د افغان ولسمشر حامد کرزي د دفتر د شکايتونو او عرايضو کميسيون ريس ښاغلي اسدالله وفا د حقيقت موندلو او د خلکو د شکايتونو اورېدلو دپاره لس ورځی په کندهار کی تيري کړې. هغه چی کله د مطبوعاتو سره خبری وکړي او په کابل کښي يي هم خبريالانو ته وويل لوی کار يي کړئ دئ .
ده خپله لويه لاسته راوړنه دا اعلان کړه چي د لويو لارو پر سرو يي د پرتو پاټکونو مخه ونيوله او تر دې وروسته به پر دغو لارو ولاړ پوليس له خلکو پيسي نه اخلي او نور نو په کندهار کښي خير او خيريت و. هغه د پخوا په پرتله د کندهار امنيت ښه وبلئ او دا يې هم ويلي چي د امنيه قوماندان په مرسته يي د پاټکونو مخنيوی کړئ دئ . اول خو پوښتنه ولاړېږي، هغه وخت چي وفا په هلمند کي والي و ايا دا پاټکونه نه وه موجود، هغه وخت له خلکو پيسې نه اخيستل کېدې؟ هغه وخت هم دا مشکل موجود و، اوس هم شته او زياتوالی هم په کښي راغلئ دئ .
بله دا چي ښاغلی مطيع الله قاطع چی دا مهال د کندهار امنيه قوماندان دئ ولي دومره د فيل په غوږ کښي بيده دئ چي له دې مشکل څخه خبر نه دئ چي بل څوک د کابله راځي او دا مشکل درک کوي او د مخنيوي دپاره يې اقدام کوي، خو زه سل په سلو کښي ښاغلی وفا ته چلینج ورکوم چي دا مشکل به همداسي پاته وي او یوازي يو څو ورځي به دا مشکل حل وي . ښاغلی وفا چي له کومي شېبې کندهار ته مخه کړه کله په نارنج او کله په منډيګک ماڼۍ کښي شپې کوي چي د زردارو په دغو محلونو کښي حقيقت يوه پلاوی او چارواکي ته هم په لاس نه دئ ورغلئ او نه به ورسي، د کندهار ټول ترخه حقايق په دغو ماڼيو کښي سرخوري او دلته چا ته انصاف نه دئ ورکړل سوئ .
په کندهار کښي ښاغلي وفا ته اساسي مشکلات په مخه نه دي ورغلي که ورغلي سر يي نه دئ په ګرځولئ چي یوه ستره موضوع د مځکو د غصب موضوع ده، له بده مرغه د ارواښاد استاد عبدالروف بېنوا مځکه په ميرویس مېنه او د ارواښاد محمد ګل نوري مځکه ښاروالي ته نژدې موقعيت لري چي د کرزيانو د واکمنۍ په وخت کښي زورورو لاندی کړي او اوس يې څوک د راخپلولو وس نه لري، د هيواد د دغو دوو خدمتګارانو لمسيان او د کورنۍ نور غړي له کلونو راهيسي لالهاندي ګالي خو څوک حق نه ورکوي، د عېنو مېني مځکي خو مه ښوروه چي په سلګونو شيش محلونه ورباندي اباد او په لکهاوو ډالرو خرڅ سول .
په کندهار کښي غريب خلک لا پسي غريب او خانان لا پسي خانان سول .
د ښاغلي اسدالله وفا په اړه د هلمند خلکو هم زياته هيله درلوده چي په دي ولايت کښي به امن راولي او مرور خلګ به پخلا کړي خو نه يوازي هلمند ته امن رانغلئ بلکي ښاغلي وفا خپلي هغه ژمني هم پوره نه کړې چي د موسی کلا ولسوالۍ د خلکو سره يي وکړې، چي موسی کلا به د ټول افغانستان په سطحه د بيارغوني او پرمختګ په برخه کښي یوه نمونه ولسوالي وي، طالبان به د هلمند له ټولو ولسواليو څخه پسي اخلي، خو موږ وينو چي نن سبا موسی کلا د ناامنۍ په ډګر کښي يوه نمونه ولسوالي ده او د موسی کلا ولسوال عبدالسلام هم زيات د دولت څخه مايوسه دئ چي په لسګونو ساتونکي يي تېره مياشت ووژل سول او د بيارغوني ټکی کار هم په دې ولسوالۍ کښي ونه سو او نه له دې ولسوالۍ څخه طالبان وشړل سوه .
