وروستۍ دوه نيمې پېړۍ او په ځانګړي ډول وروستۍ درې لسيزې د پښتنو پر ضد د جنګونو او استخباراتي دسيسو لسيزې وې. كه له يوې خوا دغو جنګونو او دسيسو پښتنو ته زيات ځاني او مالي زيانونه واړول او له واك او سياست څخه يې لرې كړل، خو له بلې خوا يې دوى له بل هر وخته ويښ او له سياست سره روږدي هم كړل.
دا سمه ده چې نن د پښتنو په ځوان نسل كې تر بل هر وخته زيات مسلكي پوهان او سياستوال شته، خو لاهم پښتانه د پرديو او دښمنانو تر ګوزار لاندې دي، د تاريخ له جبر سره مخ او په بېلابېلو نومونو سره وژل كيږي او ټول پښتانه د پرديو دغه ظلم او د ځان محكوميت ته ګوته په غاښ ولاړ دي، ننداره يې كوي او د پښتنو د ژغورلو له پاره هيڅوك هم څه اغېزمن اقدام نه شي كولاى.
بايد ټول مسوولانه له ځانه وپوښتو چې د پښتنو د ژغورلو له پاره څه كول په كار دي؟
دغې پوښتنې ته مو ځواب څه دئ؟
راځئ چې خپل فكرونه او سوچونه سره شريك كړو او په ګډه دغې پوښتنې ته ځواب ومومو.
شايد د دغې پوښتنې په ځوابولو كې زموږ د هر يوه مخ ته بلا ستونزې تر سترګو او په بيړه دا يو ډېر ستونزمن، لانجمن او ان ناشونى كار وبولو او ځنې لاس واخلو او ووايو چې دا يوه هسې هڅه ده.
خو داسې نه ده، ځكه هيڅ يوه ټولنيزه ستونزه داسې نه ده چې ورته د هوارۍ لارې چارې ونه موندل شي.
د افغانستان د ستونزو هوارى بهرنۍ لاسوهنې او كورنيو پرديانو ستونزمن كړى او بهرنيانو په خپلو استخباراتي لګښتونو او پانګونو سره د افغانانو تر منځ ځينې داسې پروژې په لاره اچولي چې افغانانو او پښتنو ته تعريف شوي نه دي او د دوى د ګټو تضمين په كې نه شي كېداى او حالات يې پېچلي، ترينګلي او ستونزمن كړي دي.
د دغو پروژو په سر كې د بهرنيانو په سرلارۍ او ملاتړ يو شمېر بې هويته، چالاكه او دوكه باز افغانان ولاړ دي، ولس يې غافل او هيپنوتيز كړى، پښتانه او افغانان يې د بهرني زور او ځواك پر مټ يرغمل كړي او د خپل ملت په ځورولو، ربړولو او سياسي سوداګريو او قاچاقو لګيا دي او د ملت وركونې او بربادۍ پر سر له بهرنيانو پيسې او امتيازونه ترلاسه كوي.
دا سمه ده چې دغه سياسي سوداګران نن هر يو لكه فرعونان د ولس پر برخليك واكمن دي او د ولس خواخوږو او رښتنيو افغانانو ته اجازه نه وركوي چې واك او سياسي ځواك د الهي د يو امانت او عدالت په توګه ولس ته وګرځوي او ولس له دغه بد ناورين او ناتاړ څخه وژغوري او هېواد د سولې، امنيت او پرمختګ پر خپلې طبعيي تګلارې سم كړي.
په دې كې شك نشته چې له باطل سره د حق مبارزه ډېر وخت نيسي او زياتو سرښندنو ته اړتيا لري، خو رښتيني خلك د ټينګ هوډ او ژمنې خاوندان وي او هيڅكله د حق او الله ج د رضا پر ځاى دنيوي مادياتو ته لومړيتوب نه وركوي، د الله ج د رضا لاسته راوړلو او د ټولنيز راحت، پرمختګ او ابدي ژوند او سوكالۍ تر لاسه كولو له پاره لاس تر زنې كرار نه كېني، د ظلم پر وړاندې او پر ځمكه د الله ج د سپېڅلي عدالت د ټينګښت له پاره مبارزه كوي.
له دې سره-سره پر ظلم د عدالت برى ناشونى نه دى او الله ج پر ظلم د عدالت د بري ژمنه كړې ده.
يو ژمن او هوډمن مسلمان، مومن او پر ولس مين سياستوال پر ټولنيزې ناشونتيا هيڅكله باور نه لري او فكر كوي چې فرعونان هيڅكله هم خلق شوي نه وو، بلكې جوړ شوي وو، د خدعې، پيسو، تدبير او دوكې په زور رامنځته شوي او د رښتينولۍ په قهر، تدبير، پيسو او ځواك له منځه تللي دي.
الله ج مومنانو ته د ټولنيز واك دوه بېلګې په خپل سپېڅلي كتاب قرانكريم كې بيان كړې دي.
يو پر ظلم او باطلو ولاړ د فرعونيت بېلګه ده او بله پر رښتينولۍ او عدالت ولاړه د پيغمبرانو ع او د خليفه ګانود واكمنيو بېلګه.
كه لږ سوچ وكړو او د ټولنيز واك دغه دواړه بېلګې وڅېړو، نو وينو چې د فرعونانو قوت او ځواك په دې كې وو چې له پيسو، عقل، منطق او تدبير څخه يې كار اخيسته او په خدعې سره يې بېوزلي، ناچاره اوعام وګړي په خپل تدبير سره يو موټى او همغږي كول، ستر ځواك يې ترې رامنځته كاوه، واك يې په خپل لاس كې راټولوه او بيا يې له دغه ځواك څخه د ظلم دودولو، د شيطاني او مادي ګټو د ترلاسه كولو له پاره كار اخيسته او د پيغمبرانو ع او پرهېزګارانو توپير ترېنه په دې كې و چې هغوى له خپل عقل، منطق،تدبير او ځواك څخه د ظلم، ټولنيزې بېعدالتۍ او شيطاني نفسانياتو د له منځه وړلو او د برحقې واكمنۍ د ټينګولو له پاره كار اخيسته او هيڅكله د واك د انحصار او فساد په لټه كې نه وو.
د پورتنيو څرګندونو پر بنسټ ويلى شو چې د پښتنو روان حالت خورا خواشينونكى او د ترحم وړ دى او ټولو رښتينو او پر ولس مينو پښتنو ته په كار ده چې ځانونو ته ټكان وركړي، له عقل، سوچ او تدبير څخه كار واخلي، پښتانه پر يو محور سره راټول، له هغوى يو فعال او رښتينى ټولنيز ځواك رامنځته او په دې سره له روانو حالاتو، ټولنيزې بېعدالتۍ، ظلم او فرعونيت سره مقابله وكړي.
دا چې دغه محور او دوكتورين يې څه وي، څنګه رامنځته كېداى او خپل كار ته ادامه وركولاى شي، ښه به وي چې پښتانه لومړى د انټرنېټي سايټونو له لارې خپل وړانديزونه وړاندې او د برېښنايي پتو له لارې سره اړيكې ونيسې او خپل نظرونه سره تبادله كړي.
د دغې هڅې په پايله كې كېداى شي د پښتنو يوې سترې، مثبتې، رښتينې او اغېزمنې ټولنې د جوړېدو له پاره زمينه برابره شي، هلته چې واك د يو شخص په لاس كې نه بلكې د شورا او ولس په لاس كې وي.
د دغې طرحې ننګه يوازې په دې سره كېداى شي چې انفرادي هڅې د ټولنيزو بدلونونو له پاره دومره اغېزمنې نه وي لكه څومره چې ټوليزې او د ټولنيزډيناميزم هڅې اغېزمنې دي.
بل پلو د پښتنو د ناورين يوه برخه دا هم وه چې ډېرى پښتنو چارواكو په انفرادي توګه د سياست ډګر ته رادانګل او عامو پښتنو يې هم ملاتړ كاوه، خو په پايله كې ډېرى له دغو سياستوالو خپلسرۍ او مطلق العنانۍ ته مخه كړې او شخصي ګټو ته يې پر ولسي او ملي ګټو لومړيتوب وركړى او په پاى كې د عدالت له بهير څخه يې شا اړولې او د ظلم له بهير سره يو ځاى شوي دي.
