کور / تازه خبرونه / پخوانى شهزداه جمهوري رياست ته كانديد سو

پخوانى شهزداه جمهوري رياست ته كانديد سو


د افغانستان پخواني شهزاده عبدالعلي سراج د افغانستان جمهوري رياست ته ځان كانديد كړى دئ.
شهزاده عبدالعلي سراج د افغانستان د پخواني پاچا امير حبيب الله خان لمسى او د امير عبدالرحمان خان (فولادي امير) كړوسى دئ.
شهزاده عبدالعلي وايي افغانستان د اميرعبدالرحمان خان په څېر يوه پياوړي مشر ته اړتيا لري چي ولس پر راټول او د طالبانو بغاوت ته د پاى ټكى كښېږدي.
شهزاده عبدالعلي په ۱۹۷۸ كال د كمونيستانو تر كودتا وروسته له كابل څخه ووتئ، چي په ۲۰۰۲ كال د طالبانو تر واكمنۍ وروسته بيرته افغانستان ته راغئ.
د هغه ورنيكه اميرعبدالرحمان خان له ۱۸۸۰ څخه تر ۱۹۰۱ كال پوري په افغانستان كي پاچا وو، چي د افغانستان د يووالي او ارضي تماميت په لاره كي يې د پام وړ كارونه كړي دي، نوموړى د كورنيو بغاوتونو په ځپلو كي كامياب سو او افغانستان يې يو موټى كړ، خو د پاچاهۍ په چارو كي تر ډېره حده ديكتاتور، ظالم او يو بېرحمه انسان ګڼل كېدئ.
د افغانانو له خو پر امير عبدالرحمان خان باندي تر ټولو لويه نيوكه له انګرېزانو سره د ډيورنډ د معاهدې پر سر ده، چي يو افغانستان يې د خپل حكومت د بقا په خاطر له انګرېزانو سره نيم كړ او دا شخړه د ۱۱۶ كالو په تېرېدو اوس هم ناحله پاته ده.
شهزاده عبدالعلي سراج وايي د هغه نيكه يو اتل وو، چي كه دى د افغانستان رئيس جمهور سي د هغه لاره به تعقيب كړي.

تبصره نسته

  1. ډېره ښه، پخوانی شهزاده عبدالعلي سراج صيب، خو داچي د خپل نيکه لاره تعقيبوئ، څه مانا؟ ستاسی نيکه خو لر وطن پر انګرېزانو وپلورئ او تاسي به دغه پاته بر وطن پر ناټو او ايساف دخيره سره وپلورئ څو نور د آبد دپاره د خبرونو د سرخط څخه د افغان او افغانستان نامه خاموشه سي؛ او يا که هسي نه؛ تاسي به دخيره د خپل ګران نيکه (امير فولاد) نه هېرېدونکې خطا جبران کړائ سئ؟؟؟

  2. دسلامونو په وړاندی کولو سره ټولو لوستونکو ته غواړم دا بی نوم او نښانه شهزاده صاحب ته ووایم چه ګرانه دا څه ټوګی نه دی نیکه خو دی هغه څه وکړل چه یادولو ته یی اړتیا نشته خو که ته هم هماغه لاړه باندی روانییږی او څوک درته رایه دړکوی نو هغه به پښتون نه بلکه ستا دنیکه د ګوډاګیانو پاتی ښونی به وی.

    دعقل خبره خو دا ده وروره چه ته ځان ته یوه لاره غوره کړه او د نیکه نوم د خلکو ته مه اخله نو امکان لری څه د اوړو پزه درته جوړه شی وسلام

  3. Granau wronu Samadi aw Manzur! stasy de tabseru qader kawam, khu da ham me heerawi che nen da Afghanistan gorai de de hamdy foladi Amir Abdurrahman khan barakat day ka ne nu Khudai puheegi che se ba we aw k ne.

    bela khaber da de che de Afghanistan lepara hamdasi yaw bel foladi amir ta zarorat shta che sok sar bezaia awchatawi nu ser try alozawi nu inshallah che Afghanistan ba aram she k ne nu hais ba ham paty ne she, leka karzi ghunday merkhulai insan hais ham ne she kawelay. yaw pacha che khpel waiand ya mrastial ta se neshe wailay nu hagha be nor se wekri?

    ze da ne waiam che Shehzada khe day aw k bad zeka de haga pe bara k se malomat ne laram Allah de hagha sok rawali che de Deen aw gran Watan khedmat wekri Ameen.

