکو هاره
****
خا طری می پاريدلی ټولي ستا لمن نيولي
ستادميندوارمانو ته ما په سروسترګو ژړلې
برۍ ستا ده زه منمه ما يويو درته ليکلي
دقسمت مقابله کي ما با يللي تا ګټلي
ننګرهاره ننګرهار اي دسولي ډک بازاره
نوی کال دمبارک شه دښايستو جينکو هاره
****
دهوا جګو څپو نه دخپل زړه له تنابو نه
داشنا ښايسته يادونه دګلروخومحفلو نه
ته لرئ ژوندي ولسونه ميله ځاي دزيارتونه
ستا ديدن ته هوسيږ م په تا وياړي ولسونه
يادوم دي نن بيواره اي دسولي ډک بازاره
ننګرهاره ننګرهاره نوي کال دمبارک شه
****
ستاشمشادنه قربانيږم ولسو نه به دی ځارشم
که زه بيا ستا ميلمنه شم يا ډيوه دکوم مزارشم
بغدادي کوتري غواړه زه به سره ګل د انار شم
نارنج ګل به ټولومه که زرلښته ستا دښارشم
دکونړ دسيند غړ مباره ننګرهاره ننګرهاره
اي دسولي ډک بازاره نوي کال دمبارک شه
****
صفتونه دبي شانه روح مي واخستو له تانه
ما خاپوړي درکي کړي زما زړه په تا ودانه
ته د سولي ښه زانګو يي زما مينه زما ځانه
نوی کال دمبارک شه د (حفيظ) دزړه ارمانه
ننګرهاره ننګرهار اي دسولي ډک بازاره
نوی کال دمبارک شه دښايستو جينکو هاره
لمړ خپل تاوده سلامونه وړانده کوم.
د١٣٨٨ کال رسيدل ټولو لراوبر پښتنوته مبارکي وام خدا دي وکړي چه د سوله او وروري کال وي خپل په ټولو چاروکي مو ستر بري مو په برخه شي .
وسلام
فيضي لندن پخوا هالند
د نوي کال مبارکي دلراوبر ښاغلو ويبپاڼي چلونکو ته!
ډېرو ګرانو ښاغلو د لراوبر دويبپاڼي مسؤلينو سلام!
د نوي کال ١٣٨٨ مومبارک شه!
خداي نه هيله کوم چې ګران هېواد مو له دغه بدمرغئ نه خلاص شي او يو ارامه او هوسا هېواد ولرو٠ امين په ډېره مينه .
محمدسرور وکيلي
سلامونه او احترامونه!
دنوي ۱۳۸۸ کال دزړه کومي مبارکي محترمو لوستونکو ته په درناي سره وړاندي کوم.
دعليحضرت محترم،جلالتمآب ،شهيد امان الله خان د ديموکراسي ، پرمختګ او ترقي لارښود ته ددوعا لاسونه دخداوند متعالی جله جلاالله ُ دربارته پورته کوم.
خودپښتو (ې) ګاني په ليکنه کي نه دي مرعات شوي،که حساب شي ډېري دي.
په درناوي
سلام
سپرليه زموږ کلي ته مه راځه!
سپـرلـيـه دغــه خـــوار کلي تـــه مـــه راځـــه!
زمـــوږ دغـه
بـيـمـار کلـي تــه مـــــه راځـــه!
ورور ورور ته لېوه غوندي غاښونه چيچي
غـوښي يې خــوري هـم يې
هـــډونـه چيچي
راغـلــي غـــرونــــه،پــه کلــي کاڼــي کاڼــي
ســره
ګلـونــه ،دغـاټـول شول پـاڼـي پـاڼــي
زمـــوږ دکلـي هــغـه تــنـګي تــنګي کــوڅــې
اَوړي را
اَوړي، پـــه کــې دويــنـــو څــپــې
کلــی مي ټـــول شـو،کـنـډوالــې کـنـډوالې
پــــه کـي
بــهـيـږ ي دويـــنـو ويـــنــو ويــالې
دلــتــه کنډوالــوکي نن پيــريان اوسېــږي
دنـګــو
بــــرجـــوکــې شـيـطــانان اوسېــږي
نـــوي نـــوي نـــه شـتـه، لاکـيـسې دي زړې
دخـونـخــور زاړه
جـلاد،لاسـرې دي چــړې
تـپـو هـم کــوڅــو کـې شـهيدان پــراتـه دي
لاپــه
چـيـغـوچـيغـو يې بچـيان پــراتـه دي
ســـړي زمــــوږ لــــه کلــي کـــوچـــېـــدلـــي دي
څوک ورک
دي څوک تر خاورو لاندي شوي دي
اسـمـانــونــه دي پـه خـشــم لا خــشميـږي
تـــاړاکـــونــه
هــم تـــېـرشـــوي لا تـېـريــږي
زړه دي نــه ســوځي پـه حـال زمــوږ دکلي؟
لـېـونــي غــوايــان
دي څــو ځــلــه راغـلي
لا ارواوي پـــه کــميــن کــي دي نــاولـي
څــو يـې ښکاري
څــويـې پټي دي ساتلي
پـــه دې کلـي د دوزخ لــمــبــې بـــلــېـږي
لــړمان دي لوی
ماران دي ترې تاوېږي
وران دي ګــــودرونــه،دکلـي چـينې وچي
منګي ټوټې ټوټې،کودوړي
يې سکروټي
يوڅو سپين سري،زوی مړي،ميندي دلته
لا هــم لــټـــــوي ، ژوري
کــــنـــدي دلــتــه
د ا شــنـه ښکلي بـاغــونـه سـوځېدلي دي
شنه طوطيان په سولګو
ځيني وتلي دي
ګـوره !کـه راځـې زمــوږ پـه کلي بــانـدي
وزر غـــوړوه! زمــا
پــه څــلــي بــانـــدي
زمــوږ له ارمانـونـو سـره يو ځای راځـه !
د سـولې شعارونوسـره
يوځای راځــه!۱۳
ته او خدای! دجنګونو لمن ټـوله کړه!
پـــه خـوارو د
ظــلـمـونــو لـمن ټـوله کړه!
