کور / خبرتیا او پيغامونه / سرخلاصی لیک

سرخلاصی لیک

 


ښاغلو ډاکټرانورالحق احدی او اشرف غني احمدزي ته له ناروې نه د یوه افغان ماشوم سرخلاصی لیک


لیکونکی: ابدالي واک – د لسم ټولګي زده کوونکی ناروې


زما ډېرو ګرانو او درندو ترونو!

زه خپل سلامونه تاسودرنو کاکاګانو ته درلېږم.


زه پهېږم چې تاسو ډېروخت نه لری. خو د خپل واړه وراره دا خط ولولۍ.


زه بخنه غواړم چې په پښتو خط خه لیکلی نه شم. زه اوس پینځلس کلن یم.  زه زې ږېدلی په پېښور کې یم. افغانستان ته به مې له مور و پلار سره لاړیم خویاد ته مې نه رازي. اوه کلن وم چې ناروې ته راغلی یم. خو پلار مې مونږ ته همې شه د افغانستان خبرې کړېدی. موږ خه پهېږو چی پښتانه یو. افغانان یو. او چۍ څوک پختون یی هغه مسلمان هم یی. مور او پلار مونږ ته سیپاره، کوران سر سیپاره او کوران شریپ را خودلی دی. کشر ورورو مې هیواد هم په کوران شریپ پهېږي. زما خور آریانا، ورور مې او زه مونږ درې واړه په مانځه پهېږو. مونځونه کوو. کله د جومې مانځه ته هم ځو. پلار مې راسره پختو سبکونه هم وایي. زه او ورور مې اوس د افغانستان د کوم وخت د شپږم صنپ پختو وایو.. زما خو ډېرې خبرې زده شوي دي، خو په لیکلو کې زما د پلار خبره ډېر مې ړنی نه یم.

په داتا ماشین باندې په پختو کیبورډ کې تکړه یم. پروس کال مې د پلار سره د هغه د کتاب د غلتیو په سهي کولو کې کومک کاوه.
زه خو مې خپلو ترونو اشرف غني احمدزي کاکا او احدي کاکا ته دا خبره کوم چې کال ته به په خیر خه پختو ولیکم. زما ددې خط ټولې غلتی ماته وبښی.

یو څو ورځې مخکې مې د افغانستان د پاړسي ژبې د آریانا تلوېزون کوت. مونږ دا تلوېزون د دې له پاره ګورو چې افغانستان په کې وګورو. که نې په خبرو خو نه پهېږو. هر وخت پاړسي پکې یې. خو زما خو خپل پکر داده چې له هغه میلي تلوېرون نه ښه دی. پلار مې هغه میلي تلوېزون ته د نظري ساحب شخصي تلوېزون وایی. اوس خو خلک دام وایی چې میلي تلوېزون زما له ټولو نه غټ کاکا کرزی سایب په ایرانیانو خرڅ کړی دی. مونږ چې ورته یوه جومه ایساب وکړ. پختو بدلې پکې دومره نه وې. پاړسي او اینډیا بدلې پکې ډېرې دی. د پختو بدلو په ځای هم د اینډیا بدلې ږدي. د پروګرامونو نومونه خو ټول په پاړسۍ دي.

زه اوس خپل خط لیکم:

زما ګرانو ترونو!

په آریانا تلوېزون کې د افغانستان  د انتخاباتو په باره یو میټینګ غوندې وو. خبرې کېدې… اول سړی برهان دین ربانی چې مونږ یې پېژنو په پاړسی باندې خبرې وکړې. بیا بل سړی راغی نکټایی والا. هغه هم مونږ پېژنو، د هغه  مسعود چې وس مړ دی انډیوال ډاکټر اودلله وه. ده هم په پاړسۍ خبرې وکړې. ما مې پلار ته ووې چې دا دوه سړي خو دې پاړسی وانان ماماګان دی. پلار مې را ته ووې چې بچو لږ سبر وکه اوس به دې کاکاګان راشي. درېیم سړی چې راغی دا هم د درېشۍ والا وو. پلار مې ووی چې بچو کاکا دې راغی. دا سړی مې غنی احمدزی کاکا وه. خو دا کاکا مې هم ماما وخوت. په پاړسی وغږېده. څلورم سړی چې راغی له ټولو نه ښایسته او لوکس ښکارېده. پلار مې ووې چې بچو اصلي کاکا خو دې اوس راغی. مونږ خه پهېدلو چې د پلار زړه مې ګړزېده. چې وم کاته احدي کاکا مې له دې ټولو ښه ماما وخوت.

زما درنو کاکا ګانو!

نو تاسو ماته همدومره ووایې چې تاسو زما کاکاګان یاستې که ماماګان؟

په پختني درنښت


ابدالي واک – ناروې


د مارچ اومه ورځ – ۲۰۰۹ کال