کور / ترخې خبري / که غواړی دشهید داؤد خان روح ښاده کړئ وژونکي یې محاکمه کړئ

که غواړی دشهید داؤد خان روح ښاده کړئ وژونکي یې محاکمه کړئ




دې وروځوکې دافغانستان دپخواني مشر محمد داؤد خان دقدرونې او درناوي لپاره دحکومت له لوري يو شمېر هلې څلې پيل شوي چې به دغو هلوځلو کې کې د نوموړي دمړي دپيژندو او بيا خاورته سپارلو لپاره يو کميسون جوړشو ا و هم يي دادي خاوروته دسپارلو مراسم پرځاي سوه . سمه ده چې په دې سره به دمرحوم داؤد خان روح يو څه ارام ومومي اوافغانستان ته به دده ديو شمېر خدمتونو درناوي وشي خو اصلي اوشرعي مکلفيت اوده ته اصلي درناوي په دې توګه نه پرځاي کېږي. په داسې حال کې چي دده دقتل عاملين اودده قاتلين نه يواځې داچې روغ رمټ ګرځي بلکي ان ددولت په غټو څوکيو کي ناست دي اوياهم په راتلونکي کي دقدرت غوښتنونکي دي.

دولت ددي پرځاي چي لومړي هغه کسان چي دشهيد داؤدخان دقتل عاملين دي او هغه ټول معلوم اوله چانه پټ نه دي دمحاکمې ميز ته راوکاږي په تشريفاتي کارونو سره هسې د محمد داود خان کورني اودافغانستان ملت غولوي.

هغه وخت چي دثورکودتاه په کابل کې ترسره کيده نو دخلق اوپرچم ګوند غړي اومشران دنوموړې کودتا عاملين ؤ، په تيره بيا هغه غړي چي مستقيماْ يي په کودتا کې برخه لرله او په خپله همدغو خلقيانو اوپرچميانو به په وياړ سره دخپلي دغې کړنې يادوونه کوله. اسلم وطنجارچې اوس په کوم بهرني هيواد کي دي ، سيدمحمد ګلاب زوي چي اوس دپارلمان غړی دی، شهنوازټنی چې راتلونکو ټاکنو ته يي دولسمشري لپاره ځان کانديد کړي، جنرال عبدالقادرهم چې اوس په کوم بهرني هيواد کي دی، اويو شمېر نور پوځيان چي دنوموړي کودتاه نيغ په نيغه لارښوونکي وو چي دهغوي موندنه اومحاکمې ته کشونه کومه سخته خبره نه ده ، دغه راز دکودتاه غير پوځې مشران چي يو شمېر يي مړه شوي خو ډېر شمير يي لاژوندي دي په هيواد کي دننه اوبهر کي په کارونو بوخت دي ګوندونه يي جوړکړي اوهم په سياسي فعاليتونو بوخت دي او بده يي لا دا چي اوس هم لا له خپلي کړنې پښېمانه نه دي اوهغه تاييدوي دثور غميزې ته بريالي انقلاب وايي اوهغه دهيواد لپاره يو مثبت اورغوونکي بدلون بولي. چې دپارلمان دغړي ښاغلي علومي او دشنهواز تڼې هغه خبرې چې په تلويزيونو کي يي په دي وروستيو کي کړي دهغو يوه بېلګه ده، دغه راز خلقيان اوپرچميان بيا په داخل اوبهر کي فعاليږي او بيا دخپلو پخوانيو غوښتنو په سرټينګار کوي. چې په انترنتي سايتونو اوبهر کي په تلويزيوني پرګرامونو کي خپلې موخي څرګندوي اوپه هيواد کي يي دننه ګوندونه جوړکړي اوپه نوروڅرګندو فعاليتونو بوخت دي دغه راز په دولت اونورو بېلابېلو برخوکې خپل استازي او فعالين لري.

که چېري داسي ويل کيږي چي افغانستان کې ډېري پيښې رامېنځته شوي نود کوم قتل عاملين دي محاکمه شي مجاهيدينو هم خلک وژلي ، دغه راز طالبانو اونوروهم نو بيا ولي يواځې کمونستان محاکمه شي ؟

په دي هکله بايد وويل شي چې دخلقيانو اوپرچميانو جنايتونه بيخي مشهود اوډېر دي او هغوي نه يواځي دملت خلاف بلکي زموږ ددين خلاف کړني ترسره کړي هغوي نه يواځي چي زموږخلک وژلي زنداني کړي او په زرګونو نورجنايتونه يي سرته رسولي هيواد ته يي دټولو ملي اونړيوالو نورمونو خلاف دملګروملتو داکثريت غړو دغوښتنې خلاف دافغانانو دوژلو لپاره روسان راوستلي وو دغه راز دشهيد محمد داود خان دوژولو اويو شمير نورو قتلونو اوبندي کولو په تور ددوي جرم بيخي مشهود دي. زموږ دهيواد والو ديو نيم ميليون شهيدانو، دڅوميلينو معيوبينو ، مهاجرو اوزندانيانو ستر جنايت به کله هم نه زموږ هيواد اوهم تاريخ هير نه کړي.

يواځې په افغانستان کي د اسدالله سروري محاکمه چي هغه هم وخت په وخت ځنډېږي اوديوشمېر نورو د پخواني جاسوسي دستګاه مشرانو محاکمه چي په بهر کي شوې د هيواد دبدبختيو دعاملينو اود شهيد داؤد خان دقاتلينو په ضد دافغانستان دخلکو دنفرت او غچ اوقصاص تنده نه شي ماتلوي.

که دقضايي چارواکو له لوري داسې ادعا کېږي چې ګواکي په دي اړوند قضاي مشکل شته او دشهيد داؤ دخان کورني هم په دي اړوند کومه ادعا نه لري نو افغان ملت خو په کلکه داغوښتنه کوي اواسلامي شريعت هم داغواړي چي دقاتلينو محاکمه دي ترسره شي او که مشخصه محاکمه نه شي ترسره کيدلاي نو دولت خو کولاي شي دشهيد داؤد خان او دنورملت دقاتلينو دسياسي فعاليت او په لوړو دولتي څوکيو کي ددوي دټاکل کيدو مخه خو داوس لپاره ونيسي اوبيا وروسته دې ددوي دمحاکمه کولو لپاره لاري چاري اودلايل راغونډشي چي په دي سره به هم دشهيدانو ارواح خوښه شي اوهم به د جنايت کارانو دجنايت دبيا تکرار مخه ونيول شي.
 

تبصره نسته

  1. A Khalqi, Parchami, or Mujahilin criminal is the same, so bring all of them to justice, and Afghanistan will be a peaceful country. For the death of Mr. Daoud, bring General Imamudin to justice!

  2. Grana wrora! Ma staso likena pe zir welwesta no de parsi yaow matal (yak bamo du hawa) me ra pe yad shawa. Taso de kamunistano mahakema pe khpelo siasi arzeshtuno ke ghawali, magar ne de afghani zehnyat per banset, tol jenayatkaran ke meselman dee ow ke kaferan bayad mahakema shee. De Rus ow Amrika yarghal de afghanno lepara yaow dai, dwalo per Afghanistan yarghal kelai, meslman ow kafer khayenin zemug afghanano lepara yaow dee. De afghan melat wina dwalo toia kelee, no dwala dale bayad mahakema shee. Staso sekha yawa hila, che khepel nazar de tolo afghanano nazar ma ganai, Afghanan de tolo mahakema ghawali, afghanano ta khel spai de lewe wror dai. Bel da che awal afghan bya islam, zeka prata le ensana ow muselmana islam pe haywanato ne pelai kegi, no de afghan ow ensan saten ow rozena farz weganai ne de hagoi wazena!!, Wasalam, dr. Lmar.

  3. Grana wrono saalam! de Sardar Muhamad Davud Khan qatel gangal Emamudin pe Narwey ke zewend kawee ow zan ye de naroghi pe palma le bahranai mahkeme khlas kelai ow ya da che le gharbi demokrasi sara sam hagha hem zeghorel kegi, dera pe zelepori khabera da da che mohtaram gangal Emamudin ows waye che dai de sawer de ghamise pe warza tapi shwai wo no neyee shawai kawelai che topak ya mashindar wechaalwai che welesmesher Davud Khan wewazhni, kho dagha jenab khpeli talwisioni meraki de kamunisti wakmeni pe moda ke le hira istele dee che wayel be yee: de hal yahya de koranai wrustaa seta ye de Enqelab pe wino sra ka!! Watangar zema pe guman de 1997 wine de saratan pe naroghi akhta wo ow de kal pe tras kee de Ukrain pe melk ke me`r shwai hamelta khawro ta sparel shewai, pe khodai be ye sparu! Gangal Qader zewandai dai, chere dai ne pohegem, Keshtali pe England ke dai, kho de mugahelino sete pe kabel ke dee ow Salibyano ta ghwalamali kawee, khodai de mug ta de etahad ow pohawi was raki che khpel hewad jol ku ow khayenin mahakema. Sataso de bari pe tama. Wasalm, dr. Lmar.

  4. سلامونه
    نوی کال وټولو افغانانو ته دزړه له کومي مبارکي وایم هیله من چي را تلونکۍ کا ل
    دګران افغا نستان د پا ره د صلحي ، هر اړخیز پرمختګ او ټولنیز عدالت کال وي. ای
    کاشکې خودي د خوښۍ په ورځ موږ یو او بل ته دبدو ارزو نه کولای.

    د لر او بر د پا ڼي د مسؤ لو چلونکووـ خدایی خد متګا رانو څخه مي په
    درنښت دا هیله ده چي د نظر او بیان دا زادۍ اصل رعایت کړي ولي د امریکائي بینوا
    پاڼي څخه په توپیر لر او بر دمستعارو ماجرا جویانو اود اولیه انسانان د افکارو د
    خاوندانو د یر غل څخه خوندي وساتي .موږ خلقیان دتیري اونۍ و حوادثو ته پوره او هر
    اړخیز جواب لرو ولي صرف ودی انساني اصل ته په احترام چپ پاته یوچي هرانسان باید
    دانسانیت دګټو په خاطر ونوي پوهاوی یا تفاهم ته مخه کړي او ددي حق ولري چي
    دمشکیلاتو دحل دپاره نوي لاري ولټوي نه دا چي دسکوپیټ په ډول مشکیلات دغمیزي په لور
    رهبري کړی .

    هرڅوک لږتر لږه باید دا اخلاقي توان ولري چي اول خپل سیاسي تریبیون او
    سیاسي هویت معلوم کړي دملت د نامه څخه په درواغو د بیهوته ځان لپاره ګټه پورته
    نکړي.وټولو په حاکمیت کې ازمویل شوو سیاسینو ته بلنه ور کوم چي د خپلو غلطیوو ګراف
    ترموږ کم ثبوت کړي.افغاني اوانساني اخلاق مي اجازه نه راکوي چي پر مړي منفي تفصره
    مرحوم سردار محمد داودخان واقأ یو رړور قهرمان افغان وو اود قهرامیزۍ دبدبي ئي
    زړونه لړزول چا ئی نوم نشوو اخستلای حتا تر سفربري وروسته همسا یګان تری ویریدل زه
    د یو افغان په حیث دده مرحوم په زړورتیا افتخار کوم ولي د یو منصف انسان په حیث
    وهغي افغاني مور ته هم سر ټیتو م جي قهرمان بچی ئي دخپلو سیاسي ارمانو په خاطر په
    تش لاس ودي با دبدبه زمري ور روان وو او د خپال ګوند امر ئي ورته اعلاناوه.او نه
    ډاریدی.

  5. زه نه خلقي یم ، نه پرچـمي یم ، رښـــتیا وایم رښــتیا ویل ترخه
    دي

    لیکونکی : نــورالله له لــنــدن څخه

    شــهیــد میـونـدوال

    انســان وژنه ( قــتل )خورا ناوړه عمل دی ،رښـتیني مسلمانان انســان وژنه د لوی
    څــښـتن له نواهییوڅخه شــمېري اوسـتره ( کـبـیره ) ګناه یې بولي . ارواښــاد
    محـمـدهاشــم میونـدوال چې دلوړو زده کړو خاونـد ؤ اودظاهــرشـاه د واکمني په مهال
    دافغانســتان یو پوه ،زړور،سـپېڅلی اوباکفایته لومړی وزیر ( صـدراعظـم ) ؤ له بـده
    مرغه چې ســردار مـحـمـد داؤد هغه ســتر پښــتون افغان شــخصـیت بېګناه وواژه ،
    ارواښــاد میوندوال یو رښــتینی پښــتون او ولســپال مشــر ؤ ، مـیوندوال
    دســردارانو، اعلیحضرتانو اوټیــټ حضرتانو په وړانــدې دمــرییــتوب سر نه ټيــټاؤ
    ، هغه پخپــله اســلامي ،ســیاسي ،ټولــنیز، مــلي، اداري اواخــلاقي ســپېڅـلتیا
    کې ســاری نه درلــود .
    ســردار داؤد چې دخپلو مــغــزونو کاســه یې دکورنیو کـړکېـچونو اوغـچـونو له کرکې
    ډکه کړې وه نو یې په ظاهرشـاه بانــدې کودتــا وکړه دا چې دوســلوال پوځ افسـران يې
    په ســیاســت کې را ښــکېل کړل ددغــه ســتر ملي خیانت نوښــتګـر محمد داؤد دی ،
    زمونږ دهیواد بــدمــرغـۍ د داؤد ددغه ناروا ګام زېږنــده ده .

