د ۱۳۸۷ کال د کب په ۱۵ مه د پښتو ژبې د ستر شاعر رحمان بابا پر مزار برید ، د بامیانو پر بتانو له بریده روسته د افغانانو او پښتنو پر کلتور تر ټولو غټ ګوزار دئ .
دوښمن په دې ګوزار سره ټوله لره او بره پښتوخوا ولړزوله او د هر پښتون غوږ ته يي دا ورسوله چې که اوس هم نه پوهیږي او نه ویښیږي ، دوښمن ورته په داسې پټغالي کې ناست دئ چې د پښتون د ژوند او شتون ټولې لارې پرې تېریږي او دا هر وخت پرې تړلئ شي .
پښتنو سیمه کې د ښوونځیو ، روزنتونونو ، پلونو سړکونو او همدارنګه د ماڼيو او ودانیو له هراړخیزې ویجاړۍ ، ورانۍ او یا په پښتنو کې په نوم سره د ملي کادر ، ښوونکي ، ډاکټر ، انجینر ، سپين ږیري او مشر له وژلو روسته ، د اتلانو ، غازیانو او بابا ګانو د زیارتونو په نښه کول او په بمونو الوځول او د هغوی په هډوکو دلالي او سوداګري ، د پښتنو د یومخیزې او ټولیزې بربادي او نابودۍ د ستر پلان یوه برخه ده !
د افغانستان او پښتونخوا پر سیمه ګډه دې شنې غدۍ او ناورین کې ، نور دوښمنان که څه هم په چوپه خوله لګیا دي ، خو وهابیان بیا ښکاره له پښتنو سره د دوښمنۍ ټټروهي .
مولانا سمیع الحق د پېښور د اټک په سیمه کې د یوې راډېکالې مذهبي مدرسې مشر دئ چې د عربي وهابیانو په مټ چلیږي ، هغه په بمونو د رحمان بابا د زیارت د الوځولو په اړه ، ویلیم دلریمیل ته ویلې « موږ په زیارتونو کې عبادت نه غواړو ، موږ د مړیو عبادت که دوی اولیا هم وي نه کوو ، زه وګړیو ته بلنه ورکوم چې د قران لارې ته دې راشي او د مړیو له عبادت څخه دې لاس واخلي . رحمان بابا مړ دئ ، تاسو جومات ته ولاړشۍ نه قبرونو ته »
په داسې حال کې چې خپله مولانا هم په دې پوهیږي چې د رحمان بابا مزار او یا زموږ د نورو میړنیو ، اتلانو ، غازیانو او باباګانو زیارتونو ته خلک د عبادت لپاره نه ، بلکې د دعا لپاره ځي .
موږ ژونديان او د خپلو پلرونو او نیکونو اولاد ، د دوی هدېرو ، قبرونو او زیارتونو ته ددې لپاره ځو چې هغوی ته دعا وکړو ، د هغوی د ښو کارونو یادونه وکړو او راتلونکي نسلونه او بچیان له هغوی څخه د راپاتې هېوادپالنې ، انسان پالنې او خدمتونو په روحیه وروزو .
څوک چې د خپلو پلرونو او نیکونو په لار نه ځي او دهغوی یاد نه ساتي ، په حقیقت کې له خپل تاریخ سره اړیکې شلوي . هغوی چې د پښتنو اولاد خپلو نیکونو ، میړنیو او غازیانو ته له درناوۍ او دعا څخه منع کوي ، پخپل تاریخ پورې ملنډې وهي . دوی غواړي چې د پښتنو اړیکې له خپل تاریخ څخه پري کړي .
دلته په ډاګه څرګندیږي چې دوښمن غواړي زموږ څخه تاریخ واخلي . زموږ کلتور ، ویاړنې او ملي بریاوې له منځه یوسي او تر پردې کلتور لاندې پښتانه ښکېل وساتي . په داسې حال کې چې پښتنو له عربو څخه يوازې د اسلام سپېڅلې دين راخېستئ او پښتانه ځان ته خپله ژبه ، کلتور، تاريخ ، هېواد او ملي هویت لري.
نن سبا د رحمان بابا پر مزار له غلچکي بریده روسته ، په رسنیو او په تېره بیا په سایټونو کې یوخوا د افغاني کلتور او ویاړنو څخه د ملاتړ د پلویانو او بلخوا د عربي وهابیزم د مکتب د پلویانو تر منځ یوه توده جګړه او لویه شخړه روانه ده .
