بيا هم د دي خبري تكرار ته اړتيا پېښېږي چي افغانستان د خپل حساس جيوپولټيك موقعيت له مخي د تاريخ په اوږدو كي د نړۍ د يرغلګرو پاموړ ګرځېدلى، همدغه حساس موقعيت د افغانستان او افغان ملت لپاره ناسور ګرځېدلى دى، پرون كه يي د ورېښمو د لاري په نامه له ارزښته سترګي نه شواى پټېدلاى، نن چي بيا د ورېښمو كيسه ختمه ده، نو د توري طلا (تېلو) جنون، د تېلو هر مجنون د افغانستان تر درشله رارسوي او نن د يوويشتمي پېړۍ په پيل كي زموږ هېواد بيا له خورا ستر جيوپولټيك ارزښت څخه برخمن دى، نن كه لوېديځ او اروپا غواړي چي د منځنۍ اسيا له بېرل څخه د تېلو تنده ماته كړي، نو افغانستان د دغه بېرل شيردان دى، چي دغه تږي اړ دي خپله خوله پر دغه شيردان كښـېږدي.
دا مهال دا دى موږ په خپلو سترګو وينو چي لوېديځ په سر كي يي امريكا او منځنۍ اسيا د تېلو له بېرل څخه د خپلي تندي ماتولو لپاره څنګه خپله خوله د دغه بېرل پر شيردان (افغانستان ) ايښي ده. د افغانستان اشغال او د منځنۍ اسيا په هېوادونو (قرغزستان، تركمنستان او تاجكستان) كي د دوى د پوځي اډو شتون د همدغه ټكي څرګنده ګواهي وركوي. دوى كه له يوي خوا د كسپين او خزر بحيرو د تېلو تندي اخيستي دي، نو له بله پلوه غواړي چي پر ايران او چين باندي د خپل هيبت كمربند راچاپېره كړي، زه د دغه داستان په نورو جزئياتو كي نه ځم، يوازي مي غوښتل چي دا مهال د افغانستان د جيوپولټيك ارزښت زيات وړاندي كړم او له دغه كار څخه يي موخه دا ده چي په دغسي لېونيو او حساسو شېبو كي افغانانو ته څه كول اړين دي؟
موږ هېڅكله هم له خپل ارزښتمن موقعيت څخه وړ او مثبته ګټه نه ده اخيستې، ګټه خو څه كوي خپله مادي او مانيز ارزښتونه مو هم له لاسه په كي وركړي دي. نن بيا له ورته لوبي او ستونزي سره مخ يو.
افغانستان ته د امريكايي پوځونو راتګ څه هسي تصادفي پېښه نه وه، بلكي د يوه ډېر پخواني او اوږدمهالي پلان د زنځير يوه اړينه كړۍ وه، چي بشپړه شوه او وروسته به د دي پلان زنځير ته نورې_ نوري كړۍ هم ورلوېږي او د دغو كړيو په ورلوېدو كي به بيا هم د غميزي وژونكى بار د افغان ملت پر مغزي پروت وي.
د ډېري اندېښني خبره خو دا ده چي زموږ د ولس د ملي او سياسي شعور كچه دومره ټيټه ده، چي د خپلو ملي مسايلو د څېړلو توان نه لري او نه هم د سيمي او نړۍ له پېچلي سياسي بهير سره د اشنايي زور ورسره دى.
رښتيا خبره دا ده چي دا مهال موږ د څه ازادي پرېكړي وس نه لرو، دا داسي نه ده چي اوس موږ له دغسي بېوسۍ سره مخ شوي يو، دا ترخه تاريخي رښتيا دي، چي موږ كله هم د نورو له اغېز څخه نه يو خلاص شوي، له بده مرغه چي زموږ تاريخ ليكوالو او څېړونكو دغه رښتيا ته ډېر پام نه دى اړولى، پر تېر به ډېر نه ږغېږو، اوسنيو شرايطو ته په پام سره به پر موجوده ستونزو او د اوارۍ پر لارو چارو يي څه ناڅه وږغېږو.
