کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / موږ د خپلو واقعي خدمتګارانو نوم په وياړ يادوو !

موږ د خپلو واقعي خدمتګارانو نوم په وياړ يادوو !


له دولت څخه غواړو چي د خداى بښلي داوود خان مزار په ډېر ښه او پرمختللي ډول جوړ كړي .

شهيد ولسمشر سردار داوود خان په افغانستان كي لومړى ولسمشر دى چي د مزدورو كمونستانو په خونړيو لاسونو د ۱۳۵۷ كال د غوايي د مياشتي د يوي خونړۍ كودتا په پايله كي د خپلي كورنۍ له ۱۷ كسانو سره يو ځاى شهيد كړل شو. سردار داوود خان د ١٣٥٢ لمريز کال د چنګاښ په ٢٦ مه چي د ١٩٧٣ زېږديز کال د جولاى له ١٧ مي سره برابره وه، په افغانستان کي د محمد ظاهر شاه د واكمنۍ پر خلاف په يوي داسي پوځي کودتا لاس پوري کړ چي د دي كودتا په پايله كي يي د محمد ظاهرشاه٤٠ کلني پاچاهۍ ته د پاى ټكى كېښود. نوموړي د افغانستان خلكو ته خپل ځان د يو مېړني او نوميالي ولسمشر په توګه ثابت كړ. په خپله دوره كي يي د بيارغوني او خلكو ته د هوسايۍ لپاره د يادولو وړ كارونه وكړل.

ارواښاد محمد داود خان د سردار محمد عزيز خان زوى دى. په 1909زېږديز کال يي په کابل ښار کي دي نړۍ ته سترګي وغړولې. منځنۍ زدكړي يي په استقلال لسه کي سرته ورسولې. په فرانسي کي يي د مهندسۍپه څانګه کي زدكړي وكړي او وروسته يي د کابل په حربي پوهنتون کي نظامي زده کړي وکړې. نوموړى په 1934 زېږديز کال کي د مشرقي ولايت نايب الحکومه شو. په 1935زېږديز کال کي د کندهار د ولايت نايب الحکومه په توګه وټاكل شو، له 1939 زېږديز کال څخه تر 1947زېږديز کال پوري د مرکزي قواوو قوماندان و. په 1948زېږديز کال کي د يوه کال لپاره د كورنيو چارو وزير وټاكل شو. د څه مودي لپاره په پاريس کي د هېواد سفير و. له 1949 زېږديز کال څخه تر1953 کال پوري د شاه محمود خان په کابيني کي د دفاع وزير و.

سردار داوود خان له كودتا څخه وورسته د هېواد پاچاهي سېستم ته د پاى ټكى كېښود او پر ځاى يي جمهوري نظام رامنځ ته كړ. نوموړي د جمهوري نظام تر څنګ د عظمى صدارت، او د دفاع او بهرنيو چارو د وزارتونو واګي هم په واک کي لرلې، په خپله کابينه کي يي حسن شرق ته د صدارت د مرستيال په توګه دنده وركړه او فيض محمد يي د کورنيو چارو د وزير په توګه ونوماوه، همدارنګه د نعمت الله پژواک، پاچاګل وفادار، سيد عبدالاله، عبدالرحيم نوين او غوث الدين فايق او ځينو نورو په ګډون يي خپله کابينه اعلان کړه.

د نوموړي له شهادت څخه وروسته چاته د ده د مړي پته هم نه وه مالومه، چي مړى يي د هغي وخت وژونكو په كوم ځاى كي پټ خښ كړ. خو د (١٣٨٧) لمريز كال په پسرلي کي دغه هيله د ولسمشر حامد کرزي تر يو فرمان وروسته تانده شوه او وغوړېده. حکومتي کميسيون د هغه په لارښوونه د پخوانۍ څلورمي زغره والي لوا شاته بيديا کي په کار پيل وکړ. د رسنيو له لاري اعلان وشو چي كه هر چاته د شهيد داوود خان د خښېدو ځاى مالوم وي نو پرته له وېري دي راشي او دولت ته يي دي وښيي. خو د كمونستانو ځينو مشرانو به ويل چي په دي اړه مالومات نه لري. سره د دي چي دوى به خامخا مالومات لرل. خو دا چي دوى په هغي وخت كي په دومره لوى جنايت لاس پوري كړى و، اود شهيد ولسمشر قاتلين ګڼل كېږي. نو ځكه يي په دي اړه له څه ويلو ډډه كوله خو ځينو كسانو به د شواهدو له مخي ځيني احتمالي ځايونه ښودل.