راځـه! اخـتـر شـه زمـوږ پـه کلي بـانـدي
راشه! بختـورشـه زمـوږ
پـه کلي بـاندي
درتــه وايــمـه! سـلام سـلام ســـپـرلـيـه
راوړه لــه خـنـدا
ســره ډک جــام سپرليه
عبدالسلام اندړ ۱۳۸۷/۱۲/۳۰ Malmö
Ayaz noori
محترم ورور عبدالسلام اندړ! په سلام دې لمانځم. ډېره مننه ستا دغبرګون څخه، چې زما
لیکنه دې په غور او پام سره لوستې ده. زه اقرار کوم چې زما په لیکنه کې د (ی) په
هکله ډېرې غلطۍ موجودې دي. ما خپله اصلي لیکنه له سره د محترم ورور عبدالله احسان د
چاپي بڼې سره په غور سره وکتله. زما په لومړۍ جمله کې د (راوړۍ؟) کې بی پروایي شوې،
او بل په دوهم پاراګراف کې ګیډه؟ هم زما نه غلطي شوې ده، نور ټولې غلطې (ی) لکه
زماني؟، جامي؟، باندي؟ د غازي د دي؟، کرني؟، علاقي؟، بادام باغ کي؟، مزارشریف ښار
کي؟، د ګنبدي؟، چي؟، جنډي؟، د وزلوبي؟…
دا ټولې (یاوې) زما سره په اصلي متن کې درسته دي. زه تعجب کوم، چې دا دلې دومره
ډېرې نا سمې یاوې زما په مقاله کې؟؟ که احسان صاحب په کې دوستانه تشبس کړۍ وي، غوره
ده چې هغه دوستانو ته ووایي. دا وه زما عرایض، چې الله پاک حضور ګڼم. محترم اندړ
صاحب! ستاسو شعر مې ډېر خوښ شو، او ستا په شعر کې هم په اوه ځایونو کې درسته (ی) نه
ده مراعات شوې، لکه لیوه غوندي؟، پاڼي؟، تنګي؟، باندي؟ او نور….! جوړ او آباد
اوسې. محمد ایاز نوري mayaz33@hetnet.nl
د مباركۍ پيغام !
ټولو ته مينه او ادب
د نوي ۱۳۸۸ كال د رارسيدو له امله
ټولو مسلمانانو او په ځانګړي توګه ټولو افغانانو ته چې د نړۍ په هر ګوټ كې د مساپرۍ
شپې سبا كوي مباركي او نيكې هيلې ورته وړاندې كوم . هيله منديم چې دغه كال په ګران
هيواد كې د سولې ، وروروالۍ ، بيارغونې او ښوونيز كال وي .
او هغه افغاني طالبان
چې دوى په ريښتيا غواړي چې په افغانستان كې سوله او امنيت تآمين شي ، نو زه د افغان
زده كوونكي په صفت له دوى څخه غوښتنه كوم چې دوى د جګړي څخه لاس واخلي او د
افغانانو سره د يو ځاى د يوه چتر لاندې په سوله او امنيت كې ژوند وكړي . تر څو چې د
بې ګنا وګړو مخه نيول شوي وي او د يوه تل پاتې او سوله ييز افغانستان خاوندان وو
.
د يوه تل پاتې ، آباد او سمسور افغانستان د جوړيدو په هيله
سمسور مندوزى –
خوست – 0093700790193
ګرانوهیوادوالو ، نوې لمریز کال مومبارک شه !
http://sealee-sialee.blogspot.com/
مونږ دعاکووچې داکال تاسو ټولوته دصلحې ، ورورولۍ اوخوښۍ دکال په توګه مبارک شي
اولکه دتېروکلونوپه څېر ( بم بارک) نه شي
ماد۱۳۸۸ کال ټول اعدادسره جمع کړل ، نتیجه یې شل راووته . دایونېک فال دې
اووئېلای شووچې ترڅوبه په صفرکی پاتې یو، نوې کال موهڅوي چې په هررنګه کیږي نوريې
باید په خپل فکراوخپلومټو شل کړو!!
۲۰ = ۸ + ۸ + ۳ + ۱
خلکوپه علم باندی شل کړه
مونږناخبره په صفروکوومرګونه
لاس سره ورکړۍ نوریې شل کړۍ
ترڅوبه غوواړوله پردیوخېراتونه
— ——————————————————————————
فضل احمد – مبارکی :: دقدر وړ او پتمنو هیواد والو نوی کال هجری شمسی ۱۳۸۸
دی وتاسو ټولو ته مبارک وی خدای(ج) دی وکړی چه نوی کال زمونږ په هیواد کی د نیک
بختی اوسوکالی کال سی .او نور دا جنګونه وزنی او ورانی او تباهی ورکه سی او ز مونږ
له ګران هیواده. د تل له پاره کډه بار کی او خدای(ج) دی وکړی چه بهرنیان او اشغال
ګر زمونږ په هیواد کی روسواسی . او وشرمیږی آمین ثم آمین .
که چیری امریکایان او نور د دوی ملګری غواړی په افغانستان کې صلح او سوکالی راسی
او د دوی هیودونه له خطر محفوظ سی نو خپل فوجیان دی له افغانستان څخه وباسی او
افغانان دی پریدی چه خپل هیواد په خپله جوړ کړی او دافغانستان دولت او طالبان روغه
سره وکړی .