اوس پر يو محور او رڼو دوكتورينو د پښتنو را ټولېدل د خپلسريو مخ نيولى او د دغه ټولنې په غړو كې د مسووليت احساس رامنځته كولى شي. ځكه د ټولنې دوكتورين د هندارې او ترازو غوندې كولى شي د يو شخص بد كړو وړه وارزوي او د اړتيا په وخت كې د ټولنې له خوا فشار پر واچول او مخنيوى يې وشي.
په انفرادي فعاليتونو سره كېداى شي د يو چا كړه وړه وارزول شي، خو دغه فعاليتونه د ټولنيز فشار كچې ته نه رسېږي او په ټولنيزو بدلونونو او د ګواښونو په راكمولو او مخنيوي كې يې اغېز ډېر كم دى.
هيله ده چې له راتلونكو ټولټاكنو مخكې پښتانه د يو داسې ټولنيز ډيناميزم په رامنځته كولو بريالي شي، چې وكولى شي د هيواد په سياسي بهير كې ونډه واخلي او كه يا هم كېدوني وي ټولټاكنو ته خپل نوماند وپېژني او په هيواد كې د پخلاينې او سولې د ټينګېدو له پاره خپل پلان وړاندې او كار پرې وكړي.
ياداشت: د ټولنې په اړه لومړني جزيات به له نظرونو اورېدلو او ارزولو وروسته په ډاګه شي، په تمه اوسئ، خو لومړى مهرباني وكړئ او خپل نظرونه شريك كړئ .
د ايمېل پته : baryali.jahish@gmail.com
ښه لیکنه مو کړې ده. او ښه وړاندیز مو کړی دی. خو پښتانه باید د پښتون په نوم ګوند جوړ نه کړي، ځکه دوی د ټول هیواد د ساتنې مسولیت لري. یو لوی شعار باید مخې ته کړي او د داسې لوی افغان شموله حرکت له پاره کار پیل کړي چې پښتانه یې په محور کې خو نورو ټولو افغانانو ته دا ډاډ ورکړل شي چې د ټولو متناسب او مساوي حقونه به خوندي وي.
د اتل صاحپ د وړانديز په پام كې نيولو سره چې كېداى شي وروستۍ مرحله وي زياتوم: لكه څنګه چې وايي، لومړى ځان د جرګې جوګه كړه بيا په جرګه ورسره كېنه.
پښتانه اوس په خورا كمزوري موقف كې دي، ټول سره تيت او پرك دي، دوى ته لومړى په كار دي ځانونه منسجم او بيا له خپلو كورنيو او بهرنيو سيالانو سره د جرګې او مذاكرې په مېز كېني. نن له پښتنو پرته نور ټول قومونه خپلې استازې ټولنې لري او په ملي غونډو او ملي شورا كې د خپل قوم استازيتوب كوي، خو پښتانه كه څومره هم ځان د افغانستان وارث وښيي، خو دوى يوازې د پښتون په توګه منل كيږي.
ملي هويت ته رسېدل تل د يو قومي- ملي پروژې له لارې ترسره كيږي.
پښتنو تر اوسه په ټولو جرګو او دولتونو كې زيان له دې پلوه ليدلى چې په خپلو كې سره جوړ نه دي، خو ځانونو ته په ملي هويت قايل دي، خو سيال قومونه دوى په دې كچه تحويل نه اخلي، ځكه كوم څه چې كومې ډلې تر اوسه د پښتنو په استازيتوب تمثيل كړي، هغوى نه د پښتنو استازي وو او نه يې پښتنو ملاتړ كړى دى.
د بېلګې په ډول كرزى هم پښتون و او پښتنو ورته رايې وركړې او په واك يې ورساوه، خو ګټه يې نورو ته رسېږي او پښتانه يې د پرديو ګوليو ته تړلي دي.
نور قومونه بيا په كابينه د ونډې پر مهال دى پر پښتنو شمېري.
د هزاره ګانو له پاره محقق دنه خوړلو اعتصاب وكړ، خو د كوچيانو له پاره كوم پښتون وكيل اعتصاب وكړ، خو په پارلمان كې لس څوكۍ د كوچيانو په نوم دي.
اوس چې خپله كوچيان وكيلان ونه كړاى شي د كوچيانو استازيتوب وكړي نو د پښتنو په څه وكړي او كله چې پښتانه وكيلان ونه كړاى شي له پښتنو دفاع وكړي نو پنجشيريان او تخاريان به پرې څه پاور وكړي چې پښتانه له دوى نه دفاع كوي او دوى به د ايران غېږې ته نه غورځېږي.
لكه څنګه چې د تركمنانو، د بيات قوم، ناصرو قوم، ازبكو، د نظار پنجشيرۍ شورا او د بدخشان د جمعيت ګوند او هزاره ګانو ګوندونه او ملي ټلواله او نورې تاجيكې جبهې او ټلوالې كفر نه دى نو په يوه پراخه كچه كې د پښتنو راتولېدل هم كوم زيان نه لري او كفر نه دى.
زه فكر نه كوم چې دغه ټولنه دې پراخه ملي اجنډا ونه لري.
خو يو څوك چې څوك يې په كلي كې نه پرږدي د ملك د كور دعوه كول ورته ښه نه پرېښي.
زما وړانديز دا دى چې دغه ټولنه پايد ژر تر ژره جوړه شي، بايد پراخه قومي او ملي اجنډا ولري او د يو سياسي ګوند او ايډيالوژۍ په دايره كې ځان محدود نه كړي او په ځان كې د يوې جبهې په توګه د ټولو ګوندونو د ځايولو زغم ولري.
جهش صاحب زه هم ستا لیکنه په ځای او په ښه موقع بولم، لکه څنګه چی تا سو ورته اشاره وکړه رښتیا هم پښتنو پدی دری لسیزو کی ډیر ستونزی وګاللی خو زه دی باندی بحث نکوم او په تللو اوبو پسی ډانګ اخستل ګټه نلری.
را ځو دی ته لکه څنګه چی پوهیژی ولس مشریزی ټاکنی نژدی دی او پدی اساسه موقع کی باید ټول پښتانه سره یوی موټی شی او یو پښتون افغان ولس مشریزی ټاکنو ته کاندید کړی دا به د ټولو پښتنو بری وی او دا ځل باید پښتانه ډیر هوښیار وی تر څو یو رښتین او ولس مین پښتون ته رای ورکړی ترڅو پښتنو او ټول افغان ملت د خدمت جوګه شی.
او زما د ټولو هغو پښتنو څخه چی د ولسمشریزی ټاکنو ته کاندید دی غوښته دا ده چی سره راټول شی جرګه وکړی خبری وکړی او یو کس چی تر ټولو زیاته وړتیا ولری ولسمشریزی ټاکنو ته کاندید کړی،
خو له بده مرغه باید ووایم چی کرزی هم پښتون ده او همدا پښتانه وو چی دایی دی څوکی ته ورسو خو څومره د افسوس خبره ده چی پښتنو ته یی هیڅ خدمت ندی کړی بلکه برعکس هغه چا چی منفی رای ورکړی وی هغوی ته کرزی جان پخپل سر دی اتل ، مارشال او داسی نو لقبونه ورکړل او هغوی اوس وایی چی د کرزی اداره فاسده ده .
za de atal saheb wrrandez taedawom.mesal laka a (muslim lik che de yuw nooom la amala pa ttooll pakistan rahbare wakrrA )
ستاسو ليكنه او وړانديز دستايلو وړدي ،ترهروخت نن ملي يو ا لي ته
ا ړ تيا ده بي له ملي يو الي ژ و ند او هيو اد شوني نه دي ، مو ږ دي ته ورته
ګوندونه لرو ا ولرل مو چې تر هرځه پشتو ته وفاداره او پښتو ن پا ل و ل افسوس چې
زموږ جهالت او ددشمن نيرنګونو رانه يو وړ ل ، دپښنو په نو م دكوند جو وړ و ل شه كار
دي خو موږ دپښتنو په نوم دګوند جوړولوته اړتيا نه لري بلكي ملي يو ا لي راو ستونكي
ګوند چې دټول هيواد په سطحه وي ، پښټانه كه ځآ نو نه مشران اوترنورو پيا وړ ي بولي
او ځانته وايې چې موږ ډيريو نو بيا اړيتا نشته چې دپښتو ن په نامه ګوند جوړشې ،ملي
ګوند چې صداقت اوپكې واكمنې وكړي اړتيالرو .
