کور / تازه خبرونه / کندهار: خبريالانو د ۳ ورځو لپاره د خبر نه ورکولو پرېکړه وکړه

کندهار: خبريالانو د ۳ ورځو لپاره د خبر نه ورکولو پرېکړه وکړه

په کندهار ولايت کې د کورنيو او نړيوالو رسنيو لسګونو خبريالانو نن د کب په ٢٢ مه، د ځوانيمرګ خبريال جاوېد احمد يازمي د وژلو په غبرګون سوله ييز لاريون وکړ او د دريو ورځو لپاره يې د خبرونو نه ورکولو پرېکړه وکړه.

لاريون کوونکيو چې تور بيرغونه، شعارونه او د وژل شوي خبريال عکسونه يې له ځان سره لېږدول، د امنيتي ارګانونو د بې کفايتۍ پر ضد شعارونه ورکول او له هغوى څخه يې د پېښې د عاملينو د ژر تر ژره نېول کېدو غوښتنه کوله.

لاريون د کندهار له منډيګک ماڼۍ څخه پيل او د ملګرو ملتونو د مرستې د کمېټې يوناما دفتر ته د پرېکړه ليک په سپارلو پاى ته ورسېد.

په پرېکړه ليک کې راغلي، چې د کاناډا ټلويزيون خبريال د کندهار په ګرين زون کې په داسې حال کې ووژل شو چې د ملي امنيت رياست ورته ٥٠ متره او د پوليسو ځينې پوستې ورته ٣٠ متره نيژدې وې.

په پرېکړه ليک کې په دې ټکي سخته خواشيني ښودلې شوې چې امنيتي ارګانونو د پېښې له ځاى څخه نه ليدنه کړې او نه يې هم د څېړنو لپاره لومړنى رپورټ درج کړى دى.

د پرېکړه ليک په حواله، د کندهار خبريالان په داسې حال کې د يوې نړيوالې ادارې مخې ته د احتجاج په توګه درېږي چې د ساتنې او امنيت لپاره يې نورې ټولې دروازې پر مخ تړلې شوي دي.

په پرېکړه ليک کې د يوناما له ادارې څخه غوښتنه شوې چې د يوې نړيوالې باوري ادارې په توګه هغه لاسونه په نښه کړي چې د خبريالانو په وړاندې دغه راز اعمال تر سره کوي.

په پرېکړه ليک کې وړاندې راغلي چې د کندهار خبريالان به تر دريو ورځو پورې د جاوېد يازمي په اړه له خبرونوپرته نور خبرونه، نه خپروي، تر څو يوناما پر کورنيو امنيتي ارګانونو فشار راوړي او د يازمي د قتل څرک معلوم کړي.

په کندهار کې د يوناما د سيمه ييزې څانګې يوه مسوول احمد جاما له خبريالانو سره ژمنه وکړه چې ستونزې به يې جدي نيسي اوتر خپل مرکزي دفتر پورې به يې رسوي.

نوموړي خبريالانو ته ډ اډ ورکړ او د جاوېد يازمې وژنه يې د نړۍ د ټولو نورمونو خلاف کار وباله.

پرېکړه ليک پر يادې شوې ادارې برسېره، د کندهار ټولو امنيتي ادارو او د بهرنيو هېوادونو ټولو سفارتونو ته هم ولېږل شو.

په کندهار کې د سوېلي اسيا د خپلواکې ټولنې سفما استازي فضل الرحمن پژواک خبري اژانس ته وويل چې خبريالان نور د جاوېد احمد يازمې د وينو په وړاندې چوپ نه شي کښېنستلى.

د هغه په وينا، پوليس او استخبارات د فاجعې تر پولې بې کفايته دي، چې له امله يې د خبريالانو ژوند له ګواښ سره مخ دى.

د ازادۍ راډيو خبريال دوا خان مينه پال هم وايي چې د ژورنالستانو امنيت او حقوق دې خوندي کړاى شي او کنه نو په داسې چاپېريال کې مدني کار ستونزمن دى.

