کور / خبرتیا او پيغامونه / د ارواښاد فراهي د جنازې خبرتيا

د ارواښاد فراهي د جنازې خبرتيا





 


په ډېرې خواشينۍ سره اعلانوو چې د هېواد مشهور ملي ، فرهنګي او ټولنيز شخصيت عبدالواحد فراهي د يوې ناڅاپي ناروغۍ له امله د جرمني د مونشن په ښار کې په حق ورسېد .


انا لله و انا اليه راجعون


د ارواښاد عبدالواحد فراهي جنازه د مارچ د مياشتې په شپاړسمه نېټه د فرانکفورت له ښار څخه کابل ته لېږدول کېږي . دوستانو او هېوادوالو ته خبر ورکوو چې د جنازې د وداعيې مراسم د فرانکفورت ښار هوايي ډګر ته څېرمه په انتر سيټي هوټل کې تر سره کېږي .


وخت :  دوشنبه ، د مارچ 16 ،  د ماسپښين دوه نيمې بجې


پته :
Inter City Airport Hotel
د معلوماتو نومرې :


01624122622
01761590071
01793241092


په کابل او جرمني کې فاتحه وروسته اعلانېږي .




د لراوبر ويبپاني مشرتابه او ټول کارکوونکي د افغانستان د نوميالي او فرهنګپال شخصيت ارواښاد عبدالواحد فراهي پر ناڅاپي مړينه د خپله ژروه خواشيني څرګندوي او د ارواښاد دکورنۍ غړو او ټولو خواخوږو سره په دې غم کي ځانونه شريک بولي .  روح يې ښاد او ياد يې تلپاته                   





د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني د خواخوږي پيغام


نيټه: ٢٢-١٢-١٣٨٧


کابل- افغانستان
      په خورا خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چي د هېواد يو نامتو علمي، فرهنګي، ټولنيز او پوهنيز شخصيت خداي بخښلي عبدالواحد فراهي د هغه ناروغي د امله چي ور پيښه سوي وه د جرمني په هېواد که په حق ورسيد.


      ارواښاد د افغانستان د علومو اکاډيمي د پښتو ټولني او د ښووني او روزني وزارت د ښوونکي د روزني رياست پخواني مسلکي غړي په توګه د ولس په علمي او فرهنګي بهير کي تل مدام ونډه اخيستي وه او يو زړه سواند او خير غوښتونکي شخصيت او تل د ولس خدمتګار ؤ.


      د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشرتابه پلاوي او ټول غړي د ارواښاد مړينه هېواد ته يوه ضايعه ګني او ځان په دا غم کې د خداي بخښلي کورنۍ او هېوادوالو سره شريک ګني.


د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولنه د لوي څښتن تعالي د دربار څخه ارواښاد ته جنت الفردوس او د دوي درني کورنۍ ته جميل صبر غوښتونکي دي.


روح دي ښاد وي


په درنښت
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشر                                الحاج غرزي خواخوږی



 دبایرن مېشتو افغانانو دکولتوري ټولنې دژورې خواشیني پیغام


محمدامین بســـــمل


په ډېره خواشیني سره مو خبر ترلاس کړ چې دمونشن په ښار کې زموږ  ډېر مهربان مشر ورور عبدالواحد فراهي دورپېښې ناروغي  له  وجې  له  دې فاني نړۍ څخه  سترګې پټې کړې انا للـــــــــــــــه و انا اليــــــــــــــــه راجعــــــــــــون


لکه څومره چې خدای بخښـلی فراهي صاحب د دنګ قامت څښتن و همدومره دلوړ پښتني، غرور، احساس  او زغم لرونکی، په کشرانومهربان او خورامېلمه پال افغـــان وموږ مونشن مېشتي افغانان یې ډېرنازولي یو زموږ مجلسونه به  تل په  فراهي صاحب ښکلي ښکارېدل خودرېغه چې اوس یې موږ  په  دې پردېسه نړۍ کې یوازي پرېښودو، له  همدې کبله زموږ دکولتوري ټولنې ټول غړي  په  دې  ویر کې ځانونه  شریک ګڼو، دخـدای بښلي فراهي صاحب کورنۍ ، خپل اوخپلوانوته له الله (ج) څخه جمیل صبر اوزموږ ګران فراهي صاحب ته فردوس جنت غواړو.