    پښــتون ځان ته تعریف لري لکه چې محــمــد ګل خان بابا وايي : پښــتون هغه دی چې له
    تېرې زمانې په خټه پښــتون وي + په اوســنۍ زمانه کې پخپله په پښــتو وګړېږي +
    دکورنۍ غـړي یې په پښــتو وګړېږي + دپښــتنو دودونه ( مـېړانه،ننګ،سیالي ،ملا تړ،
    پښــتون ژغورنه ، مېـــلمه پالــنه ،چیغه ،ســېـب ،ســـیمه ،ژمنه، ویســا ،دخبرو
    ګړدود،سـپېڅلتیا، رښتېـنولي اوداسې نور یې دپښـتنو وي )هــغــه پښـتون دی
    دغه دپښـتون بابا لـخوا بیان شوي صفتونه ټول دنومیــالي پښــتون میونـدوال صاحـب په
    کرکتر او لوړپښــتنـي شخـصیت کې اخښل شوي وو ، خو له بـده مرغـه چې له پورتنـیو
    صـفتـونو یوه کوچنۍ ذره هم د زورور سردار داؤد په کـرکـترکې نه وه، دپښـتویوه جمله
    یې هم نه وه زده، خبرې اترې خولاڅه کوې، همــدا ســبب ؤ چې نومیالي پښتانه یې
    بېګناه ووژل.

    همدارنګه ارواښــاد ډګــروال اســتاد ماما زرغون شــاه شــینواری يې هم له میوندوال
    صاحـب سره یوځای په قتل ورسـاوه،دوی ته ورته په سلګونوغیرتمن پښتانه یې ووژل ، وايي
    چې تېـرشول هغه هېـرشول،خوزمونږنه دي هېرشوي،د درباري غوړه مالا نو به هېرشوي وي،
    دغودووشهیدانوپه زرګونوشاګردان روزلي وو ،خو داؤد پخپله دپوهې له پلوه نیمګړی ؤ،
    شاګرد خو لا مه یادوه .
    الله تعالی وایي (( څــوک چې په تـورو حکومـت کــوي ، په تـورو به مــري )) د خدای
    قهر پرې نازل شواودبېګناه پښتـنو غــچ یې له ده څخه واخیسـت، خو افسوس ددرباري غوړه
    مالانوپه حال چې د داؤد واکمني ته په دروغوداقتصاد،سیاست اودټولنـیزپرمختګ دوران
    وايي ، آیا هېر موشول؟؟ چې دهیوادپه ټولوولایتونوکې خلکودیوې مړۍ ډوډۍ په خاطرخپل
    ماشومان خرڅ کړل کـټ مـټ لکه همدااوس چې دکــرزي په واکمني کې خلک خپلې د زړه ټوټې

    ( ۲ )
    خرڅوي،په سیاست کې دومره ناکام ؤچې نه یې دختیز،نه یې دلوېدیز اونه یې داسلامي نړۍ
    ملاتړ ترلاسه کړ.
    دهـلـمنــد داوبوخرڅول ،دګران هیواد دزړه ( شـاه رګ) پرېکول دي، پخپله له تندې
    مــرو، خو دغه دتاریخ جـبـار زمونږ یوغـړپ اوبه دخپلې معامله ګرۍ په میدان کې په
    قمار بایللي لکه کـرزي او خلیـلزاد چې زمـونږ ګرانه پښـتویې دمعامله ګرۍ په
    قمــارکې وبایـلله ، دوی دواړه به دتاریخ محکــومان وي خو مونږخپـله پښــتو
    اوپښـتـنولي دخپل ژوند په بيـه ســاتو .

    زه خو وایم هــرڅه چې لیکۍ د وجدان په حُـکـم رښـتیا ولیکۍ،دروغ مه لیکۍ ځکه چې د
    درواغومزل لـنـډ دی ــ لعنت الله علی الکاذبین
    د داؤد پرهـډوکوزیارت جوړول دټولټاکنولپاره یوه نوې سوژه ده خوګټه نلري ځکه چې الله
    تعالی وايي (( که په خدای ایمان لرﺉ نو،مړي په الله وسـپارﺉ اوتاسې ژوندیوته خدمت
    وکړﺉ ))

    ټول پښـتانه لیکوالان باید دمیوندوال ،مامازرغون شاه او نوروبېګناه شــهیدانوپه
    اړوند لیکنې وکړي، داکــوم عـــدالــت دی چې دظالـمقــاتــل لــپـــاره زیـــارت
    جــوړېږي او د بېګناه مقتولانو څوک نوم نه اخلي ؟ ؟ ؟ .
    پښــتنو راویـښ شــﺉ او دعــدالـت غوښــتنه وکـړﺉ .
    د شخص پالنې دمـریـیـتوب غړونـدي مـات کړﺉ ! دپښــتـنولي رښــتینوالـۍ درخـپـله
    کــړﺉ !
    په درناوي

  6. Martyr Mohammad Daoud was killed with his family in barbaric
    way, it is not forgivable, but we have to be honest and fair, that he was the
    one who flattered the communists, he carried out a coup with communists, he had
    8 communists ministers in his cabinet, his militaries generals was communists,
    his long time close friends Mr, Hassan Sharq and Jalalar was spy of former UdSSR,
    in fact he was under control of them and he was with them.

    Our great weakness is our unstable style, when he and his family was killed, lot
    of people reflected their satisfactory and I see, that the same people are
    praising his patriotism, his proud being and his close being to the nation and
    they announcing him as hero now.

    I know, it is not usual to talk about die people in bad way, when they died, but
    he was politician and he acted as such, therefore it is very necessary to talk
    in truth way about his actions in the past.

    He was the guy, that he started emotional the issue of Pashtunistan when he was
    minister of Defence, but after his RED coup he tried to get close relation to
    Pakistan and he forgot fully about his at that time emotional issue of
    Pashtunistan, in fact the issue of Pashtunistan was appeared in interesting of
    former UdSSR.

    Through his such action started the ethnic conflicts more between Pashtonen and
    Tajiks and it is still going on.

    I am not saying, that he could be not a patriot person, I am not saying, that he
    would not love his nation, No, what I condemn by him and what I criticize it, it
    is his politic, his actions and his around politician questionable friends.
    He was grown in a politician family, he acted as governor in some provinces, he
    carried out high level responsibilities in military, finally he was
    Premierminister, if he had the intention to transfer the government to the
    nation, then he should not act in such a stupid and dangerous way, he would have
    appear through his coup his quality as patriot as experience guy and as
    intelligent personality, opposite his dirty action is cause for the disaster in
    Afghanistan since more than 30 years.

    This patriot and national personality killed many innocent people and many
    innocent people was put into jails.

    Martyr Maiwandwal was a national personality, patriot and intelligent, he was
    honest to the nation, when he was premierminister, he had the courage to
    announce that he is not willing to act as pudel of former King Clan, he is just
    by name premierminister, therefore he created a political party under the name
    MUSAWAT.

    He put martyr Janat Khan Gharwal into jail and he was tutored and insulted like
    many other innocent people.

    What Mr. Karzai wants with such action, it should be clear to every body. Mr.
    Karzai was never honest to the nation, he was honest to the killer, criminals
    and corrupted people and he is still .keeping this way.

    He wants to create through this action a new echo among the people and to
    reflect, that he is friend of patriots like martyr Mohammad Daoud, because his
    name is known over all the country, Mr. Karzai will cheat the illiterate people
    through such action for the voting, he is announcing regular now, he does not
    want any more, that his nation will be bombing blind, he does not want to be
    checked the villages in wild way, it is appearing question now, where was Mr.
    President Karzai during the time of Mr. warrior G. W. Bush, who got from Mr.
    Karzai Amanullah bravery medal, he offend with his such dirty action the
    personality of real patriot Amanullah.

    Mr. Karzai wants to act and appear as father of nation but not for very long
    time he appeared as hand kisser, all those are trained by Mr. Khalilzad, he is
    shifting those people around and we are running behind them, it is really
    shameful.

    Why he is not searching for the body of martyr Hashim Maiwandwal?
    Why Mr. Karzai will not try to search the body of martyr Musa Shafiq?
    Why he is not looking for the body of martyr Noorahmad Torialay and more other?
    Because they was not so popular in country like martyr Mohammad Daoud, to search
    their bodies, it will not bring any benefit for him by the next artificial
    election.

    Any way, his time is over, his BOSS Mr. Khalilzad is looking among his trained
    group for some one else. No in the world can be seen such dirty game like we see
    it in Afghanistan now.

  7. The talk is not about Mr. Dawoud's Pusht, Policies, or even political regime. We are talking about those babar Khalqis and Purchamis who massacred Mr. Dawoud. Not just Mr. Dawoud, these Khalqi and Purchami animals massacred millions of Afghans in the same barbarc way as they detroyed Mr. Dawoud's entire family. Mr. Maiwandwal's issue is not discussed here. As I heard the Laghamani Basharmal was involved in the killing of Mainwandwal, so we can conclude that the heinous Purchami and Khaliqis are the main cause of Afghan destruction. Thanks to God that there are some Afghans who still appreciate people of character and quality. Mr. Zahir and Mr. Dawoud did not speak or write Pashtu, but they certainly tried to advance Pashtun causes, therefore they let Mr. Mohmand to continue in his reform and Pashtunization of Northern Afghanistan. What Khalqi and Purchami did is exactly the opposite, and full of ignorance. Khalqis and Purchamis have no place in the Afghan history, that is why even their deaths are equal to Mazari, Karmal and the rest. We Afghans will never forget what Khalqi and Purchamis did to our innocent people. The deeds of Khalqis and Purchamis are the same like Dostum's, Mazari's and Sayaf's deeds.

  8. It is time for the International Court of Justice to catch the ignorant General Imamudin in Denmark, and bring him to justice as soon as possible. He is the one who killed Mr. Dawoud. It was not Mazari, Dostum or Babajan. For the killing of Dawoud, General Immudin is responsible. General Immudin speaks, writes, and reads

  9. ښاغلی محمد انور صيبه! تاسو د خلکو د سياسي تريبيون د څرګندونې غوښتنه کړې، زما یو ماما هم محمد انور نومېږي، خو هغه خلقی نه ؤ، مګر تاسو څوک ياست، دا چې خلقی یې په دې پوه شوم چې تاسو دا ادعا کړې، نور نو نه تاسو او نه هم ما څوک پېژني، خو کېدای شي موږ دواړه دوه مخالف اندونه و لرو، مګر زه له تاسو یوه پوښتنه لرم، آیا ځيني خلک په دې نه شرمېږي چې په یو امپریاليستي ملک کې ژوند کوي او د سوسیالیزم ببولالې بولې او یا تر هغې لا بدتره تاسو لکه یو خلقي چې د واک واګي مو په لاس کې ول او اوسمهال په یو پردي ملک کې د هجرت شپې کوئ او اولاده مو ستاسو نه بېزاره او له خپل هېواد افغانستانه پردي شول! آیا ستاسو د واکمني او د پرچمیانو په واکمني کې خلک دې ته اړ نه شول چې بهر ته وتښتي او بیا تاسو هم د افغانستان د ګډوډیوقرباني شوئ او د روسي سوسیالیزم څخه مو لوېدېز امپریاليزم غوره وګاڼه، ګرانه وروره زما خبرې تاسو ته نه بلکې د هېواد ټولو خلکو ته تغوته کوي! په زړو وښو یوازې زړې غواوې شخوند وهي او د کونجاړو خوبونه ويني! په دې هيله چې د افغانستان د خپلواکي او بیا رغاونې په اړه نوي ټولنیز ارزښتونه را منځ ته شي! ستاسو د بري په تمه! ډاکتر لمر