دا مهال افغانستان د ځينو لويو ستونزو لكه: د ملي خپلواكۍ د نشتوالي، ټوپكسالارۍ، نشه يي توكو، اداري فساد او ترهګرۍ تر څنګ د جنګي جنايتكارانو له مسئلي سره مخ دى. اوس كه پر دغو ستونزو ږغېږو، نو تر ټولو لويه يي د جنګي جنايتكارانو ربړه ده، دا ځكه چي دوى خو پوهېږي چي د ولس په منځ كي د نفرت سمبولونه ځني جوړ شوي دي، ځكه نو هرڅنګه او په هره بيه چي وي هڅه كوي د واك مزي يي له لاسه ونه وځي، په دي چي كه بېواكه شي، نو هغه شېبه به د ولس له پوښتنو- ګروېږنو سره مخ كېږي.
موږ كه د ملي خپلواكۍ خبره كوو، نو دوى به هره شېبه دېته چمتو وي، چي زموږ د خپلواكۍ له غليمانو سره لاس يو او هر ډول امرونو ته يي غاړي كږي كړي، دوى ته كه پرون د انسانانو قتلونه او ټولوژني ساده كار و، نو نن زموږ د خاوري د غليمانو د غلامۍ زنځيرونه خو تر هغه هم اسانه په غاړو كي وړلاى شي.
نور چي نو كه د ترهګرۍ خبره ده، كه د اداري فساد، كه د نشه يي توكو مسئله ده، كه د جنګسالارۍ، نو د دغو ټولو ربړو سرچينه جنګي جنايتكاران دي، موږ ته اړينه دا ده چي تر هرڅه لومړى د دغو جنايتكارانو له منځه وړلو لاري چاري ومومو، كله چي د دغه د فساد ريښه له بېخه وايستل شوه، نور نو د دا نورو ستونزو اواري هم اسانېږي. په زړه پوري خو دا ده چي د دغي ستونزي چيغي له ولسمشر څخه نيولي تر يوه عادي وګړي پوري ټول وهي، نړۍ هم په دي اند كي راسره شريكه ده، خوعجيبه دا ده چي تر اوسه نه ټوپكسالار چا وپېژاند، نه د نشه يي توكو سوداګر معلوم شو، نه په اداري فساد لړلى چا ته وښوول شو او نه د جنګي جنايتكارانو مخ چا ته ښكاره شو.
ښايي د افغانستان په ستونزه كي ښكېل نړيوال لوبغاړي او افغان چارواكي د خپلو سياسي نزاكتونو او شخصي مصلحتونو له مخي دغه كار ته زړه نه ښه كوي. خو د نړۍ خپلواك سازمانونه او بي پري رسنۍ بيا د چا پروا نه ساتي، بلكي يوازي د رښتياوو پلوي كوي او كله- كله له ځينو څرګندو رښتياوو څخه پرده پورته كوي، د ساري په توګه څه مهال وړاندي نيويارك ټايمز ورځپاڼي د ولسمشر حامدي كرزي ورور احمدولي كرزى، د سرحدونو او قبايلو چارو وزير عارف خان نورزى او د هلمند والي شېرمحمد اخوندزاده په افغانستان كي د نشه يي توكو لوى سوداګر او قاچاق وړونكي ونومول، همدارنګه د افغانستان د كورنيو چارو وزارت هم څو- څوله ځله ويلي دي چي دوى په دي فساد د لړلو كسانو يو اوږد ليست جوړ كړى دى، خو ځكه يي نه خپروي چي د دوى په وينا تر اوسه د دغو تورنو كسانو لپاره ځانګړي محكمه نه ده جوړه شوې.
ولسمشر كرزي د نيويارك ټايمز پر خبريالي (كارلو ټاګال) سخته نيوكه وكړه چي د ده په وينا په بي مسووليتۍ سره يي دا مقاله خپره كړي ده، مانا دا چي دى لازمه نه ګڼي چي د ده د اداري جګپوړي چارواي دي په اداري فساد او د نشه يي توكو په قاچاق تورن شي، خو دا په داسي حال كي ده چي د افغانستان د كورنيو چارو وزارت هم دا خبره په واز كومي كوي چي د دوى په ليست كي جګپوړي چارواكي ښه په اوږده ليكه كي پراته دي.
دا دى اوس په نيويارك كي مېشتي د بشري حقونو د څارني ټولني (اېمنيسټي انټرنېشنل) په افغانستان كي د جنګي جنايتكارانو د محاكمي غوښتنه كړي او په څرګنده يي د پخواني كمونيسټ جنرال عبدالرشيد دوستم، چي اوس د افغانستان په دفاع وزارت كي جګپوړى چارواكى دى، عبدالرب رسول سياف او كريم خليلي چي د ولسمشر كرزي مرستيال دى، نومونه ياد كړي دي.