دبایرن مېشتو افغانانوکولتوري ټولنه

تبصره نسته

  1. دا دغم له پاسه غم دۍ !
    دهيواد يو پياوړۍ او غيرتي جرگه ماراوټولنيزشخصيت دابد لپاره له موږ نه جلاشو
    په ژوره خواشینی سره مو خبر تر لاسه کړ چي د هېواد د پوهنې او سياسی ډگر ټولنيز
    شخصيت د جرگو او مرکوپېژندل سوې څيره ښاغلي عبدالواحد فراهي دورپېښي سوي ناروغۍ له
    امله، له گران اوهغه ته منلي هيواد افغانستان څخه دبېلتون په شرايطو کښي خپل خوږ
    ژوند دلاسه ورکړ،اوزموږ نه دابدی ژوند په لوردتل لپاره وکوچيدي . اناالله و انا
    اليه راجعون
    دغم خبره داده چي له يوې خوا دپرديو په بم اوريو، راکټونو اوځانمرگی بريدونوکي هر ه
    ورځ بيگناه افغانان خپل خوږ ژوند له لاسه ورکوې،دبلې خوا لوي څښتن زموږ څخه داسي
    کسان هم جلا کوې چي افغان ولس ئې په بيلتون ډير زيات خوار او زورېږي .
    ارواښاد عبدالواحد فراهي ديوافغان په توگه په خپل ټول ژوندکښي دافغان ولس دښېرازی
    اوبسیا ينې لپاره دخپل توان اواستعدادله مخې تل زيار ايستلی اوپه پاکولاسويې ټولی
    ورسپارل شوی دندي سرته رسولي دې.
    دغه لوړعلمي شخصيت دخپلي ژبي اوافغاني کلتور،منلي دوداودستور دپياوړتيا په لارکښي
    دخپل توان او طاقت له مخي داسي گامونه اوچت کړي دي چي دتشې ډکول به ئي دډير وخت
    لپاره په سيمه کښي له کړاونونه ډکه وي .
    موږ پدې ټينگ باور لروچي ددغه ټولنيز اوسياسی شخصيت د ملي ،سياسی او فرهنگې چوپړ
    يادبه دتل لپاره دافغانانوپه زړونوکښي ديوې نه هيريدونکی خاطرې په توگه پاته وي .
    په سويډن کي ددوستۍ فرهنگي ټولني مشر تابه جرگه اودروزگان ملي مهالنۍ خپرونې اداره
    پداسي حال کښي چي دارواښادعبدالواحد فراهي مړينه دهيوادوالو لپاره لويه اونه
    جبرانېدونکې ضايع بولي، ځانونه د ارواښاد دکورنۍ د ټولوغړو،دهغه
    دعلاقمندانو،ملگرواو دوستانو سره پدغه ستر غم کې شريک بولو.
    دلوي خداي ((ج)) له دربار نه دمرحوم عبدالواحد فراهي دکورنۍ ټولوغړواودوستانوته
    دصبر او حوصلې غوښتنه کوو . روح دې ښاد اوياد دې ابدسی وي .
    په سويډن کي ددوستۍفرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې اوروزگان مهالنۍ ملي خپرونې ادارې
    دمشرتابه په استازيتوب حبيب اله غمخور

     

  2. په بلجيم کښي د افغان کلتوري بهير غمشريکي
    په ډيري خواشينۍ سره مو د ښاغلي عبدلواحد فراهي له دې نړۍ نه د کوچيدو خبر تر لاسه
    کړ ٠ اناالله و انالهی راجعون ٠
    ارواښاد عبدالواحد فراهي پر افغان ټبر مين او د افغان اولس خدمتګار شخص وو ٠
    بلجيم ميشتي افغانان او په تيره افغان کلتوری بهير د ارواښاد له ناستو او علمي
    بحثونو څخه ګټه پورته کړی ، چي تل به يي د لاري مل وي ٠
    افغان کلتوری بهير دا دۍ د خپلي کورنۍ د يو بل لارښود د غم پر ټغر کښيناست ٠ ارواح
    يي ښاده او ځاې دي يې فردوس جنت سي ٠ امين
    افغان کلتوري بهير
    بلجيم
    13.03.2009
     

  3. په ژوره خواشینی سره مو خبر تر لاسه کړ چي د هېواد د پوهنې او
    سياسی ډگر ټولنيز شخصيت د جرگو او مرکوپېژندل سوې څيره ښاغلي عبدالواحد فراهي
    دورپېښي سوي ناروغۍ له امله، له گران اوهغه ته منلي هيواد افغانستان څخه دبېلتون په
    شرايطو کښي خپل خوږ ژوند دلاسه ورکړ،اوزموږ نه دابدی ژوند په لوردتل لپاره وکوچيدي.