داودشاه ايریدی
وایی چه سږ کال
هم بهار نه راځی
خدای ج دی نکړی
د پشتونخـــوا په دشتو او د غـــرنــو په لمنــو کی
د
یــــرغلګرو وحشی لشکـــری دی کوزی ښوی
کور په کورکلی په کلی فاجعی دی تکراری
ښوی
د زړه پـه دشته می د غـم لشکرو خیمی وهلی
———–
د هلمندو،
اورزګان و قندهار ، شارونه سوزیدلی
د وزیـــرو ، پکتیاو ، کنــرهار شارونه وران
ښـــوی
د بلبلو د چیغار د بهارګلونه مړاوی ښوی مړه ښوی
په د غه سوزیولو
کـــورونو شارونـــو بهار نـه راځی
————-
د لــرو برو میړنـیو
ځوانانو حجری د ی ړنګی ښوی
څوک شهــید ان څـوک بنـدیان څوک یـاغی ښوی
د ګدر
غاړی ماتی ښوی ړنګی ښوی خالی ښوی
چه مازدیګـــــر وخت د ګـــدر ښی څوک نه
راځی
————
د خاینــانو ګـډاګیانو کـــورنه و شارونه ودان ښوی
د
اصیله افغـــانـــو کـــورونــه شــارونه وران ښوی
د ډمـــــو د ګــــډا
محفلونــه شـارونـه تـاوده ښوی
په دغه شرمیدلی زوریدلی حال نوی کال نه
راځی
———
د ګیـډرو شرمیدلو خـرڅی ښؤ ډلــی نشه ښوی
د خپلو
بـــادارانو پيــــرنګیانو په ولـــو سپاره ښوی
تــــر څـــو چه دی ګیـډرو نشه
نـــوی ماتـه ښوی
په د غه لیدلیـی شرمیدلی حال نوی کال نه راځی
——–
د
پره دیـو د سیورو لاندیی ژونـد دی تحمیل ښوی
د بی پتـی ، بی عـــزتی ، ژونـد دی
تحمیل ښوی
داوده د افغان د حال نـه نــوی کــال دی خبر ښوی
په د غـه لیدلی
زوریــدیلی حال نو ی کال نه راځی
——–
3/18/2007 :نیټه
داود شاه اپریدی
=============
د غـــلامـــی حمیلـونــه
د دیورند زنځیرونه نه منو
څوک چــه پـــه ظـــاهــره رسم د وفــا کـــوی
خــــبری د (
لـــــرو بـــــــرو ) پښتونخــوا کوی
خو پـــــه زړه کــی پـــه خفــا دا
خاینـه بیــوفـا
د ( لــــرو پښتونخــوا ) پـــه سـرســــودا
کوی
————-
دا بی پتـه ، بیغرتـه ، بـد نیته ( تنک نظره ، بخیل
)
چه د(شاه شجاع المسیان) نه دی نو څه دی
د ( شاه شجاع المسیان ) دی
ګــــداګیان دی
نــه شــرمیږی ، نــه شرمـو ، نــــه حیـا
کـــوی
———–
عزیزانو ( لــــرو بــــر ) د آمـــو تـــــر
ابــاسینـده
که بــلوچ دی ، که بولان ، کــه د چترال سیمه
دـ( احمـد خان
دوران ) ، فخر د افغان په قـبالـه
ثبت ښوی،پیږندل ښوی تاریخ منلی
سرحدونه
—–
لوی خیبـــر، د آدم خیلـو ، د تیــرا د دری سیمه
دغازی عجب
خان ،غازی شهــزاده خان اپــریدی
خوشحال خان وایمل خان و دریاخان،
سنګرونـه
عزیزانو په لورهمت ، په هـرقیمت بـه یی ساتــو
کله یی چه ته پریږدو
د سرپه قیمت به یی ساتو
———-
مونږ پـه خپله خــاوره یــرغلګر د جــهان
نــه منو
د ( دیـورند المسیان ) د خاوری دشمنان نـه منو
په خپله غـاړه او پښو
کی د غــلامی زنځیـرونــه
لکه د ( شاه شجاع المسیان ) خـــاینان نـه
منو
———
که چیرته باکفایته زعامت،پیاوړی لوی افغانستان وی
نن به
چیرته د مونږ په خاوره د دیورند المسیان وی
که چیرته لرو بر ټول لکه ورونه یو
موټی یو افغان وی
داوده نن بـــه چیرته دا اولس خوارو زارو پریشان
وی
———–
نیټه :20009 /24/2
داود شاه اپریدی
========================
وروره دا شعر ډیر وږد ؤ نظر په بعضی ملحوظاتو ددی د پاره
چه
لوستونکو ته سؤ تفهم و نښی فعلا می نیمګړی کړ پاتی
برخه یی د( عدمی تشدد ) یا د
(عدمی تحرک ) په هکله وه.
بهتره به وی که چیرته امکان ولری د دیورند په
هکله شعرونه که دی
(د یورند) په برخه کی خپور ښی دا
به ډیره ښه وی . درناوی
زرلښته حفيظ
سوله موارمان
اې دکايئنا تو ستر واکد ار ربه
ا ې د قد رتونو صلا ح کا ر ر
به
ختم د ا نفاق کړه ولسونوکې
ور کړه ديوسولې
اقتدارربه
****
څوپورې قتلونه او مرګونه وي؟
څوپورې ماتم اوداويرونه
وي؟
څوپورې غضب اوستاقهرونه وي
څو پورې ناڅاپه ماتمونه وي؟
****
څو
پورې به ميندۍخپل زلمي خښ کړي
خپل د زړه ټو ټې او ګلالي خښ کړي
تړمې تړمې توې
کړ ل زيارتو نو کې
څو پورې به پيغلې خپل زړګي خښ کړي
****
بس ده قهر نوره
مو توبې واخله
دا د غم ماتم ترخه شيبې واخله
ډيرډيرماتمونه کوربنۍ شولې
د
ا د ماتمونو سلسلې وا خله
****
نورمونږپه خپل ژوندکې ساه نيولي يو
ستا دغه
ويرجن لحظونه ستړي يو
بيا مونږ ته زمونږ د ژوند معنا راکړه
دغه بدر نګو نو ته
ښکلا ر اکړه
****
سوله موده ژوندسوله ايمان غواړو
سوله کې ازادژوند دافغان
غواړو
سوله مو جهان د اوو لسونو د ی
سوله دحفيظ د زړ ه ارما ن غواړو
دجابراحمدمخلص منګل شعرونه
1.زمونږپه چم کښي ارغی کیږی دګلانوپه ځاي
تورګونګوټان پکښي
ګرځيږی بلبلانوپه ځاي
دتاج اوتخت نه موفرارکړه پخپل لاس داولي؟
چي نن پرادودرکښي
لوغړیږی ملنګانوپه ځاي
داومیدوډیوي مومړي شوي خدایه داڅه وشو
نورتورتمونه هم زیاتیږی
رڼاګانوپه ځاي
مونږتاپکارنه ده چي خپله پښتوغلی پریږدو
دامونږنه ولي حرکت کیږی
فیرنګیانوپه ځاي
حلات بدل شوخیربه غواړودقیامت نښي دی
جینۍ ښارونوکي ګرځیږی
هلکانوپه ځاي
په زړوکي یواوبل ته ډک دی مخلص داسي وایی
ه ظاهریوبل ته خندیږی
دیارانوپه ځاي
………………………….
؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
2.هم پوهیږوهم غولیږوچي داولي؟هم براګیږوهم یریږوچي داولي؟
هم
خپل پرهرته پام دي..هم موښاخ دژوندمحکام دي
هم تربورسره تربوری کړو…هم
موزوردزړوتمام دي
هم نفرت ګرځووزړوکي…هم موخوښ دغه نظام دي
هم خندیږوهم
ژاړیږوچي داولي؟
هم یي تل په مخکښي ډال یو…هم یي میني ته لیوال یو
هم ګیلي
ګرځووزړوکښي…هم په ژوندترینه خوشحال یو
هم مو لوظ ورسره کړﺉ…هم یي ښه خبرپه
حال یو
هم غواړیږوهم راژیږوچي داولي ؟
هم پخپله یوتیلۍ یو…هم دبل مخکي ډالۍ
یو
هم ټیټ نه ګورودچانه…هم لویدلی دسیالۍ یو
هم پخپله یوپه نښه…هم توپک
کښي یي ګولۍ یو
هم بلیږوهم سوازیږوچي داولي؟
هم په ښه ژوندون مين یو…هم
دځانه ګیلامن یو
هم یو خپله تورتمونه…هم منزل ته آرمنجن یو
هم موزړه همت ته
کیږی…هم په زړونوکي ستومن یو
هم ژوبلیږوهم دردیږوچي
داولي؟
……………………………
3.په مینه کي دایوښکاره قصورلری جنان
ه سترګوکي کرم زړه کي
غرورلری جنان
چي ورشم لوی وړه راته نامه آخلی دیار
پخپل کلی کي دومره زیات
شعورلری جنان
نه ماګڼی خپل یاراونه دیارپه شان راګوری
پوهیږمنه داڅه عجب
دستورلری جنان
چي ویي ګورم سترګوکي مي مړي اوښکي مسکۍ شی
توبه توبه داڅه ښکلۍ
سرورلری جنان
آشناچي زمانشودبل مینه دي هم پریږدی
خبرنه دي زماپه شان
تربورلری جنان
مخلصه چي دستازړه کي یي کورځانله پیداکړو
دزړه مینه به تاسره
ضرورلری جنان
شرف الدین عظیمی
پسرلى
بيا پسرلې راغی اوښکلی راغی
هغه دسوي زړه کيسه راغلله
هغه
دسټ مين دردونه راغلل
هغه دستړي زړه ارمان مې راغی
هغه دډېروتېندکو
پسرلی
چې وچکالۍ یې ورشکولی ګريوان
ريښې ريښې یې اوس په غاړه پروت ده
لږ
غوندې پړاو ملامت ښکاريږي
هغه چي تږی او ستي ستي ده
لکه داوړي يوخوارکښ
لوګری
هغه چې تږی ده خولې خولې ده
خو بيا راغلی ده او ښکلی راغی
هغه سپرلی
چې یې وګمې راوړلې
هغه چې ښکلي سپين ګلان یې راوړل
زموږ د نارنج او دمڼو
ونوته
هغه چې بيا به کليوالې پيغلې واخلي چمبې
او دپسرلي سرود به
وغږوي
هغه دتېر په شانې بيا را غلی
هغه دتالاندو برښنا پسرلی
هغه چې بيابه
جګو غروته خېزو
هغه چې بيا به مرخيړي لټوو
هغه چې بيا به توري وريځي
راشي
دهسکو غرونو او اسمان خواوته
لکه ماران دښکلې پيغلې زلفې
چې دسپين مخ
په خواکه تا ورا تا وشي
او يو شان ټا ل وخري خورې ورې شي
هو! هما غه شان را
غی ښکلی راغی
بيا به کوچی خپله رمه له سرکړي
بيا به یې لرې غروته
وخيزوي
بيا به له هغو هسکو هسکو غرونه
له يوې ماتې او زړې شپيلۍ نه
دښکلو
کليو او بانډو خلکو ته
دخپل لها نده او لالهاند ژوندون
يو څوسندرې زمزمه
رالېږي
خان زمان کاکړ
ړنده اسره
چي پېدا شوی یم یو شور اورمه
یو څه خو شته، یو څه خو کېږي
ضرور
چي په هر تن کي اضطراب پروت دی
چي مي په ټول وطن کي جنګ خور دی
څوک
یې جهاد، څوک یې فساد بولي
څوک دي له خپلو نه خېرونه غواړي
څوک له پردیو
شکرانې ټولوي
هر څوک مصروف دی په نړاند کلي کي
یو واي چي زوړ ورنړول پکار
دی
بل واي چي نوی زړول پکار دی
موږ د زړښت او د نوښت تر منځه
موږ د تخریب
او دتعمیر پر پوله
موږ د دوزخ او د جنت په منځ کي
څه بې اختیاره بې قراره
ولاړ
څه بې منزله په دې لاره ولاړ
د چا په تمه باندي شپې تېرو
khanzaman_kakar@yahoo.com
نوی کال
نوی کال پدی خبر دی
په چا غم په چا اختر دی
دا هم بیا کلی ته راغی
ددی کلی زړه پرهر دی
میلمستیا به ئې ښه وکړو
چې راغلی مو په ور دی
دسترخوان د پښتنو هم
په جهان د ټولو بر دی
هم سپرلې د سرو ګلونو
رالیږلی خپل رهبر دی
خو پښتون په خپله خاوره
بې اختیاره در په در دی
چې سپرلی ورته خندیږی
هم ئې زړه د مینې سپر دی
خو افسوس په دی خبره
بې اتفاقه ئې نظر دی
خپله ژبه چې څوک پریږدی
لکه مات ئې خپل وزر دی
چې د بل ډول ته ګډیږی
دا لښکر د بل لښکر دی
حقیقت ئې دربیان کړو
دا شاعر تیر له خپل سر دی
دا نسیم ستوری ملګرو
په کونړ کې د تنر دی
نوري صاحب ته سلام او احترام!