نن اړتيا يوازي په دي كي ده چې ملي سراسري ګوند جوړشې اول خو بۀ
جوړو ي هغه بايد پيداكو ترشايې ودريږو ، ملايې وتړو ،پياوړي يې كو او پراصولويې
ودره و ، چې پكي يوازي اصول حاكميت ولري نه شخص پرستي او ځانطلبي .قدرت غوښتنه
،دپردو پالنه ،دالر غوښټنه تركومه چې زه معلومات لر م په اوسنيو ساسې ګوندونوكي
داسې ګوندونه شته چې داتول خصوصيات لري چې هم ملي وي هم پشتني وي ، هم اصولي او هم
كاركونكي او پاك وي ،هغه بايد ولټو پسې وګرځو او راميدان ته يې كړو .
يوه موهيمه خبره داده چې اول بايد موږ پشتانه ځانونه جوړ كړو ،
سړي شوي دسړوپه شان له مسايلو سر برخوردو كړو، اصول زده كړو اصول عملي كړو ،ځان او
ژوند اصولي كړ و ترهرځه اصولوته چې دبرياليتوب او ژغورني يوازينې لاره ده دره ناوي
ولرو او دسترګو دكسې په شان يې وساتو ، په هغه صورت كي موږ هرځه كولاي شو،
تيرو
تجربو وښودله چې يوه سياسې ډله هم په پوره ډول دپردو غلامه او پلورونكې نه وه نه ده
.
په هره ډله او ګوند كې ريښتني افغانان شته چې ارمان يې يوازي
دخلګو خدمت دي ، دهره ګونده ددي خلګو راټوليدل به ددي سبب شې چې مو ږ يو قوي ولسواك
پياوړ ي ګوند ولرو، په دي پسې بايد ونه ګرځو پرون پلانې ځوك او چيرته وو هرځو ك چې
اصولو او ملي ارمانونو پـښتني غوښتنو ته وفاداره وي ،وګوري په تيروګوندونواوډلو كيې
داسې ډير شخصيتونه شته چې پښټو ته په قدرت كې وفاداره پاته شويدي دپښتو په خاطر له
ډيرو ستونزوسره مخامخ شويدي ، هغه چاچې په عمل كې پښتونواله ځرګنده كړ يوي پيداكړو
كه هرځوك وي .
داسې خلګ څه كوي كه امام صاحب وي هم چې دپښټو په نامه تجارت كوي
پښتنو ته يې ډيري ستونزي پيداكړي دي ، دوي پښټو پري ايښي او په پردي ژبه خبري كوي .
په پښټو ژبه شرميږي چې نن يې موږ وينو چې په واك ناست ا وپر پشتنو باندي معاملي كوي
،،،،،،،،
داوړانديز موږ منو اوورسره خپل ملاتړ اعلانوو چې عملي بنه ولر ي
اصول ؤ اساسنامه برنامه اوكړنلاره يې راته معلومه شې ، بيا هرځه كولاي شوي .
دايو خبره هم بايده په ياد ولري چې دپردو له غلامې پرته او دهغو
دګټو له ساتلو پرته ګوند نه جوړيږي نو داهم بايد روښانه شې چې موږ دچايو ځونه
امتيازونه راكوي او دوي ځۀ غواړي ، دابا يد ومنو چې افغانستان غلام هيواد او
افغانان غلامان دي ، داخبره كه ترخه ده خو واقيعت ده انكار تري نه شې كيداي ، او په
منلو كې زموږ خير دي ځكه دازادي لپاره به علمي شعوري مبارزه وكړو نه دتيرپه شان
كوركورانه مبارزه چې دوينو په بدل كي د تول غرب غلامان شولو ،ساسې غلامې ځه چې
دژوندپه هره برخه كې ښه پاخه غلامان شوولو ، چې نه دځان نه دكور نه دژوند ا و په
ذهن كې دفكر كولو توان او ازادي نه لرو .
ديوه ملي سياسې او اصولي ګوند په شتو ن كې موږ كولاي شو عصر ي ملي
علمي او اساسي ازادي ترلاسه كړو
په ساسې ګوندونو كې وګور ي ريښتني خلګ شته
ريښتني ګوندونه شته دهغوترشاو دريږي هغه دالر نه لري پوره دنورو په شان غلامان نه
دي په اندازه غلامان دي ، په غلامې كې هم دځان په ګټه كاركوي نه دبادار دخوښولو
لپاره ، هر ځۀ په تناسب كي دي .
هيله ده چې ڼول هيواد وال په ګډه يو دريځ خپل كړي او دي غو ښتني
ته ښه ځواب ووايې . ګور ي موږ نوربايد له لاپو او شاپو تيرشو ، لورخوبونه پريږدو چې
موږداسې تاريخ لرو يا درلود ، بلكې په ټول تو ان بايد داومنو چې موږ دتاريخ
پلورونكې يو مو دازادي دنعمت په قدرنه يو پو شوي ازادي مو ونه شواي ساتلاي دالو كار
زموږ كم نفسو او پرځان دبې باوروخلګو په توان كي نشته . دابايد ومنو ، چې مو ږ
په ازادي لو بي وكړ ي او دخداى دي لوي تحفې ته مو په سپك سترګه وكتل ناشكر ي مو
وكړه او س دادي سزايي وينو ، دغلامانو غلامان يو ،دملي يوالي ، داصولې سراسر ملي
ګوند او ټولني په هيله !
پــتمن جهـش ،سوله غوښتونکی رحمتیــار !
دپښــتني سـپېڅلې مینې په دود تاسواوټولوهغوسـپينــدروبو پښتنوته چې ددغه اوسني واکمن دســپوتیزم پرضد کړېدلي پښـتون ملت ته له دغه ناورین څخه دخلاصون ګټورې هلې ځلې کوي اوزمونږ دځورېدلي ولس دنېکمرغه راتلونکې په اړوندپلان شوي ګټور ګامونه اخلي دزړه له کومي سلامونه اوبېســاری درناوی ډالۍ کوم .
دادی ستاسو اودنورو متفکروپښـتنوپه درناوي مې له هغه یون نه ډک تکل چې دمیـرڅمـنو کرغېړنې څېرې مې باید بربنـډې کړې وای ؛ له هغه مې ډډه وکړه په دې هیله چې بل را و نه شــکاري .
په درنښــت
Grano dostano
Mata dasi shkary che ka khdai kawal khpla lara mo mindelide hagha dache:
-Zma pa naza dasi yawaly aw wahdat che aus de pastoon qam tar manz winam makhki na wo.
Padi dawl de naomidi sakha las wakhly, aw khplo haso ta de loy wahdat yani nejdy 70 millona pashton wahdat pa lory idama warkawu
-Asasi khabar zmog tarmanz de yawali khabara da. No rasy che khopal manzy masaly che de istemar aw pashtoon doshmano dasisa de prijdo.
-De pohi aw talim masal zmog asasi moshkel day, zaka zor kho rasara day ama kar naso zini akhestalay. No rasi che dagha de Angrezy matal pa kaul ( More Brain than Brawn) YANI DER PA MAGHZO AW LAG PA MATO, khplli pohi aw talim ta makha kro. Pashttn de talib de ilm si na de kharabi aw bisewadi..
بسم الله الرحمن الرحيم
د بښوونكي، هدايت او توفيق
وركونكي او د حالت بدلونكي خداى په نامه.
