“بوش په جنګ کي” د واشنګټن پوسټ د مشهور ژورناليسټ او يډيټر، باب وډوارډ هغه کتاب دى چي د افغانستان د اشغال په ارتباط د متحده ايالاتو د پخواني جمهورريس جورج بوش او د هغه د کابينې پر هغو مهمو فيصلو راڅرخي چي د متحده ايالاتو، افغاانستان، عراق، او حتى ټولي منطقې د روان خطرناک، مرګاني، او نه ختمېدونکي سياسي او نظامي بحران سره اورګانيک تړاو لري.
د افغانستان اشغال واقعا د برېښنا په منډه تر سره سو. د ملاعمر وروست امارت د (سي اې ې) د دوو سوو افسرانو، د بي ٥٢ هيبتاکه ږغ او بمباريو، او البته پر افغاني جګړمارانو باندي د ډالرو د وېشولو او رشوت په زور فقط په څو ورځو کي ړنګ سو. د طالبانو رژيم دغه برق اسا سقوط د بوش په اداره کي د مغرورو او سطحي نيوکان پله دونه درنه کړه چي نور نو د هغوى د “امپراتورۍ د غرور” مخه چا نسواى نيولاى. ښاغلو بوش، چېني، رمزفيلډ، او حتى مېرمن رايس، او نورو محافظه کارانو د “شاک او اه” يا “ټکان او ډار” د پاليسيو خبرې کولې. بوش او د هغه سطحي همفکرانو په جهان او مينځني ختيځ کي د نظاميګري کوله، او د القاعدې او ټروريزم د سټولو غولونکي وعدې يې ورکولې.
“بوش په جنګ کي” زما ګران او منور دوست ډاکټر نثار احمد صمد په رواني پښتو ژباړلى دى. زه شخصا د ډآکټر نثار احمد صمد د فرهنګي خدمتونو قدرداني کوم او هم مبارکي ورته وايم، او دغه راز نور برياليتوبونه هم ورته غواړم. ډاکټر نثار احمد صمد پدې تېرو څو کلونو کي پښتو ژبي ته د قدر وړ ترجمې او فرهنګي کارونه کړي دي، او هيله من يم چي دننه او بهر د ده په شان زموږ نور ليکوالان هم د ژباړي لړۍ تعقيب او لا ګړندۍکړي، ځکه په ننني عصر او زمان کي د پښتو ژبي د پرمختګ او پاېښت راز په بې شماره علمي، سياسي، او فرهنګي ترجمو کي نغښتي دى. .
که څه هم کتاب په پرله پسې توګه په کاناډا کي د ” افغان رسالې” په وزينو پاڼو کي خپرېده، خو د ٢٠٠٨ د ډسمبر په مياشت کي د افغان رسالې او ” علامه رشاد خپرندويه ټولنه- کندهار” په ګډو هڅو او همت په ٤٢٣ مخونو او دوه ويشتو فصلونو کي د مترجم او ناشر د سريزو سره يو ځاى په ښه صحافت او ښکلي پښتو فانټ خپور سوئ دئ .
په هر حال، “بوش په جنګ کي” د تحقيقاتي ژورناليزم يوه ښه بېلګه ده. همدا راز، د ځوانو خبريالانو او د ژورناليزم محصلينو لپاره يوه ښه منبع هم ده. ليکوال د خپل کتاب په سر کي ليکي: “ددې اثر د ليکلو لپاره مي د بوش د ادارې د عالي رتبه مامورينو سره تر سلو زياتي مرکې کړي دي، او خپله د ښاغلي بوش سره مي پوره څلور ساعته مصاحبې کړي دي.” برسېره پر دې ليکوال په سلهاوو نورو اثارو او موادو څخه استفاده کړې ده. په بل عبارت، ښاغلي باب وډوارډ پوره څېړنه او کورنى کار کړىدى.