عربي وهابیان په ډېرې سپین سترګۍ سره د پښتنو په منځ کې د خپل وهابیت د خپرولو لپاره له هرې وسیلې څخه کار اخلي او د افغانی کلتور د ټولو برخو د له منځه وړلو پسې يي مټې رابډوهلي دي.
د مسافر په نوم لیکونکئ چې ښای اصلي نوم يي دا نه وي او یوازې په دې نوم سره په رسنیو کې د وهابیزم د خپرولو لپاره هڅّه او لیکنې کوي دلته زه د بېلګې پتوګه رااخلم :
نوموړئ ټول افغان سایټ ته د لېږلې لیکنې په یوه برخه کې وايي :
« که عبدالرحمان بابا راژوندی شی نو د هغه په قبر چه کوم بلډنګونه جوړدی پخپله به یی ونړوی »
زما په اند له دې څخه زیات او ښکاره اعتراف څنګه کېدئ شي . دا خپله يو څرګند اعتراف دئ چې د رحمان بابا مزار د مسافر یارانو په بمونو الوځولئ دئ .
بلخوا د مدیرشا په نوم لیکونکئ په افغان سایټ کې د خپلې مقالې ( د رحمان بابا مزار کې چاودنې پۀ پښتون تاريخ او کلتور بريد دى ) لیکي :
« هلته چې ما د مزار د منجور او دجومات د امام څخه وپوښتل او د نور ځائي خلقو سره مې خبرې وشوې نو هغوي نه معلومه شوه چې څلور پنځۀ مياشتې وړاندې مزار ته څۀ کسان راغلي وو او مونږ لۀ ئې دړکه راکړې وه چې مزار کې دې د تعويزونو جوړولو او د ښځو د راتګ سلسله بنده کړى شي. دوي ادعا کوي چې يوه مياشت وړاندې بيا پنځۀ کسان راغلل او دسختو پايلو دړکې ئې راکړې خو مونږ ورته ووئيل چې دلته هيڅوک هيڅ رقم تعويزونه نۀ جوړوي. البته زنانه د اسلامي او پښتني رواياتو سره سم کله کله راځي. »
خو وهابیان بیا د پښتنې روایاتو او دودونو څه پروا نه لري او هغه څه کوي چې دوی په عربي وهابي مکتب کې زده کړي دي .
اوس دا خبره چې د رحمان بابا زیارت وهابیانو په بمونو الوځولئ د لمر پشان یو روښانه حقیقت دئ .
زه دلته د ولي خان یوه خبره چې د لوی هند د تجزيي او د پاکستان د جوړېدو په اړه يي د جناح او انګریز د پټې چلوټې او توطیي په باره کې کړې وه ، رایادوم . « د پېرنګې له طرفه د هغه د مختلفو پالیسیو په سلسله کې ما هم د پېرنګیانو د ذمه وارو خلکو د کتابونو او یاداشتونو څخه مدد اخیستئ و او هغه د پښتنو خبره چې د عقل په زور او د خپل سیاسي تربیت په رڼا کې مو ثابته کړې وه چې غونډ دئ ، ژیړ دئ او تریو دئ چې عاقلان پخپله پوه شي چې نارنج دئ »
د ولي خان د پورته خبرې څخه مطلب دادئ چې دوی وايي موږ د عقل په زور ثابتوله چې جناح او انګریز پاکستان د يوې توطيي او دسیسې په وسیله په سیمه کې د دایمی نارامۍ د یوه مرکز پتوګه جوړ کړ ، خو خبره زموږ دلایلو او ثبوتونو ته پاتې نه شوه بلکې د انګریز خپلې رسنۍ او کتابونه ښکاره لیکي چې هو دا کار موږ خپله کړئ دئ او څوک چې په خپل جرم خپله اعتراف کوي د مدعي دلایلو او ثبوت ته کومه اړتیا نه لېدل کیږي .