ښاغلي وفا هلته چيري د خلګو سره وفا وکړه چي اوس به يي د کندهار د خلکو سره وکړي . امنيت خو په کندهار کښي همدا اوس دومره خراب دئ چي هره ورځ په ښار کښي دننه ماينونه پټ سوي وي او خلک تروريږي، کله چي د دې مشکل يادونه و امنيه قوماندان ته وسي هغه د دې پرځای چي د کومي چاري او تدبير په فکر کښي سي له خلکو سره سپک برخورد کوي او ان چي ځينو کسانو ته يي ښکنځل هم کړي دي چی د خلکو سره يي دا ښکنځل ثبت سوي سته .
دا ليکنه په زړه پورې ده خو نه يم خبر چې نور ليکوال ولې دغو حقايقو ته پام نه کوي؟ په دغو ناامنو ولايتونو کې په زرګونو نور حقايق شته چې زموږ ليکوال يې بايد راوسپړي.
ګرانوکندهاریان تاسی پوهیږی چی اسدالله وفا ددی دپاره نه ودرغلی چی دمظلوموکندهاریانوستونځی حل کړی اونه هم یی هم حلولای سی په کندهارکی ټولی ستونځی ددولت لخوا اویا دکندهار دپاچا لخوا جوړشویدی هغه نه وفا حلولای سی نه بی وفا کندهاروفا کندهارته دد ی دپاره تللی وچی دکرزی صاحب دپاره مخصوص کپاین وکړی ځینی هغه مردارخواره کسان چی ځان اوایمان وطن اوولس ټول په څوپیسو خرځوی دهغوی دپاره وعدی اومعاملی وکړی.
مشکلات حلول اصلا ددی دولت په اخلاقوکی ځای نه لری هغوی یوازی ددی دپاره اوس ډالرشندی چی بیرته کرزی پرقدرت پاته سی نه ددی دپاره چی مشکلات حل سی هلته مشکلات چا جوړکړیدی داچی دکندهارلیکوالان بی چارګان دکندهار ددیکتاتورنظام نه خوله نه سی خلاصولای داحقیقت هرچاته مالوم دی که اسدالله وفا یوه شکایت هم له دولت راوړی و دابه ومنل سی بیچارپولیس چی خپله تنخوااوډوډی نه ورسیږی دهغوی په هکله به یی شکایتونه راټول کړی وی خوهغوی چی کندهاریی دنابودی کندی ته ورټیل وهلی دی اوسربرد ټول وهی نوشان جان کوی دهغوی په هکله خوله هم نه خلاصولای داسی نه ده چی اسدالله وفا ددی دولت پرکړووړومین دی هغه خوهم مارنه دی چی خاوری خوری
دا ليكنه نه دا چه په زړه پوري ده بالكل حقيقت لري او د لويو لارو پوليس خو لا هلته پريږده په ښار كښي دننه ددوي حالت وګوره چه د يوي خوا پر يو اړخيزه سړكونو باندي ددواړو اړخو موټران تګ راتګ كوي او له بلي خوا دا رينجر موټران د سړك پر منځ روان وي هغه هم په لګيدلي څراغانوكه لار ورنكړي .
