احتجاج ، احتجاج ، احتجاج
دښمنانو د (بابا) پر مزار بريد وکړ
رپورټ : فضل الرحمان زاهد
پېښور _ پښتونخوا
نن سهار په ساخت کښې د پښتنو د صوفي شاعر عبدالرحمان بابا په مزار يوه بمي چاؤدنه اوشوه ـ په مزار کښې پروت هر يو څيز ټوک ټوک اؤ ذرې ذرې شولو ـ
د خبر مطابق سحر وختي ځنې نامعلومه شرخوښونکو دلته يو پنځه کیلو وزني بم اېښودے وۀ چې په يو غټ درز سره اوچاودو ـ
هر څو چې د آبادۍ بنياد سلامت پاتې شوے دے ، په دې کښې پراته هر څه تس نس شوي دي اؤ په ديوال کښې ئې يو غټ سورے هم جوړ کړے دے ـ
د رحمان بابا په مزار د پښتونخوا د پخواني وزير اعلے خدائې بخښلي امير افضل خان په وخت کښې کار پېل شوے وۀ اؤ ايله اوس اوس څو مياشتې وړاندې د افغانستان د حکومت په مرسته ددې سرسڼه سر ته رسيدلې وه ـ
په دې اړه نن سحر په باچاخان ريسرچ سنټر کښې يوه هنګامي غونډه هم اوشوه چې مشري ئې د باچاخان ريسرچ سنټر ډائريکټر ډاکټر فضل الرحيم مروت کوله ـ په دې غونډه کښې د نورو نه علاوۀ نوموړي شاعر اؤ د پښتون مجلي مشر ايډيټر ښاغلي رحمت شاه سائل ، ليکوال مشتاق مجروح يوسف زئې ، ځلان مومند ، فضل الرحمان زاهد ، امجد شهزاد اؤ عبدالله اؤ قاضي حضور الله هم شرکت درلود ـ
په غونډه کښې په دې واقعه د زړه د تلۀ افسوس اوشو دا ئې يو ډېر ناوړه کار اوبالۀ ـ
په اجلاس کښې رحمت شاه سائيل وويل چې دا چاؤدنه يواځې د پښتون صوفي شاعر په مزار نه ده بلکه دې دا سوال پېدا کړے دے چې په سيمه کښې د پښتنو نور تاريخي اؤ مقدس مقامات په څه حال کښې دي ـ
دوی زياته کړه چې که ګډ وډۍ اؤ اړي ګړي دا کار داسې جاري اوساتل شي نو دا به يواځې په پښتنه سيمه خپل اغېز نه پرېباسي بلکه په منطقه کښې به هيڅ يو مقدس ، تاريخي ځائې هم په امن پاتې نه شي ـ
(( د رحمان بابا په مزار چاؤدنه به اخر ناخر د بللهے شاه ، داتا دربار ، بټهائي اؤ نور مقدس ځايونه هم په خطره کښې واچول ـ
د اطلاعاتو او کلتور وزارت اعلاميه
نن زموږ د فرهنګ او تاريخ دښمنانو زموږ پر يو بل تاريخي وياړ يرغل وکړ او په پېښور کې يې د رحمان بابا عليه الرحمه مقبره په چاوديدونکو موادو ويجاړه کړه.
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دغه ناوړه عمل په کلکه سره غندي خو له دې سره لرو او بر، وياړمن افغان ولس ته دا ډاډ هم ورکوي چې دغه ډول بې غيرته حملې زموږ د تاريخ پر زرينو پانو ګرد نه شي غورزولای.
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چې د رحمان بابا مقبره په ښکلې بڼه او قيمتي ډبرو جوړه کړې وه دېته ژمن دی چې د ستر رحمان بابا د مقبرې د بيا رغولو چارې به بيا هم په غاړه واخلي.
په درناوي
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مطبوعاتي دفتر
د افغان ولسمشر حامد کرزي د خواشينۍ پيغام | ||
د ستر عارف او شاعر عبدالرحمن بابا په مزار کي د چاودني په اړه د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رئيس د خواشينۍ پيغام :
نن يو ځل بيا د افغانانو د دين ، علم ،ادب او تاريخ دښمنانو يو نا بخښونکي جنايت تر سره کړ .د سولي ،عرفان او بشردوستۍ د ستر شاعر عبدالرحمن بابا مقبره چي د خداى د دوستانو زيارت ګاه وه ددغه دښمن له خوا منفجره کړاى شوه . زه دغه عمل په کلکه غندم او دا د سيمي د مسلمانو ولسونو پر ضد د دسيسي ادامه بولم کومه چي متاسفانه له ډيري مودي راهيسي يي په اور کي دا ولسونه کړيږي . ددغه سيمي د ماشومانو مکتوبونه سوځول ،د دوى تاريخي او ادبي افتخارات له منځه وړل او داسي نور اعمال ددي لپاره ترسره کيږي چي ددي ولس تاريخ او هويت نابود شي . خو د لوى خداى په مرسته به دا دسيسي ناکامه وي ،لکه څنګه چي د رحمان بابا د مزار په ورانولو د رحمان بابا نوم او آثار له منځه نه ځي او د تل لپاره به ژوندي وي . | ||
حامد کرزی |
په اروپا کښي د افغاني کلتوري ټولنو د جرګي اعلاميه
په ډېري خواشينۍ سره مو د ډله ييزو رسنيو له لاري خبر ترلاسه کړ، چي د ټولو اسلامي، انساني او مدني اصولو او ارزښتونو خلاف د پښتو ژبي د ستر، متصوف او خوږ ژبي شاعر عبدالرحمان بابا مزار د پېښور په هزار خواني کي په بمونو الوزول شوی دی. په اروپا کي د افغاني کلتوري ټولنو جرګه دغه کړنه د افغانانو د تاريخ ، ملي هويت، ژبي ، کلتور او فرهنګي وياړونو پر وړاندي د پراخو دسيسو د لړۍ يوه کرغېړنه هڅه ګڼي او هغه د انسانيت او مدنيت پر ضد د يوه وحشيانه عمل په توګه په کلکه غندي.
موږ له لراوبرو افغانو څخه غوښتنه کوو، چي دغه ډول هڅو ته د خپلي ملي بقا پروړاندي د يوه جدي ګواښ په سترګه وګوري، د افغانانو د ملي او تاريخي هويت پر ضد د هرډول دسيسو پروړاندي راويښ شي او د هغو د شنډولو لپاره په ګډه هلي ځلي وکړي.
زموږ په اند د اسلامي او انساني ارزښتونو د دغو دښمنانو پر وړاندي تر ټولو غوره غبرګون او ځواب دا دی چي موږ خپل ملي او فرهنګي مورچلونه پياوړي کړو، د لوی خوشال بابا او رحمان بابا د ارمانونو لپاره خپلي هلي ځلي سره همغږي کړو او دا خبره په ياد ولرو، چې:
يا به يو کېږو ، ګني ورکېږو!
موږ له ټولو افغاني فرهنګي مؤسسو، ټولنو، ادارو او مرکزونو څخه غوښتنه کوو چي لاسونه سره يو کړي، د سترعبدالرحمان بابا مزار ترپخوا لا په ښکلي او شانداره بڼه ورغوي، نه يوازي د عبدالرحمان بابا مزار بلکي د خپلو ټولو فرهنګي ميراثونو او وياړونو د ساتني لپاره اغېزمن ګامونه اوچت کړي او د لوی افغانستان په ګوټ ګوټ کي او همدارنګه د نړۍ په هره برخه کي چي افغانان اوسيږي، د ستر عبدالرحمان بابا په نامه لويي مشاعري او غونډي جوړي کړي. موږ د افغانستان او لري پښتونخوا پر حکومتونو غږ کوو ، چي زموږ د فرهنګي ميراثونو پروړاندي خپل مسووليتونه په سم ډول سمبال کړي او د هغو د ساتني لپاره ډاډمن ګامونه اوچت کړي.
په درنښت
د جرګي مشرتابه شورا
د بلخ فرهنګيانو د رحمن بابا پر مزار شوئ بريد وغندئ
احساس
د بلخ فرهنګيانو د تېرې جمعې په ورځ د پښتو ادب ستر صوفي شاعر عبدالرحمن بابا پر مزار شوى بريد وغنده.
د بابا په اړه جوړه شوې غونډه كې چې د دغه ولايت په مركز (مزارشريف) كې ترسره شوه، د مومند بابا او ام البلاد ادبي بهيرونو غړو، يوشمېر فرهنګيانو او مخورو مشرانو برخه اخيستې وه.
غونډه د قرانكريم د څو مباركو ايتونو، د مجيب الرحمن لحاظ او بريالي جلالزي په ويندويي پيل شوه.
د غونډې مشر مېلمه اينجينر هدايت الله عمر او كوربه بشير احمد فياض وو.
د غونډې په پيل كې د شمال د خلكو عنعنوي اصلاحي مشر حاجي عبدالستار اسجق زي د بابا پر مزار شوى بريد وغنده، نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ كې ورانكاري د ټولنيزو ارزښتونو درناوي ته وبلل.
د غونډې په اوږدو كې د بلخ ولايت بېلا بېلو شاعرانو د بابا په اړه ليكل شوي شعرونه او ادبي ټوټې ولوستې.
د غونډې په پاى كې د دواړو بهيرونو غړو پر لرو پښتنو د بابا او د نورو ورته درنو افغانانو د مزارونو د ساتنې غږ وكړ او له افغان حكومت څخه يې د رحمن بابا د مزار د بيا رغولو غوښتنه وكړه.
په بلجیم هیوادکښي دافغان کلتوری بهیرغندنلیک
پوهنیارسیدحضرت
درحمان بابا (رح) پرمزاربریددټولوافغانانواوپښتنوپریاړونوبریددی
ډیروګرانوهیوادوالو، پروطن مینولراوبرمېشتوپښتنواوافغانانو
په ډیره خواشینئ مودرسنیوله لاری خبرترلاسه کړچه په پېښورکې دپښتوژبی دعارف اوصوفی شاعررحمان بابا(رح) مزاراوزیارت داسلام، افغانیت، پښتنولئ، کلتور
اودپښتنواوافغانانودتاریخ اوویاړونوددښمنانولخوادروان 2009عیسوی کال دمارچ په پنځمه په بمونو والوزاول شو چه ددې نه بښونکي جنایت لامله دزیارت ډیره برخه زیانمنه شویده
چه دې سترجنایت دهیواد، سیمې او نړئ په کچه ئی دټولوبااحساسه اوبادرده پښنتواوافغانانوغبرګونونه اوغوسې راپارولی دی
په بلجیم کی افغان کلتوری بهیرهم په خپل وارسره داسترجنایت غندی اوعاملینو ته ئی دسختې سزا غوښتنه کوی ځکه دا بې غیرته عمل هیڅ ډول اسلامی، افغانی او انسانی توجیه نلری
دې بې غیرته او جاهله کسانودیوداسې صوفی،عارف اوپښتون دخدای ملنګ مزاراوزیارت دړنګولوهڅه کړبده چه خپل ژوند ئی یوازی اویوازی داسلام دمقدس دین اودپښتون قوم اوپښتنولئ د
ارزښتونوپه شعری بڼه په بیان تیره کړیده. که درحمان بابا(رح) شعری کلام ته وکتل شی نولیدل کیږی چه ډیره برخه ېی داسلام ، تصوف اوپښتونولئ بیان دی. نوچه داسی ده نوبیا ولی یی مزار
په بمونو والوزول شو؟ اودابه دچاکاروی؟
په بلجیم هیوادکی افغان کلتوری بهیرباورلری چه داداسلام دښمنه، پښتون دښمنه اوافغان دښمنه کړیودکلتوری یرغل یوه برخه ده چه په یووخت کی یی دڅوخواوو څخه افغانانو او پښتنو ته څوکې
تېرې کړی اودکینې په توره غواړی دافغانانواوپښتنو دویاړونوزړونه وڅیری.چه بیلګې یی دلته په هرات کی دتاریخی آثاروله منځه وړل اوغلاکول اوهلته دپښتون اوافغان شاعرمزاراوزیارت په
بمونو الوزول دی
زموږټولنه باورلری چه داډول بی غیرته کړنې به هیڅکله هم ونه شی توانیدلای چه دافغانانواوپښتنوهویت اوپیژندنه له خنډونوسره مخامخ کړی ځکه افغانان اوپښتانه دیوی تربلې ورځې دخپل
.هویت اوپیژندنې لاپراخیدو ته لانوراونورژمن کیږی
په پای کې په بلجیم کی افغان کلتوری بهیر پداسی حال کی چه دتاریخ پدی نازکو شیبوکی دلوی څښتن تعالی دربارته دافغانانواوپښتنودیووالی لپاره ددعا لاس پورته کوی، لراوبرافغانانواوپښتنوته دسوال
لمن غوړوی چه خپلمنځی دښمنئ اواختلافات هیرکړی اوپرځای یی دیوې واحدې موخې یعنی دافغان اوپښتون دیوکیدولپاره په ګډه کاروکړی اودخپل تاریخ اوویاړونوپه ساتنه کې رښتینی ګامونه واخلی
په افغانی اوپښتنی مینه اودرنښت
په بلجیم کی دافغان کلتوری بهیرپه استازیتوب
پوهنیارسیدحضرت
بروسل ښارـ بلجیم
sshazrat@hotmail.com
sshazrat@gmail.com
دافغانانو دانتيګراسيون او کلتور ټولنې غبرګون
ذاکر برميال
وړمه ورځ داتريش په پلازمينه ويانا کې د افغانانو دانتيګراسيون او کلتور ټولنې په خپله ټوليزه غونډه کې دلوی افغان صوفي شاعر ملنګ عبد الرحمن بابا په مزار غلچکی بريد په سخته وغندلو.د همدې ټولنې د ښځو څانګې چې د ښځو نړيواله ورځ يې لمانځله هم دعبد الرحمن بابا په مزار بمي بريد وغندلو،او لر او بر افغانانو ته يې د زغم هيله څرګنده کړه.