  10. محترم ډاکتر صاحب لمر سلامونه او نیکي هیلي
    خوښ یم چي زماڅو بی ارتبا طه جملي چي د محترم حق پرست صاحب دلیکني په هکله وې ستا سو محترم د توجو وړ ګرخیدلي دياوپه هکله مویې خپل عا لمانه نظر څرګند کړی دی ستاسو دمصروفیتونوسره سره کوم چي تاسو دمحترم عمر صاحب په جواب کېدخپلې لیکني په ترڅ کي اشاره ورته کړیده ولي تاسو بیا هم دوطن دمسلوپه کله خپل دنظر دڅرګندولو لپاره وخت پیداکوی ډیر خوښ یم. محترمه تاسو زمانه دیو خلقي په حیث پوښتنه کړیده چي ولي زه وغرب ته تښتیدلی یم؟ دا پوښتنه له مانه کله چي زه څه
    وخت مخکي وطن ته تللی وم باوروکه یو زیات شمیر زما پخوانیو خلقي ملګرو هم وکړه ولي جواب یي زما په نظر د هر چا له پاره ډیر سخت دی .مهاجر،پیراري،تښتیدلۍ،بیوطنه،بیځایه سوی دي ټو لو ته مرحوم اکاډمسن نومیالي صاحب ډیر هراړخیزه مناسب پښتونوم پیداکړی دی او کون کښ یي بللی دی او دا په هروخت کي د مجبوریته صورت نیسي که څه هم هري خواته وي دخواری او غربت حال دی د اولادو پیغور مه راکوه خورا یي ښه ساتم دلته پیداسوې مشره نه کلنه لور مي زما په لاس لیکلۍ لیک لوستلای او لیکلای شي تاسو ته یي ارزو کوم. زه فکر کوم که ته زما اوله لیکنه په دقت سره ولولۍ ما هم لکلي دي چي باید دمشکیلاتو دحل د پاره ټول افغانان نوۍ افتکارات وکړي او بیني افغاني تفاهم او باور ته مخه کړي اود خپلو مشکلاتو دحل د پاره نوي لاري پیدا کړي نه دا چي پخواني مشکیلات نور هم عمیق کړي.لکه څنګه چي تاسو یو محترم ډاکتر او زموږ علمي شخصیت یاست ما به مشوره در کړیوا چي دغوا ، وښو او کنجاري ګورواني او پادواني اصطلاحا ت هغو ته پریږده .ته یوه علمي ژبه کار کړه که یو ډاکتر د مریض په اوله تداوي کي تیروتنه وکړي د طبابت څخه یي دتل د پاره مه محروموه .کله چي خبره دهوویت ده زه ستا سو سره هم نظره یم ما څوک نه پیژني او زما په نظر دا ضروري هم نده چي دا څو میلیونه افغا نان دي ټول سخصي ټول افغاني شهرت ولري دلته موږ داجتما عي او ساسي هوویت خبري کوو.که تاسو زما شخصي هویت غواړی زه د هلمند دناوي اسیدونکۍ یم په ډیر افتخار د هر افغان وهر سوال ته هروخت د خپل ځان په باب حاضر یم .ولي کله چي د سیاسي هوویت مسله ده مناسب یي بولم چي دهغه چا سیاسي هوویت وپیژنم چي زماپه هکله محاکمه غوړي او که سیاسي هوویت نلري عادلانه لار دي ونسي دا د انساني اخلاقو غوښتنه ده په ټول افغا نستا ن دي یوازي غیږنه راګرځوي نه دي نورددي حق څخه محروموي .هیله ده آزورده نسي زه ستاسو دهموطن په حیث بربالیتوبردر ته غواړم د جوړونکي ادبي ډیالوګ په هیله البته ستاسونظر ددواړو افغاني
    سمبولونوپه هکله غواړم چي دواړه د افغاني زړور توب نموني دي لکه مرحوم داودخان او زموږخلقي انقلابي ملګری او که تکلیف نوي ستاسو نظرد کمونست داصطلاح په باب چي تاسو هم پخپله بله تبصره کي استعمالکریدهواورم.
    په درنښت محمد انور

  11. ښاغلی انور صيبه سلام! په دې هیله چې روغ او رمټ اوسې. ما ستاسو
    غبرګون ولوست، ستاسو له غبرګونه مننه! ګرانه وروره! ما د هېچا محاکمه په رسمي توګه
    نه ده غوښتې، خو د ښاغلي حق پرست په ليکنه کې د دې هڅه شوې چې د افغانستان د غميزې
    کمونيستي اړخ دې محاکمه شي، خو د مجاهلينو (رباني خېل، دوستمي خېل، خلیلي خېل، محقق
    خېل، سياف خېل او داسې نور يې ) اړخ یې نه دي ياد کړي، نو ځکه د ټولنيز انډول په
    پام کې نيولو سره ما د هغوی د ليکنې په اړه غبرګون وښود. ستاسو د لیکل شوي تکست په
    اړه ما ځکه څو کرښې تورې کړې، چې ستاسو په ليکنه کې د مستعار نمونو او یا هم د
    سياسي صليقې د نا څرګندتوب دريځ راښکاره شو.
    ښاغليه! تاسو زما څخه د سردار محمد داود او د خلقيانو د اتلوالي په اړه پوښتلي دي،
    خو ګرانه د سردار محمد داود خان شهادت پخپله اتلوالي ده، ځکه د خلکو په زړونو کې
    ځای لري او د واکمني په ترڅ کې یې افغانستان ته د خدمت ټولې کارنامې خلکو ته مالومې
    دي، نو ځکه یوه تلپاتې تاريخي څېره ده. د خلقيانو اتلولي په څه کې ده!! آیا په دې
    کې چې د خپلې واکمني په لومړي کال يې ۲۰۰۰۰ (شل زره) بېګناه خلک او د افغانستان
    عالمان، روحانيون او پېژندل شوې څېر ې پرته له کومې مځګمې ووژل او د ګڼشمېر خلکو
    مړي تر ننه ورک دي او یا د ملګري تره کي او حفيظ الله امين شخړې چې هم دوی د يو او
    بل سرونه وخوړل او د روسېې يرغل او د کارملیانو ستميزم ته يې لاره هواره کړه. د
    څرخي پله د جېل پر څای يې ټول افغانستان په اور واړاوه اهو د روسانو په ميګ،
    انتونوف، سکاډ او اورګان راکټونو يې د هېواد ګوټ ګوټ ټوټې ټوټې کړ او خلک يط په
    وينو کې ولمبول، چې پایله يې د دوو ميليونو خلکو وژل (د روسېې عالم سخروف وینا درپه
    ياد کړئ)، په ميليوناوو مېرمنې کونډې، ميندې بورې، خلک مو معيوب او ماشومان مو
    يتيمان شول. ښاغلی انور خانه ووروه خبرې ډېرې دي او زړونه ډک، نو ښه به دا وي چې له
    تېرو عبرت واخلو او د هېواد د ملي ارزښتونو پر بنسټ ملي اندونه خپل کړو او
    افغانستان له اوسنۍ بلا خلاص کړو او په راتلونکي کې داسې یوه ټولنېزه ستراتېژي غوره
    کړو چې د افغان ولس یو سوکاله او هوسا ژوند ولري.
    د کمونيست په اړه زما نظر! ګرانه وروره هر څوک حق لري یوې ايديالوژي او يا هم
    کلتوري ارزښتونو ته وفادار اوسي او يا هم په کوم دين عقيده ولري، په یو شرط، چې بل
    ته خنډ نه شي . ما د مارکس کپيتال، د مارکسيزم فلسفه، دیالکتيک او تاريخي
    ماترياليزم، د فييرباخ، کانت او داسې نورو ببولالې لوستي دي او د ميخانيکي
    ايدياليزم په اړه د لېنين اندېښنې مې هم سپړلې دي. د اسلام مقدس دين تاريخ او عقاید
    مې له پلاره، ديني علماوو او په ښوونځي کې لوستي دي، د عيسویت، یهودیزم، هندویزم،
    بودیزم او داسې نورو کلتوري او مذهبي ارزښتونو په اړه ټوليز مالومات لرم، خو بیا هم
    ځان ته د دې جرّت نه ورکوم جې ووایم څه شی ښه او څه شی بد دي، خو اسلام مې دين دئ
    او خپل انساني ارزښتونه پکې وينم. مګر په افغانستان کې مې د کمونیستی مخکښانو ناروا،
    د پان-اسلاميزم نخرې او د لوېدېزې نړۍ د ديموکراسې ريشخند په خپلو سترګو وليد او
    وينمه يې.
    ګرانه وروره! د ژوند فلسفه په دې نِغښتې ده، چې لوستي او پوه خلک په څه ډول کولی شي
    چې د خپل هېواد په پرمختګ کې برخه واخلی او د هېواد تخنيکي او تکنالوژيکي بنسټ
    پياوړی کړي، وګړو ته يې هوسا ژوند ورپه بر خه کړي، له ګاونډيو او نړۍ سره د تفاهم
    وسه او پوهه ولري. د دغو موخو لپاره باېد د هېواد ملي ارزښتونه په پام کې ونيول شي،
    چې په افغانستان کې ملي ارزښتونه: د هېواد ځمکني بشپړتیا، د اسلام مقدس دين او د
    هېواد د اکثريت ټبر ژبه پښتو دي. د دغو موخولپاره د رسېدلو لپاره يو اداري او
    اقتصادي سيستم ته اړتیا شته، چې تیوريتيکي بنسټ يې کېدلی شي، سوسیال-دیموکراتیک (سوسیالیستي
    سیستم)، سوسيال-کپيتاليستي او يا سوسيال-اسلاميستي وي. د ملي ارزښتونو په پام کې
    نيولو سره زما په ګومان که خلک او د افغانستان پوه او لوستي خلک د دغو دريواړو
    فلسفوو پر بنسټ اقتصاد جوړ کړي، نو هېواد له بدمرغيو څخه ژغورل کېږي. په اسلام کې
    زکات او عشر ۱۵ ٪ کېږي، اوسمهال په لوېديزو هېوادونو کې مالیه هم ۱۵-۱۹ ٪ پورې ده،
    خو پوښتنه دا ده، چې ایا افغانان د اسلام دغه رکن پر ځای کوي!!، ایا د افغانستان
    کمونستان د هېواد په ملي ارزښتونو پوهيدل او یا نننۍ دیموکراسي د خلکو د ځپلو لپاره
    راغلې او که د هوسا ژوند لپاره!!! د ناپيليون خبره به درته یاده کړم: هوښيار خلک د
    نورو له تجربو څخه عبرت اخلي، مګر احمقان پرځان تجربې کوي، نو بايد هڅه وشي، چې پر
    افغانانو نورې تجربې بس شی!.
    زما خبرې ستاسو کورنۍ ته او اولاد ته نغوته نه کوي، ستاسو او دنورو ماشومان دې خدای
    نېکمرغه لري او هوسا ژوند دې يې په برخه شي. د افغانانو ژوند په بهرنيو هېوادونو کې
    وڅېړۍ بیا به زما په خبرو پوه شئ!! ګرانه وروه انور خانه په دې هيله چې زما ترخې
    خبرې تاسو خواشيني نه کړی د پښتو متل دی، چې دوست به دې وژړوي او دوښمن به دې
    وخندوي! ستاسو د بري په تمه. ډاکتر لمر

  12. سلامونه محترم لمر صاحبه هیله ده روغ او هوسا اوسې دا چي وخت مو
    پیدا کړی دی با ارزشته لیکنه موکړیده ډیره مننه.محترمه ما مخکې هم کښلي وه چي ډیره
    ارزو مي داده چي زما دلیکني څخه یو افغان هم خفه نشي ځکه د ا خپل انساني مکلفیت
    بولم چي انسانان خوشحاله کړم نه ازورده البته که وکولای شم؟ ولي متآ سیفانه چي
    عینیت د انسان تر ارزو غښتلی دی او په ورځني ژ وند کې همیشه خپل برترې عملي کوي ځکه
    خو انسانان هم یو دبله ازورده کیږي او بد عواقب یي موږ په خپل وطن کې وینوو .

    محترمه ما پخپلو څو جملو کې تیر ځل تاسو ته تر احترام وروسته ارزو
    لرله چي ستاسومحترم نظر د د وو ټکو په هکله د ځان له پاره روښانه کړم ولي بد بختانه
    دلته هم زما بد خلقي نصیب یاري ونکړه او د ګراني پښتو ژبي د پیچلتیا په سبب تاسو بل
    رقم پوه شوي یاست او یا کیدای سي چي تاسو محترم د خپل مصروفیت په اساس ځغلنده لوستی
    وي ولي په هر صورت دافغا نانو تر منځ تفاهم اودوطن دابادی د پاره د ټولو افغانانو
    ګډ کار زما او ستا دواړو غوښتنه ده.ما هیله لرله چي تاسو دمرحوم داود خان قهرماني
    صرف همدغه شپه او ورځ چي دی زموږ سره د جنګ په حالت کېووڅیړلي وای نه دده اوږدي
    کارنامي دثور دانقلاب په شپه دی دیو غښتليی افغان په حیث تر اخره تسلیم نشوو ځکه دی
    یو اتل افغان وو او په دي هکله ښاغلي سستا ني وړاندیز هم کړی دی چي داود خان دي اتل
    ومنل شي دا نه ده واضیح شوي چي د بابايي ملت څخه بیا څه شی جوړ کوو ولي زه پخپل بحث
    کې دیو لحظي د پاره مرحوم داودخان د یو اتل په حیث منم ځکه یوغښتلی افغان وو
    اوتراخر ه تسلیم نشوو دا چي عواقب یي دده دکورنی دنورو غړو دپاره څه شی شول هغه بل
    اږوده بحث ته اړتیا لري ځکه ترهغي ورځي وروسته دده د کورنی ژوندي پاته کسان تراوسه
    ژوندي پاته دي .