    ارواښاد عبدالواحد فراهي ديوافغان په توگه په خپل ټول ژوندکښي دافغان ولس دښېرازی
    اوبسیا ينې لپاره دخپل توان اواستعدادله مخې تل زيار ايستلی اوپه پاکولاسويې ټولی
    ورسپارل شوی دندي سرته رسولي دې.
    دغه لوړعلمي شخصيت دخپلي ژبي اوافغاني کلتور،منلي دوداودستور دپياوړتيا په لارکښي
    دخپل توان او طاقت له مخي داسي گامونه اوچت کړي دي چي دتشې ډکول به ئي دډير وخت
    لپاره په سيمه کښي له کړاونونه ډکه وي .
    موږ پدې ټينگ باور لروچي ددغه ټولنيز اوسياسی شخصيت د ملي ،سياسی او فرهنتگې چوپړ
    يادبه دتل لپاره دافغانانوپه زړونوکښي ديوې نه هيريدونکی خاطرې په توگه پاته وي .

    دافغانستان د ملی گوند دننگرهار ولایتی شوراپداسي حال کښي چي دارواښادعبدالواحد
    فراهي مړينه دهيوادوالو لپاره لويه اونه جبرانېدونکې ضايع بولي، ځانونه د ارواښاد
    دکورنۍ د ټولوغړو،دهغه دعلاقمندانو،ملگرواو دوستانو سره پدغه ستر غم کې شريک بولو.

    دلوي خداي ((ج)) له دربار نه دمرحوم عبدالواحد فراهي دکورنۍ ټولوغړواودوستانوته
    دصبر او حوصلې غوښتنه کوو . روح دې ښاد اوياد دې ابدسی وي. .

    اناالله و انا اليه راجعون

    دافغانستان د ملی گوند د لوی ننگرهار ولایتی شورا

  4. به دنمارك كي ى افغانستان د فرهنكي تولني د خواشني بيغام
    په خواشینی سره مو خبر تر لاسه کړ چي د هېواد د پوهنې ,سياست او تولنيزومسايلو
    كارپوه عبدالواحد فراهي دورپېښي سوي ناروغۍ له امله ددي نړۍ څخه سترګې پټې کړې انا
    للـــــــــــــــه و انا اليــــــــــــــــه راجعــــــــــــون
    به دنمارك كي دافغانستان فرهنك تولنه د مشر تابه جركه كي او اعضا يي د ارواښاد
    دکورنۍ د ټولوغړو،دهغه دعلاقمندانو،ملگرواو دوستانو سره پدغه ستر غم کې ځانونه شريك
    بولي .
    دلوي خداي ((ج)) له دربار نه دمرحوم عبدالواحد فراهي دکورنۍ ټولوغړواودوستانوته
    دصبر او حوصلې غوښتنه کوو . روح دې ښاد اوياد دې ابدي وي. .
    د تولني د مشرتابه ى جركه كي به استازيتوب ز . محقق