  4. worono tasi dere ghalate khabari kawai hagha wakht ki che amer abdurehman khan da deurand karkha imza kawala hakha da hagha wakht pukhtano da baghawat aw che da wos ham zamong de na yaowale waje na mong pa khpal watan ki be watana aw be ahsiata you da de ankrez kar de ka zamonga mong khpala kha nayou ka yao shoo sok ba pamong laka deurand karkha dastkhat woki hakha wokht ham mong kha nawo wos ham mong kha nayou che bal ta guta nesi salour de khpal zan ta de

  5. افرين وايي چي دخپل نيكه لاره به تعقيب كړم ……..
    نيكه خو دي نيم افغانستان په پنجابيانوخرڅ كړ فكر كوم چي باقي به يي ان شاء الله ته دخپله سره ځار كړي .

  6. سلامونه
    ګرانوافغانانومه خفه کيګي شهزاده فه زړه کي خراب دي طالبانوته يي په زړه کي خيره ده که اوس يي وګټي اوکه ناکام شي سريي خوړلي دي

  7. ددغه بې نوم او نښانه شهزاده په هکله ما هم دلته شا او خوا پوښتنه وکړه چې دا شهزاده له کومه راولويد، خو وروسته له پوښتنو او ګرويږنو مې د هغه په هکله ډیر په زړه پورې مالومات تر لاسه کړل،

    ويل کيږي چې دغه شهزاده دا څو کاله د مخه د افغان ماشومانو او زدکونکو لپاره په امريکې کښې دهغه هيواد د زده کونکو لخوا راټولې شوې کتابچې او نور د زدکړې اړوند توکي چې د ځينو امريکې ميشتو افغانانو (چې شهزاده صاحب هم پکښې شامل وو) په زيار را ټولی او د زده کونکې لخوا زده کونکې لپاره د ډالۍ په څير د شهزاده صاحب په لاس افغانستان ته ليږل شوي وو،خرڅ کړل، او پيسې يې په خپل جوب کښې واچولې او بيايې په بدل کې بیکاره او بدلې پاکستانې کتابچې واخيستې او هغه يې په ښونځيو وويشلی.

    نو اوس داسې ښکاري چې پړی یې ښه اوږد اچولې او دا وار لکه چې دټول هيواد شتمنې په جيب کښې اچوي. خداي جل جلاله دې زمونږ د ګران هيواد له دغه وينې څښوونکو داړمارانو له منګلو له خيره خلاص کړي، آمين.
    په درنښت

  8. بې پلاره شهزاده ۰

  9. سلامونه . ستا ناځوانه نيکه د پښتنو سره داسي ناځواني وکړه چي هيڅ ي زخم نه جوړيږي . ستا نيکه فقط يو ځان غوښتونکي انسان و ، او موږ چي فيکر کو ته هم ځان غوښتونکي اوهم مر يي ي الله دي د دي مظلوم قوم حافظ او نا صر سي .

  10. سلمان صاحب چی کومه لیکنه کړیده خدای خبرهغه دکوموملحوظاتوپه اساس کړی وی په شمشاد کی دسردارعبدالعلی سراج یی اوږده مصاحبه پرته ده تاسی مهربانی وکړی هغه وګوری هغه هیځ کله هم چی امیرعبدالرحمن خان یواتل نه یاد کړی و هغه روښانه ویلی چی زه دغازی امان الله خان هغه ارمانونه کوم چی دوطن داذادی په لاره کی لرل تعقیبوم هغه په خپله مصاحبه کی روښانه ویلی دی افغانی طالیبان ددی وطن زامن دی اودایی وطن دی زموږوروّنه دی اوهغه په خپله وینا کی په واروواروویلی دی چی که خارجیان زموږ دکمک دپاره راغلی دی وی دخلګودوژلواومبمباردحق نه لری

    موږ خپل وطن باید په خبله وساتونه دسلمان صاحب دپاره داسی کسان ښه دی چی بیا دپښتنوپه سروکی میخونه ټکوهی اویا یی دښخوتی ورپری کړی ځکه دسلمان صاحب لیکنه داسی مالومیږی چی دیوی استخباراتی کړی لخواورته هدایت سوی وی هغه په خپله لیکنه کی دااړخ ته ولی اشاره نده کړی چی هغه داعلحضرت غازی امان الله خان دترقی اواستقلال طلبی اودهغه دارمانودپوره کولو په تکل رادانګلی دی اوکه ځوک دغازی امان الله خان داتل والی نه انکارکوی نوهغه دافغانستان دموجودیت نه هم انکارکوی

