کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د افغانستان داکثریت بدبختیو عامل زلمی خلیل زاد دئ !

د افغانستان داکثریت بدبختیو عامل زلمی خلیل زاد دئ !

دبن ترکنفرانس وروسته چی کومی ناخوالی په افغانستان کی رامنځ ته سویدی دهغوداصلی عاملینونه یوهم زلمی خلیل زاددی  ،زلمی خیلیل زادنه یوازی  دبن کنفرانس له خپل اصلی ولاری بی لاری کړی  دحامدکرزی سره یوځای یی دافغانستان اْضطراری لویه جرګه دخپل اصلی اوعنعنوی جوړښت  برخلاف   هغه لایحه چی داضطراری لوی جرګی کمیسون جوړه کړیوه ترپښولاندی کړه- ټول هغه زاړه ډآنګیان ، ملی قاتلان ، غله اودګاونډی هیوادودملیشوقوماندان چی دبشردحقوقو نه په سرغړونه تورن اوټولوانسانی اواخلاقی جرمونوککړدافغانستان دمظلوم اوجګړه څپلی ملت دارادی برخلا ف لومړی یی جرګی ته داخل کړه بیا یی دموقتی اداری ته داخل کړه دولت یی ټول هغه مسلکی غلواوداړه مارانوته په لاس ورکړی  چی لاسونه یی ترځنګولودملت په وینوسره وه -پخوانی پاچا اودهغه ملګری اوکورنی په زوراوفشار په چل اونیرنګ  په رشوت اوخیانت له قدرت نه وشړل بیرته یی هغه کسان چی اصلا افغانستان دهغودلاسه درپه دره بدبخته دقدرت پرګدی  کښینول اوددولت په چاروکی دومره لاس وهنه شروع کړه چی دښاروالی دیوه مدیرترسطحی هم رسیدلی وه و،دنوروزپه مناسبت په  یو مراسموکی هغه وویل چی مادومره نهالان برابرکړیدی اودابه دکابل ښاریانوته توزیع کړم چی دادښاروالی دیوه مدیروظیفه وه هغه ځنی کسان په خصوصی اوشخصی روابطوپه دولت کی مقررول هغه ته هیځ منوراومنلی شخصیتونه مطرح نه وه دهغه ټول تعلقات دغلواوداړه مارانوسره وه  دهغه مشوری دپخوانی هغوتندلارومشرانوسره وی چی دکابل ښکلی ښاریی په کنډواله بدل کړی و، په انتقالی دولت کی چی کوم جنایتکاران رامنځ ته سوه  اوملت له هغی ورځی ناهیلی سوداټول دزلمی خیلیل زاد افتکااو حامدکرزی  دقدرت طلبی حرس اوهغه زاتا هم ډیرډارن کس ودخلیل زاد اوامریکا له ویری چی هرځه دوی ورته ویل هغه کول خلیل زاد په یوه مجلس کی ویل چی که زه دورځی دوه دری ځله ارګ ته ولاړنه سم کرزی دویر ی پیرانان نیسی .

خلیل زاد غوښتل داسی افغانستان جوړکړی چی دامریکایانویوه دایمی کالونی وی هغه په خپلومغرورانه بیانیواوپلانونواوپه سمیه کی په لاس وهنودافغانستا ن ګاونډیان سخت نارامه کړی وه اودافغانستان دښمنان یی جوړکړی وه  اوهغوی یی بیرته دی ده وهځول چی خپلی لاس وهنی نوری هم تندی کړی هغه سره له دی چی دپردی مخ ته یی دحامدکرزی ملاتړکاوه دپردی شاته یی دشمال جبیهی  جنرال دوستم ، تورااسماعیل خان ، استادسیاف ، استادربانی ، محقق ، اونوروهغوقوماندانانوچی لاسونه یی دبی ګنا افغانانوپه وینوسره وه ملاتړکاوه اوهغوی چی دتښتی لاره اوداسی غاریی لټاوه  چی ځان کی ځنګه وساتی ټول بیرته راټول اوقدرت ته ورسول ،دهغه په دوران کی چی هرځومره بی ګنا اوګناګاره طالیبان بندیان وه زړوقوماندانوخرځول اووژل زلمی خیلیل زاد هیځ ډول عکس العمل ښکاره نه کړی دامریکا متحده ایالاتوته دخلیل زاد بی      ځآیه اوغیرمشروع  اوچټلو راپورواودحالاتونه لیری  غلطی مشوری ددی باعث سوی چی افغانستان یوځل بیا دوینوپه حمام بدل کړی هغه دپښتنورول دکرزی په دولت کی بالکل له پامه غورځولی و هغه نه یواز ی ځآن دامریکا دمتحده ایالاتونماینده باله بلکه په ځینومجالسوکی داسی ښکاره کول چی دی اصلا دافغانستان واکداردی ، ځنیو والیانوبه په عامومجلسوکی ویل چی کرزی ځوک دی چی مابه لیری کوی  زه خوخلیل زاد پیژنم  اوهغه رالیږلی یم همدا دخلیل زادبی ځایه اوخودسرانه مشوری اودافغانستا ن دخلګودکلتور اوتاریخ ، دافغانستان دګاونډیانودامنیت ضددافغانستان دڅوریدلی ملت دسرنویشت په هکله غلطی پالیسی وی چی افغانستان یی یواربیا دوینوپه حما م بدل کړی ،ا دخلیل زاده سره اصلا دګران افغانستان اوقهرمان ملت سرنویشت اهمیت نه درلودی هغه فقط غوښتل ځان دافغانستان یوه ډیرتکړه کارپوه اوافغانستان شناس وبش ته وښی اوددی لاری لوړه چوکی ترلاسه چی همداسی وسوه په داسی حال کی دده ناکامه پالیسیو هم افغانستان درپه دره کړی اوهم یی ونړیواله ټولنه یی درسوایی اورنګ زردی سره مخامخ کړه ،