دلته هم وهابیان وايي چې هو د رحمان بابا زیارت دوی په بمونو الوځولئ او په جرم خپله اعتراف کوي او د بل چا کوم دلیل ته اړتیا نه پېښېږي ! ؟
خو پوښتنه دا ده چې نورې کړۍ به له وهابیانو سره په دغه کلتوري یرغل او ناورین کې نه وي شریکي ؟
ایا وهابیانو به د پښتنو پر کلتور دغسې لوی برید په یوازې ځان کړئ وي ؟
زما په اند وهابیان په یوازې ځان د پښتنو پر وړاندې دا جګړه مخې ته نه بیايي ، دلته باید د پاکستان په دولت کې پوځي کړۍ او د ای ــ اس ــ ای خونړئ جاسوسي سازمان د دوی په هراړخیز خدمت کې وي .
وهابیان ځکه داسې بریدونه کولئ شي او په څرګنده ټکو کې ددې برید په اړه ځانته د جواز حق ورکوي چې په پاکستان کې د فعالیت ازاد چاپېریال لري او دپاکستان د دولت پر لوړو څوکیو کې غښتلئ ملاتړ لري .
په دې توګه وینو چې وهابیزم د پنجابي شوینیزم سره د پښتنو په سیمه کې شریکې ګټې پيدا کوي او یو د بل شتون بشپړوي .
بلخوا د ایران کلتوري فاشیزم هم باید له پامه ونه غورځوو. که لره پښتونخوا د عربي وهابیزم او پنجابي شوینیزم سره لاس وګریوان ده ، بره پښتونخوا هم د دغه وهابیزم او شوینیزم سربېره د ایران د کلتوري او ژبني یرغل سره مخ ده . ایران په سیمه کې خپلو فاشیستي موخو ته د رسېدلو لپاره هم له خپلو ځانګړوشیعه مذهبي اندیښنو او هم له ژبني توپيره ګټه پورته کوي .
افغانان باید په دریواړه سنګرونو کې خپلو ملي ګټو او ویاړنو ته جدي پاملرنه ولري .
همدارنګه ، افغانستان او پښتونخوا د اوږده مهال راهېسې ، د لویدیځ او روسيي تر منځ د سیالۍ سیمه وه او نن هم دا سیمه د یوې بلې زیانمنې لويي لوبې په ډګر اوښتې ده . دا چې د انګریز د بهرنیو چارو وزیر پارلمان ته په خپلو خبرو کې وايي چې د انګلستان ګټې د هلمند په غرونو کې پرتې دي او یا لکه څنګه چې ددې هېواد پخواني لومړي وزیر توني بلیر ویلي و ، دا چې په ۲۱ مه پېړۍ کې د لویدیځ او انګریز ګټې د افغانستان د هلمند په دښتو کې تر ګوتو کېدلئ شي . او یا لکه روسیه چې د افغانستان د مرکزي دولت د پیاوړتیا پر ځای د هېواد په شمال کې د ځانګړو سمتي او قومي ډلو ټپلو څخه ملاتړ کوي ، ټول دا څرګندوي چې زموږ سیمه د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو د متضادو ګټو د ټکر ځای دئ !
خو اوس د نړۍ د سترو ځواکونو د سیالۍ او لوبې له ډګره سربېره افغاني سیمه ، لکه څنګه چې دمخه وویل شول د عربي وهابیزم ، پنجابي شوینیزم او ایراني فاشیزم سره په سخته مبارزه او جګړه کې ښکېل ده !
اخځونه :
ټول افغان سایټ
جرمن انلاین سایټ
د ارواښاد ولي خان له کتاب څخه : ریښتیا ریښتیا دي
Salamona wrandi kawam,Muradzai Saeb,Da Rehman Baba pa mazar ki ka ghair sharee aw ghiar islami krani tersara kedalay aw da mosalmanano da yaw dalgai la khwa rawaperzawal sho no pa hais da yaw mosalman kho bayed mozh khoshala so,Da staso khafgan me der pa tazabzab ki achawi?Shaghalya ma kho ter nana sok na dai leedalai chi zaanta wahabi wayee,kawalai sai chi da wahabyat aw yaa da de maslak bashparha shanana wakrai?
(د ښاغلی مرادزی د ۲۰/۳/۲۰۰۹ د لیک
دوکـتور صلاح الدین سعـیدی۲۱/۳/۲۰۰۹
درنو لوستونکو او ښاغلی ورور ډاکټر صاحب سرلوڅ مرادزی! زما
سلامونه او احترامات و منی.
