نن سهار د کندهار ښار په آرګ کښي ښاروالۍ ته څېرمه يوه درنه چاودنه رامنځته سول چي يو تن پکښي مرګژوبل او پنځه نور ټپيان دي .
د ناتاييد سويو راپورنو له مخي د پيښي په قربانيانو کښي د اولسي خلګو په ګډون د کندهار ښاروال غلام حيدر حميدي او محافظين هم شامل دي . که څه هم د بريد د هدف او مسؤليت په اړه لا تر اوسه دقيق معلومات ندي ورکړل سوي، خو ويل کيږي چي د چاودني پر مهال کندهار ښاروال خپل کار ته د ستنېدو په حال کښي وو .
خو ديو پخواني ځايي افسر عبدالله خان د چين سينوا خبري اژانس ته ويلي چي چي په زيانمن سوي موټر کښي ښاروال نه وو موجود.
د افسر په وينا دا بريد ممکن د پسونو د رمې په ذريعه ترسره سوئ وي ځکه چي په پېښه کښي پسونو ته هم ژوبله اوښتې ده چي دا به د پسه څخه په بريد کښي د کار اخستلو لومړی ځل او نوی تکتيک وي .
د کندهار ښاروالي د ښار په مرکزي برخه آرګ کښي موقيعت لري چي چارچاپيره يې زيات وخت د اولسي خلګو ګڼه – ګوڼه وي .
da rapor mo ghlat de bam pa yaw motarsical ke za par zay sawe woo aw pa shar wal hes nade sa we aw sok mra hum nade
سلامونه ګرا نو لېدونکو او ګرانه ر اپور ورکونکې د کندهار جا ن ښار والی په څلورمه نا حيه کښې نه بلکه په لو مړۍ نا حيه کښې ده ٠
بشيره وروره زما په فکر ښاروالي به د ناحيه اول او څلورم په منځ کښي واقع وي، ناحيه اول د ظاهرشاهي ليسې څخه تر امام بارې پوري ده، چي په جنوبي مقابل کښي يې ناحيه دو واقع دئ، او د ناحيه دو په شرقي مقابل کښي ناحيه سې واقع ده او د ناحيه ۳ په شمالي مقابل کښي ناحيه ۴ د ښاروالۍ او شنو ګنبتو منطقه قرار لري .
محترمو ورور بشیر جانه! دکندهار ښاروالي موقيعت د شرق خواته د منزلیانو سرای، غرب ته خرقه مطهره جنوب ته دماشو ګنج او شمال ته دعيدګاه جاده ده، نو دکندهار ښاروالي کاملا په څلورمه ناحيه کښي داخله ده والسلام
ګرانو ورونو محترم صديق الله او محترم نګيا لی
سلا مونه مې ومنی ٠ ستاسې معلو مات
د ښار والۍ د مو قعيت په اړه صحيح دي ٠
منندوۍ مو يم
ستاسي ورور بشير