د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي د بي بي سي پښتو څانګي ته په يوه مركه كي وويل چي د طالبانو د مشرتابه شورا پرېكړه كړې، چي د افغانستان د لومړني ولسمشر محمدداودخان د ښخولو پر سبانيو مراسمو به عمليات نه كوي.
ټاكل سوې ده چي سبا سې شنبه د حوت پر ۲۶ – مه د افغانستان د پخواني صدراعظم او لومړني ولسمشر سردار محمدداودخان او د هغه د كورنۍ مړي په كابل كي د رسمي پوځي مراسمو په ترسره كولو سره خاورو ته وسپارل سي.
د ارواښاد محمدداود خان لور مېرمن درخانۍ داود له طالب مشرانو څخه وغوښتل چي د هغې د پلار د جنازې په وياړ د يوې اونۍ او بيا وروسته عمومي اوربند اعلان كړي.
طالب وياند بي بي سي ته وويل طالبان ولسمشر محمد داود ته د كمونستي دورې د لومړني شهيد په سترګه ګوري او په وياړ به يې سبا د هغه د جنازې په مراسمو كي د هيڅ راز ګډوډۍ هڅه ونكړي.
سردارمحمد داودخان د افغانستان پخوانى صدراعظم و، چي د ۱۳۵۲ كال د سرطان پر ۲۶ – مه يې د ارواښاد محمدظاهر شاهي حكومت د يوې سپيني كودتا په ترڅ كي ونړاوه او په افغانستان كي يې د جمهوري نظام بنسټ كښېښاوه.
سردار محمد داود تر پنځه كلن حكومت وروسته د ۱۳۵۷ كال د غوايي د مياشتي پر اوومه د كمونيستانو په كودتا كي د خپلي كورنۍ له ۲۱ غړو او يوازيني ورور سردارمحمد محمدنعيم سره سره ووژل سو، چي تېر كال يې مړى تر مرګ ۳۰ كاله وروسته وموندل سو.
سردارمحمد داود خان د ملتپالني، وطندوستۍ او د هيواد له پرمختګ سره د ميني پر اساس د افغانانو په زړونو كي خاص محبوبيت درلود، چي د جسد تر موندلو وروسته يې د افغانستان د بېلابېلو ولايتونو اوسېدونكو غوښتنه وكړه چي مړى يې د دوى په ولايتونو كي ښخ سي، خو كورنۍ يې هغه د ټول هيواد د ملي يووالي د سمبول په توګه په پلازمېنه كابل كي د ښخولو پرېكړه وكړه.
تبصره نسته