پر هغه خپل لاس دي وهي هم ځكه چه دا موټران خو ددوي په پيسو نه دي رانيول سوي د بيت المال دي كه ټكر هم سي ددوي يي دبلا او اكثريت يي د موټر په چلاو پوهيږي هم نه
+
GRANOO WRONO DA DAWALT KHALG KHO DA DAWALT DA AINAKO SAKHA GORAI ,AOW DA DAWALT DA MANZ SAKHA KHABRI KAWEE,,, WALI CHI DOI MILAT KALA WA ZAN TA PARIZHADAI, AOW KALA YA DA MILAT DA MANZ ,SAKHA DA MILAT PA DARD ZAN KHABR KARI DAI,,
DAGHA WAFADARANOO KHO DAWAFA KARE DA CHI MILAT TA BA DEARI STONZAI JORA WOO,, AOW DOI RISHTYA HAM PA KHPLA WAFA KI SADIQA DAI,,,
GRANA WROR, HAJI MAHAJAR SAHIB ,ASALM ALYKOM
KA STASO DA TALIFON NOMER YA EMAIL ADRAS WA MATA RAKAI DEARA MIHRABANI BA MOO WEE,,,
0776610056,
NIAMAT.ALKAOSAR@YAHOO.COM
STASOO WROR
ګرا نو هيواد والو :
تاسو يواري په ژوره توګه واسدالله وفا ته وګور ي ځڼګه ناست او لاس يې ځنګه نيولي دي ،تاسو وواياست داولسمشر استازي به دونه عاجز او تر تا ثر لاندي وي،،، دي خواره كي دخدمت لپاره نه دي راغلي بلكي دخپلو بچيانو لپاره د ځه تو ښي او ژوند دبرابرولولپاره راغلي دي ،دده له ځيري په ډاكه ښكاري چې ځونه معامله ګراو راټولونكي دي ، دروانشناسې په اساس ريښتني خدمت كونكي او پاك سړي په ځيرو كي دورايه ننګ او ميړانه او غيرت او نور ښكاري ،، چې دهيځ شې پروانه لري ، اوس تاسو وګوري دښاغلي په تندي او ځيره كي كوم نوروينې ،كه ننګ او ميړانه او صداقت ،
دي به كندهارته ځه وكړي ،دا ټول راغلي له غربه وژي تږي او فقيران يوازي د پيسو اودالرو دراټولو له فكر كي دي ،
كه دوي خدمت وكړي گته يې دوي ته نه رسيږي ځكه چې دوي غرب ته ځي نوكه خلګ يې په ښه نامه ياد كړي هم دوي يې نه شې ليدلاي ا ومستقيما ګټه نه شې ترلاسه كولاي ،
او كه راولاړشې ښه ډالر ټول كړي په غرب كي ښه تجارت او ښه ژوند ولري ،،، ارام او سوده ژوند به ولري ، كه په سرطان او نورو درنو ناروغيو باندي اخته شې يو ښي پيسې به ددوالپاره ولري ،
كه صداقت وكړي او خلګو ته خدمت وكړ ي نو دژوند په ورستيو وختونو كې به دځان په دوا اودرملو پسې حيران وي له يوه كو چنې او عاد ي ناروغي به مري .
دخلګو لپاره خدمت نسته يوازي دلويانو او بدايانو دقدرت داوږديدولپاره مبارزه روانه ده ،
دوي صدقان دي چې خلګوته خدمت كړيدي دوي بدايان او واكمنان خلګ بولي هغه چې په ظلم نارواوكي يې ډير پيسې راټولي كړيد ي ،غريب خلګ ورته وګړ ي ښكاري دخلګ په سترګه ورته نه ګوري ،
دمافيايي ګټو دساتلو لپاره كرزيزم خپلو هر ډول مبارزوته دوام وركوي ،
Salamona za da mohtaram Asadullah wafa pa bara kee domra wayam,Che kala Asadullah Wafa Da kunar Wali woo no Kunar ta yee derr khedmat wako da kunar markaz asadabad ta yee yaw nawee rang warko bazar kee chee kom benagshee dokanona woo toll yee warawoll ,der ghat khedmat yee Kunar ta kalee de aw da kunar khalak tee derr khushala dee
Rahmati da Sweden,