    زما دخپلو ملګرو د قهرمانی څخه هم زما مطلب هغه څه نه دي چي
    وروسته يي پر موږ د شرق او غرب پیرزو ینه وشوه بلکه زما مطلب په هغه شه زموږ د هغه
    ملګري شخصي شهامت دی دیو افغان په حیث ځکه هغه خو هم زما او ستا هموطن دی په همدي
    غښتلي او قهرمانه خاوره کې لوی شویدی داودخان زمری نشی کیدای که بیله زمری بل چا
    وژلی وي.زه ستاسو نظر د یو منصف او بی طرف افغان په حیث ستا دهمدی دوو هموطنو ددوی
    ددغي شپي دشخصي غښتلتوب په هکله غواړم.

    محترم لمر صاحب رشتیا هم حققت تریخ دی داودخان دچا په مټو
    دافغانستان ددولتی حاکمیت مطمينيی پایي چپه کړې اوبابایی ملت یي مهاجر کړ؟ که دا
    ودخان په پردو مټو خپل دپلار دانتقام اخستلو حق درلود سره له دي چی دخپل ژوند په
    اوږدو کېیي دشاهي کورنۍ دغړي په حیث ۱۹ ځله د وفادارۍ سوګند یاد کړی وو نو ولي بیا
    مرحوم ترکۍ او مرحوم امین چي هیڅکله یي هم دا ډول لوړه هم نه وه کړي دخپل ځان دنجات
    په خاطرخپل دملګرو او ګوند په مټو ددي حق نه درلود؟ داودخان پخپل اوله کابینه کېد
    کیجیبی ۶ مامورین دوزیرانو په حیث مقرر کړل دا شپږ وزیران دکیجیبي جاسوسان نه بلکه
    دوی دکیجیبی مامورین وه سجل او سوانح یي هلته در لودې او ترفع یي کول دمعینانو او
    نورو حساب خو نه کیده اوس تاسو قضاوت وکړی چا د افغانستان دروزه روسانو ته چا خلاصه
    کړه ترکۍ اوامین که داود خان؟ لږ انصاف خو وکړی هسی خو په دی ظالمه زمانه کې هر څه
    تاریک دي. دکمونست په هکله زما هیله دا وه چي تاس دخپلو علمي معلوماتو په روڼا کې
    ما په دی پوه کړی چي ایا موږ کمونستان وو؟ایا موږکله هم پخپلو حذبي اسنادو کې ددي
    ادعا کړیده؟ په دوه لحاظ د ا زموږ په هکله تهمت او جنایت دی :

    ۱- په علمي لیحاظ: کمونست داول ځل دپاره مارکس د طبقاطي ټولني په
    اخره مرحله( کپټالیزم) کې دپروتاریا دسیاسی مبارزي د مخکښ په حیث په خپل مانفست کې
    تعریف کړی دی اوس تاسو خپله ووایاست دغه څه په افغانستان کې کله هم وه؟ افغا نانو
    ته غرب کمونست داسی تعریف کړیدی:کمونست هغه څوک دی چي خور او مور پر یوه وي اوس څه
    پکښي وایي لمر صاحب؟ایا همدا غرب نه دی چي د مجاهد څخه یي توپکی او دطالب څخه یي
    ترورست جوړ کی ؟ایا مجاهد او طالب د ځان په هکله دغرب دا فیصله قبلوی؟ که نه نو پر
    موږ ولی خور او مور یوه کوي؟ پریږده چي د غرب ترومچیان دا پروپاګنده کوی تاسو ازادو
    وطنپرستو روشنفکرانو ولي دهغو په پله پل کښیښود؟

    ۲-په حقوقي لیحاظ :هر انسان حق لري چي خپل ځان ته دخپلي خوښي یو
    نوم انتخاب کړي او نور انسانان دا مکلفیت لري چي په هغه نامه یي وبولي مثلا ستاسو
    محترم نوم ښاغلۍ لمر دی ولي څوک تاته ووایي تورتمه خیردی که ستا کړه دهغه نه هم
    خوښیږي .زموږ دټولو کړنو مسولیت د جدي تر شپږمي پوري زموږ دی ولی په هغه نامه راته
    ووایاست چي موږ ځان ته انتخاب کړید ی.محترم لمر صاحب خبري ډیری دي هیله ده ازورده
    نسي هر څه هم پر کمونستانو ، اسلامستانو او ډموکراټانو مه تاوانوی خپل ځان ته هم په
    دی فلم کې رول او مسولیت پیداکړی.سره له دي چي ستاسو افکار دوطن دابادی په هکله
    دستایني وړ دي

    په مینه انور

  13. Salam! Anwar Khana! Kisa ogda da, ke wakht me wemunde bya be derta welikem. Staso de bari pe tame. Dr. Lmar.

  14. It is correct, that the talk is about killing of martyr Mohammad
    Daoud and his family and another member of his government in barbaric way through communists and not about martyr Maiwandwal.

    We made always the same mistake, that we ignored the truths and we appeared and we announced always our opinion base on respective appeared condition and we do not care, why it was happened? We are drilled to run blind behind some one as euphoric fan without to analyze it.
    We should separate private friendship with public matter.

    All happening during the era of martyr Mohammad Daoud are connected direct to his personality and his behaviour, he liked flatter people, he was extremely revenge addicted, he was extremely arrogant. A real patriot will never be friend of such behaviours, he will act always as honest, fair and straight forward.
    It is a saying: who is keeping free snakes in his or her house, then it exist sure danger to be bite, he kept around him such sold killer, he would be aware on it, that those slaves people will act once against him, he sacrificed senseless himself, his family and many innocent people was killed and put into jails during his era, also, he was president and it is important to mention it, that he was killed through his surrounded friends. But many innocent people lost their life in advising of his friends. Martyr Noor Ahmad Etemadi, martyr Musa Shafiq and martyr Maiwandwal and another can be never ignored!!

    The killing of those personalities is direct connected to his personal record and those painful happening are inseparable from his existed personal record!

  15. غروال صاحب سلامونه
    تا سو خو ډیر ښه لیکلي دي خو کا شکي په پښتو وای چي « دحقپرستا نو هم سر په خلاس شویوای» هغه د لیوني او چرګانو کیسه ده لیوني ویل:زه خو یي منم چي چرګان ما نخوري،خو که چر ګان دا ومني.اوس تکبر په امرکایي امام پسي دی چي هر څه یي په خوله ورکړه هغه وایي .دا فکر کوي لکه دا ټو لي غمیزي چه په یوه ورځ ګران وطن ته ور پښیوي هر څوک کوښښ کوي چي ځان د جنت کو تره او د ټولو ګو
    ناهو خلاص وبولي دا د هر چا هیره ده
    چي زه ولي ویده وم او وطن ته مي ددي شره څخه
    نجات ورنکړای شوهرڅه نورو وکړه ما هیڅ
    په مینه انور

  16. In former King house in Rome was discussing about
    Dear Mr. Mohammad Anwar Salamona, In former King house in Rome was discussing about Afghanistan happening in the past, there was present Mustafa Zahir too, after long discussing I said, the whole disaster in our country started in fact in year 1973 with the coup of martyr Mohammad Daoud, he is the cause of present disaster in Afghanistan, deceased former general Abdul Wali jumped in between and said, he was a communist, former King said no he was not a communist, but he was arrogant, selfish and stupid. I continued my explanation and said: we will never succeed, if we do not talk to each other open in honest way, I am sorry to say, that the coup of martyr Mohammad Daoud coup was it possible, because the preparation of such action was started from very beginning in your era, it means, first, by your family clan was nominated for Pashtonen one person, for Tajik another one, for Hazara a different one and so far, as king you had to see all ethnic as one nation, you failed, second, you was surrounded by your special selected clans, those clans occupied always the high positions in country continual. Former King said, it is not correct, I opened the door for democracy we had different political parties even communist parties too. we have given up the position of premier minister.

    I said, you are right, but the creation of such parties was based on languages, it means, against Khalqi was established Parcham, against Afghan Mellat Setami melli and Sholai jaweed, all of them had close connections to your surrounded clans and the most sympathy was reflected through martyr Mohammad Daoud to the Parcham and Khalq groups, if you see, he carried out his coup with the member of both groups, but the key role plaid Parcham, because Hassan Sharq and Jalalar plaid their influence there.

    In additional it was huge weakness of our ruler, that they liked flatter and the people with double faces.

    It was told them, we can succeed, if you give up the negative habits in the past and not to prefer again those flatter people, we have to be honest and open to the nation, therefore the honest, qualified people should be let to work for the nation and a real foundation stone should be put for Afghan type democracy and not for the copy democracy, if we want to serve the nation.
    His daughter Balqis said, you are fully right, if such people get any positive signal about my father via medias, then our telephones are always occupied through your mentioned people else they are never calling us.

    Why I am writing such sentences, because this issue was always very important to keep it in our mind, the communists are the reason that we have since 30 years war in our country, they opened the doors for their sale for foreigner countries( former UdSSR), they eliminated lot of innocent educated and common people, they never learned from the past, they started organized again to play their dirty role, they occupied in Europe all Afghan culture centers with support of socialistic parties, they are running for Khalilzad trained groups as supporter now, they started language conflicts in different way.

    They are the reason for it, that the artificial Mullahs put the country in chaos and anarchy, they are the reason, that even stupid Khalilzad as poodle of Mr. G. W. Bush could promote himself through his betrayal actions regard Afghanistan, he is going still to continue his barbaric actions, but he will failed this time!

    I hope, the patriots will understand why the communists will be seen as main cause for the disaster of Afghanistan.

  17. ښاغلی غروال صیب او ملګری انور خانه، زما نېکې هيلې ومنئ! ښاغلی
    ډاکتر صيب غرواله! ستاسو له څرګندونو مننه. ما ښاغلي انور خانه ته په پرده کې
    یادوله چې د افغانستان د غميزې عاملين کمونيستان دي، خو ګران ورور انور خان له خبرو
    بحث جوړ کړ، چې موخه يې څه ده، زه هم نه پوهېږم او په ليکنو کې يې داسې ښکاري چې
    اوبه تر بوسو لاندې تېرې کړي، خو بیا هم ماته محترم دي، ځکه چې د افغانستان په
    کړکېچونو بحث کول هم ساده خبره نه ده.
    د افغانستان تاريخ له شخړو سره مل دئ، چې لومړی د لويې لوبې (انګرېز او تزاری
    روسيه)، بيا د ساړه جنګ (کمونيستي نظام او نړيوال امپرياليزم) او وسمهال د نوې لوبې
    (لوېديزه نړۍ او پاتې ټول، چې د طبيعي زېرمو او تېلو د وېشلو جګړه ده)؛ د سياليو
    ډګر ګرځېدلی دئ، خو د دغو سياليو لوبغاړي بیا افغاني کمونيستان، اسلاميستان او
    ديموکراتان دي .
    د مرحوم سردار محمد داود خان په اړه بايد ووايم، چې د افغانستان په ګټه يې خورا ښه
    او جوت کارونه کړي دي، دا چې د سردار داود په کابينه کې او یا هم لوړپوړي چارواکي،
    خلقيان او يا هم پرچميان ول، بايد ياده شي، چې د افغانستان ډېر منورين او پوهان هم
    له داود خان سره د هېواد په اداره کې خپل بنسټيز رول لوباوه. د خلقيانو او پرچميانو
    په ګومارلو کې بايد سردار داود خان ګرم ونه ګڼل شي، ځکه چې خلقيان او پرچميان هم د
    افغانستان ول او دي، نو حق يې درلود، چې د هېواد په چارو کې برخه واخلي، خو دا بيا
    د خلقيانو او پرچميانو مسؤليت ؤ، چې خپله پوهه د افغانستان د پرمختګ په لاره کې
    وکاروي، مګر کمونيستانو خپله ټوله وسه او پوهه د افغانستان د ملي ارزښتونو پر ضد
    وکاروله، چې پايله يې د غويي خونړې کودتاه او د غوييانو د غوبل پيل شو، چې د
    افغانستان د غميزې لړۍ لا هم روانه ده.
    د غويي د کودتاه څو ټکي:
    ۱ – د افغانستان د ولسمشر پر ضد کودتاه،
    ۲- د افغانستان د ولسمشر سردار محمد داود خان په شهادت رسول،
    ۳ – د افغانستان د اداري سيستم د لمنځه وړل، چې په یونيم کال کې د څو کودتاوو او په
    بېلابېلو سيمو کې د انارشي رامنځ ته کېدل.
    ۴ – د افغانستان په ښوونه او روزنه کې د مارشونو او داسې نورو بېځايو فعاليتونو
    رامنځ ته کېدل، چې پایله يې د ښوونې او روزنې کاوړتيا او وروسته لمنځه تلل.
    ۵ – د خلکو په شتمنيو یرغل کول او د خلکو ځمکې او شته په نورو وېشل، چې پايله يې د
    خلکو بغاوت او د جهادیانو رامنځ ته کېدل.
    ۶ – په ټولنيز ژوند کې د اخلاقي فساد رامنځ ته کېدل،
    ۷ – په افغانستان د روسي کلتور پروپاګند (د بلشويکانو د مودې فلمونه…).
    ۸ – د یو کال په بهير کې له ۲۰۰۰۰ نه ډېر انسانان د کمونيستانو لخوا پرته له محکمې
    شهيدان شول.