يادونه وشوه چې دا بريد دلر بر افغانانو ملي کلتور او فرهنګي وياړونو ته سپکاوی او ګواښ دی د باباپه افکارو کې د سولې،مينې او سپڅلتيا ډيوې به د افغانانو په زړونو کې تل روښانه وي دټولني ټول غړي چې په دې بريد ويرجن او غمجن و د ټولو افغاني کلتوري،فرهنګي او مدني ټولنو څخه غوښتنه وکړه چې په ګډه د دښمنانو دغسې کړنۍ او هڅې په لوړه کچه شنډې او وغند ي.
او له افغان چارواکو يې وغوښتل چې د تیر به څير د مزار په بيا ودانولو کې رغنده برخه واخلي.
د افغانانو دانتيګراسيون او کلتور ټولنه ،اتريش ويانا
په اروپا کي د میشته افغانانودټولنوفدراسیون اعلامیه
لایدن، 6 مارچ 2009
درحمان بابا په زیارت کی چاودنه، دISI لخوادافغانستان دخلکوسره دکلتوری جگړ ه یوه برخه ده!
د آزادۍ راډيو خبر وركړ، چي د پښتو ژبي داولسمی پیړ ی نامتو تصوفی شاعر عبدالرحمان بابا (رح) په زيارت كي څلور چاودني شوې د ي ، چي دزیارت تعمير ته يې سخت زيان رسولى دئ.. دفارومشرتابه هیأت دافغانستان او ټولو پښتنو دمعلوم الحاله د ښمنانودغه ناو ړه عمل په کلکه غندی . رحمان بابا دپښتوژبی هغه پیاو ړی شاعر ده چه هرافغان ماشوم د ښوونځی په لمړیو کلونوکی دده داشعار وسره آشنا کیږ ی اودژوند تر آخره پوری یی دبابا اشعارچه دمینه اوسولی لو ړتبارز د ي، پخپل حافظه کی یی ساتی. دبابا مزارچه دپیښورپه هزارخوانۍ سيمه کې جوړشوی وه، په عنعنوی ډول دده دمرگ نه راپدی خوا دهرې جمعې دماسپښين او مازيګر ترمنځ زيارت ته څېرمه دملنګانو په دېره کې درباب منګي محفل ښه پکښې روان وي او شوقي سندرغاړي چې ځانونه ملنګان بولي دبابا غزلې په ترنم کې وايي. درحمن بابا اشعارپه اوسنی افغانستان کی هم د ځینی خانقایی اوقوالی سندرغا ړو لخوا ویل کیږی. درحمن بابا مقام دپښتوژبی په ادبیاتو کی ډ یر لوړ بلل کیږ ی له همدی کبله د رحمان بابا په زيارت حمله ، لر او بر افغانانو ته لویه سپکاوی ده.
د رحمان بابا د زيارت چاودنه په افغانی کلتوری میراث باندی لمړ نۍ یرغل نده. دافغانستان پر ضد کلتوری جنایتونه چه زمونږ گاوندی هیوادونه ، په تیره بیا پاکستان او ایران پکی برخه لری، په 2001 کال کی دبامیان دلوی مجسمي دله مینځه و ړلو سره خپل اوج ته ورسیده. اوس اوس ، طالبان د ISI په اشاره دافغانستان په سویلی اوسویلختیځ کی زمونږ ښوونځي باندی اور لگوی ، زمونږ ښوونکی وژنی . له بلی خوا څخه ایران دهرات اونور لویدیزولایتونو دبا ارز ښته تاریخی آثارو په چپاول اوتخریب بوخته ده. دایران سره ملگری مافیا منقول تاریخی آثارداسلامی جمهوریت داستخباراتو په اشاره ایران ته و ړی اوغیرمنقول شیان ماتوی .
پاکستان او ایران له یوی خوا څخه مونږ دکلتوری بڼه خلع سلاح کوی اودبلی خوا څخه خپل کلتوری یرغل ته پراختیا ورکوی. دوا ړ ه گاوندیان دافغان دحکومت دکمزوری نه گته پورته کوي. دافغانانو دلوی شاعررحمان بابا په زیارت باندی دپښنودد ښمنانویرغل، ددغه جگړ ه یوه برخه ده.
“دفارودکلتوری چاروکمیته
FAROE, Post Box 707, 2300 AS, Leiden, www.afghandiaspora.org,
دانجنير شير ساپي رالېږنه
د اسلام پیغمبرحضرت محمد صلی الله علیه وسلم د مبارک میلاد تل یاد په مناسبت د رحمان بابا مناجات :
که صورت د محمد نه وای پيدا پيدا کړې به خدای نه وی دا دنيا
کل جهان د محمد په مخ پيدا شو محمد دی د تمام جهان ابا
نبوت په محمد باندې تمام شو نشته پس له محمده انبيا
نور هاله د محمد وه په جهان کې چې بوی نه وه د ادم او د هوا
په صورت کې اخرين دی پيدا شوی په مانا کې اولين دی تر هرچا
خدای يې مه ګڼه بېشکه چې بنده دی نور يې کل واړه صفات دي په رښتيا
که نبي دی، که ولي دی که عاصي دی محمد دی د همه واړو پېشوا
چې يې دين د محمد دی قبول کړی حبشي دی، که فاسق دی که تارسا
محمد د ګمراهانو رهمنا دی محمد دی د ړندو د لاس عصا
که رڼا ده پيروي د محمد ده که نه نشته په دنيا بله رڼا
محمد د بې چاروو چاره ګر دی محمد دی هر دردمند لره دوا
زه “رحمان ” د محمد د در خاکروب يم که مې خدای نه کا له دې دره جدا
درحمان بابا زاهدي د ریا زاهدي او خود نمائي زاهدي نه وه چه تر خرقې لاندي د خدای مخلوق ته دام وغوړوی، په زړه یوڅه په خوله بل څه وي .
دين ئې دام وي د دنيا په لار كښي ایښي
پـرې را اړوي وحشيـــان د مخـلوقـــات
رحمان بابا له داسي زاهدۍ څخه توبه باسي :
د ريا له زاهــــــــــدۍ ځمــــــا تــوبــه ده
چه ئې كاندي څوك په رسم او په عادات
دي زاهد وو مگر نه تش د خرقې زاهد .
د ريا خرقه ئې خداي مكړه په غاړه
رحمـان كوږ دستارتـړلي قـلنـدر دي
ارواح ښاد عبدالرؤف بـينـــــــوا وایي :
رحمان بابا مقام له دینه ډیر اوچت دي چه دي کومي خاصی قبیلی یا کوم خاص ټبر ته منسوب شي ، ځکه چه لوي او حقیقي شاعران بين الانساني شخصیتونه لري . رحمان بابا هم دټولو انسا نانو دي خوبیا په خاص طورد ټولو پښتنو بابا دي . دی پخپله هم ځان کومي قبیلې ته نه منسوبوی وایي :
زه عاشق یم سر و کار می دي له عشقه
نه خـلیـل، نه داودزی یـم، نه مومنـــــد
د رحمان بابا معنوي منزلت د هغه دمزار په ړنګولو نه کمیـږي ، د رحمان بابا کلام په سحـر ئـې د پښـتـنو د زړونو عا لم تسخیر کړي او دهر پښتانه د زړه په تخت ناست پاچهی ئې کړې ده لکه چه رحمان بابا وایي :
دپالنګ اود پیړۍ حاجت ئې نشته دیارانو نشستن د زړه په تخت دي
د رحمان بابا مزار به بیا جوړ شي ، د انسانیت دښمنان به شرمېدلی پاتې وي .
ټیپ کونکی : انجنیر شیر ساپی
د رحمان بابا دیوان ، مصحح مدون او مقابله کونکی عبدالرؤف بینوا
۱۳۲۶ هـ ، ش / ۱۹۴۷ ع
د هیواد افغانستان ملي ویب پاڼه
http://www.hewad.com
د رحمان بابا د مزار د الوزولو په مناسبت د خوشال خان خټک اروا د رحمان بابا له اروا پوښتنه کوي : ایا ټول پښتانه مړه دي؟
سرچینه : د پاکستان ډیلي ټایمز – کارتونیست : زهیر
It is sad to hear this thing happening to Rahman Baba. Many thanks to Mr. Khuram and his ministry for trying to help again in rebuilding it
د و حشت او بر بریت استازو یا هغه چا ته چې د رحمان بابا د روح د نا ارامې حڅه کوې :
په مردکو چی سورۍ د پښتانه ماشوم کتاب کړ
په بمونو چی ټوټه د پښتانه زلمې رباب کړ
خدایه ! ته کړه پښتون خلاص ددی وحشانو
چی ﺉ زما ( بابا ) رحمان په ارامګاه کی په عذاب کړ
حکمت
ډيره مننه د کلتور ښاغلى وزير ستاسو احساس او پښتونولي د ستايلو او قدردانۍ وړ ده خداى مو آباد لره
de Rahman baba mazar ta zyan rasaval da tol pakhtoon AFGAN melat caltur ta zyan rasaval di,mong da de pakhtoon dushmana amal po klaka ghandana kawy,
تر سو جي دغه تورمخي فنجابيان او دهغوئ غلامان به بشتنو كي موجود وي دبشتنو هر تاريخي اثر او جايونه او دبشتنو دعالمانو ارامكاوي به دغسي نرول كيزي, راسي لاسونه سره يو كري او ددغو دبشتنو ضداعمالوته د باي تكي كيزدي كه نه تول بشتانه به دغسي خوار او زار وي, دا كفارو هغه بروزي دي جي د بنجابيانو لخوا دبشتنو بر مظلوم ملت باندي عملي كيزي يا داسلام به نامه يا دقوم او يا هم سياسي نومونه ورته ايزدي,
تول لراوبر بشتانه دي سره يوجاي سي جي دغه تورمخواو دانكريزغلامانوته غاش ماتوونكي جواب وركري كه نه دابي اتفاقي به لا هم ديره سي,
مننه
دلراوبردبشتنوديووالي به هيله
خلک وایی چی ترهګر پښتانه دی …. ایا دغه کار پښتانه کولی شی ؟
هیچیری نه…. دغه امکان نه لری …. الله ته معلومه ده چی دغه خلک څوک دی … بیا هم که هر څوک دی د اسلام د سپیڅلی دین دښمنان دی … د پښتو او پښتنو دښمنان دی… هر افغان دی باید دغه برید وغندی او احتجاج ته دی د لر او بر افغانستان په هر ګوډ کی راووځی ….