درنو هيوادوالو او با همته ولسونو، ليكوالانو،
پوهانو، روحانينو، ښوونكو، زده كړيالانو او زده كوونكو!
لاهم ستاسو د فكرونو او
نظرونو، شريكولو، وړانديزنو او نيوكو ته په تمه يو، دغه لړۍ جاري وساتئ او د مخكنۍ
ژمنې پر بنسټ چې ويل شوي وو په پښتنو كې د نوي بنسټ ايښودل او د ملي شموله يو پراخ
ټولنيز ډينامېزم رامنځته كېدل چې د يوې طرحې په بڼه د نظر ټولولو او شريكولو له
پاره وړاندې شوي وو او بيا ژمنه شوې وه چې د لومړنيو نظر پوښتنو وروسته به د همدې
نظرونو په دايره كې د ټولنې د اساساتو په اړه يوه لومړنۍ طرحه وړاندې او بيا به دغه
طرحه د دوهم ځل له پاره نظر پوښتنې او پرېكړې ته وړاندې شي او په دې هكله به يوه
پراخه ملي غونډه په هيواد كې د ټولو مېشتو قومونو، ډلو او ګوندونو د استازو په ګډون
جوړه او د دې غونډې په لړ كې به ټولنه خپل رسمي شتون، كړنلار، تګلار، تصميم، پرېكړې
او ډيركټيفونه اعلان كړي، نو په همدې اړه كوم نظرونه چې زموږ د درنو سياستوالو،
ټولنپوهانو، پوهانو، ليكوالانو، روحانينو، ښوونكو او زده كړيالانو او زده كوونكو له
خوا د ايمېل او وېب سايټونو له لارې رارسېدلي، له ژمنې سره سم د همدغو نطرونو يو
غوړچان له تاسو درنو لوستونكو سره شريكوو او همدا راز دغه غوړچاڼ د د وهم ځل له
پاره كتنې ته وړاندې كيږي، تر څو يوې بډايې پايلې ته ورسېږو او هيله ده چې خپلې
همكارۍ او مرستې ته ادامه وركړئ او په ګډه سره اوږه وركړئ چې دغه ټولنه جوړه او په
دې اړه د ولس او هېواد پر وړاندې خپله ملي، ديني او هېوادنۍ دنده سرته
ورسوئ.
دغه ټولنه د نورو قومونو د سياسي اجنډاو پر وړاندې د يو دفاعي او يا تهاجمي غبرګون
په توګه نه چې هغوى تازه غبرګونونو او هڅونو ته ولمسوي بلكې له نورو قومونو سره د
تفاهم او اعتماد چاپېريال د رامنځته كولو او شريك كار د پرمخ بيولو له پاره رامنځته
شي، چې ډېر موجه او پر ځاى نظر دى او انشالله هرو مرو به په پام كې نيول
كيږي.
په اجنډا، تګلار او كړنلار كې د سياسي اجنډا پر ځاى د ټولنيزې اجنډا او د هيواد
زرغونولو ته لومړيتوب وركړ او پله يې درنه وساتل شي، تر څو ټولنه په خپلې پراخې،
معتدلې او متوازنې اجنډا سره وكولى شي چې پخواني ټول سياسي ګوندونه، ډلې او ټولنې
خپل غړيتوب او ګډې همكارۍ ته راوبولي.
دا هم د هيواد اوسنيو شرايطو ته په كتنې
سره ډېر مهم نظر دى او كولاى شي په قومي او ملي كچه سياسي تاوتريخوالى كم او د
راتلونكې له پاره سياست ته اغېزمن تګلورى وركړي.
زيات په سياسي بوختياو بوخت ونه ساتي او د زرغون انقلاب له لارې سياست، واك او دولت
ته ودانګي. په دغه نظر كې د زرغون انقلاب تعريف داسې شوى چې په ټولو سيمو كې د دغې
ټولنې د امكاناتو په دايره كې او د مخكښانو له لارې د بيارغونې او جوړونې كارونه
وشي او د سيمه ييزو ښېرازيو، رغولو او جوړونې له لارې د خلكو اقتصاد او ژوند ته
پياوړتيا وبښل شي. يا په بله وينا د هيواد زرغونېدل او پرمختګ دې له كليو څخه پيل
او خلكو ته دې د خپل ژوندانه او اقتصاد د ښه كولو او پرمختګ په برخه كې موقع وركړ
شي.
اوسنۍ اقتصادي اجنډا يانې د ملي پروژو له لارې د خلكو د ژوند او اقتصاد د پياوړتيا
تر څنګ دا وړانديز شوى چې دا كړنلاره په يوازې توګه بسنه نه كوي او بايد سياسي
ګوندونه، ټولنې او خپله خلك هم د خپلو سيمو د ښېرازيو له لارې د خپل ژوند او اقتصاد
په پياوړتيا كې برخه واخلي.
دا هم ډېر ښكلى نظر و او كېداى شي ټولنې له پاره د
اجنډا له لومړيتوبونو څخه ومنل شي.
د اساساتو او د بهرنيو اعمالو او اغېز څخه د ټولنې د مصونيت په اړه و:
د ټولنې د
تشكيلاتو په اړه عمومي نظر دا و چې بايد د ټولنې اجرايوي شورا او غړي د انتخاباتو
له لارې انتخاب شي او په ټولنه كې د بهرني سياست او اعمالو د اغېز د مخنيوي او
ټولنې د مصونيت له پاره په كار ده چې ټولنه خپلې اقتصادي چارې په خپل مټ تنظيمې او
اساسي كرښې، سيستم او تګلاره يې داسې ترتيب شي چې فساد ته په كې ځاى پاتې نه شي او
د ټولنې مصونيت تر پايه او اوږدې مودې پورې تضمين كړي.
دا هم مهم نظر دى او
ټولنه د افغان د تېرو ډلو او ګوندونو د تجربو پر بنا د خپلې همېشنۍ بقا له پاره اړ
ده چې له كورنيو عوايدو څخه په پښو ودورل شي او د عوايدو د لاسته راوړلو او لګولو
له پاره يو روښانه ميخانيكيت رامنځته او په كار واچوي. د دغه كار ترسره كولو له
پاره اړتيا ده چې د ټولنې د عوايدو بار خپله پښتانه په اوږه واخلي او د ټولنې
خودكفايۍ له پاره مټې ونغاړي. په دې تړاو د بل نظر پلويان بيا له قيد او شرط پرته د
بهرنيو مرستو په جذبولو او د يوې فعالې نړيوالې دپلوماسۍ په كارولو پاوري دي او
وايي د يوې فعالې او په متقابل درناوي او ګټې ولاړې دپلوماسۍ له لارې بايد د
نړيوالو پرمختيايي ټولنو د مرستو او بسپنو مخه ونه نيول شي.
او بهرنۍ فعالې دپلوماسۍ په اړه دى.
د دې نظر پلويان په دې باور دي چې په
متقابلې ګټې او متقابل درناوي ولاړه يوه فعاله او خپلواكه دپلوماسي كولى شي، د
ټولنې موقف او پاور په كورنۍ او بهرنۍ كچه پياوړى كړي او همداراز ډېرې سترې ملي
مسئلې او ستونزې له نورو قومونو او بهرنيانو سره په دپلوماسۍ او خبرو سره هوارې
كړي.
ملاتړ دې په هيواد او له هېواده بهر مېشتو افغانانو له لوري وشي او هر افغان دې له
خپلې وړتيا او ځواك سره سم د ټولنې په چارو كې برخه واخلي او له ټولنې سره دې مرسته
او بسپنه وكړي.
ټولنه بايد ټولو افغانانو او پښتنو ته په ټولنه كې د برخې
اخيستلو له پاره بلنه وركړي او ورته د ګډون زمينه برابره كړي، ټولنه داسې يوه پراخه
سياسي اجنډا وړاندې كړي چې وكولى شي ټول ښي او چپ ګوندونه او ډلې په ځان كې راټولې
او منسجمې كړي.