د کتاب بل ځانګړى خصوصيت تاريخ او کرونالوژي ده. ليکوال د بوش د ادارې د فيصلو او تصميم نيولو پروسه تاريخ واره څېړلې ده. هغه د بوش د ادارې د امنيتي مشاورانو د هغو فيصلو په باب خبري کوي چي د سپټمبر د يوولسمي نېټې د ټروريزم څخه سمدستي را وروسته په افغانستان کي د طالبانو د رژيم د رانسکورولو تصميم پکي نيول کېږي. ټول کتاب د بوش د داراې پر همدغو لمړيو سلو ورځو باندي راڅرخي.
اوس چي اته کاله تېر سوي دي، د بوش د ادارې د غلطو او سطحي فيصلو عواقب په خطرناکه توګه را څرګند سوي دي. افغانستان په ناکامه او نارکو سټېټ بدل سوى دى. د ښاغلي اوباما د امر مطابق د عراق له تباه کونکي اشغال څخه د امريکايي عسکرو د راتلو پروسه پيل سوېده. په خارجه وزارت کي، د مېرمن کلنټن په مشرۍ د ايران، سوريې او نورو سره د خبرو اترو مثبتي هلي ځلي پيل سوي دي. په بل عبارت، د بوش د پېر پر خلاف جريان روان دى.
د کتاب لويه کمزوري د تحليل او تجزيې نشته والي دى. که څه هم د واقعاتو او پېښو کرونالوژيکل اودل او اېښودل ضروري دي، خو پرته له تحليل څخه نيمګړيتاوي د پخوا په شان پر خپل ځاى پاته وي. تحليل تاريخي او سياسي واقعاتو ته روح،جهت، او مقصد ورکوي،ځکه ټولي سياسي هلي ځلي سياسي اهداف لري.
د کتاب تر لوستولو وروسته، سړى فکر کوي چي د (سي اې ې) مشر جورج ټېنيټ د اسامه بن لادن، د عراق د عامي تباهۍ د وسلو، او د ټروريزم د خطرونو په باب تل په سوچونوکي ډوب وو. حال دا چي د سپټمبر د وحشت مسولين د فلوريډا په ايالت کي د پيلوټۍ په مکتوبو کي د طيارو چلول زده کړل. دلته يې په کلونو او مياشتو ژوند وکړ، په کورونو، ډيسکوګانو، او هوټلونو کي يې شپې او ورځي تېري کړي، او عطا او د هغه نورو ځناورو ملګرو د جرمني له پوهنتونونو څخه ډيګرۍ لرلې.
کله چي د افغانستان د نيولو فيصله وسوه ښاغلي ټېنيټ د شمال ايتلاف جنايتکاران د امريکايي ډالرو په زور واخيستل. د “سي اې ې” لمړۍ ډله پنجشير ته د داخلېدو سره سم پر فهيم، عارف، عبدالله، سياف، دوستم، عطا، او پر سلهاوو نورو جګړه مارانو او د افغانستان د ديرش کلن ناورين پر اصلي مسولينو باندي ډالر او سياسي مشروعيت پاشي.
کتاب وايي: د بوش ادارې او (سي اې ې) غوښتل چي د افغانستان جنګ د افغانانو او عربو تر مينځ جګړه وښيي. د (سي اې ې) مامورينو پر دې ټکي ډېر ټينګار کوي چي دا جنګ بايد د افغانانو او عربو ترمينځ موجوده اختلاف لا پراخ او غښتلى کړي. مګر له بده مرغه وروسته له اتو کالو څخه د بوش د بدو پاليسيو په نتيجه کي په افغانستان کي د ټروريزم پر خلاف جنګ د پښتنو پر ضد په يوه ناروا او ظالمانه جنګ بدل سوى دى. له وروستيو اسنادو څخه ښکاري چي ځينو امريکايي مامورينو د القاعدې د جانيانو په ګناه د ټولو پښتنو ځپل روا ګڼل، او همداسي يې وکړل. نن ورځ، په افغانستان کي د امريکا او ايتلافي قواوو ناکامي د پښتنو په وړاندي د هغوى د همدې خطرناکي او ناروا پاليسۍ نتيجه ښيي.