    داسې ډېرې نورې پېښې شته، چې له ليکلو يې زه ډه ډه کوم. که کمونيستان وايي چې
    وروسته د دوی له واکمني په افغانستان جګړه لا روانه ده او پیاوړې شوې هم ده، خو
    کمونيستان بايد پوه شي، چې دوی هغه مهال واک تر لاسه کړ، چې په ټول افغانستان کې
    کراري وه او د افغانستان اداري سيستم جوړ ؤ، نو دوی د افغانستان د واکمني د بنسټ
    سټه وايسته او ملايان او حرفوي غله بیا وروسته په تولنيز انارشيزم کې واکمن شول، چې
    نن هم واکمن دي او د افغانستان پر خلکو ظلم کوي.
    پایله
    د افغانستان کمونيستان، اسلاميستان او نوي ډيموکراتان د افغانستان د دېرشکلنې غميزې
    مسؤلين دي او هر څوک بايد د هغه دمسؤليت، جنايت او خيانت پر بنسټ محاکمه شي. په
    درنښت ډاکتر لمر

  18. عجیبه زمانه ! غلبیل کونجئ ته وایي سورئ انور هغه دی ناري وهي چي څوک دی ته داستر لیا لمر چي ټولو ته بد هم وایي ولي په تورو وریځو کې پټ یې ته مجاهد ته دیهود په ژبه اسلامست خطاب کوي ته څوک یي؟ ته داودی يي؟ چي نه دی کو دتا کړیده نه د دوطن بچۍ شهید میوند وال وژلۍ دی یوازي دي ګلان بویول؟ تا سو ټول ډااکتران ولي وطن ته نه راځی چي هلته مو ښکر سره بند کړیدي؟ موږ فکر کوو چي تاسو به موږ ته دخیر او افغاني ورورۍ لار را وښیاست تا سو هلته دیهود لفظونه یو بل ته کارواست

  19. محترم لمر صاحب تاوده سلامونه او نیکې هیلې خوښ یم چي یو ځل بیا
    ددي جوګه شوم چي دګران وطن دحوادثو په هکله ستاسو محترم سره دزړه خواله وکړم.ډیره
    ارزو لرم چي ستا سو په عالیمانه او تحلیلې لیکنو کې د هغه سوالونو په هکله
    هراړخیزجواب پیداکړم چي همیشه راسره موجود دي.په دي لانور خوښ یم چي ستا سو لوړي
    ادبي جملي د حرمت په محور کې لولم په هر صورت په احترام سره ستا سو توجو وڅو مهمو
    ټکو ته راګرځوم.
    دحوادثو څخه په ژور تحلیل یوي رښتني نتجي ته رسیدلي انسانان دیوه ثابت نظر لرونکې
    وي لهظئی افکار نلري او ډیر ژر ژر خپل موقف نه بد لو ی تاسو د ۲۰۰۹/۰۳/۲۸ پخپله
    لیکنه ډیر مهربان یست او دا سي لیکۍ (ما د هېچا محاکمه په رسمي توګه نه ده غوښتې،
    خو د ښاغلي حق پرست په ليکنه کې د دې هڅه شوې چې د افغانستان د غميزې کمونيستي اړخ
    دې محاکمه شي، خو د مجاهلينو (رباني خېل، دوستمي خېل، خلیلي خېل، محقق خېل، سياف
    خېل او داسې نور يې ) اړخ یې نه دي ياد کړي، نو ځکه د ټولنيز انډول په پام کې نيولو
    سره ما د هغوی د ليکنې په اړه غبرګون وښود ) ولي متآ سیفانه کله چي په دی لاره کي
    لږ ستړي شواست چون عقیده هم پخه نوه ویوي بلي نتیجي ته ورسیداست او خپل د۲۰۰۹
    /۰۴/۰۴ په لیکنه کې مو خپل دسخاوت در پر موږ غریبانو وتاړه اوداسي لیکاست(د
    افغانستان کمونيستان، اسلاميستان او نوي ډيموکراتان د افغانستان د دېرشکلنې غميزې
    مسؤلين دي او هر څوک بايد د هغه دمسؤليت، جنايت او خيانت پر بنسټ محاکمه شي) ۱۸۰
    درجي تغیر ولي؟ څه پیښ شوه؟
    ښاغلي تاسو د مرحوم محمد داؤد خان سره موږ خلقیان په حاکمیت کې شریک کړي یوو اولیکی
    چي خلقیانو د محمد دؤدخان په حکومت کې لوړ ي چوکۍ درلودي ،ستاسو معلومات ډیر ضعیف
    دي خلقیانو دمرحوم محمد داؤد خان د جمهوري ریاست په دوره کې یوازی د لږ وخت له پاره
    لوړه ترینه چوکۍ چي درلوده هغه دکونړ دسرلوړي ولایت دسرحداتو مدریت وو نور دی پر
    موږ حرام وي، دمړي پر قاتل د هګیو غلا مه تا وانوه زموږ خپل مړي بس دي مرحوم میوند
    وال موږ نه دی شهیدکړی په بل قاتل پسي وګرځه. د شاعر ښاغلي جهاني صاحب موږک شعر
    ولوله مرحوم داؤدخان چي چا په تخت کینولی وو هغو هم ایسته کړ.پا ته دي نوې چي
    دمعلوماتو په قلت ستا سو مؤمین ملګری حقپرست صاحب هم اخته دی مرحوم وطنجار ډیر پخوا
    د روسانو له خوا په مرموز ډول په حق رسیدلۍ دی ولي حقپرست صاحب يي اوس چیرته په
    اروپا کې لټوې چي دا د موضوع په حقله ددوی د ډیر جدي او مسؤلانه برخورد کیفیت دی چي
    د امستردام په کوڅو کي یي یاد کړیدي.
    زموږ د وخت دحاکمیت په هکله چي تا سو محترم دتهمت اوبهتان کوم لست ترتیب کړی دی
    دهغو ټولو جواب تاسو کولای شی کاملآ زمام په مخکینو لیکنو کې پیدا کړی که چیزي تاسو
    هغه په پوره دقت ولولی او ټولو سوالو ته جواب وواست مثلآ ایا کمونست په افغانستان
    کي موجود وو؟که داصرف غربي پروپاګنډ ده چي ټول یي غیري اګا هانه او غیري شعوري د
    پاڼ دشیطانانو غوندي زمزمه کوي؟ایا که مرحوم داود خان دکودتا حق در لود بل چا دا حق
    نه در لود؟ ایا مرحوم داؤد خان پخپل مټ کودتا وکړه؟ که چیري مرحوم داودخان نوي افکا
    ر در لودل نو بایدپه هر صرت یي دهغو د تطبق له پاره دبل په ناولو لاسو کو
    دتاکړیوای؟نه هرګز داسي نه ده چه سړی هر څوره تږی هم وي د مور دار ګیلاس څخه اوبه
    نه چښي.زه دا منم چي موږ ډیري غلطۍ وکړ ي خو زه به ډیر خوښ وای چي تا سو پخپله
    بزرګواری سره د انصاف او حق په خا طر دهغو علت زموږ دمخالیفنو په سیاس تقوا ،
    دمخالفت په فرهنګ او زموږ په مقابل کې دهغوی په کړنو کې هم لټولی وای نه یواز د هغو
    په تبلیغاتو کې زه به تاسو ته په احترام سره پخپل راتلونکې لیکنه کې حتمآپه دي هکله
    څه ولیکم چي تاسو وګوری چي موږ سمدستی دثور د انقلاب تر اولي ورځې وروسته د کوم ډول
    اپو زیسیون سره لاس اوګریوان وو . محترم لمر صاحب رشتیا هم خبري ډیري دي زه ستاسو
    په لیکنو کي ډیر څه زده کوم ډیره مننه له دينه هیله د ه د خپلو پیرزوینو څخه مو
    محروم نکړي دحقیقت د پیدا کیدو په هیله
    په مینه انور

  20. Of course martyr Mohammad Daoud had positive points too, but
    if we compair in honest way his pig headed style, irresposible and bloodsheds
    actions with his positive behaviors, then we will come to the conclusion that he
    did not appear with his red coup as experience political personality, opposite
    he appeared as power hungry, revenge taking person.

    He put the nation with his such unexcusable actions into disaster, he had to
    knew it the supporter of former UdSSR of Parcham+Khalq parties, he had to knew
    blind following style as slaves of those parties, he had to knew it, that both
    of them are fighting among themselves to reflect each one to former UdSSR their
    honest, faitful and the right communist party in Afghanistan.

    We knew it too, that he sent lot of young people to former UdSSR, when he was
    defense minister and later on premier minister, if he would be intelligent
    enough, then he could find among them some patriot young people for getting the
    honest information about the drill activities of former KGB among the Afghan
    students in those countries. So, either he could not act as political
    personality or he had indeed affection to the communist system too.

    The Khalqis joined his red coup base on low level too, just as example I want to
    mention few names: Gulabzoi, Watan Jar, Sarwari and Padsha Gul Wafadar.

    Another example, one guy who reflected himself as fanatic Khalqi but in reality
    he had very close connection to Barialay and he put him as charge d’affaires in
    Bonn in year 1998, he left the embassy with all money in year 1992.

    No body can say now that the Khalqis was not communist, Niaz Mohammad Mohmand
    was so impertinent, that he announced regular open, who will not accept the
    sovietizing of Afghanistan, then he or she will be not a real communist. Another
    one, who was fanatic communist, he was request regard his relative, who was put
    into jail, he reacted on his request, "our revolution is like full of life
    river, who can not swimm, then he will lose his life, he switched then to
    Taliban and later on like the other to Afghan Mellat.

    It exsist lot of examples to show, that Khalqis joined the red coup of martyr
    Mohammad Daoud and they are communists as well!

    I am sure, it will come the time ( to Mr. Mohammad Wali Mujahed), that the
    patriots abroad will joined the other patriots in country, it needs the
    activities outside at present time too.

  21. محترم غروال صاحب سلامونه هیله ده جوړ او بریلۍ اوسې
    ستاسو لیکني ډیري جا لبي دي په دي خاطر چي تاسو داشخاصو په هکله ډیر معلومات لری
    خومتآ سفانه سړي ځکه ډیر نا اومیده کوي چي څومره ژر حتا زموږ اول نسل د خپلي ژبي
    سره په مهاجرت کي وداع وکړه، که نه دتکنا لوژي په اوسنې عصر کې چي په هر کور کې
    کمپیو ټر هم پروت دی با ید هیڅ مشکل وجود ونلري، او زموږ پوهان نه باید وخپلي ژ بي
    ته په داسي سپکه سترګه وګوري، اونه باید خپل وطنداران ددي حق څخه محروم کړي چه د
    خپلو پو هانو نظر پخپله ګرانه مورنۍ پښتو ژبه ولولې .محترم ډکتر صاحب زه پرمرحوم
    محمد داؤد خان ځکه بد نه وایم چي اول خو هغه اوس مړ دی او مړي ته بد ویل افغاني
    اخلاق نه دي دوهم داچي مرحوم دا ؤد خان ته ډیر شمیر زموږو طنداران غیري شعوري سنتي
    احترام لري د ډیرو خو لا په دي خوښ وو چي قهرامیزه دی او داسي نوري سنتي عقیدي ځکه
    زه نه غواړم چي خپل یو وطنداره هم خفه او ازورده کړم.زما له تاسو محترم نه یوه هیله
    ده هغه داچي تاسو د یو عالم په حیث مسایل د علمي نظره وڅیړی نه دهغو تهمتونو پر
    بنیاد چي افغانان یي پر خپلو مخالفنو لګوي اونه هم د هغه څه پر بنیاد چي افغانان یي
    پخپل صفت کي وایي .