الله سبحان و تعالی دی ارواښاد رحمان با با ته جنتونه ور په برخه کړی… امین
ډیر ه خوښ شوم چی د ولسمشر سترګی می خلاصی ولیدی …. الله دی کرزی ته لا هدایت ورکړی ….
د اطلاعاتو او کلتور وزارت اعلاميه څخه هم ډیر خوښ شو… ډیره زیاته مننه …
*
هيله ده په تبصره کښي د قلم او کلام عفت وساتئ !
*
هيله ده په تبصره کښي د قلم او کلام عفت وساتئ !
اسلام علیکم هیله ده چې ټول دوستان په خیر اوخیریت وئ
راځم اصل مطلب ته
ایا زمونږ ژوندي په امن کې دي ؟ که دمړو په غم کې یو مړه هسې هم مړه دي : خو خدای دې زمونږ ژوندیوته خیر پیښ کړي دپاکستان ای اس ای او خفیه ادرې نه غواړې چې افغانستان په پښتونخواه کې کوم داسې رول ولري . چې یو یې لدې څخه دستر اونابعه شاعر مرحوم رحمان بابا دقبر ویجاړتیا وه او دا هم وایم چې بیا افغانستان ته دبیا رغونې چانس هم نه ورکوي خو ! ای اس ای ته دومره وایم چې قسم په خدای که افغانستان نه شه په امن کې نو پاکستان هم په امن کې نشې پاتې کیدائ
دویمه خبره داده چې دغفارخان قبر ته هم دومره خطر دی لکه چې څه مو ولیده : هغه رشتې چې مو ترمنځ دي باید تل پاتي وي :
دا جاهلان په ټولنه کی نور هیڅ اهمیت نه لری، یواځی په ښځو پسی یی را اخیستی، په اسلام کی لږ کارونه دی؟
هیڅ نه پوهیږم چي څه ولیکم، خو جی دا ډول طالبانو ته یی داسی سزا ورکړی وی، چی دا د لونګې څړیدلی برخه یی، په اورمیږه کی ورکړی وی، او د شا لمنی ځخه یی ایستلی وی، بیا د ورته ویلی وی، چي ورځه، اوس چی هر څه کوی درسره ښایی.
سلامونه يارانو !
خداى دې بريد کوونکو ته داسې سزا ورکړي چې وشرمېږي او ټولې دنيا ته هم مالوم شي. او داسې پټ پاتې نشي لکه دحاجي قدير مرګ
پښتانه وايي: (له مړيو شيطان هم بېزاره دى)، خو دغه بدمرغه لاسونه او کرغېړن خلک تر شيطانانو هم څو ګامه وړاندې دي. دوى د پښتو ژبې هغه پر انسانيت مين او د خداى او د هغه د پاک نبي د مينې شاعر حضرت رحمان بابا په ګور کې هم پرې نه ښوو. هغه له هر ډول قومي او مذهبي تعصبه پاکه شاعري کړې وه چي د هر انسان لپاره پکې نصيحت نغښتى و.
کومو بدمرغو لاسونو چي د ده مزار ته بمونه ايښي او د ده په ابدي خوب ويده روح يې لړزولى، خداى دي يې په خپله خدايي وترټي او خداى دي نور د دې خپل محبوب انسان روح په آرام او د دۀ د اخيرت کور دي له دغو شيطانانو څخه په خپل امان کې وساتي.
It is time to think how we can stopp the destruction of our National Identity, National Treasures, and National Social Ediffice, our civilization and culture. We better come together, and find out new ways of protecting ourselves than blaming others, fighting among ourselves, and cursing our bretheren.
No one will come to us in order cure our wound untill we will not feel ourselves that this is my land, and I will protect this land. We should say no to Arabs, Iranians, Punjabis, and their Ignorant Afghan (Pushtun and non-Pushtun) Agents.
What Mr. Raham has done against these evil doers, cowards, and killers, and in one word the greatest Satans. It is time to create a properly functioning government, police, and social ediffice in order to get rid of these extremly heinous crimes, war misaries and inhuman conditions that we are living in.
It seem that there is no limit to Ignorance. How these people can do something so heinous in nature.
د رحمان باباپه مزار د برید غندنه
دکونړ د ځوانانو کولتوری ټولنه چی د خپلی ژبـی او کولتور د ساتنی او پالنی لپاره هلی ځلی کوی د پښتو دنامتو صوفی شاعر رحمان بابا علیه رحمه پرمزار د پښتنی کولتور او تاريخ د دښمنانو له خواد بمی برید په سخته سره غندنه کوی.
د پښتنو په ژوندیو مشرانو اود پښتنی تاریخ په تاریخی ویاړونو دغه ډول بریدونه د زغملو وړ ندی دا دټولو پښتنو دنده ده چی پښتون/افغان قوم دښمنانو په مقابل کی یو موټی شی او ددښمنانو موخی شنډی کړی
دکونړ د ځوانانو کولتوری ټولنی د کار ډله
د سلام فرهنګي ټولني احتجاج ليک
په ډيره خواشنی مو دا خبر واورېدی چي د نامتو صوفي شاعر رحمان بابا زيارت ته ديو شمير نا اهلو له لوري زيان اړول شويدی.دا خبر نه يوازي داچي د پښتنو اولسونو لپاره زړه بږنونکی دی ، بلکي په سيمه کي د ټولوميشتو وګړو ،اسلامي نړۍ او په نړۍ کي د ټولو کلتور پالو لپاره هم د وير او ماتم خبر دی.
سلام فرهنګي ټولنه دا ناوړه عمل د پښتنو او پښتني کلتور په وړاندي د ستري غميزي په توګه يادوي او د دې وران کارو او نا اهلو وګړو پوره غندنه کوي .
موږ ، پر نړيوالو او بيا په ځانګړي توګه د ملګرو ملتونو ادارې اوديونسکونړيوال سازمان څخه په کلکه غوښتنه کوو چي د دې عمل کوونکي دي د نړيوالو جرمنو سره د مبارزې پوليسو په وسيله تعقيب او د سترو مجرمينو په څير دي په نړيواله محاکمه کي په خپله سزا ورسيږي .
د دې سره د دې ټکي يادول هم اړين ګڼو چي دا د پښتون اولس دنده ده چي د خپلو کلتوري وياړونو او متبرکه ځايونو ساتندويان وګرځي .
د سلام فرهنګي ټولني په استازيتوب
پوهنوال رسول باوري
05.03.09
گرانو ورونو!!!
ستاسو د تولو احساسات د قدر ور دی او زه هم په خپل وار دغه بی غیرته عمل چه د هر بی شرمه شرمخ په لاس او لارسونه تر سره شوی په کلکه غندم.
زه فکر کوم چه نور نو مونر ته چوپ کیناستل بی غیرتی ده. یواحی خبری کافی نه دی دیر حه کول په کار دی تر حو د نورو ورته پیسو مخه ونیول شی. ددی وحشیانه عمل پوشتنه باید په منطقوی او نریواله کچه وشی. زما په اند د دی پیشی تر شا د مخ توری پنجابی سامراج لاس دی چه همیشه یی د پشتون دد تاریخ پر خلاف دسیسی جوری کری. خو افسوس دا دی چه دا پیشه د پشتنو د تیکه دارانو د حکمرانی په دور کی وشوه او تاسو گواه یاست چه تر اوسه ا سفندیارولی ددی پیشی په هکله غوژ هم ندی شورولی.
تول پشتون قام باید د ملگرو ملتونو د یونیسکو دفتر په مرسته د افغان حکومت او پشتونخوا په کلکه همکاری د پنجاب سامراج او دوه مخی حکومت وچ کلک دی ته کینوی چه ددی پیشی عامیلین که هغه غت خیتی ملایان وی او که وچ مخی اخوانیان په نریوال عدالت کی محاکمه کری. دا د د پنجاب ستراتیژی ده او باید پوشتنه یی وشی.
مره دی وی د پشتون ادب ، تاریخ او ویار دشمنان.
رحمان بابا
بابا د ژوند هر یو مذهب هر یو قانون وده دئ
د ژوند سمون وده دئ
د غږ په وخت کې زمونږ ذهن د ژوندون وده دئ
د ژوند سمون وده دئ
دا چې پښتون ژبه لر ی خو خوزولی نشی
غیرت لری خو خپل غیرت راپارولی نه شی
د لیونی مینې د اوښکو خپل جنون وده دئ
د ژوند سمون وده دئ
بابا د وخت دا ظالمان مو نه پریږدئ په ګلشن
اوس خو لا څه کې چې مزار دئ ورانوی له وطن
د وطن غیږ کې د وطن هر یو مجنون وده دئ
د ژوند سمون وده دئ
ای د سپیڅلی پاکی مینې ترجمانه بابا
دا ستا مزار باندې تیری وشو ای ګرانه بابا
دماغ او روح محور مرکز څه د پاڅون وده دئ
د ژوند سمون وده دئ
ای د بهادر کلی بهادر او ننګیالی شاعره
ای د خوږی ژبې پښتو ای توریالی شاعره
شعور غیرت او د فطرت هر مضمون وده دئ
د ژوند سمون وده دئ
دغه احساس به مونږ ته څوک راکړې چې تا وګټو
دا ستا شهید مزار شهیده خاوره ساه وګټو
ګنې قسمت زمونږ د فکر ښه زرغون وده دئ
د ژوند سمون وده دئ
څو چې قامی وحدت راغلی نه وی خوار به ګرځو
ای نسیم ستوریه خپل وطن کې بې روزګار به ګرځو
وحدت د زړنو حقیقت نوم د پښتون وده دئ
د ژوند سمون وده دئ
مرادزئ
د رحمان بابا پر مزار ګوزار پر ټولو پښتنو ګوزار دئ !
په ټول افغان سایټ کې د ښاغلي عبدالهادي حیران دې خبر « پنجشنبې په ورځ سهار وختي
نژدې پنځه بجې پېښور سره نژدې دهزارخانۍ په سيمه کې د رحمان بابا په مزار کې دننه
يوه چاودنه وشوه چې له امله يې د پښتو د صوفي او د ټولو پښتنو د محبوب شاعر رحمان
بابا قبر ويجاړ شو. » نه یوازې زه پخپلو ټولو حواسو ولړزولم بلکې پوخ باور لرم چې
په دې خبر به د هر پښتون د زړه ولې او ریښې همداسې لړزېدلي وي !
رحمان بابا د هر پښتون د زړه د کور شاعر دئ . په پښتنو کې به هیڅ داسې کور نه وي چې
د رحمان بابا د شعرونو دیوان دې په کې نه وي . د رحمان بابا شعرونه پښتانه لکه
متلونه پخپل ورځني ژوند کې کاروي .
د رحمان بابا د شعر د هسکتوب په اړه مونټ ستورات الفنستون انګریزي
لیکوال او تاریخپوه د کابل د سلطنت په بیان نومي کتاب کې لیکي : « رحمان د پښتو
خورا نامتو او وتلئ شاعر دئ چې شعرونه يي د قصیدو په چوکاټ کې لکه د فارسې د قصیدو
غوندې ویل شوي دي . په هغو قصیدو کې چې ما ته بیان شوي دي ، ما په کې څه کمي نه دئ
لېدلې او کوم شهرت چې د هغه په دې برخه کې نصیب شوئ ، نه شي ویل کېدلئ چې دئ يي
مستحق نه دئ . خو د فارسي ډېرې قصیدې داسې دي چې یوه بل ته نه ده ورته ، په دې کې
حتي د حافظ ښکلي شعورونه او تعبېرونه داسې په یوه ټولګه کې سره ورک شوي چې له دویمې
درجې هم ټيټ ارزښت لري »
د پښتنو یو ستر شاعر پير محمد کاکړ بیا د رحمان بابا په اړه پخپل یو شعر کې داسې
وايي :
« جوړ په شعر کې رحمان غیب السان دئ **** نشته ده غوندې هرګز د انسان شعر »
خو د رحمان بابا همدغه د پښتنو په کور دننه او نړیوال شهرت دئ چې دو ښمن د هغه مزار
په نښه کوی .
دا ګوزار د پښتنو پر تاریخ ، د پښتنو پر هویت او د پښتنو په شتون ګوزار دئ !
په دې ګوزار سره دوښمن د پښتنو ژبه ، کلتور ، ادب او روایات ټول په نښه کړي دی !
