بسم الله الرحمن الرحیم
په کابل کی د روان هجری شمسی کال د دلوی د میاشتی داستشهادی حملو په رابطه چی د عدلیی په وزارت، د محابسو په عمومی ریاست او یو لړ نورو اهمو دولتی اهدافو تر سره شوی د کرزی د ملی امنیت د ویاند سعید انصاری پرونی ادعاوی په بشپره توگه بی اساسه اوښکرور درواغ دی .
دا عملیات د اسلامی امارت د الحمزه استشهادی کنډک لخوا د افغانستان د داخل په مفتوحه سیمو کی طرح شوی او پلان شوی وو، په دی عملیاتو کی هیڅ غیر افغانی تبع ونډه نه لرله، اونه هم په دی عملیاتو کی سهیم د اسلامی امارت کوم م مجاهددلوګرولایت په مربوطاتوکی اسیرشوی او نه یی هم کوم مجاهد په شهادت رسولی.
الحمدلله په دغه عملیاتو کی دخیل پلانونکی اورهبری کونکی مجاهدین ټول روغ رمټ دی او په دښمن باندی د نورو کارنده حملو لپاره تیارئ نیسی. ددښمن د امنیت د اداری د ویاند پرونی کنفرانس او دروغجني ادعاوی د هغو پوچو او بی شرمانه تبلیغاتولړئ ده چی دښمن بالخصوص ددوی د امنیت اداره یی د خپلو ماتو او رسوائیو دپټولو په موخه ترسره کوی. زموږ د معلوماتو له مخی په کابل او لوگر کی نیول شوی او شهید کړای شوی افغانان ټول عام وګړی او دسیمی اوسیدونکی دی ، د لوگر د چرخ په ولسوالئ کی د وحشی صلیبیانو او د امنیت د اداری د کارمندانو په لاس د یوی کورنئ پنځه تنه په شهادت رسول شوی کسان بی وزله کلیوال ول او پخپله دلوگر محلی اداری هم رسنیوته په دی خبره اعتراف وکړ د چرخ ولسوالئ ولسی خلکو ددی عملیاتو په غبرگون کی دولسوالۍ ودانۍمحاصره کړئ وه او سخت احتجاجونه یی وکرل.
په لوگر کی چی کوم کسان نیول شوی د هغوی په نیونه باندی په احتجاج کی دتش په نامه پارلمان یوه وکیله میرمن شکیلا هم د احتجاج په دوران کی دپولیسوله لوری ټپي کړای شوه. دښمن تل په کابل کی له عملیاتو وروسته په خپلو رسوائیو او ماتو د پردی اچولو په موخه یو شمیر کسان نیسی او بیا د تحقیقاتو په ریاست کی سختی شکنجي ورکوی او په زور تری اعترافونه اخلی.
له دی نه مخکی هم دښمن د لوگر د دشت باری په سیمه کی دظاهر په نوم یو کوچي د شپی مهال د خپلو ماشومانو په وړاندی په ډیر بیرحمانه ډول په شهادت ورساوه او بیایی ادعاء وکړه چی نوموړی ددی عملیاتو مشری په غاړه لرله. همداراز د عدلیی وزارت د عملیاتو په ورځ ګوډاګۍ اداری له 600 حخه زیات بی گناه ښاریان د کابل له مختلفو سیمو څخه ونیول چی ځینی یې لاتراوسه هم ربړوی. موږ به ان شاءالله ډیر ژر دعمل په میدان کی په خپلو نورو کارنده اودقیقو حملوسره دا ثابته کړو چی دښمن څوک نیولی او څوک یی په شهادت رسولی . انشاالله تعالی .
