۲۰۰۱ع کال د افغانستان په تاریخ کې لومړی ځل و، چې د بهرنيو ځواکونو راتګ ته نه یوازې ډېر منفي غبرګون ونه ښودل شو، بلکې یو ډول ښه راغلاست هم ورته وویل شو. نړیوالې ټولنې هم تقریباً په یوه غږ ددغې پوځي لاسوهني ملاتړ وکړ او حتی هغو هېوادونو لکه ایران او روسیې چې امریکې ته د سیال په سترګه ګوري هم مخالفت ونه کړ. خو سره له دغو ټولو مساعدو شرایطو ماته د یو چا خبره را یادېږي چې ویل یې : افغانستان په بهرنیو ځواکونو پسې نه ځي،سم خلک وي او سم پر لار روان وي، خو چې افغانستان ته راشي بیا په بله واوړي او چپه شي، هم ځان خراب کړي او هم افغانستان.
د امریکې او ناټو له ځواکونو سره هم داسې کانه وشوه، هغه امریکا چې د دموکراسۍ او بشري حقونو علمبرداره ګڼل کېده، داسې چارې یې وکړې چې د هېچا تمه ترې نه کېده. د افغانستان خلک له اوږدو جګړو او اختناق څخه ډېر ستړی وو او له همدې امله یې په ډېرو نیمګړتیاوو او تېروتنو سترګې پټولې، خو له بده مرغه چې پرله پسې تېروتنې د پالیسۍ عادي بڼه وګرځېده.
لومړی خو باید ووایم، چې نړیوالې ټولنې او امریکې د بن په کنفرانس کې یو لړ داسې تېروتنې وکړې چې پایلې یې اوس د لويو ستونزو په بڼه را څرګندې شوي. د کنفرانس د یو لړ پریکړو د عملي کولو په اړه په لوی لاس سترګې پټې شوې او له بده مرغه چې په پوځي ډګر کې تېروتنو د سیاسي تېروتنو ملا نوره هم درنه کړه.
د بن په کنفرانس کې د قضيې یو مهم اړخ (طالبان) بیخې له پامه وغورځول شو او په جنګي ډګر کې هم ډېر شډل چلند ورسره وشو، که نه کېدای شول له هماغه پیل څخه نړیوالې ټولنې داسې پالیسي غوره کړې وای چې القاعده یې له طالبانو را بیله کړې وای او طالبان یې په یوه پراخ بنسټه حکومت کې ورګډ کړي وای. خو نه یوازې دا چې هغوی په بشپړه توګه له پامه وغورځول شول بلکې پر ځای یې د دوی سيالان اوهغه ډلې بېرته واک ته راوستل شوې، چې په کورنۍ جګړه کې یې ډېر منفي رول لوبولی و او په واقعيت کې د طالبانو راتګ د دوی د اعمالو پايله ګڼل کيږي. د بن د پریکړو له مخې هغه کسان چې په جنګي جنایتونو تورن وو، باید محکمې ته راکښل شوي وای، خو نه یوازې چې محاکمه نه شول بلکې سم دم په واک کې شریک شول.
یوه بله تېروتنه دا وه چې، کله بهرنيو ځواکونو پر کابل برید وکړ او د طالبانو رژیم یې راوپرزولو، دوی باید کابل بې وسلې کړی وای او اردو او پولیس یې د پخوانیو ډلو له اغیزې خوندي ساتلي وای، خو له بده مرغه د بن پریکړو پر بنسټ چې کوم حکومت واک ته ورسېد، داسې ښکارېده چې د ځانګړو ډلو په لاس کې یرغمل دی اوله همدې امله اردو او پوليس تر ننه ملي نه شول. د هغه وخت د ملګرو ملتونو استازي لخضر ابراهیمي هم د عدالت پر ځای مصلحتونو ته ډېر اهمیت ورکاوه او باید په زغرده ووایم چې ده به د ستونزو د حل پر ځای پر ستونزو د برغولي(سرپوښ) ایښودلو ته ترجیح ورکوله او په دې توګه ډېر مهم ارزښتونه د کاذبو او لنډمهاله مصلحتونو قرباني شول.