په دې ګوزار سره دوښمن غواړی دا وښۍ چې په هیڅ شان سره په دې سیمه کې
د پښتنو پریښودونکئ نه دئ ! دا ګوزار پښتنو سره د دوښمن د زړه د تل دوښمني ښکاره
کوي .
دا چې هره ورځ د ډيورند د تپلې کرښې دواړه غاړو ته په سلګونو پښتانه وژل کیږي . د
پښتنو قومي مشران ، سپین ږیري ، ډاکټران ، ښوونکي ، استادان ، انجینران بې پته کیږې
، تښتول کیږي ، وهل کیږي او وژل کیږي . ښوونځي ، پلونه ، سړکونه او د ولسې ښېګڼې
نورې ودانۍ مو ویجاړیږي او په بمونو الوځول کیږي . د هېواد د لوڼو پر مخونو مو
تیزابونه پاشل کیږي او بې پته کیږي . د پښتنو د سپکاوي او د تاریخ د لوټاوي ډول ډول
توطیي او دسیسي پکار اچول کیږي . د ټولو پښتنو یوه ټولوژنه روانه ده ، خو له دې
ټولو سره سره د دوښمن زړه لا پر پښتنو یخ نه دئ او اوس يي د نیکونو او باباګانو د
مزارونو پر ورانولو او ویجاړولو پسې مټې رابډوهلي دي !
د دوښمن ددغه غلچکي برید څخه داسې ښکاري چې ، د رحمان بابا پر مزار ګوزار به ، زموږ
په زیارتونو او د میړنیو پر هدیرو روستئ یرغل نه وي ، کېدلئ شي له دې روسته دوی
زموږ د نورو باباګانو ، اتلانو ، غازیانو او شهیدانو مزارونه په نښه کړي .
د رحمان بابا له مزار روسته زه ، د افغانانو د سترټولواک احمدشابابا، میرویس نیکه ،
خوشحال بابا ، د افغانستان د خپلواکۍ ګټندوی غازي امان الله خان ، فخر افغان
پاچاخان او ډېرو نورو میړنیو پر مزارونو د ورته بریدونو او یرغلونو څخه اندیښمن یم
.
ځکه دا برید ښۍ چې دوښمن موږ پښتنو ته ښه کلک او ټينګ سنګر نېولئ دئ .
که پښتانه اوس هم خپل دوښمن نه پېژني او له دې روسته هم د هرې پېښې پر
وړاندې بې توپيره پاتې کیږي ، نو ډېر ژر به د یوه ملت او هېواد به يي د افغانستان
او لروبر پښتون په نوم د نړۍ پر مخ ورک شي !
د رحمان بابا پر مزار د دوښمن له برید روسته ، زه لومړئ پر ځان او بیا پر ټولو
پښتنو د ارامتیا شپې او ورځې حرامې بولم . ټول باید بېله توپېره ، بېله دې چې څوک
څوک وو او دئ ، د پښتون په نوم سره راټول شو .
ووینۍ دوښمن ټول پښتانه بېله دې چې څوک څوک دئ او څه کوي په نښه کړي دي .
دوښمن د پښتنو تاریخ ، ژبه ، کلتور ، هدیره ، باباګان اونیکونه ټول په نښه کړي دي .
دوښمن هوډ نېولئ چې موږ پښتنو څخه هم ماضي اخلي ، هم وسمهال را څخه اخلي او اینده
مو هم د یوه ملت او هېواد په بڼه نه پریږدي !
په پای کې ددې څو خبرو عرض کوم :
ـــ افغان دولت او د کوزې پښتونخوا ایالتي حکومت دې په صفا ټکو کې د رحمان بابا پر
مزار دا غلچکئ برید وغندئ !
افغان دولت دې د پاکستان پر دولت د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت
او د اطلاعاتو او کلتور د وزارت له لارې زوره واچوي چې د پېښې عاملین څونه چې ژر
کېدئ شي پيدا او په وړ سزا ورسوي !
ـــ په لره او بره پښتونخوا کې د ټولو وطنپالو ګوندونو او شخصیتونو څخه تمه کیږي چې
دا د تاریخ تباکوونکې پېښه ، د غونډو ، لاریونونو او په رسنیو کې د پراخ تبلیغ له
لارې وغندي.
ــ د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه غوښتنه کیږي ، لکه څنګه پخوا چې د
رحمان بابا مزار د پښتو ټولنې له خوا جوړ شوئ و ، اوس هم د هغه په بیا رغاوي کې لاس
پکار شي .
ــ زه په پای کې تولو پښتنو ته بیا خپله غوښتنه وړاندې کوم او هغه د پاچاخان دا
خبره :
یا به یو کیږو ، که نه ورک کیږو !
ډاکټر سرلوڅ مرادزئ
اخځونه :
د کابل د سلطنت بیان د مونټ ستورات الفنستون لیکنه ۱۹۱ مخ
ufff zra me me po aoor swazy larawbar afghana teeng shah ISI ta
che bunyad de derta khataem kry
qubayello zan teeng kryee ISI ta taso kho der pe nazegaye
afghan che de TURKHAM na teregy be abro kaye yeh hum po GULAM KHAN KE hum po qutta ke zan teeng kraye yaba taso sook IRANIAN kegy yaba tso sook TAJICK kegy yaba taso PUJABIAN KEGY ZAN TEENG KRY che yow na shay
سلام وروڼو !
نن خو درحمان باباپه مزار کي راته بمونه کېښودل کېږي، خو که پښتانه همداسي خوبولي پاتي شي خداى مکړه ژوندي به مو هم يو نه شي پاتي.
د پښتنو د بيداري په هيله .
د رحمان بابا د مزار د سپکاوي غندنه
نن ماسپښین په کوټه کي د پښتو ادبي غورځنګ یوه هنګامي غونډه د صادق ژړک په مشري کي تر سره شوه چي پکې د شاعر انسانیت رحمان بابا د مزار د اوځولو پر ناپاکه هڅه ژور خفګان وښودل شوو
او سمدستي د یوې پرېکړې له مخې د پښتو نړیوالې مرکې له خوا د یوه لوی او هنګامي مطبوعاتي کنفرانس تابیا ونیول سوه. دا کنفرانس هم دا اوس روان دی
نه پوهيږ و ي چي پښتانه به کله را ويښږي ، او کله به ي سر خلاصيږي . دشپی او د ورځي بمان پر وروي، ښځي ي په سپو خوري،ناوياني په ډولي کي شهيدان وي . دسپينږرو څخه ي کميس او پر توګ کښل کيږي تلاښي پکښي کيږي،ددوي لاسونه او پښي ورتړي ( نعوذوبالله ) ددوي ومخ پر قران بولي کوي، ددوي دښځو و مخ ته ي د ميړه يا پلار يا ورور په سر تو ري کڅو ړي ور ا غوستل کيږ ي ، لا هم زمو ږ سر نه خلا صيږي چي د (رحمان بابارحمت الله تعالی عليه) مقبره چا ونړ وله . لعنت او قهر د الله دي د غه مظلوم او محکوم قوم پر د ښمنانو وي .
da car his yu pashton nasi kawalai .ka chery pashtana pa de amal bela istsna khwa na ke bada aw da de da makh nwe lare wa na nese no bia de po se che pashton ba tash pa nama patase zka che da kum qam aslaf aw da hogho tabarukat mahfoz na we no hgha qam qam na pata kezy
de mohtaram hamed karzi saheb na manana karzae saheb de aqdam wkri saba ba de noro mshrano maqbare le manza uosi pokhton qam bayad wikh shi kana tol ba le manza uosi da isi
salamona da ham bela zarba pokhton qam ta aw de afghanistan farhang ta wekh shae kana pakhtano wrono nan delta chawdena wshwa saba ba po kabul ke ham pre nagde zomog farhang bayad aqdam wkro mohtaramo afghano wasalam
د لوی الله په نوم چې مهربانه او بخښوونکی دی.
ټول جهان دی خدای له عشقه پیداکړی – د جمله وو موجوداتو پلار دی دا . د پښتنو د ستر صوفی او قدر وړ شاعر عبدالرحمان بابا (رح) د زیارت پر ورانولو او ویجاړولو د زابل د ټولو ځوانانو په استازی توب خپله ژوره خواشینی او مایوسی له تاسی سره پدې الفاظو شریکوم .
رحمان بابا د مینی او سولې شاعر چې په ټول پښتون اولس کې ورته په درنه سترګه کتل بالاخره له داسی برخلیک سره مخ سو چې زیارت یې په بمونو والوزول سو، پداسی حساسو حالاتو کې دا پښتنو ته یو څرګند پیغام دی چې نه یواځي ژوندی په عذاب او کړاو اخته دی بلکه مړي مو هم خوندی ندی بلکه د افغانیت دښمنان اوس غواړی د پښتنو تیر تاریخ هم له منځه یوسی، له بده مرغه پښتانه تر اوسه پوری پدې خبره سر نه خلاصوی چې په دنیا کې نه په مسلمانانو کې و رته دوست پاته دی او نه هم په کفارو کې ، خو دغه بدمرغه قوم لا هم د ځان د بقا فکر نکوی او یوه ډله یې د کفارو تر لاس لاندی ارامه ژوند لټوی او بله ډله یې د هغو مسلمانانو په غیږ کې پناه غواړی چې د پښتنو د مړو هم دښمنان دی ، اې پښتنو ! د رستر رحمان بابا روح نن تاسی ته چیغی وهی او له تاسی غواړی چې نور خپل ځان او خپل دوست او دښمن وپیژنی او که خپل ژوندی نه وی نو خپل مړه خو وګټي چیرته ده ستاسی پښتنولی او غیرت ، چیرته ده ستاسی میړانه او چیرته ده ستاسی اسلام پالنه چې نن د ستر رحمان روح ناکراره دی او تاسی لا هم د یو بل څټونه پریکوي ، ډير افسوس چې نن موږ خپل مړی نه شو ساتلای او دا زموږ د نیستۍ او ورکیدلو یو ستر ثبوت دی، اې تش په نوم ملت پالو تاسی څه ته ګوری ایا پښتانه تر رحمان بابا بل ستر ویاړ لری؟ اې ملایانو تاسی ولې چوپ یاست اې چارواکو او واکدارو او وسله په لاس خلکو ! ستاسی واک او ځواک نو زموږ د کومې ورځې په خیر دی؟ تاسی چې خپل مړه لا نسی خوندی کولای نو خپل ژوندی به ښه خوندی کړي، زموږ دښمنان څه کوی او موږ او تاسی څه کوو؟
اې مهربانه او د ډير قدرت لرونکې څښتنه ! ستا دربار ته د دعا لاس لپه کوم او هیله من یم چې نور دې پښتون اولس له دې ځور او کړاو څخه په امان سی د پښتون مړه او ژوندی له انسی او جنی شیاطینو په امان کړی او موږ پښتنو ته ددې توان راکړی چې د خپل اسلام، خپل مذهب ، حپل کلتور او خپلو ویاړونو په ساتلو او دفاع کې له هیچا څخه وروسته نه سو.
درحمان بابا سپیڅلی روح ته په ټول درنښت
سلام درنو ورنو او افغان اتل ملت ته !!!
انشا الله!!! ددښمنانو دابی شرمه اونا مر ده اود بی غیرتي ډک ګوزارنه د صوفی شاعر رحمان بابا(علیه رحمه), اونه د پښتنو او پښتني کلتور په وړاندي منفي اغیزه لري.
دپښتون/افغان ملت ديو موټي کيدو هيله,
په درناوي
په عراق کښي د زیارتونو په بمانو نړول چي په نتیجه کښي یې نفرت او نفاق د سني او شیع مسلمانانو په میانځ کښي راغلې ۰ د نړیوال ترهګر ( یرغلګر ) په ګټه تمام سو ۰
اوس غواړي چي پښتو او فاړسي سره و جنګوي ۰
دا یو څو حلقه به ګوش پښتانه او فاړسیبانان د ابلیس مریان او غلامان غواړي پر اسلام کفر مسلت کړي ۰
پشتنو ورونو ته سلامونه وراندی کوم
« دیره بشنه غوارم چی پشتو فونت نلرم»
رازیِ چی یوو حقیقت سره ومنو او زانونه دونه گول وانچوو له دیره مودی را په دی خوا د پشتو او پشتنو پر ضد دشمنی ده ممعلوم دارو دشمنانو لخوا روانی دی او په کار نه ده چه لاوس هم زانونه داسی نیک او د دوستی ده دگر اتلان زان وشوو .