څو ورځې وړاندې د افغانستان د اسختباراتو ویاند سعید
انصاري وویل چې د عدلیې وزارت او د محابسو په عمومي ریاست د یرغل په تور یې څو تنه
نیولي دي . ده زیاته کړه چې دغه یرغلونه په بلوچستان کې د پاکستان د آی اېس آی له
خوا پلان شوي ول . په دې اړه یې کره لاسوندونه هم وړاندې کړل . د دې پر ځای چې په
خپله پنجابي دولت یا هم په خپله د آی اېس آی منحوسه او خونکاره اداره کوم غبرګون
وښیي، دا دنده یې طالب ویاند ذبیح الله مجاهېد ته وسپارله . ده هم په پوره ویاړ
سرته ورسوله .
طالب ویاند ښاغلی ذبیح الله مجاهېد د انصاري ادعاوې په خپلو څرګندونو کې "په بشپړه
توګه بې اساسه او ښکرور درغ" ګڼي .
آی اېس آی او پنجابي دولت خپل کرکجن مخ په ښکاره سره وساته . یو خوا یې د ښاغلي
انصاري ادعا په افغاني(؟) طالبانو رد کړه، بلخوا یې د دې په موخه چې ترهګري پر
افغانانو وروتپي، تېره ورځ په لاهور کې د لر او بر اوبپاڼې د خبر پر بنسټ، په لاهور
کې پینځه تنه افغانان د ترهګریزو بریدونو په تور ونیول . پنجابي پولیس وایي چې دوی
(افغانانو) د بیت الله مسید د لارښونو انتظار کاوه . پولیس زیاتوي چې له نیول شویو
کسانو سره یې د حساسو ودانیو نخشي هم نیولي دي چې د بریدونو په وخت کې ځېنې کار
واخلي .
خو نړۍ او په تېره افغانان پوښتي :
آیا بیت الله میسد په ریښتیا هم په په ټول پاکستان کې یو څو ترهګر پیدا نه کړل، حال
دا چې نړیوالې ټولنې د افغانستان په پرتله تر اوسه په پنجابستان کې ډېر ترهګر نیولي
دي؟
آیا مسید ریښتیا هم د افغانانو تر وژن او د "صلیبي ځواکونو" پر وړاندې تر جهاده په
پاکستان کې چاودنو ته لمړیتوب ورکوي؟
آیا تېره میاشت پنجابي دولت او د آی اېس آی ترهګرې ادارې د ملا عمر آخوند په امر
جهاد په پاکستان کې ناروا ونه ګڼه؟
آیا پنجابي دولت له مسید سره د سولې تړون لاسلیک نه کړ؟
نه یوازې افغانان، بلکې ټوله نړۍ پوهېږي چې د افغانستان په دېرش کلن تاوتریخوالي کې
پنجابي دولت ډېره ستره برخه لري . همدا دوی ول چې د شهید محمد داوود خان پر ضد یې
وژونکي ډلې جوړې کړې . همدا پنجابیان ول چې د جهاد په دوره کې یې د اسلام په نامه
هر روڼ اندی، عالم، ښوونکی، ډاکتر، انجینر، لیکوال، شاعران او زده کوونکي وژل .
همدا پنجابیان او د دوی بې غیرته پښتانه ګوډاګیان ول چې په افغانستان کې یې ښوونځي،
مدرسې او پوهنتونون سېزل او لا سېزي . همدا پنجابي او د دوی پښتانه ګوډاګیان ول چې
د کورنۍ جګړې په اوږدو کې یې ښکېل غاړو ته نه یوازې د یو بل پر ضد فتواوې، بلکې
همداسې یې جګړییز توکي برابرول .
ټولې نړۍ ته، طالبانو او افغان مظلوم ملت ته ښه مالومه ده چې پنجابي دولت او د دوی
خونکاره اداره د ډاکتر نجیب الله د حکومت له ړنګېدا وروسته د افغانستان نظامي،
ټولنیز او اقتصادي جوړښت له منځه یووړ .