په دي كي خو هېڅ شك نه شته چي دغه دري څېرې، چي دا مهال په دولتي چوكاټ كي د ښه لوړ دريځ څښتان دي، هغه څوك دي، چي د دي خاوري په عزت، د افغانانو په سر او ناموس يي داسي لوبي كړي دي، چي اوس هم پورته شين اسمان او كښته خړه ځمكه او د ځمكي هر كاڼى او بوټى پر شاهد دى، خو كه يوه بېوزله افغان د دوى د جنايتونو يادونه كولاى نو به هر چا خوله ورماتولاى، لكه په بي بي سي، امريكا ږغ، يا ازادۍ راډيوګانو كي چي نيوكه كېږي او ورته وايي چي ګواكي تاسو پر دغو سپينو ملايكو(؟!!) تور لګوئ، خو نن ښه دى كور يي د بشر حقونو د څار ټولني ودان چي له دغه رښتيا څخه يي پرده پورته او دغه نړيوال جنايتكاران يي رسوا كړل.
نوموړي ټولني څه مهال وړاندي د هرات پخوانى والي او د افغانستان اوسنى د اوبو او برېښنا وزير اسمعيل خان هم د ټول افغانستان د جنګي جنايتونو تر ټولو لوى جنايتكار ياد كړى و او دا هم بايده هېره نه شي چي په افغانستان كي يوازي دغه څلور جنايتكاري څېري شتون نه لري، بلكي د دوى غوندي نور څرګند جنايتكاران هم شته، موږ به يي ځكه نومونه نه يادوو چي په خولو كي مو چنداني تاثير نه دى پاته او هغو نړيوالو ټولنو ته به انتظار باسو چي له باوره يي څوك سترګي نه شي پټولاى او هغوى دغه نور جنايتكاران هم موږ او نړۍ ته معرفي كړي دي.
كه څه هم دغه څرګند جنګي جنايتكاران او په بېلابېلو فسادونو لړلي كسان تر اوسه د ولسمشر كرزي په غېږ كي پراته دي، نور بايد ښاغلى كرزى د دوى له ژغورني او ساتني څخه لاس واخلي او پرېږدي چي افغان ملت يي په اړه ترهر چا ښه عادلانه پرېكړه وكړي، ځكه دا به لوى ظلم وي چي افغان ملت پر ښاغلي كرزي لوى باور كړى او دى يي د افغانستان د قانوني ولسمشر په توګه منلى دى او دى يي دښمنان په خپله لمن كي ساتي، نور نو ښايي چي يوه بي پري او عادلانه محكمه جوړه او دوى ته لازمه سزا وركړل شي، چي په دي ډول سره به له يوي خوا افغان ملت د دوى له نور شر څخه بېغمه شي او د خپل ژوند د سمون او روښانه راتلونكي لپاره به يي د ګام اخيستلو له لاري اغېزي ليري شي او له بلي خوا به د نورو دوى غوندي سخت زړو كسانو لپاره د عبرت درس شي.
كه څه هم دا باور لږ ښكاري چي ښاغلى كرزى دي دغه كار وكړاى شي، خو دا به له امكانه ليري نه وي، چي د افغانستان نوى پارلمان دي د دوى د ژر او عادلانه محاكمي جدي غوښتنه وكړي.
كه چېري په افغانستان كي د جنګي جنايتكارانو زور اوبه شي، نو افغانان د ډېرو مسايلو د اواري توان لرلاى شي او كولاى شي چي له نړۍ سره په تفاهم كي هم د نړۍ ګټي ونه ګواښي او هم د خپلو ملي ګټو د ساتني ځواك ولرلاى شي.
نړۍ خو هسي هم خپلي ګټي په هره توګه چي وي، خوندي كولاى شي، نو موږ ته لازمه ده چي ورسره د خپلو ګټو د ساتني چل هم زده كړو او له خپل حساس او ګټور جيوپولټيك موقعيت څخه بېساري او وړ ګټه واخلو.
Muhtaram Ingiener ABDULLAH, stasee Nazer 100 % te tayed war deyy, pe mennen.