اصلاح انلاين قدرمنو لوستونکو او مينه والو السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته دا دی ستاسې وېب پاڼې له پنځه مياشتني کاريز مزل وروسته، يو لنډ تخنيکي مزل هم وکړ: له ډاټ نيټ څخه ډاټ اورګ .org ته شو، البته ښايي د لنډ مهال لپاره وي.
دا چې پخواني ډومېن يعنې .net ته څه ورپېښ شول او د چا له لاسه د دې کيسه که فرصت وو بيا وروسته وکړو.
د اوس لپاره يوازې دومره وکړئ چې د سايټ مينه وال د دغه نوي ادرس په اړه خبر کړئ. د سايټ د څلور ورځني ځنډ لامله چې د توقع خلاف او په يو ډېر حساس او مهم وخت کې پېښ شو موږ، د زړه له تله، له تاسې څخه بښنه غواړو. په دې مهال کې زيات ټيليفونونه او له چا سره چې د چلوونکو شخصي ايميل ادرسونه وو، زيات ايميلونه، را ورسېدل چې د سايټ په اړه يې پوښتنه کوله، خواخوږي او د مرستې څرګندونه به يې کوله. ستاسې له مينې او تماسونو څخه يو نړۍ مننه. جزاکم الله خيرا. د دې ځنډ لامله زموږ ټول پلان شوي پروګرامونه هم ځنډېدلي دي، لکه د سيرت مسابقه او ژوندۍ ناستې او نور فوق العاده مهالوېش شوې پرمختياوې. ډېر ژر به د همدغو مهالوېشونو د نويو نېټو اعلان هم وشي ان شاء الله. د اصلاح انلاين نوم به لاهم هماغه ‘اصلاح انلاين’ او په انګرېزي کې EOL پاتې وي ځکه له پيله څخه د ډاټ نيټ يا ډاټ اورګ وروستاړی (پسوند) پکې په پام کې نه وو نيول شوی.
که په راتلونکي کې خدای مه کړه بيا اصلاح انلاين ته داسې ستونزه پېښېږي، احوال يې په اصلاح انلاين بلاګ EOL Blog کې تعقيبولی شئ. الله موږ او تاسې نه سره بېلوي او ستونزې دې خدای تل ليرې لري.
په درنښت او خلوص د اصلاح انلاين اداره
اصلاح انلاين رښتيا چې يو غوره سايټ دی. دوی بايد دا ډول ننګونې او چلنجونه ومني. په افغانستان کې خو چې څوک څومره کار کوي هغومره د تشويق پرځای له خنډونو سره مخامخ کېږي. ځکه له خبرتيا داسې ښکارېږي چې يو چا په لوی لاس د اصلاح انلاين پخوانی ادرس غصب کړی. د افغاني سايټونو د ټينګ پيوستون په هيله.
داصلاح ان لين ښاغلو سلامونه اوښي چاري
ستاسو كارونه دونه په زړه پوري او دستايني وړه وچې له هره پلوه دهوادوالو لپاره ګټوراوپه زړه پوري و.
كله چې تاسو پښتو تفسير شريف په غږ كي خپوركړنو دستې له دي ستونزوسه مخ سواست .
داښكاره ده چې غربيان او دهغو په ډالرو ليوني ديوه داسې اسلامي او افغاني كاردكولو مخنيوي كوي چې ملي يوالي او اسلامي مينه او خواخوږي په پوهنه كي رامنځ ته شې ،هر چا چې دملي يوالي او دوطن پالني غږ پورته كړي له غازي امان الله خانه ځخه بيا ترنن پوري هغه غږونه يې په ډول ډول نمونه خاموشه كړيدي او اوس يې هم خاموشه كوي ،
تاسو لو ي كار پيل كړيدي ،له نړي سره مو اخستې ده له غرب او امپرياليزم سره مو دمبارزي ملاتړلي ده .
نوبه حتمي درته په لاره كي خندونه لويږي ،ستاسواو دهيوادوالوترمنځ به واټن پيداكوي ،
خوډاده اوسې ملت موترشا ولاړ دي او تاسو بريالي ياست خپلو مبارزوته په افغاني غروراو ايماني قوت دوام وركړي ،له ستونزواو خندونه مه ويريږئ ،
هيوادوال اوس ترهر وخت اسلامي روزني ملي خپلواكي غوښتنو مبارزو او هځوته اړتيا لري چې دالوي هدف په ټولوترلاسه كيږي ،ستاسو دبرياووپه هيله ،
داصلاح ویب پاڼی محترمی اداری ته سلام داچه ستاسو په زړه پوری ویب پاڼه له څلورو ورځو بنده وه ډیر په خوبدی وم خو چه بیرته مو خلاصه کړه مبارکی درته وایم . دانو کله کله کیږی ځکه په ژوندکې سړ ی له ډیرو ستونزو اوننګونو سره مخامخ کیږ خو ځان باید ورته وانه چوو دنور بری په هیله مننه
فضل احمد
اصلاح انلاین په رښتیا سره هم د لیدلو سایټ ده، او څو ورځې چې، بنده وو ډیر خواشینی وم او اوس ډیر د خوشحالۍ ځای ده، چې بیرته خلاص شو. او په پاي کې مې دټولو ځوانانو څخه هیله ده چې، هغه سایت هر وخت اوګوري او زړه پورې لیکنې تر واخلي او په زړه پورې لیکنې ور ولیږي ترڅو سایت نور هم غښتلئ شي
په پښتنه مینه
مینه ناک
هو رښتيا، د اصلاح انلاين پخوانی ادرس بېرته جوړ شوی دی. نه پوهېږم چې چلوونکو يې څنګه د بېرته فعالېدو خبرتيا نه ده خپره کړې.
خو اوس يې بيا هم په http://www.EslahOnline.net ادرس باندې کتلی شئ.
واقعآ زما د خوښې سايت دی.
په الله مو سپارم