د رحمان بابا ده په کور تیری ده تولو افغانانو په کور تیری ده َ، بابا ته سپکاوی دی تولو بچیانو «پشتنو » ته سپکاوی ده .
هغه کسان چی د افغانستان په داخل کی ده پشتو او پشتنو سره دشمنی اوس دی پشتو پر کاخ «مانی» باندی برید کری .
د دغه ژبی او کلتور دشمنان ناپیژانده کسان ندی .
هغوی چی دی ته تیار دی چی پشتو روانو او عام پوهه الفاظو پر زای پردی او فرنگی تکی استعمال کری ، هغوی جی پشتانه دی سیمه اصلی ووسیدونکی نه بلکه ده بنی اسرائیلو پاته شوونی گنی ، هغوی چه ده خپل زان ده دی مطرح اولو او په قدرت کشی ده پاته کیدو هسی کری او کوی نن ده بابا پر مزار هم برید کری
له پشتنو مشرانونه غوشتنه کوم چی بی مناسبه او ورته جواب پیرنژدی او هر هغه چا سی په دغه تیری کی لاس درلود پر خپله سزای ورسوی
سلامونه ومني دوستانو
د رحمان بابا د مزار تخريب به ددوشمنانو هيلي ترسره نه كا بلكي دغه راز كارونه به ددوي د كاملي نابودي شيبي رانزدي كري -فه همدي هيله
مينه او سلامونه محترمو لوستونكو
ولسمشر او دكلتور وزير بايد د رحمان بابا د مزار تخريب فه اره له زرداري فوشتنه وكا جي ولي د جناح له مقبري سره دغه راز عمل نه كيزي
فه درناوي
Rahman Baba mazar mubarak ta zyan rsawal pakhtoon AFGHAN caltur ta zyan rsawal di.da n yawaze pakhto aw Afghan caltur porzad spk amal de balke da islam spkawe hom bolu,mong da de pakhtoon doshmana amal po klaka ghandna kawy.da pakhtoonkwa aw pakistan hakumat sakha po klaka gokhtana kawy,che zar tar zara mojrimino ta sakhta saza werke.
It is really sad news, but only condemn of this savage and humble act is not enough, lar aw bar Pashtoon nation should strongly ask Islam Abad Government to find the basic factors of this wild act agianst all pashoon great nation ,
Even Raman Baba is the victim of our present time ignorance. Our people really need to rethink their mind set in order to protect themselves. Now, we realize that we are comletely being wiped out by some fascist elements within our society with outsiders’ help.
We live in never ending cycle of denial, humiliation, failure, misery, unhappiness, darkness, and overall unlimited level of ignorance for past 30 years. These fascist acts are ingrained in these fascists’ thinking, feeling and understanding. Mr. Rahman’s Ziarata will be rebuild, but we should ask ourselves is it the last barbar act of these fascist? Certainly, there are more heinous crimes to come
سلامونه ومنئ دلراوبر افغان د ويبپاڼې درنو چلوونکو
د صوفي شاعر رحمان بابا پر مزار بريد په اصل کې د ټول افغان ولس سپکاوی دی ، نو له همدې امله لرو او برو پښتنو ته ښايي چې ددغه ناځوانمرانه عمل پوښتنه په هر ځای کې راپورته کړي .
په پښتنه مينه
اختر
SALAMOONA LAR AW BAR AFGHANANOO..monga lar aw bar tar wosa pory woda yo nan chai kom narawa amal woshoo da moga ta yo sabaq dai moga ta soo tool pohi goo chi da narawa amal cha wokoo dha da haga toor da lastony mar amal da chai monga lar aw bar afghan kakara da lak chai lamar kakary<>>
د ستر شخصيت رحمن بابا پر هديره د بريد غن
نيټه: ١٦-١٢-١٣٨٧
په ډېره خواشيني سره مو خبر ترلاسه کړ چي د خواخوږی او انسانيت ستر سمبول، د تصوف
شاعر او د پښتنو ستر شخصيت ارواښاد رحمن بابا پر هديره باندي د اسلام، پښتونوالی او
شريعت دښمنانو بريد کړي چي دا عمل د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولنه په کلکه غندي او
دا عمل يو غير انساني او د اسلام د مقدس دين د لارښوونو پر خلاف عمل ګڼي.
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشرتابه هيئت او ټول غړي په دا ناوړه عمل کې خپله
خواشيني او خفګان و افغان ولس، د نړي ټول پښتنو او احساس لرونکي وګړو ته څرګندوي او
عاملينو ته ئي د لوي څښتن تعالي د درباره څخه سخته سزا غواړي.
په درنښت،
الحاج غرزي خواخوږی
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشر
دميدان ځوانانودټولنيزې،ادبي اوکلتوري دټولنې ټول غړي دهېواد، پوهې،ادب، پښتو او
پښتنوضدوحشيانوداورستۍ کړنه چې دپښتنو دصوفي شاعر او ليکوال ستر حضرت رحمان بابا
رحمت الله عليه په ارام ځای باندې د چاودېدونکوو توکوبريدکړۍ په کلکه غندنه کوو او
په دې اړوند خواخوږۍ څرګندوو . او د پښتونخوا د ايالت د چارواکواو مسولينوڅخه په
كلكه غوښتنه کوو چې ددې پښتني او انساني ضد عمل کوونکود نيولو هغوي ته دسنګينې دسزا
ورکولو غوښتنه کوو٠
په خورا خواشينۍ
دميدان ځوانانودټولنيزې،ادبي اوکلتوري دټولنې مشرتابه غړي
د رحمان بابا پرزيارت بريد كه پر پښتون كلتور يرغل
زموږ په هيواد كي مي دهرڅه په اړه خبرونه اوريدلي وو، دښوونځي
پروړوماشومانو تيزاب پاشل، په جنګ جګړوكې دمسجدونو ورانېدل،دمقدس قرآن شريف سوځل ،
دامامانو، سياسي مشرانو،مخوروسپين روبواوقامي مشرانووژنه،دپيغلو بې پته كول،
دناويانو څخه دواده په شپه مړونه بيول او دهغوى وژنه ، دميندو په وړاندي دهغوى
داولادونو وژنه ،دښوونځيوسوځول،پلونه ،څړكونه،روغتيا يي كلينيكونه ورانول ، په ډېره
بېرحمانه ډول دانسان وژنه چې سرترې غوڅ كړل شي يا دمجاهدينو دواكمني پر مهال دانسان
څخه سر غوڅول او بيا پر غاړه سره غوړي ورتويه ول چې (رقص مرده) به يې ورته ويل لنډه
داچې دا او دې ته ورته كارونه زموږ په هيواد كي وشول.
ډېرى افغانانو تل دپرديوبادارانو دخوشاله ولو لپاره داسي څه كول چې نوم پرې اوباسي
يا وسله اوپيسه ورباندي پيدا كړي خودامي تر اوسه نه وو اورېدلي چې زيارت دي په
بمونو والوزول شي. عجيبه خبر دى ، نه پوهېږم چې داكاربه چا او ده څه لپاره كړى وي
خوپه دې باوري يم چې بريد په پښتنه سيمه كې شوى او بريد كوونكي به هم ښايي پش په
نوم پښتانه وي ځكه دشمالي پښتونخواپلازميني پيښور ته نيژدې په بهادر كلي كي پر
پښتني كلتور يرغل شوى دى .
اوس دلته څوپوښتني پيداكيږي!
اياداكار ايرانيانو وكړاو داهم دهغه كلتوريك يرغل يوه برخه وه چې دپښتنو ترټولو
لرغونى كتاب (پټه خزانه) يې په خپلو پښتنو ليكوالوردكړاو داځل يې هم په همدغوپښتنو
درحمان بابا پر مزار بريد وكړ؟
اياداكار دپاكستان استخباراتي ادارې (اى،ايس،اى) وكړاوغواړي چې په شمالي پښتونخواكي
دپښتنو پرحكومت لانورپښتانه بې باوره كړي اوښايي بل علت يې داوي چې پښتانه لانور په
خپل منځي ناورين اخته كړي ؟
ايا دا هغه دعراق تجربه ده چې دزيارتونو په الوزولو سره دشعيه اوسني مسلمانانو
ترميانځ دبيلتون اور لانور تازه شو، دبابا پر مزار هم ښايي ددې لپاره بريد شوى وي ؟
ايا داكارپه افغانستان كي دشمال ټلوالې دطالبانو له لوري وشو او غواړي چې پر
طالبانو دپښتنو باوركم كړي ؟
ايا داكارددې لپاره وشو چې دپښتنو ليكوالواوخبريالانو دليكنولورى له ځينو موضوعاتو
څخه دې پلو راوګرزوي ؟ ځكه په دې وروستيو كې په رسنيو كې ليكوالو دخپلو قلمونو څوكي
مخامخ افغان حكومت ته ورسيخي كړي دي ، ښايي په دولت كي دننه ځينو كړيو به په يوه
تير دوه نخښي ويشتلي وي او وايي به چې دليكوالو مخ به هم واوړي او دپښتنوديوه صوفي
شاعررحمان بابا(رح) خداى مكړه سپكاوى به هم وشي.
دازيارت خوهسي هم دافغانستان داطلاعاتو او كلتور وزارت جوړ كړى وو او دا كار ښايي
دځينو لپاره دنه منلو وو. خو دا اټكل هم بايد له پامه ونه غورځول شي چي ښايي دا كار
دپنجاب له لوري شوى وي او هدف يې دا وي چې داطلاعاتواوكلتور وزارت بيا دډيورنډ
دكرښي ها خوا داسي كړنه ونه كړي .
ايا داكار په رښتيا هم وسله والو طالبانو وكړ؟ځكه ځينو طالبانو ښوونځي سوځولي او
داهم ثابته شوې چې په اسلامي توندلارو كې داسي كسان شته چې دزيارتونو په كلكه مخالف
دي او نن وهغوى ته وسلې او باروت هم په لاس ورغلي دي. ايا رښتيا دا دهغو كسانو كار
دى؟
خوداټول احتمالي اټكلونه دي چې پوره باور نه شي ورباندي كيدلاى. البته چې باور
ورباندي كيدلاى شي هغه دادي چې دپښتنوپركلتوريك شخصيت اويوه صوفي شاعر خداى بخښلي
عبدالرحمان بابا پرزيارت بريد ښايي ددې لپاره شوى وي چې په دې اړوند دپښتنو احساسات
مالوم كړي او ځان په دې پوهه كړي چې ايا پښتنو ته داڅه څومره موهم دي.
كه دغه بريد ته په هيڅ نظر وكتل شي نو په سبا به خداى مكړه دپښتنو دغه مرموزدښمن
دلوى احمدشاه بابا، خوشحال بابا، ميرويس نيكه ، پاچاخان،خان شهيد عبدالصمدخان اڅګزي
، نازوانا، دميوند اتله ملالۍ ، غازي امان الله خان او دپښتنو دسلګونو اتلانو پر
زيارتونو ورته بريدونه وكړي.
ښايي رحمان بابا به دخپل عمر په ۷۶كلونو كې هيڅ كله دا سي فكر نه وي كړى چې يوه ورځ
به پښتونخوا دومره اور اخيستى وي چې په بهادر كلي كي به دده مزار په بمونو والوزول
شي .
په هر حال ډېردردونكى خبر دى او په رښتيا يې په اورېدلو سره زما زړه ته دغچ اخيستلو
احساس راغلو خوموږ به دپښتنو سره دكومي ناوړي كړنې غچ له چا څخه واخلو؟ هيواد مو
اوراخيستى لراوبرپښتانه پكي سوځي اودامهال موږ ددنياترټولوبې وسه ملت يو چې نه دخپل
سرنويشت پريكړه كولاى شو او نه هم راباندي تپل شوې جګړه له ځانه اړولاى شو. حكومت
مو كمزورى دى او په موهمو پيښو كي دخپلو غبرګونونو لپاره هم مجبور دى چې له نړى
والى ټولنى اجازه واخلي ځكه موږ دځان ددفاع لپاره پوره پوځ نه لرو، دځان اوملت
دساتلو لپاره وسلې اوپيسې نه لرو، په يوه داسي كورني ناورين يې اخته كړي يو چې ورور
په ورور پسي ټوپك اخيستى او نن يې پايله داشوه چې دګور مړي مو په ګور كي په قلاره
پرنښودل . روحآ خو مو له دېرشو كلونو راهيسته خپل مشران نا ارامه كړي او زموږ په
كړنو او ورور وژنه هغوى ښايي دشرمندګۍ احساس كوي خو اوس دومره پښتونواله هم راپاتي
نه شوه چې دهغوى زيارتونه وساتو.