محترم ،قدرمند او وياړی م .اياز نوري صاحب نوی کال دي ستا نېکمرغه وي!
ستا سو له ځوابي ليکني څخه ډېره مننه، چي و دي منله ، ډېر يې نه مني او زور ازمايي کوي، ما په رښتيا ستا سومحترم ليکنه په غور ولوسته ځکه راته نوي وه، تشکر.
نو لدې کبله په ځير شوم او د درناوی له مخي مي څو ټکي ستاسو اومحترمو لستونکوحضور ته عرض کړل .
ګرانه وروره! اول خو دا چي دکمپيوتر ستونزه له پښتو سره ده، دوهم دا چي دځينو محترمو ليکوالانو ستونزه له کمپيو تر سره ده او دريم داچي په رښتيا دځينو ليکوالانو چي اوږدې، اوږدې مقالې، لنډ او بربنډ مطلبونه ليکي، دعلمي رتبو پېژندنه يې هم ور سره ليکلي وي ،
له (ېګانو)،(واوو)،(جمع موٌنث)،(جمع مذکر)،(مفردمونث)،(مفرد مذکر)،(مخاطب جمع، مخاطب مفرد،مخاطب موْنث،مخاطب مذکر) ،(غايب ،حاضر) او باالاخيره دری وختونه، او په وختونو کي دنومونو او ضميرونوپه ځای د(ې )ګاني او(واوونه)استعمال اونورو ګرامري ستونزي ښې غوښني ور په برخه دي . مګر بيا يې هم کور اباد قلم خو چلوي، او لستونکي يې ليکني ته نه بلکي زړه ته يې ګوري او مطلب ځيني اخلي .
په درناوي
سلام
ګرانو:افغانانو: ملاصاحیبانو: طالیبانو :او حکمتی چارواکو تاسی ټولوته د زړه له کومی د نوی کال موبارکی وایم خدای موخوشحاله لره او په خاصه توګه د لراوبرویپاڼی کارکونکوته په درناوی
نوی کال – حامد
الوتاند
لمړۍ تر ټولو د نوي کال د را رسېدو په وياړ ټول لر او بر افغان ملت ته د زړه له
کومي مباره کۍ او نېکي هيلي وړاندي کوم ،او د پاک خدای له درباره څخه غواړم چي دا
کال دي زمونږ په ګران هېواد افغانستان او ټوله نړۍ کي د صلحي ،امنيت او څوکالۍ کال
وګرځوي٠
او دا ټوټه شعر د نوي کال د تحفي په ډول تاسي ته وړاندي کوم هيله ده چي ستاسي د
خوښۍ وړ وګرځي٠
نوی کال – حامد الوتاند
دا نوی کال مو مباره ک شه
عمر مو شه ډېر،ډېر کلونه
ژوندون مو تير په خوشحالۍ شه
را مه شه تاسي ته غمونه
نوی موسم ده نوی خيال ده
هېر کړۍ دا ټول زاړه يادونه
د ځان ،ځانۍ نه په کنار شۍ
په ورور ولۍ جوړ کړۍ جشنونه
ژوندون مو تېر په خوشحالۍ شه
را مه شه تاسي ته غمونه
راځۍ د يؤ د بله جار شو
په اتفاق ورکړو لاسونه
يو بل ته غاړه غړۍ ورکړو
په غليم بل کړو سره اورونه
دا نوی کال مو مباره ک شه
عمر مو شه ډېر، ډېر کلونه
څوک کړي پېغور د نام و ننګ
څوک مو د ژبو سره جنګ
څوک شول څرګند په بل،بل رنګ
کله به ويښ شي ته پښتونه
دا نوی کال مو مباره ک شه
را مه شه تاسي ته غمونه
ګلان د خار نه کله پاک وي
په هر سېلاب کي خس ،خاشاک وي
اغزي په برخه دي دښمن شه
په برخه ستاسي دي ګولونه
دا نوی کال مو مباره ک شه
را مه شه تاسي ته غمونه
د تربګنۍ نه په کنار شۍ
لستوڼي بډ وهۍ په کار شۍ
دا لر او بر سره قطار شۍ
لکه ګلان د غاړي هار شۍ
بيا به حامد لمانځي اختر ،نوي کلونه
دا نوی کال مو مباره ک شه
را مه شه تاسي ته غمونه
حامد الوتاند د ٢٠٠٩ کال د مارچ ١٩مه
ګران اندړ ورور! بیا دې په خپل سلام هر کلۍ کوم. ستاسو د ارزوونه نه منندوی یم. زه یو ملامت او خدای او افغان ملت ته ، زما د ژوند اصلي شتمني زما اخلاص او تواضع دي، که څه هم د دې اصل لپاره ډېرۍ وخت تاوانونه هم ورکړي. اقرار په غلطي او عیب، رشتیا هم هر څوک نه کوي، په تیره بیا افغان ټبر یو مغرور ملت دئ، او د دې منفي خوی لپاره یې ستر ې ناخوالې ګاللي. زه هر معقول غرور ته هر کلۍ وایم، لیکن منفي غرور نه ځان ساتم. آیا نوره د دې وخت نه ده چې اقرار وکړو!!. یو بل قربان شو، د یوه مشر مخلصانه احترام وکړو. سوله له مانه پیل کېږي، او بیا له تا نه او داسې پرې ورځه.
د پشتو د ژبې په باب باید عرض وکړم، چې دا یوه تاریخي ستونځه ده، چې مونږ خپله ژبه په اصلي ګرامري شکل زده نه ده. لیکوالي یو فن او هنر دئ. یو شمیر افغانان وایی، چې یو لیکوال باید د یوه پوهنتون د ادبیاتو پوهنځۍ لوستۍ وي، بیا دې لیکوالي وکړي. ما لوړې زده کړې په بل مسلک کې کړي. له بله خوا ګرانه وروره، مونږ او تاسو په یو کرغېړن او اضطراري بهیر کې واقع یو. دا لیکنې یو ملي ضرورت دئ. د دې ملت په برخه لیک لوبې روانې دي. زما د لیکنو نه اساسي هدف د پیغام رسول او له ولسي مسوولیت څخه یو څه د ځان بري کول دي، کنه زه نه د شهرت لیونۍ یم او نه بل شخصي مطلب لرم او نه د کوم ګروپ غړۍ یم، جې ماته دستور او امر راکړي، چې دا به حتمي لیکې!!.