ستاسی لیکنه می په ډیره مینه ولوسته او ستاسی په
لیکنی او اړونده لیکنو کی می هڅه درلوده چي ومومم ولی د پښتنو نومانده او پیاوړی
شاعر او د ویاړنی مشر او بابا په مزار باندی دا ګوزارونه په دی وخت کی چا کړی او چا
سازمان ورکړی؟ متأسفانه ستاسی او اړونده لیکنو کی می ددی پوښتنی ځواب تر لاسه نه
شو. همدا اوس هم دا پوښتنه را ته مطرح ده او ځواب یی نه لرم. ستاسی په استدلال پوه
شوم. ستاسی استدلال د یو شک په توګه منم خوبیا هم ماته زیات قناعت نه راکوی. داچي
ولی قناعت نه راکوی اوږد بحث دی خود ډیر لنډ لنډ په دی هکله لاندی لیکنه غواړم:
د اسلام دین څلور منابع لری. اول قران کریم دوم سنت دریم اجماع او
څلورم قیاس. ددی منابعو تشریح او توضح ددی لنډ بحث د حوصلی نه اوچته بولم. خو بیا
هم لنډویل غواړم. دقران کریم دمفاهیمو تشریح او توضیح دحضرت محمد (ص) سنت کوی. مثلا
لمونځ فرض دی اما دلمونځ عملی بڼه او نور تشریحات په سنتو شوی. حضرت محمد (ص) وایی
(صلوا کمارایتمونی) لمونځ وکړی هغسی چي ما وینی لمونځ کوم. د خپل بحث د بل هدف
لپاره چي په اسلام کی ولی مختلف مذاهب او روایات او فتوی ګانی پیدا شوی یوه ټکی ته
اشاره کوم. او هغه داچي حضرت محمد (ص) خو نارینه او مذکر وه او ویلی دی چي لمونځ
وکړی همغسی چي ما وینی لمونځ کوم. نو بیا ښځی په لمانځه کی ولی بعضی عبادتی حرکات
او مراسم بل ډول اداء کوی؟ باید دی چي د حدیث مطابق یی د حضرت محمد (ص) په شان
لمونځ وکړی.(د ورځی دمود خبر هم ده او د تساوی حقوق خبر هم ده او …. دا بل بحث
دی.)
قران کریم د حضرت محمد (ص) په وخت کی نوشته شوی او قاریانو
حفظ کړی وه. د قران کریم اوسنی ترتیب او تنظیم د خلفاي راشدین او نهایی د حضرت
عثمان په وخت کی شکلی تنظیم شو. سنت او احادیث د مسلمانانو دریم او څلورم نسل کی
تنظیم شول. او بیا شپږ ستر د احاديثو کتابونه چي په صحاح سته مشهور دی معتبر اعلان
شول.
دریم اصل اجماع د امت ده چي په یو عصر کی مسلمانانو په یوشی
اتفاق او اجماع کړی وی. دا اجماع او دهغه تعریف او نور سلهاو جزییاتو په هکله خبر
ددی بحث د حوصلی نه جګ ګڼم. څلورم اصل قیاس (انالوګی) ده. دا اصل د هغه سوالونو
ځواب وایی چي زمانی او عصر راوړی او د اسلام په صدر او اول کي نه وه. د شان نزول او
علت د حرام او حلال په نظر کی نیولو سره نوی حکم او فتوی ورکول کیږی.
د حضرت
محمد (ص) په ژوند کی که مسلمانانو په څه اختلاف لرو نو محمد (ص) ته به یی مراجعه
وکړه او هغه به د الله تعالی د پيامبر د رسالت سره سم شرعی حکم او لاره ښودله او
مسلمان ته به مشکل پاتی نه شو. د خلفای راشدین په وخت کی دا مسأله د قران کریم او
محمد (ص) د سنتو پر بنسټ او د خلفای راشدینو د پوهی په بنسټ د قران کریم او سنت نه
حلیدلی. همدا هغه مرحله ده چي د اختلاف او مذاهبو عصر پیل کیږی. یعنی د شرعی حکم د
میندلو لپاره د اچي کوم حکم درست او یا لیار کومه ده او د قران کریم او حدیثو د
متونو او امر او نهی نه په مختلفو مطالبو او مسایلو کی ریښتینی حکم کوم دی؟ اجتهاد
پیل کیږی.