زما له ټولو پښتنو وروڼو څخه دا هيله ده چې پخپلو سيمو كي دي پخپله دخپلو اتلانو
زيارتونه وساتي او پر حكومتونو او نړۍ والي ټولني دي په دې اړوند تكيه نه كوي. ځكه
هغه دطالبانو دمشر ملا محمد عمر اخوند خبره ده چې ددوى خپله پښه په پيڅه كي بنده ده.
په آزاد افغانستان كي هغوۍ په پلازمېنه كابل كي دعدليې وزارت نه شي ساتلاى پر
زيارتونو خوهسي هم پيره درول ناشوني دي. يا په بله معنا په شمالي پښتونخوا كي
دپښتنو ايالاتي حكومت ته هسي هم دا چنداني موهمه نه ده ځكه هغوى هم په نورو سياسي
ستونزو كي را ګير دي اوښايي ددې اجازه هم ونه لري چي درحمان بابا پر زيارت دبريد په
اړه دي احتجاج وكړي ، ځكه په لوى سر كي هغوى
داصف زرداري دحكومت برخه ده.
درنولوستونكو!
دپښتنودپنځه زره كلن تاريخ په اوږدوكې پښتني دودونه،كلتور، داتلانوزيارتونه، دهغوى
يادونه او په په فلكلوريك ډول دهغوى كيسې تر ډېره هده همدغه پښتون ولس ساتلي دي او
حكومتونوډېرلږ رول په كښي لوبه ولى دى.نن چې درحمان بابا(رح) دزيارت دړنګېدو ناپاكه
هڅه وشوه ښايي سبادغه ناولي لاسونه دنورو هستيودورانولو كوښښ هم وكړي. ځكه پښتون
ولس ته په كار دي چې پخپله دخپلو هستيودساتلو لپاره لېڅي را ونغاړي.خپل منځي
اختلافات له مينځه وباسي او دملت ددښمنانوشومواهدافوته سره يوشي .
په درناوي
مرسل احمدزۍ
ګرانو هيوادوالو ،يابه يو كيږو يابه سپكيږو.
په ډ يره خواشيني مو خبرترلاسه كړ چې دپښتوژبئ دسترروحاني او صوفې شاعر اودپښتنو
دبآبآ *** رحمن بابآ **دنا اهلو پلورل شو يو دپښتنو ددوشمنانوله خوا په بمونوباندي
الوځول شو اوورړته زيان اوښتي دي ،داناروا اوناوړه عمل دپښتنو دكلتور اوتاريخ په
وړاندي يو ښكاره اوله دوښمني ډك تيري دي په كلكه غندو ،
رحمن پا با دسولي ، منيې ، ورورولي ، داسلامي اوپښتني نيكوخويونو معنويت استاز ،
لارښونكي او شاعر و.دپښتنو دشمنانو دماشومانو سپين ژيرو او پښتنو ميرمنوپه وژلو
زړونه ساړه نه شول او س يي په مړو پسې را اخستي ده ،په ملي ا و تاريخې شخصيتونو
ديادګارونوپه ورانولو پسې دي .
پشتانه بايد پو شې چې . هره تيژه *هركاڼي * هره دشته / هرغر / هره ونه / هره سيمه /
هرباد/ هره وريڅه /هرسهار اوهر ماښام هر ژ وندي مو ترهغو پوري دشمن او درباندي به
ملنډي وهې ترڅو يو شوي نه ياست ،دپشتنوپر خلاف نړيواله پاليسې روانه ده چې له دي
خونړي طوفان ژغورل لوي هنر ، عمل تدبير اولوي نصيب او يوالي غواړي .افسوس چې اوس هم
ډئرپشتانه دجهالت او نادانې له امله ددښمن لاس پوڅې دي په ځو دالرو ،يوپر بل تو
متونه وايې نارواخبري كوي ،له څانه سپين چر ګ جوړه وي ،له بله دپردو غلام او جاسوس
،درحالي چې دوي خپله له ټولې كورني سره غلامان دي ،
ګرانو هيوا دوالو اوبشتنو ورونو
دبابا دمزار ورانيدل دپښټنو دنوم عزت او شان سپكاوي دي /
داساميت / انسانيت افغانيت / پښنو او دپښتنو له كلتوراودب سره په ښكاره دشمني ده/
دبآبا دمزار ورانيدل بايد دپښتنو ديوالي پيل نامه وګرځئ /ټول پښتون ديوالي الهام
ترينه واخلي
زه له ټولو پښتنو او اديبانوسره خپله خواخوږي او غمرازي ګډوم ديرخپه يم او په كلكه
ددي ناوړه عمل غندنه كوم .غليم بايد پو شې دپابا دمزار ورانيدل ،پښتنوته سپكاو ي
دپښتنو ديو الي داحساس رابارول دي .
له ټولو هيوادولو هيله كوم چې په غونډو لاريونو سره داناوړه عمل وغندي او ديونسكو
موسسي ته خپل احتجا ج وكړي .
دپښتني مينې ليوال
رحمتي ګيلانوال
زرلښته حفيظ
دصوفي شاعر دادب د دونيا ځلانده اوتل پاتی ژوندی يادګار رحمان بابا د مزار د بيا
جوړيدو په هيله
****
جوړ به بيرته د رحمان بابا مزار شي
شاعران د لرو بر به بيا قطار شي
دوطن مور به سينګارکړي د ننګونو
دحفيظ دارمان ګرم به بازار شي
اې دوطن مورې
ته ښوونکې يې زمونږ د هيواد الو
ته ښوونکې يې د ټولو نړيوالو
استازې کې خلک واخيستل ډګرياني
بی دګري يو ستر روزنکې دبچيانو
****
مورې ته دشمله ورپښتنو مور وې
دباتورسرباز ليډرپښتنو خور وې
ته نازووې زرغونه وې ته درنه وې
خديجه وې داسلام دمينې شوروې
****
هديره دي ستړي ستړي په سلګوشوه
مورې ستا چې ډيوه تته دارزو شوه
سږ بچي دی ډير په ټيټه بيه خرڅ شول
څه بی قدره نيمو شپو کې الله هو شوه
****
مورې ستا بچي چې ووتل ليلام ته
دايو ننګ و يو غيرت و هرافغان ته
څو پوړيزي بنګلي يي ځان ته جوړکړي
زه حيرانه شوم غټ خيټي تجاران ته
****
چا ونه ويل چې مورکۍ مو په سلګو ده
د يوې مړۍ سوالګره په کوڅو ده
نه دسرپناه درپاتې نه دعزت ځاې
يو خالد١* دی ستړی ستړی په زارودی
****
په رڼا ورځ کې بچي دي په ليلام شول
خو ننګونه دغيرت په تا حرام شول
چا ونه ويل چې نازو، يې زرغونه يې
د غازي ادې ننګونه هم ګم نام شول
****
ستاوطن کې د ناموس دګټۍ نه څوک
هر خوا ښکاري دسياست يوميړه څوک
ستادسولې په زانګوکې سره لمبه ده
دځوانانو د مرګ نه کوي کيسه څوک
****
خلک به ويل چې دا وطن کې ميړني دي
دخوشحال اوداحمد د ننګ بچي دي
په ناموس باندې سرونه ورکوي دوې
دوې ځدران دي دوې غلجي او دراني دي
****
مورې واوره نن يو بل رنګه کيسه ده
د رحمان با با مزار کې سره لمبه ده
سره اورونه دي چې اورري له خوانه
پښتنو کې د غيرت وينه توده ده
****
د وياړونو په مزار بمونه اوري
پښتانه ټول په سروسترګو ورته ګوري
چا ونه ويل چې احمد د زرغونه يم
زما نې څنګه ترخه ترخه را ګوري
****
نه ا سلام او حکومت باندې پوهيږي
نه د کفر په وحشت باندې پوهيږي
مورې ستابچي نن څنګه بدعمل شول
نه دسولې په راحت باندې پوهيږي
****
بس يو ته يې چې نا اهلو ته تل ژاړې
تل د سولې هليمنده يې دا غواړې
مورې شپي پسې رڼا ورځي به راشي
بيا دسولې د پخلا ورځي به راشي
****
پښتنو تاسو ته سوال کوم بيدار شئ
يوځل بياسولې راتګ ته خريدار شئ
ټوپکوته ته فولادې جندرې تالي کړي
يو درمان دوطن مور دزړه پرهارشئ
****
سوله خپله کړئ چې مينه اوخو ښي ده
سوله هيله دی الهام دسو کالي ده
سوله نوم د بر کت او د عزت دی
سوله نوم دانتفاق اود ورو ي ده
****
مورې لاس پورته کوه ته دوعا وکړه
دي نا اهلو ته ته بيابيا ژړا مکړه
دوطن ميندۍ به نورننګيالي روزي
بيا د سولې د راتګ تما شا وکړه
****
جوړ به بيرته د رحمان بابا مزار شي
شاعران د لرو بر به بيا قطار شي
دوطن مور به سينګارکړي د ننګونو
دحفيظ دارمان ګرم به بازار شي
*١خالدهادي د بينوا ويب ماستر څخه يادونه شوې ده چې د خپل وطن وږي ميندو او بچيانو
د پاره ئې د خير ټولو لو په موخه هيوادوالو ته څادر وغوړو وياړ دې وي په هغو ميندو
چې وطن ته داسې کدرونه ورکوي
salam ba ham bad az salam man nazri khoda ba bari rahman baba metam ke o yak shakhsy bod ke dar diny barabary o kasy payda nashoda wa ta ba haliy kasy mesli o sher nagofta o ba kasy kodam zarar narsanda bod pas chor eito kadan ma ham mefhamim ke kay in ra kada pas bayad ma yak faysala konim chora tanha peshtam ra eila namitan ma kho ba kas kodam zarar narsandim chor
pas omidy ma ba yak kas hast wa ho has mohtram karzai khoda hafiz hama
it’s so sad to hear this, and Guys!!!!!!!!! lets all get together and say Death to those who did that and Shame to Pak Governmaent for not providing ecough security to the Shrine.
احس
کر د ګلو کړه چې سيمه دي ګلزار
شي
اځغي مه کره په پښتو کښي به دي خار شي
داسي يو پښتون به چېري هم نه وي چې د هغه زړه به درحمان بابا پر
مزار باندې شوې بريد په وجه خپه شوی نه وي پښتانه که د هر ګوند دي که د هرې قبيلې
دي که د هرې سيمې دي درحمان بابا لپاره بېخي ډېر احترام لري وهغه ته ديو ستر لارښود
په سترګه ګوري دهغه شاعري په رښتيا هم چې دلارښوونې ستره وسيله ده او پښتانه په خپل
ورځني ژوند کې دهغه شعرونه د نصيحت، لارښوونې او متلونو په توګه کاروي دا اوس چې
کوم بريد درحمان بابا پر مزار شوی دی هغه په پښتنو کې ډېره غوسه راپارولې ده دپښتنو
پر ژبه ، کلتور، تاريخ باندې خو لالمخه يرغل روان وو او دنړۍ له مخ څخه دپښتون قام
دورکېدو هڅې روانې وې خو دې برېد داخبره نوره هم په زباد ورسوله .
داکار په رښتيا هم دپښتنو نه دی که چېرې يو پښتون ورور کړی هم
وي نو غولول شوی به وي يابه درحمان بابا له شخصيت او مقام څخه ناخبره وي او اوس به
هرومرو په خپل ګرېوان کې ګورې او ځان به ډېر سپک ورمالومېږي او ډېر به ارمان کوي چې
کاشکې ددښمنانو داهدف دده په لاسونو نه وای ترسره شوی دوی له پکار دي چې درحمان
بابا دشخصيت دهغه دشاعرۍ او دپښتون قام په زړه کې دهغه دمقام په اړه ځان خبر کړي
.