زما رایه دغه ده چې هر افغان چې سواد ولري، او د لیکنې نه یې لوستونکۍ پوهه او معلومات لاس ته راوړی شي، لیکنې دې وکړي. د لیکوالي هنر زما په تحلیل ماته داسې معلومېږي، لکه یو مهندس چې یوه ودانۍ جوړوي. دلته د چوکاټ ډیزاین په مقاله کې مشکل او باریک بهیر دۍ. دلته د هر لیکوال استعداد فرق کوي. له څه یې بیل کوې، څنګه مخ کې ځې او په ډول لیکنه د موضوع د روح پر بنا ختموې، دلته د لیکوال مهندسي آزموینې ته وردرومي. لیکنه څه اوږده شوه. په پای کی زه ستا افغاناس احساس پالم او ستا ډېره مینه او درنښت زمونږ ملي قهرمان اعلیحضرت غازي امان الله خان ته، ډېر ستایم. پوره باور لرم، چې د هغه لوی غازي ارواح به ستاسو غوندې افغانانو پر احساس دېره خوشحالېږي. نور دې په لوی الله سپارم. په http://www.afgazad.com کې هم زما لیکنې کتلۍ شې
نوري…………………………….!!
I wish to all Afghans a very healthy, success and harmony among their families in New Year 1388! Unfortunately I am afraid, we will not get peace, security in this year too, but I am strong convinced, that Afghans will never give up to find their way!!!
salaamona, when evrybody know, that nawroz is haraam in islam, so why all you muslims celebraeting this haraam thing and sending mobaraki to eeach ather,if you calling your selv a moslim.
زماسلامونه هم ومنۍ !
دبهرام زي صاحب دپوښتنې په ځواب کی بایدووایم چې له ۷۰ میلیونوڅخه به
څوپښتنودنوروزمخالفت کړې وي ؟
دهغوافراطي ، فرهنګ اوکلتور ضد ټوپکچیانواوځانمرګوببرږیروجهالت اومذهب مهذبوپښتنوته
څه اهمیت اوڅه ګټه لري چې دپښتون فرهنګ دروښانه ستوري علامه عبدالرحمن بابا له مړي
هم کرکه کوي ؟
تاسوهغه څوک په پښتنوورګډوۍ چې دپښتنوله فرهنګ ، کلتور، تهذیب اوعلم سره دوښمني کوي
اوله هغه چا پوښتنه کوۍ چې دغه فتواګرهډوپښتانه نه ګڼي . هغه مذهب چې دپښتون
کلتوراوفرهنګ سره دوښمني کوي ، دپښتنودبچودتعلیم اوتربیې سره دوښمني کوي ، پښتانه
حلالوي اووېره اودهشت خپروي ، بااحساسه اوصادقوپښتنوته دمنلووړنه دې . پښتانه سوچه
مسلمانان دي اوخپل کلتوراوفرهنګ سره به خپله عقیده هم ساتي خونوې فرقې چې دمذهب په
نوم ددوی تاریخ لمنځه وړي ، دکرکې سبب ګرځېدلي دي .
دنوروزورځ دهغه اسلامي تاریخ اوسنې مطابق پېلیږي چې په افغانستان اوایران کی
اووږدپس منظرلري . دتکوتورواوپه تېلوغوړوپنجابیانواوعیاشوعربیانوتبلیغ اوافراطیت ته
تسلیم شوي بیهویته اودپښتنودتعلیم اوتربيې دوښمنان هیڅکله دپښتنوسره نشي شریکېدلای
.
افراطیانوته خوډېرروااوانساني کارونه ناروا ښکاري اوچې وس یې برشي دپښتنوژوند به په
وحشت بدل کړي خوداارمان به هغه ګورته یوسي چې معلوم هم نه وي .
لومړى د لر اوبر افغانستان ګروتپاڼې (وېبپاڼې ) درنو كاركوونكيو
او ټولو لوستونكيوته د زړه له كومې سلامونه او نيكې هيلې وړاندې كوم.
زما ليكنې ته شايد په يو بيل ليذ وكتل شي او وويل شي چې زه څومره ناپوه يم ،خو يوه
ليدټكى وړاندې كوم او دا له پوهو ريښتينو پښتنو څخه پوښتم .دا چې په نړۍ كې دوه
كليزونه يو زيږديز او بل قمري ليږديز كارول كيږي نو دا بل چې زما په اند زموږ په
ګران هيوادافغانستان كې په ناپوهۍ تپل شوى دا په تش نوم لمريز كليز دى چې اصلي
سرچينه يې ايران دى . او ددې لمانځنه په مزار ښار او د كابل په سخي كارته كې د شيعه
ګانو لخوا په داسې ډول لمانځل لكه موږ چې اخترونه لمانځو.آيا دا د ايراني كلتوري
ديرغل يو بيلګه نه ده ؟دا نوبيا دوى حق!!!؟؟ لري چې ايران ، تركيه تاجكستان او نورو
لخوا ګډلمانځل او ګډ ټلويزيون جوړ كړي . له بل لوري په پوښتونخوا كې دا بې ځايه
لمانځل چې له چټياټو سره مل وي ، يوازې او يوازې د ايران پلوه شيعه ګانو لخوا ترسره
كيږي ، نه د غوڅ اكثريت پښتنو لخواچې افغانستان پلوه دي .موږ بايد داسې كليز وكاروو
چې زموږ ديني او كلتوري اړخ روښانه او له نړۍ مو بيګانه ، نه كړي .ځكه پر دې ايراني
كليز نړيوالو نه پوهيږي او نه يې كاروي . دا چې موږ د خپلواكۍ چغې وهو او د پردې
كلتور د يرغل پروړاندې خپل ستوني شګوو چې هيڅ ځاى يې نه دى نيولى . خپلواكي دې
دژوند په ټولو اړخونوكې پلي او بيا دې پرديو ته د يرغل او تيري لاره او ګودر ورونه
ښيو چې ورنه تر تيريدا وروسته زموږ د كور په انګړ كې اتڼونه وكړي او بيا ورته ووايو
چې ولې داسې كوئ او يا مه يې كوئ . زما په اند زموږ هيوادني چارواو خپلو كړنوته د
بياكتنې اړتيا ليدل كيږي .كه غواړو چې د ګاونډيو له كلتوري او سياسي مداخلو او ير
غل اوتيري څخه ځان وساتو بايد خپلو ځينو ملي چاروته په ژوره توګه بيا كتنه وكړو او
په دې لړ كې زما وړانديز دا دى چې سپوږميز ليږديز كليز په هيواد كې په رسمي توګه
وكارووچې دا مو ديني او كلتور ي څرګندويه ده .
