افغان خبريال جاويد جوجو اوس ماښام دكندهار په شهيدانو چوك كي په ګوليو وويشتل شوځايي خبريالان وايي چې وسله والو كسانو دجاويد جوجو پر موټر پرله پسې ډزي وكړې،جو جو په سويل لوېديځه حوزه كې دكاناډاهيواد د سي ټي وي په نوم تلويزون خبريال وو.نوموړى يوكال وړاندي لومړى په كندهار كي ملي امنيت بندي كړ او وروسته بيا نړۍ والو ځواكونو هم په مياشتو مياشتو بندي كړ، په كندهار كي دسويلي اسيا دازادو رسنيو دټولنې سفما مشر فضل رحمان ددغه خبر پخلى وكړاو ددغې پيښ په اړه يې سخته خواشيني وښوده ، ده وويل چې په دې ډول دولس ږغ نه شي بنديدلاى خو دده په وينا چې دجوجو شهادپ په سهمه او هيواد كي دازادي خبريالې پر وړاني يو ګوزار دى. رحمان صاحب وويل چې سفا دپيښي غندنه كوي او په دې اړه به وروستۍ پريكړه سبا اعلان كړي . جوجو په داسي حال كي ووژل شو چې نيژدې نهه مياشتي وړاندي په هلمند كي دبي بي سي دوژل شوي خبريال روحاني دقاتلانو په اړه لا اوس هم مالومات نه دي وركړل شوي ..
دلر اوبر اداره دجاويد جوجو په مړينه خواشيني ښيي ،ده ته جنت الفردوس له خدايه غواړي او دكورنۍ لپاره يې دسبر دعا كوي .
لر اوبر له افغان حكومته اونړۍ والي ټولنې غوښتنه كوي چې دسهيد جوجو قاتلان دي ونيسي او ښكاره جزا دي وركړي .
نوټ: په دې اړوند غبركونو نه او نور مالومات سبا سهار په لر اوبر كي كتلاى شئ .
په ديره خواشني سره مي خبر تر لا سه کړچه په کندهار کې د سي ټي وي ځوان خبر يال شهيد جاويد احمد يازمي د کندهار ښار په زړه کي په شهادت ورسيدي زه دشهيد کورني او ټولو دده ژورنالستانو ملګرو ته دصبري جميل غوښتنه کوم او ددوي سره په دغه غم کي ځان شريک ګڼم روح يي ښاد او يا د يي تل پاته
دجاويد جان اعظمي دشهادت له امله خپل دخواشني او همدردي مراتب وړاندي كوم شهيد ته فردوس جنت او كورني عزيزانواو ليكولانو ته جمل صبر له لويه خدايه غواړم.
دادهم ځل دي چې له لويديڅ كي پرخبريالانو بريدونه كيږي ،
دكندهار په ښاركي ورستې تروريستې نامردانه بريدكه په دقيقه توګه وځيړل شي ريښي به يې ترځيونو چارواكوپوري ورسږي چې امكان نه لري هغو ي ته دي ځو ك ځه ووايې ، دمافيا دكړيورسواكونكي به له همدي برخليك سره مخامخ كيږئ ،
دخبريالانو پرخالاف داسې ترورستي عملونه چې ددوي ژوند اخلي دانديښني وړه دي ،
دشهيد خبريال مړيينه ته بايد كلكه پاملرنه وشې چارواكي مجبورشې پلټني وكړي ا وعاملينوته سزا وركړي ،كه دوي پرجنكو تيزاب شيندونكې موندلاي شي نو ولي دخبريالانو وژونكي نه شي موندلاي داپه ښكار ه ددي معني لري چې تر كاسه لاندي نيم كاسه ده .
هيله ده چې ټول ليكولان سره راغونداو په دي اړوند داسې ګامونه پوره كړي چې دنارو پرځاي لاسته راوړنه ولري ،
دكندهار امنيت دي ته راورسيدو چې دښار په منځ كي د دولتي ماڼئ ترمخ خلګ تروركيږي ، داډئره دانديښني وړ خبره ده . دوالي او نوروچارواكو اغيزمنتوب اوس به ډاګه شو ،
I think the local government/ warlords are involved in this, or these kinds of murders. According to my local information, only Taliban and extremists should not be blamed.
د جاويد احمد د وژنې په اړه د اصلاح انلاين مطبوعاتي خبرتيا
کابل: (حوت ۲۱) اصلاح انلاين په کندهار کې د سيمه ييز خبريال جاويد احمد وژنه په
کلکه غندي او په کندهار او کابل کې له چارواکو څخه د هغه د بې رحمانه وژنې په اړه د
پلټنو او سپيناويو غوښتنه کوي، په تېره بيا چې د هغه د کورنۍ غړي پر سيمه ييزو
استخباراتو شک کوي.
جاويد احمد جوجو تېر ماښام په يوه ټينګه امنيتي سيمه کې په ډزو ووژل شو.
هغه له ايراني تلويزيون، پرس ټي وي، او کاناډايي مطبوعاتو سره کار کاوه.
دا په يو کال کې دويم افغان خبريال دی چې په سويل کې مرموزه توګه وژل کېږي.
جاويد احمد نژدې دوه کاله مخکې د امريکايي ځواکونو لخوا په بګرام کې د يوولسو
مياشتو لپاره له طالبانو سره د اړيکو په تور بندي شوی وو. له ازادېدو وروسته،
جاويد احمد د بند د مودې پر مهال د امريکايي ځواکونو له ناوړه چلند څخه شکايت کړی
وو.
اصلاح انلاين او ورسره ملګرې رسنۍ، اصلاح ملي اوونيزه او اصلاح Fm، راډيو په ژوره
توګه د رسنيو د کورنۍ د يو متعهد غړي پر وژنه خواشيني دي.
چارواکي بايد دا واضح کړي چې جاويد احمد له امنيتي پلوه د کندهار په يو له تر ټولو
خوندي سيمه کې چا وواژه؟
زموږ اندېښنه داده چې د ده وژنه به هم د عبد الصمد روحاني د وژنې په څېر تر اخره
ناڅرګند پاتې شي.
اصلاح انلاين پر ټولو رسنيو او خبريالانو غږ کوي چې د جاويد د وژنې په اړه د حکومت
د چوپتيا يا ناڅرګندتيا په صورت کې په يوموټي توګه په احتجاج لاس پورې کړي.
د نور تفصيل لپاره دا ولولئ: استخبارت دې ووايي چې جاوېد چا وواژه؟
او يا پر 078831310
تماس ونيسئ
http://www.EslahOnline.net