بله خبر داکول غواړم چې که چېري دده پر مزار باندې په رښتيا
هم غېر شرعي رسمونه کېدای نو په کار خو داوه چې هغو کسانو ته چې دده پر مزار ناست
دي سزار ورکول شوې وای نه رحمان بابا ته ،په داسي کولو باندې دټول پښتانه زړه ډېر
بې کراره شوی دی او ډېری په دې وېره دي چې او دپښتنو نورو دعقيدت او احترام نخښو ته
په سپکه ونه کتل شي له ګرانو پښتنو وروڼو څخه داخواست کوم چې دڅپل قام ، ژبې او وطن
په چوپړ کې ځان خاورې يرې کړي دبل په دسيسو، پروپېګنډو ونه غولېږي او خپل دين او
کلتور دواړو ته درناوی ولري .
والله زه د لیک مېړنی وم. چي زړه به مي وغوښتو نو لیکل راته هیڅ نه وو،خو د ملنګ بابا ددې سپکاوی په اړوند که مي زړه له دې دوو ورځو نه ډېر څه لیکل غواړي خو ولي هیڅ نه شم لیکلی. نه پوهېږم چي د کوم ځای نه یې پیل کړم او په کوم ځای یې ختم کړم. نه پوهېږم چي ډېر حساس یم او که ډېر احساساتي؟ بس هیڅ نه شم ویلی خو صرف د بابا په ژبه دومره ویلی شم.
په سبب د ظالمانو حاکوانو
کور وګور اوپېښور درې واړه یو دي
دسترصوفی ارواښاد عبدالرحمن بابا په مزار بمی بریدونه حقیقت کښی
دبابا په مزار نه بلکه دلراوبرافغانستان په ټولو پښتنو برید دی مونږ
پښتانه څه دلریواوکه دبر دابریدونه غندو دابرید مونږته معلومه کړه
چی زمونږد پښتو دښمنان دپښتنو دښمنان بی غیرته دی ناځوانه دی نامرده دی
خدای دی دملنګ عبدالرحمن بابا روح خوشحاله لری
امین
حبيب وقار
د رحمان بابا نوم به تل په تاريخ كې ژوندى وي، او ټولو افغانانو
ته به د وياړ او افتخار نښه وي .
په دې وروستيو كې په پاكستان او افغانستان كې وژنې، ګواښنې،
تښتونې، ځانمرګي بريدونه، او چاودنې تر ټولو وختونو ډېرې شوې دي، هره ورځ په
وزيرستان، پېښور، باجوړ، سوات، او نورو ورته پښتون مېشته سيمو كې دا بدرنګې كلمې
(وژنې، ګواښنې، تښتونې، ځانمرګي بريدونه…) اورېدل كېږي. چې يا يې طالبان مسؤليت
په غاړه اخلي او يا هم نورې تش په نامه اسلامي ډلې چې كارونه د نورو لپاره كوي او
بدنامي يې مسلمانانو ته رسېږي. پوښتنه دلته پيداكېږي چې آيا په رښتيا به هم پاكستان
په دومره ځواكمن پوځ سره نشي كولاى چې په سوات او نورو يادو شوو سيمو كې د طالبانو
او نورو دا ډول كسانو مخه ونيسي. نه هېڅ كله هم نه، هېڅوك به دا ونه مني چې په دې
ناامنيو كې د پاكستان حكومت لاس نه لري په دې اوس هر څوك پوهېږي چې حقيقت څه دى!!!
د دې اخ و ډب په بهير كې دا دى د روان ۲۰۰۹ زېږديز كال د مارچ په
پنځمه په پېښور ښار کې د پښتو د وتلي شاعر او ليکوال عبدالرحمان بابا پر مزار
توغندويي بريد وشو. چې د بريد په پايله كې د رحمان بابا د مزار ډېره برخه په پوره
ډول ورانه شوه. د رحمان بابا مقبره چې شمالي پښتونخوا ته نژدې په بهادر كلي ده، په
۲۰۰۸ كال كې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په مالي او تخنيکي مرستې سره په
ښايسته بڼه رغول شوې وه. اوس كه دې بريد ته پام وكړو څرګندېږي چې په دې بريد سره
بريدګره ډله غواړي چې په خپلو بې غيرته هڅو سره د يوه ملت او قوم له تاريخ سره جفا
وكړي.
د رحمن بابا د مزار په ويجاوړولو په پاكستان او افغانستان كې يوه
د خپګان لويه څپه راڅرګنده شوه. او نوموړى كار ته د يوې لويې بې غيرتۍ نوم وركړل
شو. د افغانستان د اطلاعاتواو کلتور وزارت په خپله يوه اعلاميه کې د ټول افغان د
صوفي شاعر رحمان بابا پر مزار د افراطيانو حمله په کلکه وغندله او د هغوى دا عمل يې
له فرهنګ او تمدن سره دښمني وباله.
د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور د وزارت په اعلاميه کې ويل شوي:
زموږ د فرهنګ او تاريخ دښمنانو زموږ پر يو بل تاريخي وياړ يرغل وکړ او د منل شوي
شخص او درانه رحمان بابا مقبره يې ويجاړه کړه.
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت زياتوي چې دغه ډول بې
غيرته حملې زموږ د تاريخ پر زرينو پاڼو ګرد نه شي غورزولى. د فرهنګ وزارت په خپله
خبر پاڼه كې دا هم زياته كړې چې دوى به د تېر كال په څېر بيا هم د خپل صوفي شاعر
رحمن بابا مزار په ښكلې بڼه جوړ كړي.
د افغانستان ولسمشر حامد کرزي هم د ستر عارف او شاعر عبدالرحمان
بابا په مزار کې چاودنه نه بخښل کېدونکى جنايت بللى نوموړي په يوه اعلاميه كې ويلي
دي، چې دى دغه عمل په کلکه غندي او دا د سيمې د مسلمانو ولسونو پر ضد د دسيسې ادامه
بولي.
كه دې ظالمانو دا كار د هرې موخې په توګه وكړ خو دا يوه د نه بښلو
ګناه ده. دا كار كه هر چا كړى وي ډېر بې غيرته او ډېر بې شرافته كار يې كړى. دوى به
هېڅ كله هم په وياړ او لوړ سر ونه شي ويلاى او نه به د دې كار مسؤليت په غاړه
واخيستلاى شي. ځكه چې دوى له يوه ژوندي او ځواك لرونكي شخص سره جكړه نه ده كړې بلكې
له يو مړي او مقبرې سره جنګېدلي دي. دوى به په خپلو منځو كې هم يو بل ته شرمېدلي وي
او له يو بل څخه به په دې كار شرمېږي.
په پاى كې ويلاى شو چې دوى كه هر څومره هڅه وكړي چې د يوه ملت او
قوم تاريخ او ټبر ته په بده سترګه وګوري او د هغه آثار او تاريخ له منځه يوسي خو
دوى به په دې ډول سره د يو قوم آثار او تاريخ له منځه يو نه شي وړاى. د رحمان بابا
د زيارت په ورانولو سره به دوى د رحمان بابا دروند نوم او نښان له منځه يو نه شي
وړاى بلكې د هغه نوم به تل په تاريخ كې ژوندى وي، او د وياړ او افتخار نښه به
وي.
Dear Brothers Dont blame thers. This we, the Phshthns, who are responsible. This nation has now all reasons to destroy. Is there someone to save them.
دغزنی ځوانان
د غزنی د ځوانانو کولتوری ټولنه چی د خپلی ژبـی او کولتور د ساتنی او پالنی لپاره هلی ځلی کوی د پښتو دنامتو صوفی شاعر رحمان بابا علیه رحمه پرمزار د پښتنی کولتور او تاريخ د دښمنانو له خواد بمی برید په سخته سره غندنه کوی.
د پښتنو په ژوندیو مشرانو اود پښتنی تاریخ په تاریخی ویاړونو دغه ډول بریدونه د زغملو وړ ندی دا دټولو پښتنو دنده ده چی پښتون/افغان قوم دښمنانو په مقابل کی یو موټی شی او ددښمنانو موخی شنډی کړی
د لر او بر پښتنو وړونو خوېندو، مېندو ، درانه مشران او علماې کرام ته سلامونه او نېکې هېلئ “دا ثابيته ده چی ټوله افغانان که پښتون دی که هزاره ، ازبک دی که تاجک ، ترکمن دی اوکه بلوڅ ټول يو افغان دي ، کله چی دا افغان ملت سره ېو شې نو نه به د بامېان بت ړنګ شې او نه به د ستر شاعر د افغانانو بابا او دپښتنو د فرهنګ او کلتور ووېاړ ستر رحمان بابا مزار باندی بي غيرته ېرغل شي.
که ېو څو بي غيرته ګوډاګئ ته مو دا موقع نوای ورکړی چې د پنجابېانو په امر د بامېان بت وېجاړ کړې نو دا موقع به هم نه راتلاې ، مګر اوس وخت راغلې دې چې خپل منځې ښخړی چی هغه هم د اې اېس اې دسېسه ده پرېږدو سره ېو شو او د ستر نېکه (مېروېس خان) ېاد تازه کو، باور وکې چې بيا به هېڅوک دی ملت ته به بده سترګو و نه ګورې .
پاکيستان او اې ايس اې خو هېڅ هم ندې. اوس خو پاکستان دا هم واېئ چی په پاکستان کی چی څه غداران پيدا سويدي هغه ټول پښتانه وه يا دپښتنو د سيمي وئ. نو اوس بايد خپل منځې تاوتريخوالی پرېږدو او سره يو شو ، که غواړو چي پاته شو؟او که نه هر څه به دلاسه ورکو. ددې ملت يوالي ددښمن ماته ده
په سهیلی پښتونخواه کې د لوی عارف او صوفی شاعر رحمان بابا په زیارت برید د پښتنو د بدنامۍ په موخه ترسره شوی دی . دې پېښې ټول پښتانه له خجالت سره مخامخ کړی دي، دې بريد د پښتونخواه نوم ته تاوان رسولی دی .
په دې ناځوانمردانه بريدکې ښايی هماغه توندلاري بريد کوونکو عناصر ککړ وي، چې په افغانستان کې يې هم په پټو سترگو بريدونه کوي .
Sa po dere Khwashinai sara de De Afghan Namtoo Shair Rahman Baba po ziarat dagha be ghairata brid ghandam aw tolo grana Hewadwalo ta de zra la koome tasali aw zgham ghwaram.Khudai de daghase be nanaga khalak washarmawi. Daa zamunga Guna khpala guna da che Ka khpal di aw ka pradi che de munga de zwandoyo na kho sakawe che de maro na mo ham haya na kegi.
Tolo lar aw bar Pochtano na de ma heela da da che yaw mutai shi aw de Dushman po zed wajangegi-
da hzrat abdurahman baba por zyrat bandi da nawra aamal yawazi da hagha cha kar dai chi la wakhta pa di shoom aamal yi laas pori kari di aw la di lari ghwari da wyarli pashtoon qam aiqtisad , tarikh kltoor da harsa lamnza yoosi khoo ka khwodai kawl his kla ba da doshmnan kabiaba nashi
aw da baba zyart narwol la moz na baba na shi hirawli zamoz pa koroono ki loi aw wara da da mobark kitab bandi hara wrz faloona achawi la di malooma shwoa chi da har pashtana pa zara ki da rhman baba alihi rahma zyart di noo doshmna dwomra zyratoono naroowl rata sta shiytani aw abbas khoob shkari >
khoo pa har hal pashtana khpl dooshmn pizani ka da kar yi pa hara jama ki kari di
khoo allah pak da bighyrta doshmnan pa sharmoonoo wa shrmaaaaaaaaa wiiiiiiiiiiiii
درحمان بابا رح په مزار بمي برید ټولو اسلامي، انساني، افغاني او نړیوالو ارزښتدنو ته يو سپکاوی دی٠ بايد برید کونکي پدې وپوهيږي چې دا کار دالله ج عذاب ته دنزدېکېدو يو ښه لار ده او همدا لار دې کلکه کړي٠
انشاالله ډېر ژر به به ددغه صوفیان او دروېشانو له برکته په داسې عذاب اخته شي لکه د سامري به بيا د لامساس چېغې وهي او په ځان خوله لګوي٠
سید نعيم مالمو / سویډن
Explosions at the tomb of Afghan
Poet Rahman Baba
This was shocking news to hear that terrorists and miscreants bombed the holy
tomb of the Pashto language greatest mystic poet Rehman Baba situated in Hazar
khwani village of Mahmand tribe of Pashtun/Afghan in the south of Peshawar city.