د دوى په نظر ټولنه لومړى پښتانه سره منسجم او بيا د وخت په
تېرېدو او د اړتيا په پام كې نيولو سره خپله غېږه د نورو قومونو د روڼاندو او سياسي
– ټولنيزو ډلو پر وړاندې پرانستې پرېږدي.
ټولنې د جوړولو د څرنګوالي په اړه دي، چې له امكاناتو سره تړلې ډېرې مهمې لارې چارې
يې په ګوته كړې دي.
ډېرو دوى ويلي چې د ټېلفونونو، ايمېل او سايټونو له لارې دې
لومړى د كور مېشتو او بهرمېشتو پوهانو، سياستوالو، ليكوالانو ملي اشخاصو، ديني
عالمانو او نورو ټولو افغانانو سره اړيكې ټينګې او بيا د ټولنې جوړولو له پاره دې
دوى ته بلنه وركړ شي، چې اوس هم همدغه بهير روان دى او دغه بهير جاري وساتل
شي.
دوى وړانديز كوي، كه د ځينو ستونزو او نورو لاملونو له امله ونه شي چې ټولنه
په بيړې سره خپله غونډه جوړه كړي، نو كېداى شي د شرايطو تر برابرېدو د انټرنېټ په
كچه اقدام وشي.
جوړولو كې دې له لازمې بيړې څخه كار واخيستل شي، نه داسې يو چټك اقدام چې د ټولنې
اوږد مهاله ګټې او واټن تر پوښتنې لاندې راولي. يا په بله وينا كه ټولنه ونه كړاى
شي چې تر ټولټاكنو خپل شتون اعلان كړي او په ټولټاكنو كې اغېزمنه ونډه واخلي، نو
ټينګار پرې ونه شي او دغه بهير راتلونكې ته پرېښودل شي.
لكه څنګه چې په پښتنو او
افغانانو كې تېرو سياسي تجربو د اعتدال او منځلارۍ ښيګڼې په اثبات رسولي او په
نظرونو كې هم زيات ټينګار په اعتدال او عالي ازاد سياسي فرهنګ دى، نو هيله ده چې
ټولنه دغه نظر ته هم په ځان كې ځاى وركړي.
په اړه ډېر ګټور وړانديزونه كړي چې البته په دې اړه پر خپل وخت اقدام كيږي او كوم
نوم چې ورته په طرحه كې غوره شوى البته د پوهاوي د اسانتيا له پاره دى او رسمي نوم
نه ګڼل كيږي.
۱۰-د ځينو دوستانو وړانديز دا و چې د ټولنې اجنډا بايد يوازې په
پښتنو پورې منحصره پاتې نه شي بلكې په ملي او نړيواله كچه هم اجنډاوې ولري.
دا
هم ټولنې له پاره مهم او حياتي نظر دى، يوازې په دې توپير چې لومړى دا كول په كار
دي چې ټولنه جوړه شي، بيا ټولنه د يو اغېزمن او پياوړي ټولنيز ډينامېزم په توګه خپل
ټولنيز-سياسي اعتماد او باور ترلاسه كړي چې په دې توګه ډېره طبعيي به وي چې د ټولنې
ملي او نړيوالې اجنډا ته لار پرانستل شي.
اندېښنو په بڼه رارسېدلي او په كې ويل شوي چې ايا دا د ټولټاكنو د كمپاين يوه برخه
ده او كه په هيواد كې د كوم بهير متمم او مكمل جريان دى.
د دغو درنو عزيزانو د
اندېښنو په ځواب كې بايد وويل شي، چې ټولنه تر اوسه نه ده جوړه شوې يوازې د جوړېدو
طرحه يې د نظرپوښتنې له پاره وړاندې شوې او هغه هم په داسې حال كې چې له ټولو
هيوادوالو او پښتنو څخه غوښتل شوي چې خپل نظر، فكر او وړانديزونه سره شريك كړي او د
نظرونو تر ارزولو وروسته به د ټولنې د جوړولو په اړه پرېكړه كيږي هغه هم د هرې ډلې،
ګوند او ټولنې له انحصار څخه لرې، نو په دې توګه ټولنه او د دغې ټولنې څرنګوالى او
برخليك ستاسو په تصميم، هوډ انتخاب او ژمنې پورې اړه لري.
((خپله نظر وركړئ،
انتخاب كړئ، تصميم ونيسئ او ساتنه يې وكړئ.))
كوم كسان چې په دې اړه كار كوي،
يوازې د زمينې برابرونكي دي او تصميم په تاسو پورې اړه لري.
دوستانو نظرونه ترې اغېزمن وو، دا وو چې زيات ټينګار يې درلود تر څو ټولنه پوځي
اجنډا خپله نه كړي او نه د هيواد په كومه پوځي اجنډا كې برخه واخلي.
لكه څنګه
چې د وړانديز له روحيې نه څرګنده ده چې هغه په پښتنو كې د وخت له غوښتنو سره برابر
د نوي بنسټ ايښودل دي، چې په فعالې دپلوماسۍ، سوله ييزه، غير پوځي او قانوني تګلارې
تكيه ولري.
بل پلو په وړانديز كې د ټولنې له پاره د يو داسې ميخانيكيت رانغاړل
په پام كې نيول شوي چې ټولو سياسي، ټولنيزو او ډله ييز بهيرونو ته د نظر وړاندې
كولو او شريكولو زمينه برابره كړي نه دا چې د هغوى په كارونو كې لاسوهنه وكړي او يا
د هغوى كړنې خپلې كړي، بلكې ټولنه به خپلواكه اجنډا، تګلار او كړنلار لري او د يو
سياسي ډينامېزم په توګه پر نوې او فعالې دپلوماسۍ او پرمختللي سياسي فرهنګ او ګډ
تفاهم ولاړ د قانوني لارو چارو او صلاحيتونو څخه په ګټې اخيستنې سره په نړيوالو او
ملي مسايلو كې دريځ نيسي او له اړينو، پرځاى او پرمختيايي دريځونو، كړنلارو، تګلارو
او بهيرونو ملاتړ او ننګه به كوي.
ستاسې كوچنى ورور
بريالى جهش
ټولو ته نېکې هيلې او سلامونه!
هغه پښتو کې وايي چى ( دا ګز دا ميدان)، نو راځى چى سره را ټول شو او خپلې ستونزې په خپله حل کړو. مونږ په پښتنو کې ترټولو ښه او غښتلي عالمان او پوهان لرو. او همدا يې وخت دى چى د هغوي له مشرتابه نه گټه پورته کړو. خبرې خو هر څوګ کولاى شي خو عمل يې بيا لږ څه ګران وي. نو راځى چى خپلې مفکورې ته يوه عملي بڼه ورکړو .
او دغې مسلې ته په بېنوا او لراو بر پاڼو کې نوره هم وغځو ترڅو د نورو ورونو نظرونه هم واورو . يوه بله خبر بايد هم وکړم هغه دا چى دغه ټولنه کومه چى جوړېږي بايد يوازې او يوازې د پښتنو استازيتوب وکړي، که خبره بيا نورو قومونو ته ورسېده نو خوند يې ځي. همدا يې وخت دى چى خپله پښتو په خپله وژغورو، که نه نو زمونږ راتلونکى نسل به هيڅکله مونږ ونه بخي. ( داسې يوه ټولنه بايد جوړه شي چى په هغې کې د پښتنو لپاره هر اړخيزه کارونه ترسره شي ).
هزاره، تاجک، تخارى دا ټول دې نن سبا د کمپيوټري زده کړو باندې بوخت دي خو که مونږ خپلو بدبختو پښتانو ته وګورو هغوي بېلکل ښونځې نلري او ورته سوځول کېږي.
ټولو محترمو لوستونکو ته سلامونه!
زه له ټولو مشرانو او کشرانو پښتنو ورونو نه غوښتنه کوم چى خپل نظر ورکړي او عملي کولو لپاره يې هم چمتو اوسي. الحمد الله ډېر د شکر ځاى دى چى مونږ په خپلو پښتنو کې ډېر پياوړي او تکړه عالمان او پوهان لرو.
