د ملګرو ملتونو له خوا په ۲۰۰۸ كال كي د جګړو له امله د ملكي افغانانو د مړينو ګراف له ۲۰۰۱ كال راهيسي تر بل هر يوه لوړ ګڼل سوى دئ.
د ملګرو ملتونو له خوا خپاره سوي ارقام ښيي چي په ۲۰۰۸ كال ۲۱۱۸ ملكي افغانان د جګړو له امله وژل سوي وو، چي ۶۱ فيصده د طالبانو او ۳۹ يې د ناټو او افغان ځواكونو له خوا وژل سوي دي.
راپور وايي دا په داسي حال كي ده چي په ۲۰۰۷ كال ۱۵۲۳ افغانان وژل سوي وو، چي په ۲۰۰۸ كال ۳۹ فيصده زياتوب پكښي راغلى وو.
په پورتنيو ارقامو كي شپږ فيصده كسان د ايتلافي ځواكونو له خوا د سړك د غاړي په هغو ډزو كي وژل سوي، چي دوى يې معمولاً خپلو ټانكونو ته د ورنيژدې كېدو پر مهال پر خلكو كوي.
دولسي وګړودمرګ اوژوبلې به اړه داسلامي امارت غبرګون !
تيره ورځ دملګروملتونوله لوري په يوه راپوركي راغلي ، چې تيرکال ،
په افغانستان کې دافغانستان دولسي وګړودتلفاتوکچه له هغه بل (٢٠٠٧) م کال نه
٤٠فيصده اوچته وه اوپه راپوركې راغلي چې تيرکال شاوخوا(٢١1٨)تنه وژل شوي چې
(١١٦٨)تنه دطالبانوپه بريدونوکې وژل شوي اونور(٨٢٨)تنه دخارجي قواوواودهغوى
دګوډاګيانوپه حملوکې وژل شوي
دافغانستان اسلامي امارت په داسې حال کې چې دملګروملتونودغه
راپورناسم ، نيمګړۍ اويو جانبه بولي ، په څرګندوټکووايي : تيرکال چې څومره عام وګړي
مړه ، ژوبل اويايي خپل کورونه پرې ايښي اومهاجرشوي علت يې ټول اوترډيره ځايه
داشغالګروخارجي قواووهوايي بريدونه ، په ولسي وګړودوحشي عسکروله لوري په کليو،
بانډو، ښارونواولري پرتوسيمو ناترسه حملې اودګوليوفيرونه دي ،
ملګري ملتونه بايددتيرکال دامريکايي بمباريوله امله
دافغانستان په بيلابيلوسيموکې دهغولويوکليواوبانډوپوره جاج اوشميره ځانته معلومه
کړې واى چې څومره افغانان يې له تيغه تيراووژل ، آيادهرې بمبارى تلفات له سلوتنه کم
وو، په شينډنډ، نورستان ، ننګرهار، کونړونو، هلمند، غزني ، خوست ، کندهار، کاپيسا،
لغمان ، زابل اونورولسګونوسيموکې اياهمدااوس چې دقيقه پلټنه وشي اوپه امريکايي
بمباريودوژل شووافغانانوکره شميره معلومه شي ، ملګري ملتونه څه فکرکوي چې له
٢١١٨تنوزيات به هلته ولسي وګړي نه وي وژل شوي.
دافغانستان اسلامي امارت د ملګروملتونوورستى راپور، ارقام اوقضاوت
يومخيز ، په طرف ولاړاوبې انصافه بولي اولکه دتيروراپورونواودريځونه په
څيرملګروملتونوپه دغه راپورکې هم هڅه شوي چې دافغانانودقهراوغضب څپه له خارجي
قواووراکمه اوداسلامي امارت په خوايي ورواړوي ، خودوى بايد پوه وي چې افغانانواوس
خپل دوست اودښمن پيژندلى اوپوهيږي چې امريکايانو دڅه لپاره
افغانستان ته زرګونه لښکرې راوستى اويايي دراوستوتکل لري ، چې مهم
اويواځينى هدف يې دافغانانو، غلامول اوخپل ناولى فرهنګ پرې تپل دي چې
افغانان يې نه مني اواشغالګريي په همدې جرم ! په ډيرې بې
رحمۍ اوقساوت وژني اوکړوي .
دافغانستان اسلامی امارت