It was about 5pm when my eyes suddenly opened due to a big bang of the
explosion.
It does not mean that I was lying
near to the site where this unfortunate incident occurred, but actually the
intensity of the explosion was so severe that it shook the suburb of the
Peshawar city and the sound could be heard at a distance of more than 8-9
kilometers in radius of Peshawar from the shrine of Rehman Baba. This was
further shocking when I was called by one of friends in morning that the big
bang we heard in dawn was of the terrorist explosion went off in the mausoleum
of Baba. This unfortunate tragic news saddened me a lot and immediately thought
that miscreants who committed this heinous crime could not be named as Pashtun,
Muslims and human being. Such unlucky and mean terrorists committed a crime
which could not be pardoned at any cost. Rehman baba is a mystic poet of Pashto
language who preached love, humanity and fraternity in the world. He taught
people to spread message of peace and humanity. He asks people to learn to be
human being. Pashtun/Afghan all over the world shows him great respect and
reverence and there is no single Pashtun who will oppose him.
He is a person who has no enmity
with no one and he is respected by all and sundry alike. Baba in Pashto language
is one who is the most dignified personality among the Pashtun/Afghan and Rehman
baba comes at the top of such list of the Pashtun. Besides, Khushal Baba,
Mirwais neeka (Baba) and Ahmad shah baba are the dignified and greatest
personalities of the Pashtun/Afghan nation. These are the persons who have made
place in the hearts of Pashtun and have made the history. Any one dares to show
disrespect to the said personality’s means that he/she invites wrath and rage of
the Pashtun/Afghan. The unfortunate incident happened to the grave of Rehman
baba caused great unrest and angered Pashtun / Afghan and his followers. This is
intolerable. Pashtun show respect to the graves of the people and wish other to
respond in same manner. Bombing tomb of Rehman baba means a clear declaration of
war against Pashtun/Afghan. Pashtun are being burnt in fire for last 30 years in
fire. Their houses destroyed, schools and colleges demolished, hospitals ruined,
roads and entire infrastructure bombed and made debris.
Pashtun children were made
ignorant and illiterate. The purpose behind was to get this nation forget its
past history, its culture, its language, its leaders, its politicians, its
Mashran, its religious entities, its poets, its heroes, its brave deeds, its
land and national cohesion and Unity. This is our past and we are proud of it.
We are proud of our history, culture, language, geography, poets, politicians
and their brave deeds and never repent what our elders have done. For last 30
years on one pretence or other Pashtun/Afghan have been forced to forget their
history and leave their culture and adopt the orthodox and fundamental type of
dogmatic belief which has no relation with religion Islam rather it is a
particular belief of Arabs. This exercise is being practiced by some misled and
strayed minds and wish to destroy all what shows a little bit difference with
their particular kind of dogma.
People need to show tolerance and
endurance. Every one should have to have a courage and steadfastness to stand
boldly and face this storm which has been hitting the heads of Pashtun since
long. But unfortunately such inhuman deeds are being performed by the state
agencies and support these for the ulterior motives under a well cooked
conspiracy to defame the Pashtun nation for being named as terrorists. The
culture of Pashtun is at stake. Pashtun singers/Artistes are kidnapped by
militants and get released on the condition that they will be bound to go to
Lahore, a city of Punjab where they will have to spend 120 days in Tableegh(A
preaching Islamic religious group of Lahore brand ).
Among them who is unwilling to go
to Lahore then he/she is intimidated to the extent that leaves the country and
settles abroad. One who sings for Pashtun, he is punished and orders him to
forsake singing? When poets and singers are disrespected and discouraged how
language and literature will be promoted. This will destroy the Pashtun/Afghan
nation. All Pashtun intellectuals, Poets, Politicians, Literary minds, students,
teachers, Journalists and Pashtun belonging to all walks of life should have to
wake up from deep slumber to protect their past, brighten the present and leave
good for future posterity.
http://Larawbar.com/pdc/
(The writer is Chairman Pashtun
Democratic Council and can be contacted on his cell: 0301-5963337,
email: pashtundemocraticcouncil@yahoo.com,
Pashtundemocraticcouncil@gmail.com )
za de khapela deera khwashiny sargandawam aw de grani khor ZARLASHTA HAFIZ na shokoly sher na deera mannana waqian che zamung mor zhari PASHTANA DEWA SHO MORMO ZHARI NA SHTA AHMAD CHE SARAI PO KHLA KI da drast poizh che da kar de ISI da zaka che afghan dawlat de maqbary tarmem su muda po khwa khlas kar da de ISI barala dashmani de pashtano farhang sara zhabi sara nabudee sara da
I would like to convey my gratitude to all participants who expressed their apprehension against our common enemies, those who quest to uproot our cultural identity.
Our message to these evils are that the Afghans irrespective of whether they are Tajeck, Baluch, Hazara , Pashtoon or Uzbek are now achieving their objectives of strive to unity which will make them to stand firm against their common enemies.
The brave sons of this heavenly nation shall stand firm and strong. Every crime our enemy commits it strengthens our revolves to demolish the imposed partition line of Durand line.
Sayar Dehsabzi
–
Sydney Australia
زه دغه برید چی درحمان بابا فه مزار باندی شوی دیر فه کلکه غندم هر چا چی دغه بی رحمانه برید تر سه کړی دی دا د اسلام او د فختو فر ضد شوی دی اګر چی زه خفله دیر تعلیم نه لرم خو خفله خواشینی می سرګنده کړه
انجينر فضل
د ورتېرې پنجشنبې (د کب په ١٥ مه) ورځ ګهيځ مهال، پېښور سره نږدې
د هزارخانې په سيمه کې د پښتو ژبې د نوميالي صوفي شاعر حضرت عبدالرحمان بابا مزار د
ناڅرګندو ورانکارو لخوا په چاودېدونکو توکو والوزول شو.
ورانکارو د شپې لخوا د رحمان بابا قبر ته بمونه ايښي وو، چې سهار
مهال وچاودېدل او په مزار کښې پروت هر شى يې ذرې ذرې کړ.
د ځايي اوسېدونکو په وينا چاودنه دومره زوروره وه چې د ټول کلي
خلک يې له سختې وېرې سره مخ کړي و او له امله يې په مزار کې پروت هر شى تس نس شوى
و، خو بيا هم د لوى خداى په فضل د ودانۍ بنياد او بنسټ روغ پاتې دى.
دا چې د چاودنې پر مهال په مزار کې څوک موجود نه و، نو ځاني زيان
او مرگ ژوبله يې نه ده اړولې خو د پښتون قام سر سختو دښمنانو په خپل دې بې شرمه او
نا بخښوونکي جنايت سره د ټولو پښتنو زړونه مات کړي دي.
سره له دې چې دښمنان هيڅکله هم د پښتنو د ژوند، پوهې ، کلتور او
…. د له مينځه وړلو څخه لاس په سر شوي نه دي. تل يې زمونږ په سرونو بمونه
راغورځولي، زمونږ په مريو يې چړې پڅې کړي، زمونږ د کوچنيانو ښوونځي يې راسوځولي،
زمونږ تاريخي او ادبي وياړنې يې له منځه وړي خو دا ځل هغوى مونږ ته دا پيغام
راکړ چې نن ورځ نه يواځې دا چې ستاسو ژوندي په کړاوونو اخته دي بلکې مړي مو په
قبرونو کې هم خوندی نه دي.
که څه هم دافغانستان د اطلاعات او کلتور وزارت چارواکو د رحمان
بابا د مزار د بيا جوړولو لپاره سينه ډبولې او پاکستاني ولسمشر اصف علي زرداري هم
دا خبره کړې خو پوښتنه داده چې دا ډول عمل ولې د جناح يا د اردو او نورو سيمه
ايزو ژبو د وتلو شخصيتونو له مزارونو سره نه کيږي؟
د ډېرو نورو لاملونو تر څنګ يې يو ښکاره لامل دادى چې هلته
امنيتي تدابير شته خو د پښتنو د منلي او په زړونو کې پروت بابا د مزار د امنيت په
کيسه کې څوک نه و او نه دي.
له دې دردوونکې پېښې وړاندې هم د رحما ن بابا مزار د خطر له ګواښ
سره مخ و، خو د پاکستان امنيتي چارواکو پرې غوږ نه و ګرولى.
د تېر کال د وري په مياشت کې يوې سخت دريځې ډلې په دغه مزار کې د
کلنۍ مشاعرې جوړوونکو ته ګواښ کړى و چې له امله يې د څو لسيزو راهيسې کېدونکې دغه
دوه ورځينۍ مشاعره د يوې ورځې لپاره، هغه هم په داسې حال کې ترسره شوه چې ډېرو کمو
شاعرانو په کې ګډون کړى و.
نن دغه تاريخي مشاعره، په داسې حال کې چې د ترسراوي ورځې يې
رانژدي دي ، د امنيتي ستونزو له امله د نه ترسره کېدو له وېرې سره مخ ده.
له بل پلوه ددې شونتيا هم ردېدى نشي چې دا کار دې د نړيوالو
يرغلګرو په تونګ او لمسه، خپلو شومو موخو ته د رسېدو لپاره ترسره شوى وي. مونږ وينو
چې په عراق کې د نفاق او بېلتون خورولو او د عراقيانو په خپلو کې جنګولو په موخه
ډول ډول توطيې په کار اچول کيږي. يوه له دغو دسيسو څخه د زيارتونو ويجاړول او په
بمونو الوزول دي چې له امله يې هلته د شيعه او سني تر منځ اختلاف او بېلتون تر
وروستي بريده رسېدلى دى. که فرضاً حقيقت همداسې وي بيا هم مسئوليت د سيمې
دولتونو او په ځانګړي ډول د پاکستان دولت ته ورګرځي چې بايد په داسې حساسو شيبو کې
د رحمان بابا په څېر د محبوبو او خلکو ته منلو شخصيتونو د مزارونو امنيت ساتلو ته
جدي پام وکړي.
د نړۍ اونيزې اداره د پاکستاني دولت تر څنګ له افغان دولت نه هم
دا غوښتنه لري چې د ملي شخصيتونو د مزارونو امنيت ساتلو ته دې جدي پام وکړي، ځکه چې
د پښتنو دوښمنانو اوس زمونږ د باباګانو، غازيانو، ملي اتلانو او شهيدانو د مزارونو
په ورانولو پسې هم راخيستې ده.
د دښمن ددغه غلچکي بريد څخه داسې اټکلېدى شي چې ښايي له دې روسته
دوی زموږ د نورو مېړنيو لکه احمدشابابا، ميرويس خان نيکه، غزنوي بابا، غازي امان
الله خان، خوشحال خان بابا، پاچاخان او نورو اتلانو پر مزارونو هم ورته بريدونه او
يرغلونه ترسره کړي.
نړۍ اونيزه د نړۍ پر انسانيت مين ، د خداى او د هغه د پاک نبي د
مينې شاعر حضرت عبدالرحمان بابا د مزار ويجاړول ، يواځې د پښتنو ولسونو لپاره نه
بلکي د سيمې، اسلامي نړۍ او په نړۍ کي د ټولو کلتور پالو لپاره د وير او ماتم نه
ډکه پېښه ګڼي او دغه ستر او نه بخښل کېدونکى جنايت په کلکه غندي.
له نړيوالو او په تېره بيا له ملګرو ملتونو او يونيسکو څخه غواړو
چي د دې کړنې ترسره کوونکي دې د نړيوالو جرمنو سره د مبارزې پوليسو په وسيله تعقيب
کړي او په نړيواله محاکمه کې دې د خپل عمل په سزا ورسيږي .
Poet Rahman BaBa is among all common poeple not only as poet in their heart take place, he is respect even like a saint as well. His Books are almost in each house in our country. The illiterate people are using his poets always. Poet Rahman BaBa is a part of our culture.
With this insidious attack want the enemies of our culture to hurt the nation of Afghanistan!