د ګران هيواد افغانستان د ريښتينې خپلواكۍ او د مجاهد افغان ولس د سر لوړۍ په هيله
ډاكټر خان ، كابل
محترم پشتون بهرام زی سلام!
لږ ګذاره کوه، نوروز د پسرلي پیل او د بزګر یو جشن او بلاخره یوه د کرنې او زراعت لپاره یو تشویقي موضوع ده. د اسلام دین د چا یا د یو څو کسو شخصي جایداد نه ده، چې خپل خواهشات پکې رسمي کړي. پرون افغان لیکوال او زبر دست عالم استاد حبیب الله رفیع د امریکا غږ رادیو سره د نوروز په باب د اسلامی او دیني لحاظه مکملې خبرې لرلې او نوروز یې د دین او اسلام په لحاظ منع ونه باله. نو آیا استاد رفیع د اسلام زد او یا بی خبره د اسلامي قوانینو څخه یو کس دئ؟ نور ه دې خپله خوښه……………………………!!
salaamona,mr noorullah and mr mohmmed ayaaz noori, what can i say, this is the rael prablom of us. i think selebryting new year,s day is nothin to do weth islam, but selebryting new year,s day or any thing weth unislamic way is haraam.don,t laesen to all those moshrikin that allways calling , modaren islam. brather islam is nothin to do weth modaren, fandemetalist, pashtoon, tajek arab or any thing ells. 1400 years ago islam is the saem islam as wellas today.i am living in europ and i know so many moslims that thay selebrayting sach a days and even some islamic moqads days by sharaab, kabab and all ayaashis thay can do. allah de mal sa. PB.
شيخ القرآن والحديث مولانا احمدشاه
دنوروز مبارکي او د نوروز په مناسبت خوراکونه ، هفت ميوه ،
لباسونه ، ډالۍ گانى ، رخصتي کول خپل ورځني کارونه ځنډول او ميلو ته تلل قطعاً حرام
دي.
ځکه دا د مجو سيانو سره مشابهت دى او نوروز د مجوسيانو اختر دى
پدې تفصيلي بحث ابن تيمية(رح) په اقتضاء الصراط المستقيم اول جلد او
(٢٢٧-٢٢٦-٢٤٩-٢٦٩) صفحو کې ليکلي دي د قرآن او سنت او د علماؤ د اقوالو له
مخې د نوروز د لمانځلو د حراموالي دلايل :
١:- الله (ج) فرمايې: ولاتکونو کاالذين نسوا الله فانسهم انفسهم
اولئک هم الفاسقون . سورة حشر (١٩) اية ترجمه: او تاسو مه کيږئ په شان دهغو کسانو
چه الله (ج) يې هير کړى دى نو الله (ج) ددوئ څخه ځانونه هير کړي دي او داکسان پوره
نافرمانه دي. (يهودو، نصارو او مجوسيانو الله (ج) هير کړيدى).
٢:- الله (ج) فرمايې : والذين لا يشهدون الذور . سورة الفرقان ٧٢
اية.تفسير ابن کثير ٣ جلد ٤٥٢ ، تفسير قرطبى ١٣ جز ٦٢ ص ، مجموع الفتاوى ٢٥ جز ١٤٧
صفحه کې د ابن عباس ، مجاهد ربيع بن انس، ضحاک (رض) مفسرينو څخه نقل کړي دي
چي معنى ددې ايت داده چه مومنان دي د مشرکانو اخترونو او ميلو ته نه حاضريږي او په
هغې کي دي برخه نه اخلي .
٣:- قال رسول الله (ص) من تشبه بقوم فهو منهم . ابو داؤد کتاب
الباس ٤٠٣١ نمبر حديث ترجمه : چا چه مشابهت وکړ د يو قوم سره نو هغه د هغوئ څخه دى
ابن تيمية (رح) اقتضاء الصراط المستقيم ١/٢٣١ ص او فتاوى الجنة الدائمة 3/429 کى
ليکلي چه مشابهت په عباداتو ، عاداتو او اخترونو کې هم راځي نو ځکه د نوروز لمانځل
د مجوسيانو سره شباهت دى .
٤:- ابو داؤد حديث نمبر ١١٣٤ ، نسائي ١٥٥٦ ، مشکاة المصابيح باب
العيدين کي حديث ذکر کړيدى چي د جاهليت دزماني څخه خلکو دنوروز او مهرجان په
ورځ لوبي کولي نو رسول الله (ص) ورته وفرماييل چي: الله (ج) ددې دوو ورځو په مقابل
کې تاسو ته د کوچني او لوى اختر ورځي درکړي دي مرقات شرح المشکوة ٣ ج ٤٩٠ ص کي
همداسې ليکلي او وايې چي انبياو ددغه جاهلانو حکماؤ دغه لمانځنه باطله کړيده.