بل لورته د کندهار والي پوهنوال توريالي ويسا هم نن تر غرمې وروسته د يوې خبري غونډې له لارې د جاوېد يازمي وژنه وغندله او ويې ويل چې د پېښې د څېړنې او عاملينو د نيول کېدو په موخه يې اړوندو امنتي ارګانونو ته خبر ورکړى دى.

خبريالانو له نوموړي سره خپلې هغه ستونزې هم شريکې کړي چې د خبرونو د را غونډولو او کار پر مهال د يو شمېر امنيتي ارګانونو له لورې ورسره ناسم چلند کېږي او په يوه او بله بهانه تهديدېږي.

والي ژمنه وکړه چې د يادوشويو ستونزو د هواري لپاره به هلې ځلې کوي.

ټاکل شوې ده، د کندهار خبريالان سبا د جمعې په ورځ د جاوېد احمد يازمي فاتحه واخلي چې ګڼ شمېر کسان په پکې ګډون وکړي.

د نوموړ جنازه تېره ورځ مازديګر د بلوچستان ايالت په کويټه ښار کې خاوروته و سپارل شوه.








تبصره نسته

  1. di zhornalis wazhan pa Afganistan kshi di hagho kasano Kar di chi doi ya pa Mukhadra rakli warkri akhta kasan di aw ya hom di Dawlat lwar pori kassan di chi khpal jnayat aw wahsai tob di khalko la nazara patowi. chi Mashallah nan di afghanistan di noro walaytono pa partala pa Kandahar ki yei shtoon har chirta pa daga malomigi.

  2. دتولو هغوورونو نه جي به دغه لاريون كي برخه اخيستي ديره مننه, يو حل بيا دوي دابه كوته كره جي افغانان كه هر خه خبل كيزي هغومره ددوي وينه به جوش راحي او د روحاني دشهادت نه وروسته بياهم دوي خبل ميرانه به زبات ورسول, او دادي يو حل بيا به سبينه ورح دامنيت به زره كي يو بل ورور هم د شهادت جام به سر كر,

    خو به دي سره بيا هم خبريالان جب نه كشيني, رابه سوبلي خبري ته,ترخو جي به كندهار كي دكوجني كرزي اقتدارنه وي ختم سوي ترهغو به دغه سي خبلواك خبريالان وزل كيزي, به كندهار كي كه هرجا به جوكي ناست دلاسه شكايت وكر هغه به دكوجني كرزي لخوا ترتل او يا وزل كيزي حكه جي به كندهار كي تول ريسان دلياقت او استعداد به اساس نه بلكه د قوميت به اساس د كرزي لخوا تاكل سويدي, شه مثال يي داداري اصلاحاتو او ملكي خدمتونو دخــــپلواك كميسيون مشر دي جي دده لخوا تاكل شويدي, جي دولسم نه بلكه دلسم صنف لياقت هم نلري,

    همدادول دسووني او روزني مرستيال جي لورمقام دبوهاند دي مكر دلسم صنف زده كوونكي به كي ناست دي,او داسي نور…………,

    زما هيله دتولو خبريالانو ورونو نه داده جي زوندمو هسي هم به خطركي دي نوراسي لاسونه سره يو كرو او ددغو بيرحمانه وزنو به مقابل كي ودريزواو داسي رابورونه ددنيا به هر كوت كي خباره كرو جي به هغه سره ددغه سي لاسبوخو كارنامي به كي بيان سي,
    دهغه افغانستان به هيله جي دلاسبوخو, ظالمانو, ويني او وطن زبيشونكو,خارجي غلامانواومزدورانو او قاجاقبرانو نه خلاص وي.

    مننه, هيله زما كستاخي معاف كري
    يادونه, زه دكوم جاسره شخصي دشمني نلرم او نه غوارم جي كوم شخص ته كوته ونيسم بلكه داحقيقت دي او حقيقت هر وخت تريخ وي.