  5. د قدرمن فراهي صاحب د وفات په مناسبت
    د غمشريکۍ او تسليت پــيـــغــــام

    چې پيداشوې تا ژړل خــــلکو خــنــدل داســـی مړ ( شوې ) چې ته خاندی خلک ژاړي

    د عمرونو د ګران او قدرمن ملګري، خواږه او مهربان ورور، مرحوم عبدالواحد فراهي بې وخته مړينی د سولی او ملي روغی جوړی د لارويانو ترمنځ د يوې داسی تړونکی کړۍ خلا رامنځ ته کړه چې افغان مليونو او وطنپالو ته يې جبرانونه که نا ممکنه نه وي نو ډېره ګرانه خو ده . همدا وجهه ده چې د خدای بښلي فراهي ورور د رحلت وير او ماتم يوازي د هغه د ستری او درنی کورنۍ په انګړ کې نه دی محدود شوی ، بې شمېره افغانان د مغفور فراهي دنشتوالي د درانه غم او درد پر ټغر ناست دي.
    موږ ددې درانه غم او ستر وير په مناسبت د ارواښاد هراهي صاحب معززو وروڼو ، تکړه رشيدو زامنو ، دده د عزتمنی کورنۍ ټولو نورو غړو ، خپلوانو او د هغه ملګرپال مرحوم بېشمېره ملګرو او دوستانو ته د زړه له تله تسليت او جميل صبر او خپل خواږه دارالبقاء ته تللي ملګري ته د رب العلمين له درباره فردوس جنت غواړو.

    تازه خان ويال
    له لندن نه

  6. دارواښادعبدالواحدفراهی دمړینی په مناسبت ، په المان کی دافغانستان دملی ګوند دمشرتابه شورا اوټولوغړو دخوا خوږۍ پیغام
    ډیر زیات خواشینی یو چی زموږدهیواد یو نامتو ، ټولنیز ، سیاسی او فرهنګی شخصیت مودروان کال دمارچ دمیاشتی په دولسمه نیټه دماښام په مهال دهجرت په ټاټوبی کی له لاسه ورکړ.
    انا لله و انا اليه راجعون
    ارواښادفراهی دخپل ژوندزیاته برخه وخلګواوپرګنوته دخدمت کولو په لاره کی تیره کړیده ، ارواښادعبدالواحدفراهی ددې سره،سره چی دافغانستان دروشنفکری بهیر اودخلګواوپرګنیزومبارزو یونه ستړی کیدونکی مبارزؤ،دټولوخلګو او ملګرو په منځ کی یودرونداوداحترام وړ شخصیت هم ؤ موږباورلروچی هیواداوخلګوته د ارواښادفراهی ددغه سیاسی، ټولنیز او فرهنګی شخصیت دخدمت او چوپړ یاد به دتل لپاره دهغه دملګرو،دوستانواوهیوادوالوپه زړونوکی دیوې نه هیریدونکی خاطرې په توګه پاته وی.
    په المان کی دافغانستان دملی ګونداجرا‌ییه شورا او غړی،په داسی حال کی چی د دارواښادعبدالواحدفراهی ناڅاپه اوبی وخته مړینه دهیوادوالو اوملګرولپاره لویه ضایعه بولی ځانونه د ارواښادفراهی ددرنې کورنۍ دټولوغړو،دهغه ددوستانواو ملګروسره په دغه غم کی شریک بولی او دکورنۍ غړو دوستانو او ملګروته یی ددغه دروندغم،دزغم غوښتونکی یو .
    اروا دی ښاد او یاد دی یی تل وی !

    په المان کی دافغانستان دملی ګوند دمشرتابه اجراییه شوری اوټولوغړو لخوا

  7. (Da khwakhogay peghaam):Pa derey khwashenay sara me khabar wakhest che da hewaad eao takra mley,farhange ao sease sera(shakhsiat) Abdulwahed Farahi da ewey nasapi war peshe shwey naroghai la amala la de pani dunia sakha starge la tal lapara pate krey.Zo da graan ao peaware malgare ao doost Ghulam Nabi Farahi ao da Farahi saib drane koranai ta da zra la tala tasaliat ao da jamil sabar ghwaram ao la dwoe sarapa dagha star gham kee zaan sharek garam.Ao Khday bakhshle Farahi saib ta da Loy Khday sakha da Janat Ferdoos ghoshtonke em.Inna lilahe wa innaa ilehe rajioon.Hassn shor.Holland

  8. لکه څنګه چې مو خبر تر لاسه کړ چې محترم عبدلاواحد فراهي په وطن مين او يو سپېڅلی شخصيت چې د عمر ډېره موده يې وطن او خلکو ته په خدمت کې تېر ه کړې وه، له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې .

    انا الله و انا اليه راجعون

    موږ دده مړينه وطن ته يوه لويه ضايعه بولو . ارواښاد ته د خدای پاک څخه د فردوس جنت او کورنۍ ته يې د جميل صبر هيله کوو.

    په ډنمارک کې د ملي ګوند شوری