یوه بله تېروتنه داوه، چې د افغانستان په نوي حکومت کې يوځل بيا داسی ډلې ټپلې شريکې شوې چې د افغانستان تر ملي ګټو يې زيات د بهرنيانواوپه ځانګړې توګه د ګاونډيانو د ګټو ساتنه کوله او په دې توګه د افغانستان حکومت د ګاونډيانو د سيالۍ ډګر وګرځېد. دپاکستان حکومت يا په حکومت کې ځينو کړيو،چې تل يې پر افغانستان دبشپړې واکمنۍ او استيلا پلانونه او خيالونه لرل، کله چې خپلې منصوبې په شنډېدو وليدې د خپلوموخو د ترلاسه کولو او یا له خپلو سیالانو سره د مقاومت په موخه مناسب فرصت لټاوه. امریکې چې په پیل کې پر پاکستان ډېر فشار راوړی و، پر عراق تر بريد وروسته يې نور دا هېر کړل چې د ۹/۱۱او د افغانستان د جګړې اصلي عاملین په پاکستان کې دي او په افغانستان کې یې یوازې عوارض را څرګندېږي. امریکې او ناټو یوازې عوارضو ته ټول پام واړوه او غوښتل یې هغه جګړه چې ریښې یې د پولې هاخوا وې په افغانستان کې وځپي.
د ناټو په جګړه کې دوې مهمې ستونزې موجودې وې. لومړۍ دا چې بهرني ځواکونو په دریو نومونو او تر دریو قوماندو لاندې (ایساف، ناټو او امریکايي ځواکونه) جنګېدل او په خپلو کې یې بشپړه همغږي نه درلوده. نورو هېوادونوخپل ځواکونه دلته ځکه راولېږل، چې له امریکې سره خواخوږي وښيي، د جګړې له هدف سره ډېر ژمن نه وو او غوښتل يې یوازې وخت واړوي. دویمه ستونزه داوه چې دغو ځواکونو په ځانګړې توګه امریکا یي ځواکونه پرته له دې چې د افغانستان ولس له خوشبینۍ او ملاتړ څخه ګټه پورته کړي او پرته له دې چې د افغان ولس ټولنیزه سایکالوژي او تېر تاریخ په پام کې ونیسي، په ډېرې بې پروایۍ یې د دې ولس ارزښتونو او مقدساتو ته سپکاوی وکړ او د ملکي خلکو ژوند ته یې اهمیت ورنه کړ او په خپلو ړندو بمباریو، نیونو او تلاشیو یې ډېر خلک د مخالفینو په لیکو کې ودرول. دې ټکي ته بايد د يوې بېلګې په توګه پاملرنه وکړو، چې په ۲۰۰۷کال کې بهرنیو ځواکونو تر طالبانو زیات ملکي خلک وژلي دي.
د پورتینو تېروتنو او نورو ډېرو خطاګانو نتیجه نن داده چې افغانستان د ناامنۍ، د مخدره توکو مافیا او اداري فساد په یوه شیطاني او کرغیړن مثلث کې را ګېر دی او د ناامنۍ څپې اوس تر کرښې هاخوا تر اسلام آباد او لاهوره هم رسیدلي. خبره داده، چې څنګه پخوانۍ تېروتنې جبران کړو او افغانستان له دغه شیطاني مثلث څخه راوباسو.