داچي څوک اجتهاد کولای شی او د مجتهد شرایط کوم دی او د اجتهاد
دروازی خلاصی دی که یه ؟ داچي ولی دا معیین احزاب او ګویا بل مذهب نه؟ هغوی چي وایی
اجتهاد بند دی علت یی دا بولی چي شر او فساد زیاد شوی او نشی چي دین نه بد تعابیر
وشی او فساد زیاد شی . له دی کبله همدا مذاهب بس او نورو مذاهبو تا اجازه نه شته او
مصلحت نه دی. د اسلام دین خپلی لاری روښانه لری او مصلحتی خبری دومره کلک استدلال
نه ده. داچي فتوی ښه دی چي دسته جمعی او که انفرادی د بحث خبر ده. زه یی د دسته
جمعی فتوی طرفدار یم خو انفرادی فتوی هم منعه نه که مجتهد شرایط ولر.
داچي داجتهاد شرایط څه دی او څوک یی لر د یڅث خبر ده. دا چي ګویا
څلور پیره پنځم پیره نه؟ او یا بعضی خلک دا حالت ته څلور پیره او پنځه پیره وایی (
پنج پیر) او که داغلطه اصطلاح ده د خبرو وړ او ډیر نور غیرشرعی جوانب لری او سیاسی
اهداف په کی داخل شوی. دا جدا بحثونه دی او ډیر وخت په کار لری. خو قاعده داده که
مجتهد اجتهاد وکړی. یعنی دینی متبحر عالم چي د اجتهاد مرتبی ته رسیدلی وی اجتهاد یی
و کړ او په دی اجتهاد کی حق ته ورسید نو بیا الله تعالی ورته دوه ثوابه ورکوی. یو د
حق رسیدو او بل در اجتهاد. او که صرف اجتهاد یی په صادقانه زړه وکړ او حق ته ونه
رسید نو الله تعالی ورته د اجتهاد اوصادقانه هلو ځلو ثواب ورکوی. د اسلام په تاریخ
کی ډیر علماء او مجتهدین تیر شوی چي په یقینی ډول حتمی نه ده تمام یی په خپلو
صادقانه هلوځلو او اجتهاد کی حق ته رسیدلی وی. نو له دی کبله چي په زړه الله اګاه
دی مونږ یی تمامو ته د مغفرت دعا کوو او د الله دربار نه ورته د عفو تمنا لرو.
د اسلام په تاریخ کي د علماء او متجتهدینو په ډله کی یو
عالم هم محمد ابن وهاب… وه چي اجتهاد یی کاوه او د اجتهاد یی په اوسنی عصر کی هم
مجاز ګڼه او یو سلسله اجتهادات یی لرل. داچي په افغانستان کی ورته وهابیان وایی او
کله کله پسی افراط او تفریط کیږی د فکر او تعمق وړ خبر ده. محتوی ته باید ځیر شو.
داچي مولانا سمیع الحق د پیښور د اټک په سیمه کی دا خبری کړی…
زه وګړو ته بلنه ورکوم چي د مړو له عبادت نه لاس واخلی او دقران کریم لاری ته
راشی….. دقران کریم لاری ته خلک بلل د مړو د عبادت نه خلک منع کول او داسی نور
امر په معروف او نهی د منکر نه ستاسی او دهر مسلمان کاردی. له دی سره سره ددوی خبری
نور جوانب چي تاسی ورته هم اشاری وکړی – څه نوی خبری نه دی او داسی خبری د تمامو
جزییاتو سره سره د اسلام په تاریخ او سیمه کی په تمام قوت ستره سابقه لری. همغسی چي
تاسی هم وویل مونږ زیارت ته د دعا لپاره ځو چي مړو ته دعا وکړو او هغوی ته د الله
نه د جنتونو دعا و کړو. مونږ د الله تعالی د مرستی امکان لرو. زمونږ لاره روښانه
ده. نص صراحت لری: من استطاع بغیر الله فقد اشرک. که چیری چا د غیر د الله نه مرسته
و غوښته مشرک شو. او نور نصوص. له دی سره مسلمانان په ورځنی کارو کی د مسلمان ورور
نه مرسته غواړی او مسلمان ورور وظیفه لری د توان په اندازه مرسته وکړی. اما مونږ د
قران کریم، د عمل او دعا په واسط د الله تعالی نه د خیر او عافیت دعاکو. د اسلام په
دین کی د عبادت لاره روښانه ده اصول او فروع یی روښانه او اختراع ته ضرورت نه شته.