د افغانستان اوردو څه شوه؟
په جلال آباد کې د نارنجو ونې چا ووهلې؟
د کنړونو او جنوبي ځنګلونه چا ووهل؟
په شمالي کې د انګورو تاکونه چا غوڅ کړل؟
په کندهار کې شنو باغونو ته چا اورونه ورته کړل؟
له 1990-2000 کال پورې د پېستې د ونو د ولیو (ریښو) سوداګري چا او د څه لپاره کوله؟
افغانان او نړیواله ټولنه ښه پوهېږي چې پنجابي دولت همدا په نامه جهادي ډلې ټپلې د
خپلو ګټو د ساتلو په موخه رامنځته کړي . همدا آی اېس آې وو چې د بن لادن بانډ یې
ځواکمن او طالبان یې د خپلو ګټو د ساتلو په موخه رامنځته کړل . خو له بده مرغه چې
طالبان لا تر اوسه د پنجابیانو په لوبو نه پوهېږي .
دوی باید پوه شي چې پنجابي حکومت افغان جهادي ډلې ټپلې د دېرشو کلونو په اوږدو کې
دومره وکارولې چې وس یې کېده، خو کله یې چې زړه ترې تنګ شو، له اسلامي ګوند پرته یې
ټول په یوه روپۍ لیلام کړې .
د اسلام د سترو پاسوالو ښاغلي رباني او ښاغلي سیاف هغه بې سارې دبدبه څه شوه؟
آیا دې ښاغلیو د یوې نیمه لوستې ملامۍ جویا ځواب وکولای شوی؟
آیا دواړه ښاغلي (رباني او سیاف) د دوی په وینا له محلدینو (د نجیب د حکومت له
وزیرانو او کارمنو) سره نن څنګ تر څنګ نه کښېني؟
طالبانو ته باید وویل شي چې کله پنجاب پوه شو چې اسلامي ګوند یې نور په ګټه نه دی،
د ترهګر نوم یې ورکړ . هغه اسلامي ګوند چې د جهاد په وخت کې د دوی ډېر نیږدي ملګری
وو او د روسانو پر ضد یې شپېته سلنه وسله او نړیوالې مرستې تر لاسه کولې، نن له
سلګونو زرو پلویانو سره سره، د دې وس نه لري چې یو څو زرو کسانو ته یې وسله ورکړي .
دا ځکه چې اسلامي ګوند د پنجاب په ګټه نه دی . زه هر ګوره د دوی په تېروتنو سترګې
نه پټوم . یوه ورځ به اسلامي ګوند په خپله هم د ملت په وړاندې او د الله سبحانه
تبارک و تعالیٰ په دربار کې خپل سپیناوی هرو مرو وکړي .
له اتو کالو راهیسې پنجابي خوسا دولت او د دوی ترهګر، افغان حکومت د مزدور حکومت په
نامه یادوي .
آیا طالبان نه پوهېږي چې پنجابي دولت یې له خپله جوړښته د انګریز او امریکا په جوپړ
کې دی؟
آیا په پاکستان کې کوم مسلمان نشته چې همدغه پنجابي ګوډاګیانو وپوښتي چې دولت یې
ولې د امریکا په جوپړ کې دي؟
آیا په پاکستان کې کوم مسلمان شتون لري چې هملته په پاکستان کې د صلیبیانو پر
وړاندې جهاد وکړي؟
طالبان باید پوه شي چې د دوی پر ضد یو نوی سېلاب بیا را روان دی :
امریکا خپل نظامي عملیات نه یوازې بلوچستا ته غځوي، بلکې غواړي چې د پنجابي دولت په
زړه کې هم خپل مخالېفین وځپي . د دې لپاره چې پنجاب له امریکا څخه ځان وساتي او یو
څو روپۍ لاسته راوړي، د طالبانو بیه له پینځوس څخه پینځه ویشت ډالرو ته راټیټوي .
پنجاب هېڅ وخت له صلیبیانو سره ډغرې نه وهي . کله چې ډېر لږ زور پرې ورشي، خپل ډېر
نیږدي ملګري امریکا ته سترګې او لاس تړلي ورکوي .
آیا په دې څو کلونو کې یې کم طالبان او د القاعدې جنګیالي خرڅ کړل؟
دریغه چې یوه پنجابي او د آی اېس آی خونکار د سعید انصاري خبرې رد کړې وای . خو ښه
دا ده چې د طالبانو آر څېره افغان مظلوم ملت ته ښه څرګنده شي .