    په یاد راوړی دمرحوم سردار ولي تهمت د مرحوم داؤد خان په هکله
    چي تاسو یي شاهدواست سردارو لي داؤخان یو کمونست باله، زما پوښتنه له تاسو او نورو
    درنو پو هانو څخه داده البته علمآ په افغانستان کي کمونست وجود لرلای شي؟ دکمونست
    اوملحد،دکمونست او مارکسست اود کمونست او لیننست تر منځ څه فرقونه موجود دي؟ او ولي
    موږ ځانو ته خلقیان ویل نه کمونستان؟ ډیر ډیر به خوښ شم که تاسو او یا بل عالم بیله
    تعصبه دحقیقت په خاطر پر دی موضوع علمي رڼا وا چوي . او ولي ؟ د چا لخوا؟ دکوم
    ضرورت په خاطر دا لقب موږ ته راکړل شوو؟ اصلآ دا لقبونه څوک جوړي؟ ؟ لکه کمونست ،
    اشرار، توپکۍ، اسلا مست پونډامنټلست ،تروررست ، او داسي نور
    په مینه انور

  22. ښاغليو وروڼو او خويندو! په دې هيله چې روغ او رمټ اوسئ. د
    ښاغلي حق پرست د ليکنې په اړه غبرګونونه ډېر شول او ټول له يو او بله د رښتيا د
    روښانېدو غوښتنه او یا هم د مالومات د کره توب غوښتنه کوي. ګران وروره انور خانه!
    ستاسو له ليکنو داسې ښکاري، چې د ثور انقلاب (د غويي کودتا) له پيله تر یوې مودې
    پورې په افغانستان کې واست او تاسو له خلقیانو سره مل واست او د هغوی د آيډيالونو
    پلوی واست، خو يوه خبره مه هېروئ، چې ځمکه هغه سوځي چې اور پرې بل دئ. تاسو څو ځله
    پوښتنه کړې چې آيا په افغانستان کې کمونيست شته او که نه، ګرانه وروره! زه به له
    تاسو وپوښتم، چې آيا په افغانستان کې مسلمان شته، افغان شته، انسان شته او انساني
    ارزښتونو ته احترام شته….

    ښاغليه په افغانستان کې تېره اونۍ یو د کورني ژوند قانون پاس
    شو، چې نرينه له ښځو سره څه ډول چلند او ښځې څه ډول اېلې شي، خو د خلقيانو په موده
    کې د ښځو سودا په ۳۰۰ افغانۍ شوه، يانې په افغاني ټولنه کې نه مدني قوانين او نه هم
    ديني قوانين په سمه توګه پاس او يا هم پلي کېږي، هم هغه پلو او هم دا پلو د خپلو
    غوښتنو افراط په نورو مني. د افغانستان غمېزې ټولو ته بدمرغي اړولې، زما له کورنۍ
    هم په بېلابېلو مودو کې خلک وژل شوي، خو موږ بايد د خپلو غوښتنو په برخه کې د نورو
    احساسات هم به پام کې ونيسو. ښاغليه انور خانه! تاسو به د خلقیانو او یا هم
    پرچميانو او وروسته له هغې په افغانستان کې ژوند نه وي کړی، نو ځکه ستاسو او د هغو
    خلکوچې حزبيان نه ول د ټولنيز ژوند برداشت توپیر لري. تاسو زما په اړه اندېښنه
    ښودلې چې ما ۱۸۰ درجې توپير په خپلو څرګندونو کې راوړی، خو زه بيا هم تاسو ته ليکم،
    چې زه اوس او تېر مهال هم د انتقالي عدالت غوښتونکی وم او يم. زه وايم چې مسؤل بايد
    له خپل جرم سره سم محاکمه شي او په خپلو ويناوو کې يا ليکنو کې د ارسطو خبره درپه
    يادوم، چې افلاطون ته يې کړې وه:

    پر ما مې لارښود ګران دئ، خو رښتيا تر هغه نه هم با ارزښته دي.
    ګرانه وروره انور خانه، زه یو عادي افغان يم او تاسو هم ماته يو عادی خلقی ښکارئ،
    چې د افغانستان په تراژيدي کې مو غوره رول نه دئ لوبولی، زما په ګومان د انقلاب په
    پيل کې تاسو ځوان وئ او کېدای شي عسکری موکلفیت مو د خلقيانو په موده کې تر سره کړی
    وي او وروسته له هغې مو په کوم بهرني هېواد کې تحصيل کړی وي او د اسلام د لارښود
    محمد (ص) سنت یانې پر پوهه پسې مو هجرت کړی وي او د افغانستان د ناخوالو له
    سايکولوژيکي پلوه ژغورل شوي واست، تاسو ته نه مګر ګڼشمېر خلکو ته دا خبره هم صدق
    کوي، چې مړه ګېډه پاړسو وايي، نو چا چې د افغانستان د ناخوالو تودوښه او ساړه په
    خپل پوست نه وي احساس کړي، نو شاليد او لرليد يې هم لکه سراب (ايلوژن) وي. ښاغلی
    انور خانه! زما په ګومان د هلمند نورزی يې، که نه نو بيا به درڅخه واورم، دا مې ځکه
    درته وليکل، چې له دنمارکه مې ستاسو يانې انور په نامه د نورزي له وورستاړي سره یو
    څه ولوستل.

    تاسو وایئ چې د داود په دولت کې خلقيان نه ول: ښاغلی پاچا ګل
    وفادار (سرو کار يې له خلقيانو سره ؤ، خو له وېرې به يې ویل چې خلقی نه دئ، د دواد
    په واکمني کې وزير تېر شوی) ، خيال محمدکټوازی د راډيو او خپرونو په برخه کې غوره
    سټه ؤ، په پارلمان کې هم یو شمېر خلقيان ول، خو دا ډېره مهمه موضوع نه ده او د بحث
    وړ نه ده. کېدای شی سم څانګپوهان به يې نه درلودل او يا به يې اتحاد نه درولوده، چې
    په مشروع بڼه خپل اغېز پر دولت واچوي، نو ځکه يې کودتا وکړه او هېواد له ۳۰ کلنې
    غميزې سره مخامخ شو اوس به د سليمان (سلامون) درته وليکم، چې ويل به يې: کله چې
    منطق له ګواښ سره مخامخ شي،نو احساسات راپارېږئ! چې په افغانستان کې يې زه او ته
    ننداره کوو. د مرحوم ميوندوال په اړه دومره درته ليکلی شم، چې د جنجال عظيمي (پرچمی
    عظيمي) ارودو او سياست په کتاب کې یې ليکلي، چې د میوندوال کور يې محاصره کړ او
    عظيمي يې په تحقيق کې له نورو ۶ تنو سره (ټول ۷ تنه) برخه اخيستې وه او ښاغلی مصطفی
    رسول په خپل کتاب کې د صمد اضهر (د بصير رنجبر مشر ورور او د بشر مل تربور) هم د
    ميوندال د قاتل په توګه په ګوته کوي، خو زه پوليس نه يم چې په دغو خلکو پسې
    راواخلم. ويل کېږي چې کله فيض محمد (پکتياوال) داود خان ته د میوندوال له مړينې خبر
    ورکړ، نو داود خان له خواشيني لاسونه وټکوهل او ویې ويل چې؛ آخر کشتېن! ګرانه تاسو
    ته مالومه ده چې د داود خان په کودتاکې قادرخان خلقي، وطنجار خلقي، ګلابزوی خلقي او
    پرچميانو ګډون درلود. د افغانستان د ۳۰ کلنې د لومړي شهيد وينه هم د چپي سازمانونو
    لخوا تويې شوه. جنجال امام الدين چې د داود خان د مړينې تور ورباندې دئ، وايي، چې
    مرحوم داود خان په دفاعي جګړه کې مړ شوی، خو عدلي طب دا ښودلې، چې داود خان په ککره
    له پورته خوا ښکته خوا ته ويشتل شوی، چې دا د دې مانا ورکوي، چې لومړی په ګونډو شوی
    او بيا په ککره ويشتل شوی.

    د امام الدين څرګندونې د افغانستان د ملي تلويزيون په آرشيف کې
    موجودې دي او د هاګ محکمې ته سپارل شوي او څېړنې پرې روانې دي. مرحوم وطنجار په
    اوکراين کې خښ دئ او په ۱۹۹۷ يا ۱۹۹۸ م کال يې غوښتل، چې په قاچاقي ډول له اوکراينه
    لوېديزې نړۍ ته واوړي، خو له ساختکي روسي پاسپورټ سره د اوکراين په پوله نيول شوی ؤ
    او وروسته له اختنوپوښتنو بيرته خوشې شوی ؤ او وروسته له ۱ کاله په حق ورسېد.
    ښاغليه مجاهده وروه سلام! زما نېکې هيلې ومنه! ګرانه زه يهود نه يم، شکر مسلمان
    زېږېدلی يم او مسلمان يم، د افغانستان جهاد ته په درنښت ګورم، خو د مجاهدينو د
    واکمنۍ احماقت ته په کرکه ګورم او اوس هم د مقاومت پلوی يم، مګر له جګړې خبرو اترو
    ته ډېر درنښت کوم! د اسلاميست وراشه له يهودي ژبې ريښه نه اخلي، ځکه چې يهودي يوه
    عمراني ژبه ده او له عربي سره نږدې اړيکې لري. اسلام عربي وراشه ده او د -ايست
    ورستاړی بیا یوناني بنسټ لري، چې د غوره ويي لوري ته ښودنه کوي، نو دا اصطلاح يهودي
    نه ده. ستاسو د نېګمرغي په هيله.ما د افغانستان د ۳۰ کلنې غميزې په اړه يوه أيمنه
    کؤې تاسو انور خان يې کولی شئ د لراوبر په آرښيف کې وموندئ او وکورئ. په درنښت،
    وسلام. ډاکتر لمر

  23. ګرانو مجاهد صاحب ؛غروال صاحب او لمر صاحب سلامونه دا موضوغ رشتیا هم اوږده شوه پداسي حال کېچي ګران وطن هره ورځ د نوو رنګارنګ مو ضوعاتو شاهد دی. زه غواړم چي افغانان لږ تر لږه خپل د وطن د حقیقتونو څخه خبر شي نه دا چي همیشه دبهرنیانو له خوا دهغو د دروغجنو او جوړو شوو اصطلاتو او تبلیغاتو په تیاره کې حرکت وکړي ؛ نو ځکه وښا غلي لمر صاحب ته تر درناوي وروسته زما وړاندیز دادی چي لږ لا را ګرم شي او د بین الافغاني پوهاوي لار خپله کړي د یو روښان مؤقف او ممبر څخه خپل اواز دا فغانا نو دګټو په خاطر جګ کړي. کله چي زما په باب خبره ده زما نه تنها قوم او ولایت معلوم دي او افتخار په کوم بلکه سیاسي نظر او ممبر مي هم و هر هغه چاته چي ما پیژني اویا زما سره مخاطب کیږي لکه تاسو محترم معلوم دی زه خپل د ولایت په مطبوعاتوکي پخپل نوم خپل نظر خپروم دا چي ومجاهد صاحب ته ستاسو په باب سوالونه پیداوه علت یی هم دادی چي تا سو پر ټول ملت غیږ راګر خولي ده .

    ټول ښه دځان افخار ګڼی او بد پر نورو تاوانوی. ستا سو دسوالو په هکله باید ووایم چي سره له ټولو مشکیلات لکه خارجي لاس وهنه بیسواد ي اوجهالت شکر دی په ګران وطن کي هم انسانا ن .هم افغانان شته څه چي دمسلمان خبره ده هغه خدای پاک ته معلومه ده او حتا پیغمبران هم بیله اوسنیو په غرب کي جوړو شوو ستاسو ودي سوال ته جواب نلري چي د شهادت دکلمي پر ویونکي دکفر حکم وکړي بله خبره داده چي تاسو زما ویو سوال ته هم جواب ندی ورکړی ډیره ارزو لرم چي ستا سو نظر د مرحوم داود خان دانقلاب دقانونیت او خپل دځان په باب د کمونست داصطلاح دحقوقیت او علمیت په هکله واورم هیله ده مستقیم جواب ووایی او ځان تیر نکړي
    مننه

  24. ملګری انور خانه سلام! په د ې هيله چې روغ او رمټ اوسې. ما ستاسو غبرګون تېره ورځ ولوست، خو زه نه پوهېږم، چې زما سره ستاسو د مباحثې موخه څه ده! زه یو عادي افغان يم، نه له کيڼ اړخو او نه هم له نشناليستانو او يا هم بنسټپالو سره کومه نېغه اړيکه لرم، مګر د افغانستان د ناخوالو په اړه خواشينی يم او غواړم خپلې ليدلې پېښې د ليکبڼې په توګه څرګندې کړم. تاسو بیا پوښتلي دي، چې کمونیست چا ته ويل کېږي او د مرحوم داود خان د کودتا په اړه زه څه ډول فکر کوم، خو تر ټولو ډېره په زړه پورې دا ده، چې تاسو ماته نغوته کړې، چې لا راګرم شه او دا مو په ګوته کړې، چې د افغانستان ډېری خلک بېسواده دي او د بهرنيو په اصطلاحاتو کې لاهو دي.