یو خبره باید په زغرده ووایم: دا چې افغانانو د بهرنیو ځواکونو په راتګ سترګې پټې کړې او د هغو زغم ته يې سینه پراخه کړه علت یې دا نه و چې پر دوی خپله خپلواکي نه وه ګرانه او یا د خپل هېواد پر کلو او بانډو بمبارۍ ورته بې توپېره وې، اساسي خبره داوه چې افغانستان کورنیوجګړو او د ګاونډیانو لاسوهنو ډېر کمزوری کړی و، جګړه او اختناق لا هم حاکم وو، د یوه مدني دولت ټول بنسټونه نړیدلی وو، داسې هیله وه چې د نړیوالو په مرسته به د ګاونډیانو لاسوهنې لنډې شي، نړیدلي بنسټونه به بیا ورغول شي، موږبه له همدې موقع څخه ګټه واخلو او خپل ملي، سیاسي او اقتصادي بنسټونه به بېرته په پښو ودروو او موږ په دې اړه ځکه ډاډه وو، چې د افغانستان ثبات او په پښو دریدل د نړۍ له ګټو سره سمون درلود. خو له بده مرغه اوس ګورو چې، د جګړې اور یو ځل بیا د کابل تر دروازو رسیدلی، هره ورځ لراوبر په لسګونو افغانان وژل کېږي، د مخدره توکو مافیا ورځ په ورځ نوره هم پیاوړې کېږي، د ګاونډيآنو لاسوهنې نوره هم زياتې شوي او نړيواله ټولنه نه ي،ازې سترګې پرې پټوي بلکې وايي چې د افغانستان په مسأله کې بايد د ګاونډيانو ونډه نوره هم پياوړې شي، او بالاخره د بهرنیو ځواکونو د شتون موده او رښتيني اهداف اوس د ابهام په لړو کې له ډېرو پوښتنو او شکونو سره مخ دي.
زما په اند اوس ددې وخت را رسیدلی، چې نړیواله ټولنه د افغانستان په اړه په خپله ستراتیژۍ بیا کتنه وکړي او دنویو شرایطو او ایجاباتو په رڼا کې په خپله ستراتیژۍ کې ژور بدلونونه راولي.
تر هر څه دمخه نړیواله ټولنه، امریکا او ناټو باید خپلې تګلارې سره همغږي کړي او د افغانستان له دولت سره یوه ګډه ستراتیژي طرحه او دهغې له پلي کولو سره د ټولو هغو تېروتنو چې مخکې ترسره شوي مخنیوی او جبران وکړي. په دغه طرحه کې باید لومړی له وسله والو مخالفینو سره اړیکې ونیول شي او هغوی ته ډاډ ورکړل شي،چې که چیرې دوی د سولې پروسې ته را ګډ شي، نو بهرني ځواکونو به د یوه ټاکلی مهال ویش له مخې افغانستان پریږدي او دوی ته به د واک په ټاکلو کې برخه ورکول کېږي.
هڅه باید وشي، چې عملیات بشپړ افغاني شي او د استوګنې په سیمو کې له بمباریو کاملاً ډډه وشي، که عملیات او محاصره اوږدېږي اوږده دې شي، خو چې د یوه ملکي کس د وژلو امکان هم موجود وي باید له بمباریو ډډه وشي. که بهرني ځواکونه په افغانستان کې نورې موخې نه لري او رښتیا غواړي په افغانستان کې د ثبات تر راتګ وروسته خپلو کورونو ته ستانه شي، نو د افغانستان د ثبات لپاره پیاوړې اردو او وسله والو ځواکونو ته اړتیا ده. ۷۰۰۰۰ کسيزه اردو نه شي کولی له بهرنیو ځواکونو پرته د هېواد ثبات وساتي هغه هم داسې اردو چې نه سمې درنې وسلې لري او نه هم هوايي ځواکونه. په عراق کې چې هم یې خاوره تر افغانستان وړه ده او هم یې نفوس تر موږه لږ دي او هم یې اراضي زیاتره اواره ده او زموږ په څېر د ګوریلایی جګړو لپاره ډېر مساعد غرونه نه لري، خو هلته وسله وال ځواکونه زموږ درې چنده دي او همدارنګه د نیویارک ښار چې نه جګړه شته او نه کوم بل اړو دوړ، ۳۶۰۰۰تنه پولیس لري، نو آیا له اوسنۍ اردو سره چې موږه یې لرو، د ا تمه کېدای شي چې بهرني ځواکونه به په نږدې راتلونکې کې خپلو کورو ته ستانه شي.