له پكتيا څخه يو پخواني افسر پادشاه مير سردار نادر نعيم ته ټليفون كړى و. ((پادشاه مير د غوايي په كودتا كي د يوي لوا افسر و. نوموړي ته امر شوى و چي په نوموړي تپه كي دوه قبرونه تيار كړي. كله چي قبرونو ته مړي ور وړل شوي و. په هغي وخت كي پادشاه مير د داوود خان مړى پېژندلى و.)) چي د سردار داوود خان د مړي ځاى ورته مالوم دى. خو كله چي نوموړى كابل ته راغى. د كيندنو ځاى يي وليد، نوموړي وويل چي دا ځاى نه دى بلكي دري كيلو متره وړاندي يي يو بل ځاى په نښه كړ. خو بيا هم په هغه سيمه چي ښودلي يي وه زړه نا زړه و. ځكه چي له هغي وخت څخه تر اوسه پوري دېرش كلونه تېر شوي و، په دي وخت كي له نوموړي غونډۍ سره نژدي كليو څخه دوه تنه سپين ږيري مشران حميدالله او مولاګل راغلل دوى په خورا سم ډول د قبر ځاى وښود. كله چي نوموړي سيمه وكيندل شوه. هلته دوه قبرونه چي په يوه كي شپاړلس او په بل كي ديارلس كسه خښ شوي و رابرسېره شول. په دي وخت كي د ولسمشر د لمسي مړى حارث چي اوس يي هم هډوكي په مور پوري نښتي و، هم پيداشو ځكه چي د وژلو په وخت كي د خپلي مور په غېږ كي و. په نوموړو قبرونو كي د غاړي جامې، بوټونه او د مړو اړوند نور وسايل هم وموندل شول.

وروسته له دېرشو كلونو څخه د افغانستان د لومړني ولسمشر سردار محمد داود خان او د هغه د ورور سردار محمد نعيم خان د ښخولو مراسم د كابل په ارګ ماڼۍ كي ترسره شول، چي ولسمشر حامد كرزي، د كابيني ځينو غړو، قومي مشرانو، كورنيو او بهرنيو ډيپلوماتانو ګډون په كي كړى و، د سردار داود خان او د هغه د ورور تابوتونه په ځانګړو پوځي تشريفاتو سره د كابل په جنوب كي سكارټ غونډۍ ته ولېږدول شول چي تر دي وروسته به دغه غونډۍ د شهيد داود خان په نامه يادېږي. د يادولو وړ ده چي د شهيد ولسمشر داوود خان دي مراسمو ته هېواد ړنګوونكي جنګسالاران نه وو راغلي.

د سردار محمد داود خان او د هغه د ورور سردار محمد نعيم خان جسدونه د افغانستان په بيرغ پوښل شوي او په ګلانو ښايسته شوي وو، د پوځي سرود په ږغولو سره په يوه ځانګړي ځاى كي كېښودل شول.

افغان ولسمشر حامد كرزي، د هغه دويم مرستيال، قاضي القضات، د مشرانو او ولسي جرګي رئيسانو، د كابيني ځينو غړو، قومي مشرانواو ځينو بهرنيو ډيپلوماتانو په دغو مراسمو كي ګډون درلود چي د سردار محمد داود خان د كورنۍ ځيني غړي هم ورته له بهر څخه راغلي وو.

وروسته له هغه چي ولسمشر له خپل دويم مرستيال سره جنازو ته د درناوي مراتب پر ځاى كړل، د سردار محمد داود خان د كورنۍ غړو ته ورغلل او هغوى ته يي خواخوږي وښوده. وروسته ټولو ګډونوالو په وار سره د تابوتونو له مخي په تېرېدو سره دوى ته خپل درناوى وښود. بيا د توپ يووليس ډزي وشوې، چي د سردار محمد داود خان او د هغه د ورور سردار نعيم جان جنازي په ځانګړو مراسمو سره پر پوځي توپونو كېښودل شوي او د پوځي او وطني سرودونو په ږغولو سره د كابل په جنوبي برخه كي سكارټ غونډۍ ته ولېږدول شوې.

د دي لوى كار په ترسره كولو سره له افغان دولت څخه ټول ملت خوښ دى، ځكه چي داوود خان د افغانستان په تاريخ كي يو مېړنى او ملت ته يو خدمتګار ولسمشر تېر شوى. له طالبانو هم مننه كوو چي په دي ورځ يي شهيد ولسمشر ته د درناوي لپاره د خپلو عملياتو د بندېدو اعلان وكړ.

دا چي د كابل څلورسوه بستريز روغتون د داود خان په نامه ونومول شو د دولت يو نېك كار بلل كېږي. هيله ده دولت د خداى بښلي داوود خان مزار په ډېر ښه او پرمختللي ډول جوړ كړي. ترڅو د هېواد د شهيد ولسمشر درناوى شوى وي، او هر څوك پوه شي چي موږ خپل خدمتګاران پېژنو او د خپلو خدمتګارانو به تر هر وخته نوم ژوندى ساتو، او تر هر وخته به يي په خدمتونو او مېړاني وياړو.

اخځليكونه:

بي بي سي پښتو وېبپاڼه
تاند وېبپاڼه
بېنوا وېبپاڼه