ددی ټولو سره سره ما د مولانا صاحب ددی خبرو نه چي تاسی نقل
کړی داسی څه ونه لوست چي د هغوی په امر او یا د هغوی په اشاره دی دا کار شوی وی.
هغوی د تاسی دنقل قول په بنا خپله پوهه او معرفت د اسلامی هدایاتو نه تشریح کړی او
داسی مشخص شی چي په دی کار امرشوی وی و نه لوست. د بحث د تکمیل او امانت داری په
منظور غواړم خپل رسالت اداء کړم او ووایم چي له دی خبرو نه دا ښکاره او یقینی نه ده
چي ګویا: وهابیان په ښکاره وایی د رحمان بابا مزار دوی الوځولی ! د تحقیق او عدلی
او قضایی ارګانو لپاره یو لیکه او د تحقیق موضوع ده او بس. داچي دا خبر به څومره
ټیکه خبروی؟ که مولانا صاحب کوم بل پټ او سری امر کړی وی او مونږ پری خبر نه یو نو
هغه بیا بله خبر ده. په اسلام کی کوم مذهب د وهابی په نامه نه پیژنم . داسی مفکوری
چي افغانستان او پاکستان کی ورته وهابیان وایی د پورتنی ډیر لنډ بحث تر روښنایی
لاندی په جدی توګه د ژوری څیړنی اړتیا لری. داسی نظریات نه په پاکستان کی نوی دی او
نه په افغانستان او نه هم په اسلامی نړی کی.
د وړی اشاری په توګه هغه وخت چي مصر
فتحه شو مسلمانانو د مصر ستر تاریخی آثار اومجسمی و نه نړولی او هیڅ یی ورته ونه
ویلی.
زه په دی پوه نه شوم او له ما سره پوښتنه ده چي د ستر بابا
عبدالرحمان مزار خو له ډیرو زمانو هلته وه او مولانا صاحب او ددی افکار خاوندان هم
هلته له ډیرو زمانو د ښو سیاسی او نورو امکاناتو خاوندان وه او دی. نو ولی دا اوس
او ولی په دی مرحله عصر او زمان کی ددی ستر او تاریخی شخیت او بابا په مزار داسی
ګذارونه کیږی؟
آیا دا به د استخباراتی او سیاسی اهدافو بله دسیسه او حلقه نه
وی؟
السلام عليکم ورحمته الله وبرکاتو
ښاغلي دوکـتور صلاح الدین سعـیدی ستاسو تبصره می په ډير دقت سره ولوسته ، ډير په زړه پوری استدلال مو کړۍ او له دی ښکاري چی تاسو ماشاالله يو عالم شخصيت ياست ٠ د داسو تور لګونو په اړه لکه (وهابیان ښکاره وايي چي د رحمان بابا مزار دوی الوځولئ ! ) موږ د تاسو په شان هوښيارو عالمانو ته ډير ضرورت لرو تر څو مسلمانانو ته د حق لاره تشريح کري او مسلمانان د شرک او قبر پرستۍ څخه منع کري٠
عبدالرحمن بابا په رښتيا چی ښه شاعر و او مسلمان شخصيت و، هغه هم حق لری چی د نورو مسلمانانو په شان او هغه شانته چی محمد (ص) فرمايلی ، مقبره ولري ٠
خو تر اوسه پوری د عبدالرحمان بابا د مقبری ويجاړولو مسوليت چا په غاړه نه دۍ اخستۍ، هر چا چی دا کلر کړۍ نو د يو خاص هدف د پاره يی کړۍ تر څو د خلکو په منځ کی تفرقه پيدا کړي٠ بعضی خلک چی بی بنسټه تورونه لګوي،هغوی سره داسی دلايل نشته چی دقبر پرستۍ څخه دفاع پری وکړي او دهغوی موخه مذهبي شخړو ته لمن وهل دي٠
صلاح الدین سعـیدی صاحب زه د تاسو سره سل په سلو کی موافق چی د وهابیانو په نوم کوم مذهب نشته دا دهغه خلکو تبليغ دی، څوک چی نه غواړي په قران کريم او دمحمد (ص)په سنتو باندی پوره عمل وکړي ٠
په ډير درناوي ، الله تعالی دی مونږ ټولو ته دسمی لاری هدایت وکړي ٠ امين
Maulana sameulhaq hagha sarrai dai chi de yawe fahishe sara pa Pakistan ki bad nam shawe wo. ka etebar na larai de ya Peshawri sakha pokhtana wakrai
Zeyaratono la kho khalak de Islam la ra tag sara zee. Ka da haram wee no bya de hazrat Mohamad zeyarat ta wali hajian zee?