غواړم یوه خبره په ډاګه وکړم، هغه دا چې هېڅ با احساسه افغان به د بهرنیو ځواکونو له موجودیت سره دلته علاقه ونه لري او نه هم بهرني ځواکونه يوازې زموږ لپاره راغلي. افغانانو چې دا د زهرو غړپ منلی ددې لپاره چې بیا له کورنیو جګړو او د ګاونډیانو له بزکشیو ویریږي خو که چیرې دلته هره ورځ د بهرنیو ځواکونو پر بمونو زموږ هېوادوال وژل کېږي او زموږ ښادۍ په غم بدلېږي، بیا خو دا د زهرو غړپ په رښتیا زهر او وژونکی دی او ځان خلاصول ترې په کار دي.
نو ښه خبره داده، چې د افغانستان وسله وال ځواکونه پیاوړي شي، بهرني ځواکونه په تدریجي توګه خپلې ډېرې چارې افغان ځواکونو ته وسپاري او ورو ورو خپل ځواکونه په یو څو اډو کې ځای پر ځای کړي او ورسره له مخالفو وسله والو سره د خبرو هڅې پیل شي او د دوی اندیښنو ته معقول ځواب ورکړي، په دې توګه به بهرني ځواکونه بېرته د مرستندویانو بڼه خپله کړي او د اشغالګرانو په سترګه به نه ورته کتل کېږي.
که چېرې بهرني ځواکونه د سولې خبرې پیلوي او خپلو وسله والومخالفینو ته ډاډ ورکوي چې دوی به د ټاکلي مهال وېش له مخې بېرته ځي، نو دوې ګټي به نورې هم ولري، د روسیې او ایران اندیښنې به رفع شي او پاکستان به هم د هند په اړه ډېر په اندنښنه کې نه وي. خو ددغو ټولو ترڅنګ یوه ډېره مهمه خبره داده چې زموږ په ګاونډیانو کې یو شمېر کړۍ په دې وپوهول شي، چې نوره استخباراتي لوبې له دوی سره بس کړي او پر دغو استخباراتي کړیو دروند فشار راوړي چې د ترهګرو له تمویل او ملاتړ څخه لاس واخلي.
د روسانو د تېري پرمهال موږ ویل، چې که روسانو خپل نظامي لګښتونه د اقتصادي مرستو په بڼه را لېږلي وای او د افغانستان له پوځ سره یې مرسته کړې وای نو هم به افغانستان ودان و او هم به له روسیې سره دوستي پر ځای پاتې وه، خو له بده مرغه دوی پخپله پر افغانستان راودانګل هم يې موږ خراب کړو او هم يې ځان. هم دا اوس امریکا په کال کې شاوخوا لس میلیارده ډالره په افغانستان کې لګښت لري. که د ناټو او ایساف لګښتونه هم ورسره وسنجول شي نو ۲۰میلیارده ډالرو ته به ورسیږي، حال دا چې ۲۰ میلیارده ډالره کابو شل کاله په افغانستان کې د یوې پیاوړې اردو لپاره کفایت کوي. له بده مرغه باید ووایو، چې ایران هم په افغانستان کې پراخې لاسوهنې پیل کړي، خو تر اوسه نړیوالې ټولنې د هغو په اړه له یوې نیمې نیوکې څخه پرته کوم بل فشار نه دی راوړی، ښايي نړیواله ټولنه به منتظره وي چې دلته هم خبره د پاکستان د بحران تر کچې ورسیږي بیا به غږ اوچتوي. زما په اند نړیواله ټولنه باید پر ایران هم دروند فشار راوړي څو په افغانستان کې له لاسوهنو لاس واخلي. ډېر داسې شواهد لاس ته راغلي چې ایران په منظمه توګه طالبانو او شمالي ټلوالی سره مرسته کوي.