    ښاغلی انور خانه! زه کوم لوی عالم نه يم، چې ستاسو پوښتنو ته سم ځواب ووايم، خو دومره تاسو ته ليکلی شم، چې د کمونيزم تيوريتيک بڼه داسې سپړل کيږي، چې بنسټ يې له طبقاتو پرته يوه ټولنه ده، ټوليز ټولنیز اقتصاد يې د ټوليزو (ځانګړي او ټولنيز) توليداتو پر بنسټ او ټولیز ملکيت ولاړ دی، چې وګړي د توان په اړوند توليدول او د اړتيا په اړوند د شتمنيو او یا هم توليداتو کارول دي. د کمونيزم په اړه لومړنۍ څرګندونې د لومړي ځل لپاره افلاطون (Plato) له خولې اورېدل شوي دي، خو د رېنوسانس او د روښانو د خوځښت د مودې څينو ليکوالو هم د کمونيزم د ټولنیزو ارزښتون په اړه يادون کړی، خو کارل مارکس، فريدريښ اينګلس او لېنن د کمونيستي ايدلوژي بنسټ اېښودونکي بلل کېږي، خو په شلمه پېړۍ کې د کمونيزم وراشه د سوسياليزم وراشې تر سيوري لاندې راغله، چې د سوسياليزم واکمني په شوروي اتحاد او ځينو شرقي اروپايي هېوادنو کې رامنڅ ته شوه، چې د مسکو د (KGB) لخوا اداره کېدونکې ايديالوژي وه، نو کمونست هغه څوک دئ، چې دا ډول ټولنې ته ژمن وي. تاسو په خپلو ليکنو کې ټينګتې کوئ، چې خلقی ياست، نو ولې خلک تاسو ته کمونست وايي. څه موده مخکې د نظيف الله نهضت په نامه یو خلقی ليکلي، چې دوی کمونیستان ول او ؛ڼشمېر نور ليکوال هم په کمونيستي ايديالونو وياړي او ځانته کمونيست وايي. ګرانه وروه! ما مخکې هم تاسوته وليکل، چې تاسو د افغاني چپي ډيموکراسي تودوښه اوساړه په خپل پوست نه دي احساس کړي، ځکه نو ستاسو او د نور برداشت له ټولنې توپير لري.ستاسو يانې د انور په نامه په یوه ليکنه کې ليکل شوي ؤ، چې د هلمنديانو فاتحه روا ده او د افغانستان د بلې سيمې خلکو ته مو سپکې سپورې ليکلې وې، چې ګواکې وزيران يې بې کفايته دي!! ملګری انور خانه! آيا د کمونيزم په تيوري کې خپلو غړو ته انترناسيوناليزم د ناسوناليزم پر ځای نه ورزده کوي! آيا خپله سيمه اوقوم بايد تر نورو لوړ او له وياړه ډک وګڼو! ګرانه! تاسو تر اوسه له خپل قوم او سيمې بهر نه یئ راوتلي، نو څنګه کېدای شي، چې تاسو د هېواد په کچه څرګندونې وکړئ! زه ډېر خوښ یم، چې تاسو ماته ليکلي، چې په ټول هېواد مې غېږ راتاوکړې، دا چې زه د ټول هېواد فکر کوم، ما ته د وياړ خبره ده! ستاسو له لورېينې مننه.

    تاسو د کمونیزم په اړه زما په پرتله ډير مالومات لرئ، ځکه ستاسو له يوې ليکني داسې برېښي، چې د شوروي اتحاد په لوېديزو سيمو لکه (س. پتربورګ، مینسک، کیف یا کيشينوف) کې مو وخت تېر کړی وي، ځکه چې تاسو لیکئ، چې یو ښوونکي د دویمې نړيوالې جګړې په اړه درته ويلي ؤ، چې د یو انسان وژل غميزه ده، خو د ډيرو یوه شمېره، نو د دويمې نړيوالې جګړې موزيمونه په یادشويو سيمو کې ول او يا کېدای شي د سيلاني په بڼه هلته تللي واست. د داود د کودتا په اړه ما يوه ليکنه ليکلې، زما په ګومان په کابل کې خپره شوې، خو که لاس ته راغله نو برېښناپاڼو ته به يې واستوم، په لنډه توګه درته ليکلی شم، چې د داود خان کوداتا غير قانوني کار ؤ او د غويانو غميزه هم قانوني بڼه نه لري، اوکتوبر د انقلاب په اړه دومره ويل شم، چې یوه غير قانوني پېښه وه او د نړيوال تاريخ توره ڼېټه. په ۱۹۱۷ کال د لېنن ډله (بولشويک) هم په غير قانوني بڼه واک ته ورسېده، تاسو ته به مالومه وي، چې د روسيې په تاريخ کې د اورورا ببولاله ويل کېږي، خو هېڅوک دا پوښتنه نه کوي، چې که يوه ډله په پارلمان (دومه) کې اکثريت ولري (يانې بلشويک وي)، نو بيا په قانوني بڼه واک تر لاسه کوي، خو د بوخارينوف، د لېنن په خبره د اپورچونستانو، زينويف، تروتسکي ډلې (منشويک ول) ورسره مخالف ول، نو ځکه یې انقلاب وکړ…. خو خبره دا وه چې لېنن د واکنيولو روږدی ؤ او د هېڅ بل الترناتيف د پرمختګ او څرګندېدلو زغم يې نه درلود.

    اسلام د خیدک د ادې کيسې نه دي، برعکس د ټولنيزو ارزښتونو يوه تيوريتيکه ټولګه ده، چې د یوې ټولنې د ادارې، پرمختګ، چې بنسټ يې انساني او بشري ارزښتونه دي، خو څوک دغه ټولو اسلامي ارزښتونو ته ژمن پاتې دئ! يو د کلمې په ويلو د اسلام ارزښتونه نه پر ځای کېږي، بيا نو دا هسې د ځان غولول دي. د اسلام موضوع یوې ځانګړې لیکنې ته پرېږدم، ځکه چې دم ګړۍ وخت نه لرم. په دې هيله چې ستاسو پوښتنو ته مې ځواب درکړی وي. د نومښود او يا هم پرديو تورونو په اړه بايد ياده کړم، چې تاسو هم ماته د تورتم وراشه د لومړي ځل لپاره وکاروله، نو تاسو دا وراشه د چا او ولې وکاروله! ستاسو د هوساينې په هيله. ډاکتر لمر

  25. ښالۍ لمر صحب سلامونه

    ډیر خوښ یم چي روغ او جوړ یي اوزه دي هم نه یم هیرکړی په دي لا نور خوښ یم چي په پښتوکې زما وزړه ته را نژدي او ډیره سپیڅلي دملګړي اصطلاح دي هم راته کارولي ده ډیره ډیړه مننه. آی کاشکې دا راته معلومه وای چي تاسو ته کومه ستاسو د خوښي پښتو ؛فارسي؛ عربي او دبلي ژبي که چیري زما زده وای اصطلاح لکه ډیموکړات صحب ؛مجاهد الفسبللاه؛اخوتالمسلم؛ رفیق ؛ ملي صاحب ؛طالب جان او یا بل څه می در ته کارولي وای خو متآ سیفانه تاسو ځان نه راپیژنی په هر صورت یو لوستی انسان یاست او زه یي خپل مکلفیت ګڼم چي احترام مو وساتم. ما تیر ځل هم لیکیلوه چي دا موضوع اوږده شوه او خدای مکړه چي زما او ستا تر منځ شخصي مو ضوع نشي ځکه هغه څوک چي دا موضوع يي شروع کړیده اصلا وجود نلری او تر یو خیالي هویت لاندي یي یو غونډاره غورځولي ده خپله کوم ادرس نلري.

    سوال خودادی چي نور ولي پریوه بي هویته لیکنه دتائید تبصره وکړي ؟بل په دي ډیر خوښ یم چي تاسو بل اخره د مرحوم داودخان د انقلاب حقوقي ارزونه کړیده او غیري قانوني کودتا مو بللي ده.زموږ د کمونست او یا غیري کمونست سوال ته هم تاسو خپله جواب ورکړی دی؛ که رشتیا هم موږ کمونستان وای نو بیا به د قومیت او سیمي په پریمیټیو جال کي نه وای بند دا ددی ثبوت چي موږ کمونستان نه وو اودا صرف د بیګانګانو یو تور دی چي په افغا نستان کي یي خپل د پیرانانو په خوله ورکړیدی. هیله من یم چي په نا اګاه ډول خپل وطنداران د افغانانو د ښمنانو په غوښتنه بدنام نکړو او د بین افغانی تفا هم په لور مخه کړو. څه چي ما دوزیرانو دکفایت په هکله ویلي دي بحث اوثبوت ته اړتیا نلري ولي دا دهغوی له قومیت او سیمي سره اړه نلري څه چي ما لیکلي دي اوس هم په همدي صفحه کي موجود دي دا چي تاسو په ټول افغانستان غیږ راګوی او خپل افتخار يي بولۍ ډیره ښه خبره ده ستا سو دي یوازي مبارک وي ولي په وراني او د ورانی په مخنیوي کي یي ستا سو رول څه دی؟ او اوس یي څنګه باید جوړکړی؟ که په دی هکله هم خپل دریځ روښانه کړی ډیر به ښه وي .

  26. ښاغلی انور خانه سلام!

    په دې هيله چې روغ وې. ګرانه! په افغانستان کې ستونزه ايديولوژي، دين او يا هم کومه ټولنيزه تيوری نه ده، مګر د یو هېواد او يا هم سيمې د خلکو ذهنيت او له ټولنيزو ارزښتونو سره د هغوی چلند دئ او د دين او يا هم ايديولوژی سپړل او د پلي کولو توګه يې ده.
    ما مخکې ياده کړې وه چې آیا په افغانستان کې مسلمان شته او که نه، خو تاسو ټول اسلام د شهادت په کلمه کې ختم کړاو کمونيزم مو بيا په افغاني نشنلیزم کې پای ته ورساوه. تاسو ته مالومه ده، چې د کيڼاندو ټولنيز ذهن په ټولنيز اقتصاد کې راغبرګېږي او اسلام هم د سود مخالف او د سوداګري پلوی دئ،چې ۱۰ ٪ عشر او ۵ ٪ د زکات (ټول ۱۵٪) ، په ټولنيز ژوند کې حشر(په ګډه یو کار تر سره کول)يې بنسټ دي. که موږ د غربي نړۍ ماليې ته پام وکړو ، نو له ۱۵ ٪ تر ۵۰٪ پورې ده، خو د غربي نړۍ ډېر لګښت په نظامي برخه کې تر سره کېږي، که نه نو د ۱۵٪ ماليه د يو هېواد د اداري،اجراييوي او واکچلولو لپاره کفايت کوي.

    د افغانستان خلک د ابسلوتيزم په لومه اواسلامي نړۍ دعيش او عشرت په لومه کې بند دي،ځکه غربي نړۍ یې استعمالوي. په افغانستان کې هم د کمونستانو، اسلاميستانو او اوسمهال ديموکراتونو په اخوډب کې لاهو دي، ځکه نو د بدمرغي په څپو اوړي او رااوړي، د منطق وسه او د ابتکار استعداد نلري.

    ملګری انور خانه! تاسو ته پته ده چې د ثور له غميزې مخکې خلقيانو د تره کي په مشري او پرچميانو د کارمل په مشري اتحاد وکړاو تاسو وروسته له انقلابه ځانونه ګوندي بلل او دخلقي او پرچمي وراشې مو يو او بل ته نه کارولې ، خوزما اندېښنه دا ده چې بيا څه وشول،چې خلقيان بيرته خلقيان شول او پرچميان کارمليان!

    خلقيان هم څوک د تره کي په ډله کې، څوک هم د امين په ډله کې بېل شول اوڅوک هم زرغونی شو، د ظاهر افق ډله به نه یادوم. ګرانه انورخانه! تاسو لوړې زده کړې تر سره کړې دي اوله تېرو ترخو تجربو څخه به مو يو څه زده کړي وي (ناپيليون وايي: هوښيار سړي دنورو له تجربو یوڅه زده کوي، خو ساده سړی پر ځان تجربې کوي)، نو راځه په ځان تجربې بس کړو.