دغه کار ته بايد عملي بڼه ورکړو. او بل داچى کوم پښتانه چى لر او بر او ، بېنوا او يا داسې نورې پښتنې ويبپاڼې لولي نو هغوي د يوه ولايت يا يوې پښتنې سيمې څخه ندي. زه ډاډه يم چى په دغه کار کې به د هرې پښتنې سيمې، ولايت، دولتي غير دولتي چارواکۍ، تجار او د هرې پونځى پښتون زده کونکى ګډون لري. نو دغه شان د پښتو د ژغورنې لپاره بياپراخ ګروپ لاس ته راتلاى نشي. زه به دا مسله خپلو هغو نږدې ملګرو ته چى نمبر 2 پښتانه (هغه چى وايي زه خو تبعيض نلرم، ماته دري او پښتو دواړه يو دي او داسې نور او په دري خبرې کوي، تاسې ووايې آيا خپلې ژبې ته په داسې حساس وخت کې خدمت کول تبعيض دى؟؟؟ دله خو يوازې د ژبې خبره نده ……..) دو پښتانه دي هم ورولېږم ترڅو هغوي هم خپل نظرونه د عملي کېدو لپاره چمتو شي.
دا ضرور نده چى د ټولو پښتنو قومونو استازي وي دا غلطه ده، (يوازې پښتنون پکار دي) او بس. دلته (په کابل کې ) اوهمدا شان نورو سيمو کې ډېر خلک شته چى د خپل قوم لپاره خدمت وکړي خو کوم مشر نلري. زمونږ ځينې ورونه داسې هم نظر لري چى په دغې ټولنې کې بايد نورو قومونه لکه (تاجک، هزاروو ته هم بايد يو څه وي) دا زه شخصآ غلطه ګڼم، آيا هغوي کله زمونږ په اړه فکر کړى دى؟. بيا خداى پاک دي هغوي ته هم دومره توان ورکړي چى د ځان لپاره کار وکړي، او مونږ به هم ورسره همکاري وکړو هغوي هم زمونږ افغانان او وروڼه دي.
خو دا مو په ياد وي چى اوسمهال زمونږ ستونزې 90 په سلو کې د هغوي نه زياتې دي. زه خو وايم چى دا يو ډېر ښه فکر دى او داچى ځينې وايي چى چاته رايه ورکړو نو د دې سره سره نورې ډېرې لويې مسلې دي چى بايد ورته کار وشي، خو قرباني غواړي.
د پښتو او افغانستان د ملي يوالي په هيله.
ګرانو!
اتل وايي « ښه لیکنه مو کړې ده. او ښه وړاندیز مو کړی دی. خو پښتانه باید د پښتون په نوم ګوند جوړ نه کړي، ځکه دوی د ټول هیواد د ساتنې مسولیت لري. یو لوی شعار باید مخې ته کړي او د داسې لوی افغان شموله حرکت له پاره کار پیل کړي چې پښتانه یې په محور کې خو نورو ټولو افغانانو ته دا ډاډ ورکړل شي چې د ټولو متناسب او مساوي حقونه به خوندي وي.»
راسی چي د جهاني صيب دغه تاريخي برحقه «دعوه » ثابته کړو . راسۍ چي موږ په نام پښتون وي هغه په غېږ کي ونيسو او د پښتونولۍ و لاري ته يې راوبولو . البته هغو چي ستر خيانتونه او جنايتونه کړي دي د هغوی حساب جلا خو دا نور پښتانه په دې چي ته خلقی وې، ته پرچمی وې، ته اخوانی وې، ته ګلبيدنی وې، ته کی جي بي وې، هغه سي آی اې وو، دغه دا وو يا هغه، هغه وو د دې نه لاس واخلو او و يې نه ځپو، و يې نه شړو خپل بېخ و نه باسو .
بلکه هغوی لاري ته را ولو. درست لکه هزاره ګانو چي سلطان علي کشتمند دغه د روس چوکړه او بې خدايه کمونيسټ مزدور ، د حزب وحدت ګوند هغه خپل د رهبرۍ غړی کړی دی په دې خاطر چي هزاره او شیعه دی .
هغوی دا نه وایی چي دغه بې وجدانه نا افغانه عنصر ددې وطن د بربادۍ او د پښتنو د ځپلو د پاره د روسانو په امر څه هم و نکړل . بلکه هغوی دا وايي چي هر څه چي وو هزاره او شيعه خو دی ! پښتانه چي د دې وطن تاريخي او مېړني وارثان دي ولي بايد دغه شاني لوی ځيګر و ټولو ته ونلري ؟
د جهاني صيب دعوه :
کندهار مي د بابا په قواله دی
که پنچشير دی که واخان دی
وطن زما دی
هره لوېشت مي د نيکه او بابا ګور دی
پر هر ګام باندي لحد او
کفن زما دی
هر غاټول يې زما له وينو رنګ اخيستی
دا په وينو روزل سوی
چمن زما دی
له نيکه را پاته سوی په ميراث دی
دا د مشکورباتونه ختن زما
دی
سرداري يې زما په پچه ده ختلې
له آمو تر مست هلمنده مامن زما دی
که
تاجک دی که اوزبک دی يو افغان دی
ددې خاوري هزاره ترکمن زما دی
چي فکرونه د
نفاق پالي په سر کي
امتياز يې د وهلو کشتن زما دی
دلته هره تيږه کاڼی بدخشان
دی
دا لالونه، غرونه غرونه دمن زما دی
د ازل تقسيم باغوان يم پيداکړی
دا
بهار دا لاله زار او ګلشن زما دی
دا مورچل مورچل پکتيا او دا شېر برېتي
چي
فلک به کوږ و ګوري دښمن زما دی
که ميرويس دی که اکبر که مسجدي دی
هره توره،
هر ميدان او تورزن زما دی
فتحه زما ده، فخر زمادی، جشن زما دی
شهيد زما دی د
ويرژلو شيون زما دی
چي په زړه کي څه در تېر نه سي آسمانه
چي پرون مي د نيکونو
و نن زما دی
dero grano ao muhtaramo orno ka pahtane ham de nor pe shan le spin strgi kar wankhli no pahtane be de barbadi pe lor pe der sorat ravan kry pahtane bayad 1 pahton mesher we taki ne che pe nom pahton oesi haga rahber che gagig pe pahto ao ser yi jar we pe pahto nor no khaber le de aohte che de afghanistan tol sere orone di oror sere de oror mamile dohmen sere de dohmen mamile baid we shi.
awal haga mrdar pashtana wa goreeee
che da pashon aw moslman pa nama
khpalee pashtanee khor konee ta ee shalaqee newlee aw da khpalo kharjee badarano felmona dakawee marg de we dasee jnaetkarano ta.
گرانه شتنه وروره لیکنه، احساس او توشیق د قدر ور دی حدای ج د وکری چی په هر شتون کی احساس پیدا شی چی د خپل قوم، ژبی او وطن لپاره خدمت وکری، ما مخکی هم خو واره ویلی دی چی پشتانه سره را تول نشی او تغر کش نه نی دا مسله هخکله هم حل نشی حکه د پشتون قوم د تباه کولو لپاره تورمخیو پنجابانو او سورمخیو قزلباشانو (تاجکو انورو) پلانونه دیر پخوانی او پاخه دی دوی چی به هر قمیت وی غواری چی زره ور او شمله ور قوم مات کری خو دا د هر پشتون ایمانی او وجدانی وظیفه خپلی ژبی او وطن ته خدمت وکری او جور یی کری، نور پدی ملی ناملی متحد او غیر متحد پسی لار نشی او نه خپل وخت پری مصرف کری نور دا درغو شعارونه زاره شوی دی، که مور خپل حان جور کرو نو بیا به هر سری مور ته مندی راوهی او که پشتون هم نه وی په زور به غواری چی شی لکه خرنگه چی نن هر چوک غورای انگلیس زده کری جرمنی زده کری او داسی نور .