ښاغلی ذبیح الله مجاهېد زیاتوي :
"دا عملیات د اسلامی امارت د الحمزه استشهادی کنډک لخوا د افغانستان د داخل په
مفتوحه سیمو کی طرح شوی او پلان شوی وو، په دی عملیاتو کی هیڅ غیر افغانی تبع ونډه
نه لرله"
که دغه غونډله د آی اېس آی له ویناوو سره پر تله شي، او د "الحمزه استهادي کنډک" پر
ځای "تېرورېست" چې د پنجاب تجارتي کلیمه ده، ولیکل شي، د آی اېس آی اداره به قسم هم
وکړي چې دا د وی وینا ده، ځکه چې دوی په زرګونو دا ډول ویناوې کړې دي .
د ښاغلي مجاهېد وینا به هم د آی اېس ای مخ ور پاک نه کړي . ځکه چې افغان مظلوم ملت
اوس ویښ دی .
که طالبان ریښتیا غواړي چې خپل ملګری او غلیم وپېژني، نو په دغه انځور کې دې د
جهادي ټیکه دار د مخ پر ځای د یوه افغان انځور ور سرېښ کړي . د فتوا لپاره یې دې د
یوه آی اېس آی شرمښي او د دوی کوم جهادي ټیکه دار ته وروښیي چې څه فتوا ورکوي .
وروسته له فتوا څخه دې اصلي انځور ور وښیي چې څه وایي .
امین الله عطیف
له محترم لیکوال نه په درنښت هیله کوم چي ځان په خپلولیکنوکي بي
طرفه وښه يي نه داچي له لیکنوئي له ورایه کمونسټ توب اوګواګيتوب معلوم شي
اودافغانانوهره قرباني اوسرښندنه چي دخارجي یرغلګرواو دهغو دلاس پوڅوپه مقابل
کي ترسره کوي بایدپه پردوپوري ونه تړل سي .
په افغانستان کي ډیرداسي افغانان شته چي دخپل ځان په غوښواو
هډوکیودخارجي اولاس پوڅوچي (نوري )هم له هغووتلی نده خپل عبرت ناک عملیات ترسره کوي
اود ښمن ئي په کوکاروکړیده دادافغانانوسرښندنه ده چي ددنیاسپرطاقت ئي په
ناروکړیده (متل ده: وايي سلمیانزي که داسي نران وي خپلي وزي دي میږي کړي)پاکستان که
داسي نروی خپلي وړي دي شړي کړي خپل مشکلات دي له منځه یوسي اوهغوته دي دحل
لارپیداکړي نن مونږ له مطبوعاتونه اورو چي دپاکستان په سوونونه بلکي په زرونوپوځونه
دطالبانوله لوري وژل سوي اوپاکستان دي ته اړشوترڅو له خپلوطالبا نوسره روغه وکړي .
لیکوال ته دخپلي حافظي علاج اړین ده باید وي کړي طالبانوپه
واروارویلي چي مونږدپاکستان دحکومت اودهغوی دطالبانوترمنځ دسولي په تړون کارنلرو
دادهغوخپله داخلي موضوع ده اوپاته سوه دملامحمدعمرمجاهد دخط خبره هغه چاتایدکړه چي
داخط دطالبانودمشرودپروپاګندمخه نه نیول سویده ده نه نیول کیږي .
دافغانستان دورانولوموضوع ځان ته ده هغه باید دافغانانودنني
مقاومت سرکشانوته منسوبه نسي ځکه دااصیل افغانان ول چي هیواد ئي دتجزيي له خطرنه
وژغورل دادطالبانوسرښندنه وه چي هیوادوالو ته ئي مثالي امن راوستلی وخودنوري په
څيرډیرداکسان وواوشته چي له لمرنه انکارکوي اولاهم دڅوډالرپه بدل کي ترهرڅه تیردي
.