    دسلمان صاحب دهغه چاپه هکله ولی دژبی قلم مات دی چی افغانستان ته دادیریش کال ناورین رااورولی دی دهغه چاپه هکله یی ولی دقضاوت سترګی رنډی دی چی په خوست دپښتنوښځی په امریکایی سپیانوخوری دهغه چا په هکله ولی دحقیقت ډیوه مړه ده چی چی افغانستان یی دخارجی لښکرودبدمعاشانومرکزجوړکړیدی دهغه چا په هکله ولی ځه نه سی لیکلای چی دافغانستان تاریخ اوجغرافیه یی دواړه خرځ کړیدی په تخارک یدمها جیرینو په هکله ولی سترګی پټی کړیدی سردارعبدالعلی سراج دافغانستان یومنلی وتلی شخصیت دی دجهادپه وخت کی داسی ډیراسنادموجوددی چی هغه دافغانستان دمجاهدملت داذادی دپاره دسلاح اوحمایی دپاره دنړی دمعتبروسرچینوته دمجاهیدینودحمایی مشوره ورکړیده همد اشهزاده سراج وچی کله دناټوقواوی افغانستان ته راتلی هغه بوش ته ولیکل چی افغانستان ته دغیراسلامی لښکرولیږل یومطلق خودکشی ده افغانستان دخارجی لښکروخصوصا غیراسلامی لښکروسره حاسیت لری کوم لس مواده چی دبن دکنفرانس په وخت کی بش ته لیږلی هغه هم په انیترنیت کی سته اوهم یی نقل سته چی په دومره جرات سره یوه افغان حتی یوه رهبرهم داجرات نه سوکولای که بش هغه ځه چی سراج لکلی دی خبره هم وکړی هغه ژوند اسناد پراته دی حتی دبش جواب هم پروت دی

    که بش یا ځینوافغانانوهغه طرحه منلی وای چی سراج ورته پیشنها د کړیوه ددی مشکلاتوته به یوهم نه وای کوم چی اوس موجودی دبی عقلوافغانانوداکاروی چی خپل ملی شخصیتونه پخبله بدناموی اودخارجی جاسوسانوپه لمسون خبل بازوپخپله ماتوی اخرپخپله بند پاته وی وی همداسی یوځووطن فروشان وه چی دغازی امان الله خان په باره کی هم داسی بی ځایه کیسی اوتبصری کولی چی افغانستان یی سل کاله شاته وغورځاوه سړی نه پوهیږی چی داوطن که دغازی امان الله خان پرکورنی راټول نه سی نوپرداوسینوغلویی یی راټولوی دسرداعبدالعلی سراج ترنهه پوښته پاچهی وروسته حتی خپل کورهم نه لری ولی دهغوکسانوچی دپلارنوم یی چا اوریدلی نه واوموریی دبل دکورشملیبی په خواست راوړی دافغانانانوپه وژلوورته اسماخراشه بنګلی ورسیدی اودموترانواوبلندمنزلونه یی افغانان ترسږموراغلی دی تاسی ورسی دسراج په دفترکی یوغټ دغازی امان الله خان عکس ځیړیږی اوترلاندی لیکلی دی اسلام – وطن – استقلال – اقوام همداسی فدرام هم وویل چی دغازی امان الله خان یوخاین واخربرخپله خبرپیښمانه وسلمان صاحب نه دسراج مصاحبه اوریدلی ده اونه یی هم دنږدی ورسره لیدلی خوداډول دحقیقت نه لیری لیکنی دافغانستان دپاره دیوی بلی غیمزی پیلامه ده دادهغوجاسوسانوکارد دی چی نه غواړی داوطن داذادی خاوند وی نه غواړی داوطن اذاد وی نه غواړی چی داوطن سرلوړی همداسی لیونوغوندی لاس اچوی داکارونه ځینوکمونستانوهم کول کله به یی په داودخا ن پسی بدویل کله به یی په هغه ظالم باله اوس ملت هغه داودخان غواړی پلا س نه ورځی هرځوک چی ځه لیکی هغه باید دحقایقونه باخبره وی هغه باید حد اقل سوج وکړ یچی زه خپلی پښی ولی پخپله پری کوم که دانړی ټول مزدوران اوجاسوسانوهیځ خیانت نه دی کړی اوډیربد کارسویدی چی دامیرامان الله خان وراره ځان کاندید کړی دایوحقیقت دی چی دی