په اخر کی یو حل بیا خدای په خاطر پشتنو ورنو نور ویش شی خپلی ژبی او قوم ته خدمت وکری. او مه بریژدی چی دمان ، نانوایان، نانوایان او نور درباندی باداری وکری.
په درناوی
qadr mano afghanano sallamm
da watan da tulo walaetono na 30 -20
tana pa watan maen pashtana pa enternet
program la lare na pa monazam ertebat
walare aw pashtana da watan pa hara mozo 1 tsmeem wanesse aw khalgo ta dost aw dshman da khpalooo tajrabo la lare mareffe kee
Mohtaramo Afghanano ta salamona, da che za de Pachto aw Dari likalo imkanat nalarm, no ma hamish ja po Inglesi aw ja po Germani likani karri dee. Bal ilat de ma chareji zabo likani da ham dee che charigian po poh shee che Afghanan de chpal watan po barcha ke za liki, po har sorat, dasi harakat maojood de aw de de harakat borakat ham de che de toolo chainino laka de communistano, masnawi mullaiano, tarbai shaw talibano aw de CHAIN Khalilzad tarbia shwi group jiniatona mosalsal po gwata kawee. da milli chalq po de mafkura de che po osanew sharaito ke har dawol intechabat de MELLAT po TAWAN de. Dasi intechabato ke yewazi charz shawai ba po jaghali toga da farmaishee intechabat wogatee( laka de pocha po shan). De mong WOLAS hamish de Pachton aw Tajik po shoarono gholideli de ( de communistano aw tash po nama Mulliano wachtona ra po jad karrai aw worposi de Talibano). Afghan Mellatiano zanona socha zeeg Pachatana marifi karri woo, os tasi de haghoi harakat motaligha krrai, haghoi ham dasi chianat bandi lagia dee laka da noor aw de doi raqiban os chorasanian dee che po haqiqat ke de doi sara matt po matt hokumat aw shora ke de mellat tabahee ta rrastoni porta karri de.
De Afghanistan wolas nijat yewazi aw yewazi de Milli chalqo po komak de awamo chalqo sara gad momken dee aw de de lapara yew milli hokumat de mowqati wacht la para che po haghe ke sadeq, poh aw maslaki shachsiatona isterak wokarri.
Wolas de goundono zacha zrrona toor de aw har gound ta wolas de bal momlakat gholamano po stargo goree, da communistano tamsil karri de aw worposi de mulliano dalli aw ham Talibano, de Karzi group sara de po chwanio jinait karono sahana po hazeer ke goro. De Wolas nam deer achestal shwai dee aw bia de kodrat po wacht kee hamdoi wolas tabah karrai dee no dedoi sara de PACHTON aw ja de TAJIK, UZBAK aw HAZARA tar nam ITEHAD de wolas sara star chianat dee( laka che wial kigi: Azmoda tekrar na mechwahad). De charz shao de paiso maza lidale de, de charz shao de kodrat maza lidali de aw os bia haza kawi che de pachto aw tajik, uzbak aw Hazara tar namo landi wolas wogholawi, de ma po akida de tajrobo wacht teer de aw wolas nora de charzoni tajrobo tawan na lari
دا ډيره مهمه او حیاتې مسله ده که پښتون جوړ شو افغانستان جوړ دی او ثبات راځي او که پښتون جوړ نشو نو هیواد به همداسې وران ویجاړ وي او دپردیو مزدوران به پری لوبې کوي. زما په اند يوه ډير ستره ستونزه په پښتنو کې دا ده چې هرڅوک ځانته درهبر په ډول ګوري او هیڅ یوبل ته سره نه تیریږي. که څوک دوه درې تنه هم وپيژني دټول افغانستان دمشرۍ په کم شي نه راضي کیږي. ځینې بیا وايي چې موږ خو ډيره پخوا مبارزه پيل کړې نو موږ ولې په بل چا پسې ولاړ شو نور دې موږ پسې راځي حال داچې هغه ښايي دا وړتیا ونه لري چې نور په ځان راټول کړي. پښتانه باید يوه ستره جرګه راټوله کړي چې لومړی داسې یو کس دمشر په حیث وټاکي چې هغه ددې وړتیا ولري چې ټول افغانان پر ځان راټول کړي البته د اتل صاحب په وړاندیز پښتانه يي باید اصلي محور وي. که څه هم دا ډول کار عملې امکانات او ډیر مدیر او په کار پوه کسان غواړي. زما په نظر په دې اړه دبحثونو پيلول او دغونډو دایرول کولای شي دلومړي پړاو په حیث کار وکړي.
مننه
Da waqiat de che mong hamish de khodkhwahe malgirtia karre de aw de shakhsi gatto lapara ijtemaghi armanona tar pkho lande kawo, mong walidal che khalqiano de chawkio aw motarono la khatera po khpalo mainzo ke po dasiso shoro wakrra, hata khpal mashar ye po balakht khafa karr aw deero malgario zacha ye postona waistal.
os dase wacht raghalai de che de nom shohrat, paiso wagetob aw de chawkio liwantob kassan po dacheel de Afghanistan aw po charej de Afghanistan ke deer cha po gwatto shawee de.
Milli poh khalq hagha kassan de che twazogh walari, aw portanio khawasso khawandan nawee aw por zano hakemiat walari, dasi shakhsiatona po Afghanistan ke maoujod de, doi ta baid chance warkrrai she che mowqati hokumat de mohdood wakht lapara joorr ki aw UN de de hokumat sara mostakiman hamkar shee aw kharijee askar po kishloo ke zai po zai shee aw haq wanalari che askari amliat tar sara karri. Dasi hokumat qadeer kidai shee che de sarasar Afghanistan zacha de staree Jorgee la para moshran rawobalee che haghoi de khajee askaro neeta tagheen aw yew milli zaghim ta sharaiit barabar karri, dasi hokumat baid po fisadi takia wanalaree balkee nazar wa isteedad aw pohee poree marboot wee. Ka Pachtana de milli gatto isteedad wakhodai shee no hizok ba dedoi makha wa na nasee, ka hazaragan de milli gatto isteedad khkara krrai shee no po hamde shakal ba de tool mellat la khwa isteqbal washee.
De osanio Jinaitkarano zacha Afghanistan ka paak nashee, po hiz waja ba po Afghanistan ke amoniat aw solha mainz ta ra nashee, Afghanan baid de zal asasi de tahdab tiga aw nazar wa adat ta de sefer zacha shrogh ta de tal lapara takai kigdee.
Awam khalq intekhabatoo ke barkha nalari, ka monawareen ham da ibtekar khkara karrai shee no de jinaitkarano aw tarbia shawou kassano ta ba bainulmillali gozar warkrrai shee.
Za aw dostan po dwarro intekabatoo ke hazeer woo, awam khalqo barcha po ke na darlooda, yew wali sara makhamakh shwoo, de hagha zakha pokhtana washwa che intekhabat takmeel shawee dee aw ka na, hagha po moska sara wowial, raza za darta shkara karram, da otak dee, TV aw jounalistan kho gooree, bal loi otak ta wlarro halta deer khalq montazeer woo no wali wowail chee tool kar de paiso dee aw de de kassano raii ba sabt kigi aw de kabul zakha ba jahan ta wokhowdalai shee, hamda ye ilat ham dee che de intekhaboto lapara millionen USD madenazar niwal shwee de. De wali la de khatera da khabaree barmadee wakrre zaka hagh pohido che de doi ratag bandee Kabul khabar dee aw de Zahi Shah sara nigdee arreki lari.
Mong baid joratee akhlaqi walaroo che po daga sara waqiat makhamakh wowaio da kar po Arg ke sorat midalai dee aw Hidiatullah Amin Arsal ham hazer wo, yeghnee worta po ratta wowial shwal che tasee de hokumat kawaloo twan na larai aw loia Jirga po paisi jorra shawee aw shorra ke ziatara katelan nast dee.