اوس بیا  هم زلمی خلیل زاد دبوش اوکرزی داداری یوځوناکامه اوبدنامه کوم چی دبن کنفرانس اودیموکراسی یی ټول وشرمول  دافغانستان ستونځه یی نوره هم پیچلی کړه راټول کړیدی غواړی دیوی بلی غمیزی تخم وکری بیا دیوی بلی ډلی غلودقدرت بنسټ کیښیږدی دلته ځوپوښتنی راولاړیږی ؟

اول : – که زلمی خلیل زاد دافغانستان دمظلوم ملت سره مینه درلودلای اویا یی په زړه کی دیوی زری په شان احسا س درلودلای نوپه هغه وخت کی چی دی هم دامریکا نماینده و اوهم دده په اصطلاح اصلا دافغانستان واکدار و بش اودبش اداره یی ټوله شاته ولاړوه نوده ځه وکړه چی اوس به یی وکړی ؟

دوهم :- کوم کسان چی اوس خلیل زاد راټول کړیدی ټوله  دکرزی دفاسدی اداری چی په عواموکی اوس دغلودمدرسی پنامه شهرت لری راټول کړیدی اوغواړی ددوی دلاری دافغانستان دمسلی حل پیداکړی نوکه داخلګ دومره قابل اوصادق خلګ وای نوددوی نه دکرزی اداره ولی ورانه اوویجاړه سوه چی اوس به یی بیا له سره جوړوی ؟

دریم : – اوس چی خلیل زاد اودده ډله دبش په شمول له کاره لویدلی اوناکامه سویده اوس به ځنګه دازخمی زخمی افغانستان چی اوسنی زخمونه یی دده اوددملګرودلاسه دی پټی کښیږدی ؟

ځلورم :- زما پوښتنه دزلمی خلیل زادنه داده چی ته یوځل دافغانستان دجرګوتاریخ ،  بیادلوی اضطراری جرګی ترعنوان لانید کتا ب چی دحقوق بشرکمسیون چا پ کړی دی  وګوره  ستااودکرزی  اولخدارابراهیمی هغه  غیرقانونی اوغیرملی لاس وهنی چی لویه جرګه موپه ځه ډول ناځوانمردانه ډول ګمراه کړی  چی داوسنی غمیزی شروع له هغه ورځی کیږی ښه په غوروګوره بیادځان سره قضاوت وکړه چی تا دافغانستا ن دمظلوم ملت سر ه خیانت کړیدی اوکه صداقت ،؟

پنځم : کوم والیان چی ستا په فرمایش اوسپارښت کندهار اونوروولایاتولیږل سوید ی اوتا  حمایه کړیدی ته دهغه  ولایاتودولس نه پوښتنه وکړه چی دوی خیانت کړیدی اوکه صداقت .؟

شبږم : یوڅل خوتاموقته اداره جوړه کړه بیا دی انتقالی اداره جوړه کړه اوبیا دی  په ټول ټاکنوکی دحامدکرز ی ملاتړوکړی خلګ به دی دفترته دربلل دنده ورکول چی دکرزی ملاتړوکړی هغوی ځه نتیجه ورکړه چی اوس په دوبی هغه زاړه مات سوی بګیلان راټولی اوبیا یی دافغانستان پرسرترپی ؟

ګرانوهیوادوالو:ـاوکالودهرچاله مخه پرده پورته کړیده داچی تاسی په روڼ سبا کی دشنه اسمان لاندی توراوسپین نه پیژنی اوبیا غولیږی دابه ستا سی خپله ګناه وی .خلیل زاد به غواړی  دامریکا دجمهوری خواهانواودیموکراتانود(بش دګوند اواوبامه دګوند) رقابت افغانستان ته راننه باسی  دبش ناکامه ګروپ  به غواړی  داوباما نوی پالیسی ته چی دافغانستان په هکله یی جوړوی مشکلات جوړکړی  خوافغانانوډیرمسابقی شاته ایښی دی اوډیردپردورقابتونوقربانی سویدی زلمی خلیلزاددی مهربانی وکړی دامسابقی ته دی په امریکا کی ادامه ورکړی افغانستان یی نورتحمل نه لری وسلام .

تبصره نسته

  1. what Hai muhajer said here is 100% right
    zalmi khlilzad is recruited from democartics to interfere Afghanistan and misslead Obama strategy which seems fair now.
    zalmi K.is not loyal to Afghanistan as he said. but he is loyal to USA and especially for the Bush party.
    Be aware of him

  2. I saw his power and authority as US embassedor. He was unable to change the order of a simple US soldier, forget about a general who was using this bustard as toilet paper. Shame on this murgh chashem

  3. Khalil zad yaw dasi Mafoora chehra da chee Afghanistan yee yawzal bia de jangono pu gerdaab ke wartawa. Dagha manfoor aw watan faroosh Afghanistan deer arzana de bush pu idara khars kar. De dustam aw qanooni aw abdallah pushan jenayatkaran aw jangsalaraan de de pu safarash milonaran shwal. che oos de dasi jangsalaranoo de lotono fabriki pu europa aw america ke chalani dee. de jangoono de ektisaadi mafia aw de maslahatoono asli moor hamda khalilzad dai. ka har sok dagha shakhs ta de eitimad woot warkree no de ayanda badbakhtayoo pu baheer ke ba sharik wee aw allah ba yee wana bakhi. zaka da khayan khalil ba noor deer badbakhtiani zamong watan ta rawali. Khalil kamzad yaw satami sifata yahoodai dai. tool Afghanan de bayad da chehra wapejanee.