    کاردټولوخاینانواووطن فروشانوپرکوریوزلزله راولاړه کړیده چی اثریی دسلمان صاحب دلکنی سرچشمه اخلی وسلام

  11. ګرانه شهزاده! افغانستان نور دیکتاتورانو ته اړتیا نلري بلکه سیاستوالو او روڼاندو ته سخته اړتیا لري.

    په درنښت

  12. سلامونه . ښاغلي حاجي مهاجر وروره ، ستا خبري د قناعت وړدي اما د ډيورند پر ليکه دي هم بايد يو څه روښناي اچولي واي، چي ولي جلا سوه او د چا يي د جلا کيدو امضا کړه ؟؟.بښتنو ډيري زا ري ورته و کړي او مقاومتونه ي د انګريزانو سره وکړه ، خو د ښاغلي امير يوا زي خپل ځان خوښ و …… الله د ي د دا مظلوم او محکوم قوم حافظ او نا صر سي .

  13. کاشکې چې سراج صیب په ریښتیا هم ځان کاندیدکړي ،ترڅو یوه رایه هم ترلاسه نه کړي اوپه شرمونووشرمیږي.

  14. Grano Hewadwalo, Mekh kshe la dena che ghwaray youw mazmun ya maqala welikay, lomray zanuna per mouzo poh kre.

    Da be dera sha khabara we.Ze neshem kawalay qazawat wekrem che de Seleman saheb khabare ya lekena reshtya de au ke na. Ze ma salamoena tolo hewadwalo te.

  15. افرين شهزاده ډيرې په زړه پورې رايي دې ګټلي ظالمه ته به څومره په زړه پورې رايي وګټې .

    ګرانه شهزاده دې افغانانو خو ته داسې باد باد کړى يې هلکه که په رښتيا هم کانديد شوى يې ګمان نه کوم که دې څوک ټوکره هم پيدا کړي، زما په خيال چې ستا د نيکه قصور به ستا څخه واخلي.

    خو داسې وکړه چې تير شه د دې پاچاهۍ نه هسې به پکې خراب شې او طالب جان خو درباندې چليپه کش کړې. نور دې خوښه خپله.

    ښه مرګ درته غواړو نو…
    ملنګ جان

  16. allah de da staa sar ta ham khair peesh kry saraaaj saib . daasi shkaary che da zh wand sakha pa tang raaghalayee ….la de khooboonoo teer shaa …manana…

  17. خدای د خوار کړه شهزاده چه دنیکه نوم دا خلی کله د هم تاریخ لوستی او یا پری خبر یی چی وایی زه د هغه لاره تعقیب کوم ستا نیکه هغه څه د پښتنو په حق کی کړی د ی چه دیادولو وړ ندی تا ته په کار دهچه د شاه امان الله خان غازی نوم واخلی نه د هغه خودکش بیګانه پرست نوم
    تاج

  18. S HZADA SAHEBALLAH KHO DI WRAK KRA CHI WRAK SHI

  19. Granu wronu Salamona!
    Maa le paroon na ter awsa leg se malomaat ratol krel che stasy pe huzoor ke ay wdandy kawom.
    daa be plara Shehzada Shayed de Enayatullah Khan na paida we khu de Halale nekah na ne balke de komy Hazaragai weenzy zoi day aw Murtad Esawai day aw pe Afghanistan k de Esawi deen tableegh ta raghelay day che daa kaar ay de su kalonu na ra pe day khwa shuro keray aw Rawan day, de Esawiannu na ay yaw se paisy rawdy way che pe se barkha ay pe Hazarajatu ke koruna jor keri aw Esawi tableegh ay rawan keray day. Noor tasy pe khpela poh khaleg yaast.

  20. za der khoshahla shwom che staso khabre me awrede zar shway kho sarah na shwaye po taso bande be nor hum kha wakht ka allah kry rashy no taso ba bia de ameer abdu rehman arman hum wokray ,
    because you people r unedugcated this why you people dont know about the true