سلام عليکم ښاغلي بريالي جهش وروره ، زما نوم جمال دي ، همدا اوس په کاناډا کي ژوند کوم . که تکليف نه وي خپل ځلن لږ راو پيژندلايسي .ستا ليکنه مي ډيره خوښه سوه.ایا داسي کم غورځنګ،يا اميد، يا مشر سته چي د غمځپلي دربدره، ميسکين ،غريب، ټوک ټوک،په وينو لړلي پښتون قوم غمخوري او رهبري دي وکړ؟؟؟؟ډ ير پښتانه خپل په روح باندي هم حاظيريږي و رښتين لار ښود ته . پر الله دي سپارم جمال My Email rsrjamp@yahoo.ca
په افغانستان کې روانه جګړه له امله نه ده
چې افغانستان بیطرف نه دی
د څه مودې راهیسې ډاکټرصاحب فارق اعظم د افغانستان د روانې جګړی د پایته رسولو په
نامه یو لړ هلې ځلې پیل کړې دي. او په دې لړ کی دی «په رسمي سفر» امریکا ته هم تللی
ؤ. د امریکې نه چې کله برتانیې ته راستون شو په یو مفصله لیکنه کې د افغانستان د
حالاتو او د جګړې د پا یته رسولو په باره کې خپل نظریات وړاندې کړل. خو درې ټکي په
کې ډیر مهم وو: د پیښور په تنظیمونو او د اوسني حالت په پیدا کولو کې د هغوی په نقش
دی څه نه وایې او اوسنۍ منډې را منډې یې هم د همدې خلکو په بیا منظم کولو متمرکزې
دي. دوهمه موضوع په کې د افغانستان د بیطرفۍ موضوع ده او وروستۍ خبره د اچې ولې
افغانستان د هند سره دوستانه روابط لري.
دادده نظریات دي او باید احترام ورته وشي خو د یو څه وضاحت وړ دي.
د پیښور د تنظیمونو په اړه باید وویل شي چې دوی ته موقع په لاس ورغله چې حکومت وکړي
خو د اعلای کلمه الله د شعارونو سره سره دوی په افغانستان کې د جنایاتو بازار تود
کړ. څرنګه چې په دې موضوع ډیر څه لیکل شوي بیا یادولو ته یې ضرورت نه لیدل کیږي.
دوی په خپل سیاست کې ناکام شوي او اوس وخت ددې دی چې د خپل ملت په مخکې، چې ډېرې
قربانۍ يې ورکړې، ملامتي ومني او له میدانه ووځي. سیاسي ژوند یې ختم دی. د
افغانستان خلک پر دوی نه نور اعتماد کوي او نه دوی ورته د منلو وړ دي. په افغانستان
کې دا روانه جګړه له دې امله نه ده چې «مجاهدین» په حکومت کې نشته بلکه دا جګړه له
یوې خوا ددوی د بې کفایتۍ او بله خوا زمونږ د ګاونډي هیواد پاکستان د سیاست له امله
روانه ده. پاکستان لا تر اوسه هم د «ستراتیژیک عمق» د پیدا کولو ارمان نه دی پریښئ
او دا عمق په افغانستان کې لږ تر لږه د یو لاسپوڅې حکومت یا د حکومت په نامه د کوم
شي د منځ ته راوړلو له لیاري غواړي. افغانان اجازه نه ورکوي چې داسې یوه اداره دې
ددوی په هیواد کې جوړه شي چې د پریو د ګټو د تضمین له پاره وي. خو دا د پاکستان سره
ددښمنۍ په معنا نه ده. افغانستان د پاکستان سره دوستي غواړي.
بله موضوع د افغانستان حقوقي بیطرفي ده. خو بېطرفي بايد د "خلع سلاح" په مانا نه
وي. دا اوسنۍ خبره نه ده بلکه په افغانستان د روسانو د یرغل نه وروسته راجګه شوې
وه. د برتانیې حکومت او پاکستان ددې موضوع پلویان وو او د پاکستان فقید نظامي مشر،
جنرال ضیاءالحق، یې څو څو ځله یاده کړې وه. خو د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار
په ګډون یې افغانانو سخت مخالفت کړی ؤ. اوس یو ځل بیا دا خبره د هماغو پخوانیو ګړیو
له خوا را منځ ته شوې ده. سؤال دادی چې دا سیاست دوی څنګه توجیه کولی شي.
که د روسانو د اشغال په وخت کې داسې پیشنهادونه کیدل دلیل داؤ چې نه به روسان او نه
به امریکایان په افغانستان کې خپلې نظامي ګټې لټوي او بر سیره پر دې به د امریکا د
ډیر نژدې متحد په توګه پاکستان هم د روسیې د سملاسي خطر نه په امن کې وي. خو اوس یې
ضرورت منتفي دی ځکه چې نه خو نور شوروي اتحاد شته او نه هغه سړه جګړه. برسیره پر دې
د شلمې پیړۍ د پیل نه د "مثبتې او فعالې" بیطرفۍ سیاست افغانستان خپل انتخاب ؤ او
ددې سیاست له برکته یې ملي ګټې تامین شوې دي. افغانستان په لومړۍ او دوهمه نړیواله
جګړه کې د ځینو هیوادونو د هڅو سره سره بیطرفه پاتې شو او د باندونګ د کنفرانس د
مؤسسو هیوادونو په ډله کې وو. دا بیطرفي افغانانو په خپله خوښه غوره کړې وه او اوس
هم داسې شواهد په لاس کې نه شته چې ددې سیاست نه د افغانستان انحراف وښئی. د هند د
ورځ په ورځ زیاتیدونکي سیاسي او اقتصادي قدرت په نظر کې نیولو سره پاکستان به له دې
نه ویریږي چې افغانستان د هند سره ددوی پر ضد همغاړی نشي. دا تشویش بېځایه دی ځکه
چې افغانستان د هند سره د دوستۍ باوجود د پاکستان پر ضد کله هم د هند ملاتړ نه دی
کړی او ددې تاریخي ثبوت د هند او پاکستان درې جکړې دي. نواوس د افغانستان د حقوقې
بیطرفۍ د خبرې راجګول معقول نه بریښي.
د بل چا له خوا د کومې بین المللي معاهدې په اساس بیطرفي په افغانستان ور تپل حتی
په اوسني بحراني حالت کې هم ددې هیواد د ملي حاکمیت پر ضد عمل دی نو باید جدا یې
مخالفت وشي.
وروستۍ خبره د افغانستان او هند د دوستۍ ده. افغانستان د دوه تر غاښونو پورې مسلحو
هیوادونو په منځ کې پروت دی. پاکستان ذروي وسله لري او ایران یې د لاس ته راوړلو په
هڅه کې دی. برسیره پردې په جنوبي اسیا کې پاکستان د امریکا سټراټیژیکو ګټو ته ډېر
اهمیت لري اود ظاهري ناند ریو سره سره ایران هم د امریکا له پاره یو مهم هیواد دی.
ایران په عراق او افغانستان کې د امریکا د اهدافو په پټه ښه مرسته کړې ده. په دې
حالت کې افغانستان یو بی دوسته هیواد او افغانان بیدوسته خلک دي. خو دوی هم ګټې لري
او ددې ګټو او د ځان د ساتلو له پاره دوستانو ته ضرورت لري. په سیمه کې هند داسې یو
هیواد دی چې افغانان ورسره ډیرې ژورې تاریخي اړیکي لري. دا دوستي د چا پر ضد نه ده
بلکه د افغانستان د سټراټیژیکو له پاره مهمه ده. که د افغانستان ګاونډیان د دې
هیواد خلاف بد نیت نه لري نو باید له دې اړیکونه په ویره کې نه وي.
نو د ډاکټر صاحب فاروق اعظم نه باید ددې موضوعګانو د سپناوي غوښتنه وشي او دی باید
افغانانو ته خپل دریځ په څرګندو ټکو کې توضیح کړي. زه خو یې په دې منډو را منډو کې
د افغانستان ګټه نه وینم. پای
Da Qarree Yusof na Poshtana kawam chee walee mo
Starra Asakzee shaheda krra
derr zar jawab wa waja
Da Qarree Yusof na Poshtana kawam chee
walee
hahga kasan chee dwe jahad orsara elan karre nawazne