٥:-بيهقي په سنن الکبرى ١٤ج ١١٣ ص ١٩٣٧٤ نمبر کي ليکلي دي
چي عمر فاروق (رض) وايې چي د مشرکانو عبادت خانو ته د اخترونو په ورځ مه ورځئ ځکه
په دوئ د الله (ج) غضب نازليږي دا د ورتلو حال دى د لمانځونکي حال به څه وي؟
٦:- بيهقي په سنن الکبرى ١٤ ج ١١٣ او ٣٧٥ ص375 ١٩نمبر روايت
کړيدى چي عمر فاروق (رض) ووئيل چي د الله (ج) ددښمنانو څخه ځان وساتئ ددوي په
اخترونو اوميلو کي .
٧:- په سنن الکبرى کي ١٤ ج ١١٣ ص او ٧٦-٧٧ ١٩٣ نمبر روايت کړى دى
چي هر هغه شخص چي ژوند ئي غوره کړو د مشرکانو په وطن کې او ددوئ نوروز او مهرجان
لمانځي او ددوئ سره مشابهت کوي ا و په همدغه ژوند مړ شو نو دقيامت په ورځ به د
مشرکانو سره پورته شي.
٨:- بيهقي په سنن الکبرى ١٤ جلد ١١٤ص او ١٩٣٧٨ نمبر کي على (رض)
څخه روايت کړى دي چي هغه ته د نوروز په ورځ ډالۍ پيش شوه نو هغه منعه کړه او داسې
ئي ووئيل چه خپل کارونه او اسلامي عادات جاري ساتئ هره ورځ نوروز دي ددي حديث راوى
ابو اسامه فرمايې على (رض) د نوروز نوم هم بد وگڼلو چي دا نوم نوى ايجاد شويدى
بيهقي وايې چي د کراهت وجه داده چي دا ورځ شريعت نده خاص کړي او دوي يئ د ځان څخه
خاصوي .
٩:- شيخ الاسلام ابن تيمية (رض) په مجموع الفتاوى ٢٥ جز ١٤٧ ص کي
د عمر (رض) او عبدالله بن عمرو (رض) د رواياتو د ذکر کولو څخه وروسته ليکلي دي چه
څوک نوروزي اعمال ترسره کوي نو د الله (ج) عذاب ته ځان وړاندي کوي او بيائ د مجموع
الفتاوى ٢٥ جز ١٤٩ ص کي ليکلي دي چي ددغي ورځي په مناسبت چه کومي ذبحي او حلالي
کيږي ناجائز او حرامي دي او په( ما اهل به لغير الله او ماذبح على النصب حرمه) کى
داخلي دي نو پدي ورځ (غسل ، ميلى، د ماشومانو د لوبو اسباب جوړول او دهغه شيانو
خرڅول او اخيستل چي د نوروز په ميلو کې استعماليږي ناروا دي بلکى بعضى علماء ئي کفر
گڼي ځکه په دي کې د کفر دشعائرو تعظيم او احترام دي
١٠:- ملا على قاري په مرقات شرح مشکوة ١٤ ج ٤٩١ ص کي وايې چي ابو
حفص الکبير الحنفى وايې که چا د نوروز په ورځ يوه هگۍ هم مشرک ته ډالۍ کړه نو داشخص
په الله (ج) باندې کافر شو او ټول اعمال يې برباد شول او حسن بن منصور وايې که چا
ددې ورځي تعظيم په خاطر څه واخيستل نو کافر دى او که مقصد يې د رزرزق پراخي وي نو
بيا هم مکروه او حرام دي ځکه د کافر و سره مشابهت دى شيعه گان نوروز ددې لپاره هم
لمانځي چي پدې ورځ عثمان (رض) شهيد شويدى او على (رض) ته خلافت په لاس ورغلى دى نو
دا د مجوسو ورونه دي.
په مرقات شرح مشکوة کې ليکلي دي چي د نوروز په بعضي لمانځونکو
باندې د هغوئ ښځي زوروري شي او روته وايې چي ماته به هم نن دغسي ميلي جوړوي
لکه دا نور خلک او کافران يې چه جوړوي نو دا د هغې خبره ومني . علماء کرامو ته عرض
دى چي عوام الناس د لاس يا بيان په واسطه د دغه منکراتو څخه منع کړي او نورو ملګرو
څخه دا خواهش دى چي ددي فوتوکاپياني په نورو خلکو وويشي.
ترتيب او تحقيق شيخ القرآن والحديث مولانا احمدشاه (خادم
الحديث النبويه) حفظه الله تعالى
نشر واشاعت : نو جوانان محصلين قرآن وسنت
٠٧٠٠٨١٣١١٠
د ترلاسه کولو ځاى:توحيد والسنت کيسټ پلورنځى زيرزميني اسحق زي
مارکيټ جلال آباد ښار موبايل:٠٧٠٠653715
محترمو ملا احمد شاه او پشتون وروڼو، سلام!
زما اساسي مطلب پخپله لیکنه کې د پسرلي د فصل راتګ، پس د ژمي د موسم څخه او ورسره مرتبط د زراعت او کرنې موضوع ده، چې مسلما د بزګر په مسلک پورې تماس نیسي. په دې ورځ رقص او ناڅاوې، شراب او کباب او نور دا یو تفریط دئ، چې زه یې مخالف یم. که د سپرلي د لومړۍ ورځې په پیل کیدو یوه غونډه جوړېږي، چې په کې بزګران او نور خلک اشتراک کوي، او د کرنې په باب پکې خبرې کیږي او د ونو نیالګي غرس کیږي، دا ماته کوم بد او ناروا کار نه برېښي. زه د نوروز د کلمې نه هم ورتیر یم، کومه مهمه مسله نه ده.
جناب ملا احمد شاه سلامونه! تاسو محترم د دین عالم او په قران او حدیث خبر کس یاست. دغه انتحار کول یعنی اول خپل نفس وژل او بیا د بل ژوندي انسان نه ژوند اخیستل، دا ته څنګه ماته تشریح کوې. که دا عمل یو مسلم بنده ته روا وي او خدای پاک ته لوی اجر ولري، نو ته ولې تر توسه ژوندۍ ګرځې او نور لوی دیني علما ولې په خارجیانو انتحار نه کوۍ؟؟ او که دا عمل خلاف د الله پاک د ارشاد وي، تا تر اوسه په دې باب څه کړي او دغه نور دیني علما ولې چپ دي؟؟ ځواب ته دې منتظر یم.
په درناوي.