په دغو ورځو کې داسې ګونګسې اوریدل کېږي، چې امریکا غواړي له قومي اربکیو څخه د ملیشو کار واخلي. زما په اند دا کار به قومي جوړښت او سیستم نور هم ویجاړ کړي نوې ستونزې به راوزیږوي او په دغو سیمو کې به جګړه نوره هم توده کړي. زما په اند ښه به داوي چې په FATA سیمو کې له قبایلو سره مرسته وشي څو هلته ويجاړ شوی قبایلي سیستم بېرته جوړ شي، ځکه چې هلته اوس نه حکومت شته او نه هم قبایلي سیستم او ورسره د بیارغاونې په برخه کې ډېرې اقتصادي مرستې وشي. د افغانستان په برخه کې کېدای شي قومونه داسې پریکړه وکړي چې دوی به خپلو سیمو کې نه بهرني ځواکونه او نه هم طالبان پرېږدي او ددې په بدل کې دې له دوی سره پراخې اقتصادي مرستې وشي.
زما په اند که له وسله والو مخالفینو سره مذاکراتو نتيجه ورکړه، کېدای شي د ملي پخلاینې یو بین الافغاني کنفرانس د ملګرو ملتونو او اسلامي کنفرانس تر سرپرستۍ لاندې راوغوښتل شي او بیا په هغه کې د یوې ملي لویې عنعنوي جرګې په اړه، د هغې د میکانېزم او صلاحيتونو په اړه پریکړې وشي او په دې توګه د یوه داسې حکومت لپاره لاره اواره شي چې د ولس د رښتینو استازو په ګډون د ټولو اړخونو لپاره د منلو وړ وي.
د ناامنۍ ترڅنګ د شیطاني مثلث دوې نورې ضلعې د مخدره توکو مافیا او اداري فساد دی، چې یو تر بله ډېر نږدې تړاوسره لري. دنړیوالې ټولنې لپاره یوه ډېره د شرم خبره داده، چې له هغې ورځې چې دوی افغانستان ته راغلي په افغانستان کې د مخدره توکو تولید داسې یو ې کچې ته رسیدلی چې نه یوازې په افغانستان کې بلکې د نړۍ په تاریخ کې يې ساری نه ليدل کيږي. افغانستان په یوازې ځان د نړۍ ۹۰٪تریاک تولیدوي او شاوخوا د ۱۴٪خلکو اقتصاد ورپورې تړلی او همدا اقتصاد پخپل وار له جګړې او اداري فساد سره مرسته کوي . زما په اند نړیواله ټولنه بايد په دې اړه يوه ژوره، هراړخیزه او مرکبه پالیسي غوره کړي، په دې مانا چې په افغانستان کې د مخدره توکو سنډروم یوازې یوه افغاني ستونزه نه ده بلکې دا یوه سیمه ییزه او نړیواله ستونزه هم ده نو له همدې امله باید له دغه سنډروم سره سیمه ییز اونړيوال چلند یا Approach په همغږۍ سره تنظيم شي.
په ملي کچه په دغو سیمو کې د امن د ټنیګولو او اداري فساد له منځه وړولو ترڅنګ باید د مخدره مافیا د تعقیب په برخه کې یو باکفایته قضايي سیستم جوړ شي او سیمې ته ښه صادقه پولیس او والیان واستول شي، د مخدره توکو د اقتصاد په وړاندې یو متبادل اقتصاد وړاندې شي او د مافیا په وړاندې د سیمې او نړۍ په کچه یو ګډ نیټ ورک رامنځته شي. څرنګه چې نړیواله ټولنه په میلیاردونو ډالره د مخدره توکو له قاچاق سره په مبارزه کې لګوي که دا مبارزه په افغانستان کې متمرکزه شي او په سیمه کې متبادل اقتصاد اومرستې وشي، نو دوی به ډېره سپما کړې وي او د مخدره توکو جرړې به یې له منځه وړي وي. په دې برخه کې باید له عامه پوهاوي، دیني موعظو او قومي پریکړو هم کار واخیستل شي، همدارازکېدای شي د ترياکو یوه برخه قانوني شي او په همدې سیمو کې د درمل جوړونې صنعت په پښو ودرېږي، د مافیا پانګې تشخیص شي او د دوی شتمنۍ په بهرنیو