Ka de Rahman BaBa Mazar Wahabyano wran karrai wee aw ka bal cha ghol ye de plara sar khwarralee. wale pa bunir ki da Moghol Pir Ba Ba zearat ta sajdi kawee? Hagha wali na wranawee?
Lanat de we par hagha chi star Rahman Ba Ba ta ye spak katalee
Sofi saeb,,,khabara da yaw kas yaa da Samiulhaq na da,khabara da hagha haq maslak da chi baazi khalak pa khabar ham na dee aw pa ghandaloo ki ya ter tolo lumrii dee.Heela da chi taso ham pa khpalo tabsiro ki da waina aw leek adaab mara'at krai.
سلامونه
سرلوڅ سیب الله دی مااو تادواړو ته د پښتنو د خدمت توفیق راکړی
ګرانه سرلوڅه هر څو ک په یوی موضوع باندی د تبصیری حق لری – داچه ما د عبدالرحمن بابا د قبر سره د جوړو شویو بلډنګونو او په هغی کی د چاودنی په اړه څه لیکلی داد ا معنی نلری چه قبر چا الوځولی دی
ګرانه سرلوڅ سیب مو نږ (پښتنو)د عربو نه دین ندی اخستی بلکی دادین الله ج چه د ټول انسانیت خالق دی (چه تاسی کمونستان یی نه منی) د ټول انسانست د اصلاح او با سعاد ت ژوند د تیرولو لپاره رالیږلی دی
ګرانه سرلوڅ سیب دا چه الله ج خپل اخری رسول د عربانو له منځه غوره کړ دانو ځما او ستا دواک خبره نده – او ممکن په پښتنو کی هغه وخت داسی شخص چه د ټولی دنیا رهبر دی وکړی او یا پښتو ژبه په هغه وخت کی خو لاڅه چه اوس هم ددی جوګه نده چه ټوله دنیا خو پریږده په افغانستان کی پری ټول دژوند ضروری مواد ولیکل شی نه وه
ګرانه سر لوڅ سیب الله ج دین په عربی ژبه رالیږلی چه د خپل وخت یوه مکمله او فصیحه ژبه وه او هم دا عربی د جنت ژبه هم ده
ګرانه سر لوڅ سیب که ته ریښتیا د عبدالرحمن بابا غم زورولی یی او د عبدالرحمن بابا پیروی کول غواړی نو راځه هرڅه واضحه دی – د عبدالرحمن بابا نظریات راخپل کړه او ځان نه داسلام ددین خدمتګارجوړکړه
بله خبره دا چه که ته د پښتنو د کلتور د ژوندی ساتلو ډیر وږی یی نو راځی او س د عربو په ځای د پښتنو په کلتور د صلیبی او ایرانی کلتور د یرغل مخه ونیسه
ګرانه سر لوڅ سیب که یوی پښتنی خورته ووایی چه یو لوی ټکری پسر کړه خوشالیږی خو که ورته ووایی چه یوتنګ پتلون واغونده نو بیا به دی په سرووهی
که ته ریښتیا پښتون یی نو بیا دپښتنو د کلتو ر لمړی او ډیر با ارزښته توکی د هغو لباس دی نو ګرانه ته هم خپل لباس اغونده او په ملک کی یی هم عملی کړه
په اخر کی به دمره درته ووایم که مسلمان پښتون یی لږ قران ولوله او بیا خپلی خبری د هغی په رڼاکی کوه او که د عبدالرحمن بابا تاریخ ژوندی ساتل غواړی نو ددین زده کړه وکړه
مننه
مرادزي صاحب السلام عليکم ورحمته الله وبرکاته.