    ستاسو د سپارښت په اړه چې څه وکړو! بايد وليکم، چې لومړی باید د روڼاندویو ګوند د ملي ارزښتونو(اسلام، پښتو او ځمکني بشپړتيا)پر بنسټ، چې له ګاونډيو او نړۍ سره د تفاهم پوه، چلند اووسه ولري، جوړ شي. دويم بايد دهېواد د چارو يو اقتصادي پلان د بیارغاونې د پروژو پر بنسټ جوړ شي. د افغانستان د مقاومت ډلې د غربي نړۍدځواکونو پر ضد د هغوی تر وتلو پورې د فشار قوه وګڼل شي(چې بچی و نه ژاړي، نو مور شودې نه ورکوي!) نو که د مقاومت ډلې نه وي ، بیا نو امريکا هم خبرو اترو ته نه حاضرېږي.

    د دیموکراتيک ګوند هغه غړي چې د افغانستان په ناخوالوکې يې نېغه ونډه نه درلودله، نوکېدای شي له نورو لوستو افغانانو سره د افغانستان په راتلونکي کې غوره رول ولوبوي او تفاهم سره وکړي. په دې هيله چې يوه ورځ د دغو ستونزو په اړه له نږدې وغږېږو. وسلام.
    ډاکتر لمر

  27. ښاغلي لمر صاحب نیکې هیلي اوښي چاري

    ډیر خوښ یم چي ستاسو په لیکنه کې هر ځل نوي شیان پیداکوم هیله ده دا سلسله د نورو اولا نوواوپه زړه پوري معلو ماتو په لور وغزیږي تر څو نه تنها ستا سو دهویت اوموقف په هکله ښه تره پوه شم بلکه دوطن دمشکیلاتو دحل له پاره نوي اومختلفي نوسخي او نظرونه چي نه یوازي تیر منصفانه ارزوي بلکه راتلونکې هم په ښه اومید پیشبیني کوي ولولم . ګرانه ډاکتر صاحب غواړم ستاسو توجو څو ټکو ته ستا سو دلیکني په هکله را وګرځوم .پو وطنپرست اوځیرک سیاستوال دهر څه ؛هرچا او هري بللي اونابللي پیښي څخه خپل دو طن دملې ګټو په خاطر کار اخلي اوهر حرکت ته دخپل نسبي مسبت اوسالم پوزیشن په وجه داسي جهت ورکوي چي عامي او ملي ګټي تري وزیږي. کله چي تاسو دمقاومت په هکله خپل خوشبیني ښیاست اومیدواریم چي د مقاومت دلیکو ماهیت ښه درته معلوم وي او ددي نظر عواقب مو دوهمه کابلۍ عامه تباهي ونه زیږوی هرڅه جدي او هر اړخیزه په نظر کې ونیول سي نه اماتورانه لکه ستاسو په خبره هر څه پرځان تجربه او زده نکړل سي.

    د نوي حزب د جوړیدو په هکله هم ستاسو توجوغواړم هر حرکت باید په ټولنه کې د یوتشي د ډ کیدو په خاطر وي نه دځان دمطرح کیدو او ماجرا جویی په خاطر په دا سي حال کي چي په ګران وطن کي تر ۱۰۰ زیات سیاسي احزاب رسمي ثبت دي تاسو دکوم ډول اډیا لوژی او سیاسي دریځ تشه احساسوی؟ او اضافه تردي تا سو د یوه طرفه دتفاهم خبره کوي اودبله طرفه ددي ۱۰۰ احزابو سره د ګډ کار لاره نشی پیدا کولای اوعجیبه خو لا دا چي د ګران وطن واقیعتونه درته ډیر تاریک ښکاري په داسي حال کي چي د یوي خوا دوطن روشنفکران راټولواست اودبلی خوا چي کوم وړوکۍ؛ لوستي او سیاسی فعال کشر په وطن کې سته هغه داسلامست ؛کمونست او ډیموکرات په تورنسی اوردواست یي نو تفاهم بیا دچاسره د څه په خاطر؟ او تر ټولو جالبه لا دا چي د ظلمت او غرب پرلکۍ ختلو وطندارانو ته بیله کومو علمي او حقوقي دلایلو کمونست وایی او ځنو ته یی دعوت ورکوی چی ستا حزب ته راشي ولي دا هیروی چي هغو خپل مخالفینو ته متقابلأ اشرار ویل اود اشرار توب دثبوت دپاره یی یوازی دکابل د۱۳۵۸ حوادث کافي بولي بیانو که ماجراجویی نه وي څنګه کمونست او اشرار سره یو ځای کوي؟ ګرانه ډاکتر صاحب هیله ده خفه نسی واقیعتونه په نظر کې ونیسي لږ ماغزه ستړی که چي پښي مو هوسا شی تفاهم زما په نظر بیله هر ډول تأ سوبه دوطن د جنجالودحل یوازنۍ لاره ده.
    ‏‏‏

  28. ښاغلی انور خانه سلام!

    په دې هيله چې روغ او رمټ اوسې. ما ستاسو غبرګون وليد، مننه. تاسو په خپل غبرګون کې زما سياسي اماتوريستي کرکرکتر ته ښودنه کړې، د درېشو کلونو غميزه مو د ۱۳۵۸ کال د کب د مياشتې دپېښو په څپو لاهو کړې او ټولنه موبيا په سرو وسپينو ووېشله. ډېره په زړه پورې خبره دا ده چې تاسو او نور رونډ اندي د ايديالوژي په لومه کې بند ياست، خو خپله نه پوهېږئ، چې ايدياوژي څه ته وايئ! که موخه مو خلقيتوب وي، نو څرګنده خبره ده چې بنسټ يې طبقاتي مبارزه ده او د لېنن خبره د پرولتاريا ډيکتاتوري او سوسياليستي پلان شوی اقتصاد دئ (یو به يې ګټي سل به يې څټي!). له بل پلوه د امپرياليزم لاسپوڅي، چې امپرياليزم له کپيتاليستي ايډيالوژي سره، چې د رقابت او استعداد نه کار اخيستل او په چلول بډای کېدل او د بې وزلو مري کول دي، خو په افغانستان کې بيااسلام په ميراث پاتې دئ او د افغاني کلتور په لومه کې ښکيل دئ، چې واکمن يې په وروستيو ۱۰۰ کلونو کې هېڅ اقتصادي پروګرام نه درلوده، چې کله به روسانو ورته پنځه کلن پلان جوړاوه او کله به پاکستان او ايرن پر افغانستان مړندې وهلې او وسمهال ټوله لوېدېزه نړۍ په افغانستان کې د افغاني ‌ذهنيت په لومه کې بنده ده او هغه متل چې يو پلو ته يې پړانګ او بل ته ډانګ دئ!

    زه رښتیا هم اماتور يم، ځکه سياسي لوست نه لرم او مخکې هم ما تاسو ته ليکلي ول، چې زه د افغانستان د وروستيو دېرشوکلونو د پېښو خپل- انځور په ليکبڼه ليکم، د کوم ګوند غړی نه يم، اما په ټولنه کې د څو محدود ګوندونو چې د افغانستان د رغاونې، پرمختګ او معقول کورنی او بهرنی سياست ولري يوه غوره اړتيا ګڼم، خو ستاسو له خبرې سره سم نن سبا په افغانستان کې لږ تر لږه ۱۰۰ ګوندونه رسمي موجود دي، مګر دا خلک تاسو ته څانګپوه سياستوال ښکاري! زما په ګومان په دغه ګوندونو کې خلک ماجرا جو دي، خو زه وړانديز کوم، چې بايد داسې ګوند رامنځ ته شي، چې موخه يې د هېواد رغونه، د خلکو پوهونه او له نړيولې ټولنې سره د تفاهم ځواک، پوهه او واک ولري.
    زه داسې ګومان کوم، چې نړۍ د څو لويو ټبرونو تر منځ وېشل شوې ده، لکه: د انګرېز ټبر (بريتانيا، مريکا، کاناډا، آسترليا، جنوبې افريقا او د کمونوېلټ ملکونه، چې د انګرېر مريتوب يې منلی)، روس (سلاويان ملکونه)، عرب (۴۰ عربي او ۲۰ مسلمان ملکونه)،تورک-تاتار (له منګوليا نيولې بيا تر تورکيې پورې ، د جرمن-ژبو (آلمان، هالنډ، دنمارک او سکاندينویايي ملکونه)، ارودو ژبي (هند، بګلدېش، سریلانکا، پاکستان، نيپال او داسې نور)، چين او نور پټ سترګي او بيا ايران په دې هڅه کې دئ، چې د (کشور های فارسی زبان) تر نامه لاندې افغانستان هم له تاجکستان سره یو ځای په ګنډه ووهي، نو ګرانه وروره افغانان بايد په دغه موقف پوه شي، که غواړي، چې په راتلونکي کې ملنډې پرې و نه وهل شي او د افغانستان ژغورنه د لوستو افغانانو دنده ده،چې خپل خلک سم رهنمايي کړي، رښتيآ ورته ووايي او د هيواد د ادارې پوهه او وسه ولري (په زړو هډونو یووې نه کېږي، خو له تجربې یې کار اخيستل کېدای شي!)

    دا څرګنده خبره ده، چې د انسان ماغزه له څه د پاسه ۱۴ ميلياردو حجرو څخه جوړ شوي، یو عادي انسان د ماغزو له ۸ ٪ څخه کار اخلي او یو نابغه له ۸ ٪ ډېر ماغزه کاروي، ځکه نو په دې توانېږي چې نوښتونه رامنځ ته کړي او د بشر د پرمختګ سبب وګرځي او پوهنيز انقلابونه رامځ ته کړي (نيوټن، آينشتين، مندلېيف، سيد جمال الدين افغاني…. او داسې نور). په ټولنه کې هم د یو هېواد پرمختګ په لوستو او پوهو خلکو پورې په نېغه تړلی. که تاسو بېلابېل هېوادونه پرتله کړئ، نو د نفوس په تناسب د فعالو او په یو ټولنيز سيستم (ګوند، اتحادیه، ټولنې…) کې راټول شوي او څانګپوه وګړي د ټولنې ۱۰ ٪ جوړوي، يانې څومره چې دغه فيصدي لوړه وي هماغومره هغه هېواد پر مختللی او هوسا دئ، نو د افغانستان شخړه د دغو ۱۰ ٪ نيمه لوستو ، نيمه څانګپوه تر منځ ده، د روسانو متل دئ (ريبه س ګلؤی ګنيوت!) نود افغانستان هم سر خراب دئ، نو د افغانستان د سر جوړول پکار دي، ښه ويل شوي، چې د نړۍ ‌ذهنيت نه شي بدلوی، مګر خپل بدلولی شې، خلک نه شي بدلولی، خو د رهبري او لارښونې لا رې یې موندلی شي!

    ګرانه وروره! په دې هيله چې زما نه خوشينی شوي نه وئ، خو کانفوسي ويلي، چې په زغرده جرو بحث رښتيا رابرسېره کوي، د پاک سړي روحيات لکه شمال وي او د ناپاکه لکه واښه ، نو واښه هغه خوا ته کږېږي،کومې ته چې شمال غوځېږي!
    د افغانستان په زړو پېښو شخوند نه وهل کېږي، نو نویو نوښتونو، سمبولونو او سيستمونو ته اړتيا ده،افغانستان د امريکايي ځواکونو او د مقاومت ډلو په دوړو سپېره دئ، نو د افغانستان په اوسني حالت کې درييم الترناتيف ته اړتيا ده، چې افغانستان د واک واګي تر لاسه کړي او د افغانستان د بل ناورين مخنيوی وکړي او د هېواد د خپلوکي امکانات رامنځ ته کړي. په یو ګل نه پسرلی کېږي، نو د افغانانو اوپه تېره بيا د پښتنو اتحاداو د رونډ اندو یووالي ته اړتيا ده.

    مننه. ستاسو د بري په تمه!
    وسلام!
    ډاکترل مر

  29. ښاغلی انور خانه سلام! په دې هيله چې روغ رمټ اوسې، ما ستاسو د يوغبرګون په اړه څو کرښې تورې کړې وې، داسې ښکاري چې زما او ستا د بحث بېړۍ هم تر مزله و نه رسېدله، خو په یو بې پايلې مباحثې کې هم پايله شته، ځکه د بحث غړي يا پټه خوله شي او يا هم د کړکېچ نړۍ ته شا کړي، مګر بيا هم ستاسو له ګډ بحث نه ډېره مننه، په دې هيله چې له ما نه خواشيني شوي نه واست، رښتيا ما په تېره ليکنه کې د فرانسې او هسپانوي کلتور سيمييز او نړيوال اغېز نه ؤ ياد کړی، نو د مالوماتو لپاره که په دې اړه هم هڅې وشي، بې ځايه به نه وي. ستاسو د بري په تمه،
    ډاکتر لمر