بانکونو کې کنګل شي، د قاچاقبرانو لستونه معرفي شي اوله دوی سره په زړورتیا قاطع او قانوني چلند وشي او په همدې برخه کې يوه نړیواله محکمه هم تاسیس شي. د افغانستان له قضا سره دې کلکه مرسته وشي او ترڅنګ يې د څارنې یو بل ځانګړی میکانیزم رامنځته شي او له اداري فساد سره داسې مبارزه وشي چې پايله يې عملاً خلک په خپلو سترګو وګوري . ددې تر څنګ یوه بله مهمه خبره له افغانستان سره اقتصادي مرستې دي، له بده مرغه په جګړه ځپلو سیمو کې د خلکو اقتصادي وضعیت ډېر خراب دی، یو شمېر ځوانان حتی د ټیلفون د یوه سیم کارت لپاره هم طالبانو ته ور اوښتي او یو شمېر نورو بیا جرمونو او مخدره توکو ته پناه وړې ده. د اقتصادي مرستو په پالیسۍ کې باید له سره کتنه وشي او له افغانستان سره د عاجلو اوبشري مرستو ترڅنګ زیاته پاملرنه بنسټیزو پروژو ته وشي. د بېلګې په توګه همدا اوس چې د بن له کنفرانس څخه اوه کاله اوړي کابل په دوو شپو او ورځو کې یوازې څلور ساعته برق لري او په ځینو برخو کې هېڅ نشته. آیا نه شو کېدای په همدې موده کې افغانستان د برق خپل بندونه جوړ کړي وای. بله خبره داده چې له بده مرغه اختلاس او فساد یوازې د افغانستان په ادارو کې نه بلکې په خپله په نړیوالو ډونرانو کې هم شته. نو له دې امله باید د مرستو د تنظیم، کنټرول او کوارډنیشن یوه ډېره پیاوړې مرکبه اداره رامنځته شي او ټولې مرستې د همدې ادارې له لارې مستقیماً د افغانستان دولت ته ورکړل شي، خو د نظارت اوکنټرول سیستم باید ډېر پیاوړی وي اود اختلاس او فساد هره قضیه سمدستي وڅېړل شي او عاملینو ته جزا ورکړل شي.
لنډه دا چې د افغانستان بحران داسې يوې کچې ته رسېدلی ، چې نړيواله ټولنه بايد په خپلو تېروتنو او نيمګړتياوو له سره کتنه وکړي او دافغانستان له حکومت سره په همغږۍ يوه داسې نوې هراړخيزه ستراتيژي رامنځته او پلي کړي ، چې وکولای شي په سيمه کې د ناامنۍ ، اداري فساد او مخدره مافيا جرړې له منځه يوسي .
ښاغلیه: لکه چی تاسو خپله اعتراف کړیدی، هیڅ بااحساسه افغان د بهرنیو ځواکونو دپاتې کیدلو سره لیوالتیا نلري، ماته به ته هم با احساسه افغان ښکاره شوی وای، که چیرې تالیکلی وای چې بهرنيو ځواکونو ته بااحساسه افغانانو ښه راغلاست ونه وایه. بلکه ګوډاګیانو او بې احساسه انسانانو چې افغاني او اسلامي ارزښتونه یی دپیسو او څوکۍ په وړاندې تل خرڅ کړي وو او خرڅول یې، هغوی ورته ښه راغلاست ووایه او حقیقت خو دادی چې له لومړی ورځې بااحساسه افغانانو ددوی په وړاندې خپل مقاومت ته دوام ورکړ.
یو بل واقعیت هم باید روښانه کړو چې نارینه او غیرتي انسانان هیڅکله خپل کور او خپله خاوره او خپل ناموس په بل چا نه ساتي. مګر ډیر خلک چې ځانونه غیرتي او حتی پښتانه هم بولي، بیاهم پدې اصل ټینګارکوي چې له بهرنیو پرته داخاوره نه ساتل کیږي. خبرې ډیرې دي، خو یوه خبره درته ویل غواړم اوهغه داچې له ځانه سره حساب وکړي او وګورﺉ چې آیا تاسو به ایمان تیرکړﺉ او که نه؟ په دنیا کې خو مو لغت پرانۍ او سپین سترګۍ زمونږ عقلونه حیران کړيدی، اما آیا دخدای په وړاندې به هم همداسې بۍ شرمۍ کوي؟؟