څرګنده خبره ده چي امريکايانو د سپټمبر د يوولسمي د بربريت د مسولينو مجازات او تباه کول غوښتل. بوش له همدې موجه او پراخ ملي او بين المللي قهر او کرکي څخه سوه استفاده وکړه. هغه د ټروريزم پر خلاف جنګ د اسلام او مسلمانانو پر ضد په جګړې بدله کړه. هغه په سيمه کي مذهبي افراطيت او القاعديزم لا غښتلى او مرګانى کړ. په افغانستان، عراق، او ټوله سيمه کي يې يو داسي اور بل کړ چي اوس يې تور او لغوړن تاوو حتى د رحمان بابا تر مقبرې پوري ورسېد.
په ګرده کتاب کي ښکاري چي امريکا د افغانستان د نيولو لپاره نه کم مخکنى پلان لاره او نه هم د سپټمبر د ټروريسټي حملو د مخه افغانستان د متحده ايالاتو لپاره کم خاص ستراتيژيک اهميت لاره. د ١٩٩٠ په کلونو کي، امريکا افغانستان سراسر هېر کړى وو. (سي اې ې) څو افغانانو ته غټ او ناشولټه موبايل ټيلفونونه ورکړي وه، او وظيفه يې د اسامه بن لادن او کاسي څارل وه. افغانستان ته توجه دونه لږ وه چي هلته امريکا خپل سفارت په کلونو کلونو تړلي پرېښود. همدا وجه ده چي د سپټمبر تر حملو را وروسته، امريکايي چارواکي د افغانستان په ارتباط دونه بې خبره دي چي د هغوى اکثره مهمي فيصلې نن ورځ ناکامه دي. په بل عبارت، د بوش د ادارې د لمړيو ورځو اشتباهاتو نننۍ فاجعه را مينځته کړه.
پدې کتاب کي د شمال ايتلاف د معامله ګريو په باب هم په کافي اندازه معلومات راغونډ سوي دي. د مسعود تر قيادت لاندي د شمال ايتلاف د افغانستان په خرڅولو او بربادۍ کي پوره ونډه لري. مسعود لکه يو سياسي سوداګر د هر چا سره معاملې ته حاضر دى. هغه هم له روسانو، ايرانيانو، هنديانو، اروپايانو، او هم امريکايانو څخه رشوت او پيسې اخلي.
دغه راز، پدې کتاب کي د کرزي د کمزوري شخصيت په باب هم په کافي اندازه معلومات راغونډ سوي دي. کرزي لکه د کابل د منډيي جوالي د هر چا د بار وړولو ته چمتو دى. په همدې کتاب کي ښکاري چي کرزي د خپل ملت، قام، او هېواد د برخليک په باب سرسري او معامله ګر فکر لري. هغه د مقام د ترلاسه کولو لپاره هر ډول شرايطو ته غاړه اېږدي.
په هر صورت،کېداى سي چي له نننيو غمجنو واقعاتو څخه څه د عبرت درس واخيستل سي ، او اجازه ور نه کړه سي چي يو ځل بيا د افغانانو په سياسي برخليک لوبي وسي. که چيري د تاريخ لوست يو ولس خپلو پخوانيو اشتباهاتو ته متوجه نکړي، نو بيا تاريخ ليک او لوست د وخت ضايع کول او فضول کار دى. خو څرګنده خبره دا ده چي تاريخ ته اهميت نه ورکول پوره ساده ګي او تباهي ده. د افغانستان معاصر تاريخ بار بار ښودلې ده چي سل په سل کي پر پردو باندي تکيه کول نه يوازي د يو سياسي جريان او يا سياستوال لپاره بد عواقب لري، بلکي د ولس او وطن پر خلاف هم مرګانى ګوزار دى. والسلام.
لا تر اوسه ي ماغزه په قرار ندي . چي ما سره ي وهلي سر په سنګ دي .
قدرمن وروره هاری صاحب ، ستاسو د نیک نظر او عینی تحلیل څخه مننه کوم . ما اصلأ خپل مسؤلیت څه نا څه ادا کړی نور می هیڅ هم نه دي کړي . ستاسی عالمانه او عاملانه جاج واقَأ هم چی د پوره ستایني وړ دی . خدای دې خیراو سعادت در په برخه کړی . په ډېره مینه ، ( ن . صمد )