دا چه د عبدالرحمان بابا مزار چا الوزلاي دي يقينآ چه لوي جرم يي کړي خو مرادزي صاحب کوم تهمت چه تاسي لګولاي دي تاسي له هغي څو چنده د لوي ګناه مرتکب شوي.. ځکه چه ستاسي دليکني څخه د شرک بوي ځي او د هري ګناه څخه شرک ډير لوي دي..زه پخپله د پاکستاني مولويانو سخت نفرت او کرکه لرم خو کومه خبره چه مولانا سميع الحق کړي ده حقه او پر ځاي خبره ده ځکه الله ج مونږ د خپل عبادت لپاره پيداکړي يو نه د قبرونو. زه خپله د عبدالرحمان بابا دزيارت په خوا کي چه د جبه يا سهيل اباد په نامه کلي ياديږي 23 کاله زوند کړي. کومي فجايعي چه د عبدالرحمان په زيارت کي کيږي په هيڅ ځاي کي نشته.هره پنجشنبه چه هلته ورته د زيارت ورځ وايي د ښځي خصوصآ پيغلي او ځوانان په دغه زيارت کي هغه ناراوا اعمال کوي که د عبدالرحمان بابا لږ وس هم رسيداي نو دغه مقبره به يي لا ډيره پخوا پريښي واي او چيري لري به تللي واي او کاشکي هغه زوندي واي چه تاسي دي خلکو ته يي لاره ښودلاي واي.. تاسي په خپلو خبرو کي د ښځو تګ زيارتونو ته د پښتنو دود ويلي خو وروره مونږ په پښتو کي متل لرو چه ښځي ياپه کور او يا په ګور . په پښتو کي دا لوي عار دي چه ښځه دي د پردي سړي ديدن او يا مقبري ته لاړي شي او همدارنګه الله تعالي پر هغه ښځو چه د پردو سړو زيارتونو ته ځي لعنت استوي او که تاسي خداي نخواسته عبدالرحمان بابا د انسانانو د ستر لارښود سره برابروي دا مو نو بله ستره خطا ده او د لوي او متعال ذات څخه د خپل ځان او زمونږ لپاره د مغفرت غوښتونکي شي. محترم مرادزي صاحب ايا تاسي د وهابيت په باره څه علم لري او که نه ؟ ايا څه مطالعه ددي په باره کي کړي ؟ او که د غرب په تبليغ غوليدلي ياست؟ دا هغه ستره او د قوي ايمات خاونده ډله ده چه ټول غرب ددي ډلي د ماتولو کوشوشونه کوي غرب د هيڅ مسلمان ډډه نه کوي صرف د همدي ډلي نه يي کوي او ځکه خو پري هر ځاي د يهودو په اشاره په هغوي پسي تبليغ روان دي او پخپل ټول توان سره غواړي ددي لاري مخنيوي وکړي . نو له تاسي محترم ځخه ډيره په درنښت هيله کوم چه لږ ددنيا سره ددين نه هم ځان خبر کړه . د لوي او متعال ذات ته عذر کوم چه اي د ټولو کايناتو ستره خالقه د نړي ټول مسلمانان سره متفق او متحد کړي او اي ددي لوي جها ن ستره خالقه زمونږ مړو ته مغفرت او زوندو ته هدايت او مغفرت نصيب کړي او اي اوريدونکيه او ليدونکيه ذاته زمونږ په حال رحم وکړي زموږ په خاوره حقيقي اسلامي قانون نافذکړي او مونږ نور ددي بدبختيو څخه لري کړي . امين يا رب العلمين.
F.. Kunarai as can be seen from your name. You are still in the life of Jahiliat. How could you say "Khaza ya pu Goor Ya pu Koor" shame on your backwordness. woman is part of the society. during the time of Mohammad sollallah ali hi wasalam half of Islam is spreaded by Woman. So how you think woman can spread islam if she is either po Koor or Po Goor. Lanat on you Wahabi F..ckg Kunari.
F.. Kunarai as can be seen from your name. You are still in the life of Jahiliat. How could you say "Khaza ya pu Goor Ya pu Koor" shame on your backwordness. woman is part of the society. during the time of Mohammad sollallah ali hi wasalam half of Islam is spreaded by Woman. So how you think woman can spread islam if she is either po Koor or Po Goor. Lanat on you Wahabi F..ckg Kunari.